(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مولانا ترخوی

[28.May.2020 - 15:17]

  مولانا ترخوی 

ليک : م  ر  شفق

دا هغه ورځې وې چې پاکستان کښې د پخوانی صدر جرنېل محمد ضیاءالحق صاحب فوځی حکومت ؤ۔۔۔۔اوپخوانۓ وزیراعظم ذوالفقار علی بهټو په دار خېژولی شوی و۔۔۔زه د خواجه ګنج هوتی طورو چوک نه مخ په قبله په فټ پات روان وم ښاغلۓ  نورالبشر نوید راسره ملګرۓ ؤ۔۔۔۔ خبرې مو کولې۔۔چې څو قدمه مخکښې لاړو۔۔۔او ښی لاس ته د ډاکټر امین الحق دکان [ د غاښونو درملتون] ته ورسېدو۔۔۔۔نو څه ګورم چې د یو څو ناستو کسانو نه علاوه۔۔۔مولانا امیر محمد ترخوی صاحب  او ډاکټر امین الحق دواړو د شطرنج لوبه کوله۔۔۔۔بشر نوید ته مې ویېل راځه چې دمولانا ترخوی خبرې واورو۔۔   د سړک نه پورې وتو۔۔۔۔ او د ډاکټر امین سلام ته حاضر شو۔۔۔۔۔  ماورته ووی۔۔۔۔ په بره روان وو۔۔۔چې تاسو سره مو مولانا صاحب ولیدو۔۔۔۔ د دوی خبرې به مونږ هم واورو۔۔۔۔ جوړ تازه مو وکړل۔۔۔۔ هغوی د شطرنج نه لاس واخست۔۔۔۔ډاکټر صاحب زما پېژندګلو وکړه۔۔۔چې دا د مولانا عنایت الله صاحب زوۓ دۓ۔۔۔  مولانا صاحب خوشحاله شو۔۔۔۔۔وې۔۔۔۔ښه ښه دا خو بیا زما وراره شو کنه۔۔په درنه څټه را پاڅېدو۔۔۔۔زه یې سینې ته جخت کړم او په تندی یې ښکل کړم۔۔۔۔۔په خندا کښې یې راته ووی۔۔۔۔ستا والد صاحب  سنجیده سړۓ دۓ۔۔۔۔۔او زه داسې ازاد غوندی یم۔۔۔هغه زما په ګپ نه خفه کېږی۔۔۔ ما ورته وې۔۔۔۔۔جی   ستاسو په خبرو هیڅوک نه خفه کېږی۔۔۔سېواۓ د سرکار نه۔۔۔۔ بیا چې کښېناستو۔۔۔۔نو دوی ناستو کسانو سره د خبرو تسلسل جاری وساتو۔۔۔۔یو ښکلی سپین روبی مېلمه ووی۔۔۔۔ مولانا صاحب  تاسو د هر حکومت خلاف یۍ۔۔۔۔بهټو صاحب منتخب وزیر اعظم و  هغه هم ستاسو د سترګو ازغۓ و۔۔۔اوس خو دغه ازغۓ له مینځه ووتو۔۔۔۔  مولانا زر ووی۔۔۔ناء  صاحبه۔۔۔؏۔۔۔خپل عمل دۓ چې سړۓ یې کړو هلاک۔۔ قابل او ذهین و۔۔۔خو خپل غرور یوړلو۔۔۔ هوښیاره مرغۍ په دام کښې نه انښلی خو چې شامت یې راشی نو د دواړو پښو نه ونښلی۔۔۔زمونږ ورسره سیاسی اختلاف و۔۔۔  د جمهوریت په خاطر  ورته د ټولو نه اول مونږ د دوستۍ لاس ورکړی و۔۔۔ مونږ د قومی حقونو دپاره همېشه د آیین او قانون مطابق جمهوری مطالبې کړی دی۔۔۔زمونږ مشر عبدالولی خان سیاسی بصیرت لری۔۔۔ځکه خو قومی اسمبلۍ کښې مخالف حزبونو ولی خان خپل مشر خوښ کړۓ ؤ۔۔۔  هغه خو بهټو صاحب سره په دلیل خبره کوله۔۔۔خو بهټو صاحب د چا مخالفت نه شو زغملۓ۔۔۔۔نو د دلیل جواب کښې یې کوتک ته لاس کړو۔۔۔ نقصان یې ځان له ورکړو۔۔۔ زمونږ مشران خو دقېد و بند سختو سره اموخته خلق دی۔۔۔  زه په یوه خبره  بهټو صاحب  بلکل منم۔۔۔۔په غېرت مې خوښ دۓ۔۔۔پانسۍ ته یې غاړه کېښوده۔۔۔خو یو ډکټېټر ته یې رحم درخواست ونکړو۔۔که۔ یو سړی سره زما شدید اختلاف وی  خو چې غیرت په کښې  وی نو زما به خوښ وی۔ ستاسو۔۔عبدالقیوم خان به هم زور آور ګڼلی شو۔۔۔خو کله چې پرې راټیټه شوه نو فیلډ مارشل  جرنېل محمد ایوب خان ته یې معافی نامه پیش کړله۔۔۔ فرعون خپل ذات دخلقو اعلی رب ګڼلو۔۔۔خو چې په غرقېدو شو نو په توبو سر شو۔۔  څه پوه شوې؟۔۔؏په ځنکدن کښې خو توبه رب ته قبوله نه ده“  د فرعون نه خو ابو جهل ښه و۔۔۔ چې سر ترې پرېکولې شو۔۔۔نو ویېل یې۔۔۔۔۔زه سردار یم  غړۍ مې دنګه پرېکړۍ۔۔۔۔۔۔دی وېنا سره مولانا ترخوی صاحب  قهقهه ولګوله۔۔۔۔۔سپن روبی مېلمه ۔۔۔ترخوی مولانا بیا و چېړلو۔۔۔  مولانا صاحب۔۔۔۔ ضیاءالحق صاحب خو نظام مصطفی راولی  تاسو دده هم مخالفت کوۍ ؟ دی مهال کښې مولانا ترخوی ماته مخ راوګرځولو  ویېل یې ۔۔۔۔۔۔وراره۔۔۔دا مسلم لیګی هسې ټوقې وشتې کوی۔۔۔ ته مې وراره یې  او ستا دا ملګرۓ  هم نوۓ زلمۓ دۓ۔۔۔ستاسو د پوهیولو دپاره درۓ واقعې بیانوم۔۔۔  په غور یې واورۍ۔۔۔۔<1> امیرالمو مینین عمر رض مسجد نبوی صلعم کښې د ډیوې په رڼا څه حساب کتاب کتلو دا تاسو چې ورته بجټ وایۍ۔۔۔۔۔دی کښې حضرت علی رض راغۓ  چې سلام یې وکړو نو پښه نیولی شو۔۔۔۔ عمر رض ورته ووی۔۔۔۔څه کار لرۓ۔۔۔۔؟  راځه۔۔۔۔خو کار ذاتی دۓ که قومی۔۔۔؟ علی صاحب وفرمایېل  ذاتی کار مې دۓ۔۔۔۔نو عمر ډیوې له پوکۓ ورکړو  ډیوه مړه شوه۔۔۔بیا علی رض ته مخاطب شو۔۔۔تا وې ذاتی کار دۓ نو۔۔۔۔ ځکه مې ډیوه مړه کړه۔۔۔دا خو د قوم په تېلو بلېږی۔۔۔۔۔۔<2>  مولانا دویمه واقعه هم د امیرالمو منین حضرت عمر بیان کړه۔۔۔چې امامانو سرکاری عهدیدارانو او  ګورنرانوله یې غټې غټې تنخواه ګانې مقرر کړی وې چې د یډو رشوتونو او بد عنوانۍ مخ نیوې وکړی شی۔۔۔۔یو ځل یې دبېت المال نه څه رقم په مستحقینو ویشل غوښتل۔۔۔۔۔۔د یو ولایت مخه وریز خلق یې راجمع کړل  چې د حقدارو تنانو فهرست تیار کړﺉ۔۔۔ عمر صاحب ته چې فهرست وړاندی کړی شو  نو سر کښې نوم د ګورنر و۔۔۔  دۓ به اکثر قرضدارۓ هم و۔۔۔۔۔عمر رض د ګورنر تپوسونه وکړل۔۔۔تاله خو ما غټه تنخواه مقرر کړی ده   نو تنګسیا  ولۓ ده۔۔؟۔ دا وږده قصه ده خو لنډه دا چې ګورنر به ټوله تنخواه په نادارو بې وزلو کونډو یتیمانو تقسیموله۔۔۔او د خپل کور ضرورتونه به چې نه شو پوره کولې نو په قرض پور به یې ګزاره کوله۔۔۔۔۔ عمر صاحب ګورنر له رقم ورکړو  ورسره یې سخت تاکید هم وکړو۔۔۔۔۔چې د تنخواه څه برخه په ځان هم خرچ کوه۔۔۔او خپل بجټ توله ساته۔۔۔۔ <3>  مولانا ترخوی ماته ووی۔۔۔د شېخ الاسلام حسېن احمد مدنی نوم به دی د پلار نه اورېدلی وی۔۔۔ زما استاد و۔۔۔  د هغه تقوی او پرهېز ګاری دا مسلم لیګیان هم منی۔۔۔۔۔ دارالعلوم دېوبند به  ده له دری سوه روپۍ د میاشت تنخواه ورکوله۔۔۔۔دا هغه وخت یو خطیر ۔۔۔۔۔۔دروند رقم و۔۔۔ د تنخواه ورځ چې به راغله نږ ده به یوه منډه وهله۔۔۔۔۔۔هغه داسې چې طالبان به یو خوا  بل خوا قطار کښې ولاړ وو۔۔۔  د مولانا مدنی جولۍ به د روپو ډکه وه۔۔۔۔په منډه به خلاص و۔۔۔  په یو لاس او بل لاس به یې روپۍ وېشلې۔۔۔۔ چې د قطار سرته به ورسېد نو تشه جولۍ به یې څنډ وهله۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

مولانا امیر محمد  ترخوی چې دا واقعې بلا تبصرې بیان کړلی  نو یوه قهقهه یې بیا ولګوله۔۔۔۔ وی ویېل۔۔۔۔دوی هم وایی چې مونږ نظام  مصطفی راولو۔۔  نو را دی ولی کنه۔۔۔

-
بېرته شاته