(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کتاب په اړه

[28.May.2020 - 15:16]

د يوه نوى ګتاب په اړه

لیک : اسېا محرابي

لږ او ډير کال مخکې د ښاغلي محمد طارق بزګر پر فېسبوک پاڼې مې د (د کییف بدلمنه افغانه) تر سرليک لاندې، يو متن ولوست. ښاغلي بزګر له خپلو دوستانو نه د نظرونو هيله کړې وه د کتاب د نوم او که د پوښ په اړه؟ خو په هر صورت، دقيق مې ياد نه دى.

 

همدارنګه يې ليکلې وه چې دا کيسه ريښتيا پېښه شوې . د کتاب پر نوم څه نا څه منفي عکس العملونه ښودل شوی وو او بعضو دوستانو د نوم د اړولو وړانديزونه هم کړي وو. فکر کوم چې په همدې دليل يې د کتاب نوم هم بدل کړ. “يوه افغانه شاپېرۍ په کييف کېهو! همدا نوم شو.

 

زما پام ټول د کيسې رېښتني اړخ ته ورواوښت او لوستلو ته مې يې سخته زياته تلوسه شوه. څه موده وړاندې بيا ښاغلې بزګر د کتاب د پشتۍ په اړه له دوستانو نظرونه غوښتي و چې پدې وخت کې ما له ښاغلي بزګر سره اړيکه ونيوله او د کتاب د رالېږلو هيله مې ترې وکړهده هم په خاصه مهربانۍ راته د کتاب د لېږلو ژمنه وکړه. له څو اوونيو وروسته مې کتاب تر لاسه کړ او زه يې لومړنۍ لوستونکې او ترلاسه کوونکې ومد زړه له تله يې منندويه يم.

 

د کتاب په اړه څو کرښې:

 

د کتاب له نومه ښکاري چې دا کيسه د يوې افغانې ښځې په هکله ليکل شوې او ريښتنې دهد لوستلو وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې د دې کتاب موضوع نوې وه او که ووايم چې ښاغلي بزګر د يوې ارزښتمنې او تابو موضوع په اړه، يو اثر لوستونکو ته وړاندې کړى، نو تیروتنه به مې نه وي کړي او سم به مې ویلي وي. د شاپېرۍ په شان د يوې ښکلې او ځوانې افغانې ښځې ريښتنئ حالت چې د ژوند ناخوالو تن پلورلو ته څنګه او ولې اړه ايستلې وه، تر اوسه هېڅ چا نه وه پنځولې او کله چې د يوه کتاب محتوا د يوه انسان د ژوند د پېښو پر بنسټ انځور شوې وي نو د لوستونکو لېوالتيا او تنده لا نوره هم ورته ډيره ويښاغلي بزګر په خاص هنر او مهارت، په ډيره عامه خو ښکلې روانه ژبه خپل د سترګو ليدلى په داسې تورو کې ژباړلى دى چې د لوستلو پر مهال د هر لوستونکي په ذهن کې کټ مټ همهغه حالت انځوريږي او همدارنګه د لوستونکو د تفاهم او درک حس دومره راپاروي چې هېڅ کوم څوک به د خپلو اوښکو د بهېدو مخنېوئ ونه کړاى شي. ما د کتاب د لوستلو پر مهال د خپلو اوښکو مخه ونه نیولای شوه دا خو لا پریږده چې په چغو چغو مې ورسره وژړل.

 

دا ځانګړې ريښتنې کيسه د سوال او ځواب په ډول ليکل شوې ده، خو داسې هم نه ده چې اوس زما له دې خبرې وانګېرۍ چې؛ د مرکې غوندې به وي. که د دې کتاب کيسه له بله اړخه وڅېړم نو په پوره ډاډ او هيله مندۍ سره ويلى شم چې د هر لوستونکي د ذوق له پاره به يو غوره اثر ويد دې کتاب لوستلو ما ته ډير هغه رازونه او رمزونه راروښانه کړل چې راته ګونګ وه او زه يې له مودو راهيسې د پوهېدو په لټه کې وم.

 

زړه مې غواړې چې ډير څه د دې ښکلي او نوي اثر په اړه وليکم خو بسنه ځکه کوم چې ښايي سهواً د کيسې نه کوم څه را نقل کړم او دا به ښه نه وي.

 

پرېږدم چې د نورو لوستونکو تلوسه لا ډيره شيد دې کتاب د اخيستلو او لاسته راوړلو وړانديز ځکه نورو لوستونکو ته کوم چې د لېکوال د هڅو او زيار حق به پدې ډول ورپر ځاې کړى شي.

 

په درنښت

 

آسيه محرابي

 

-
بېرته شاته