(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه دې نه مري

[28.May.2020 - 14:47]

هغه دې نه مري چې وطن پې خواریږي

 

دوه کاله د مخه خبره په ارباب روډ سیال فلېټ کښې اوسېدو

هره جمعه به مو پوهنیزه غونډه کوله چې به د بېله بیلو فکرونو، پوهنتونو او سیاسي تنظیمونو ملګرو به پکښې ګډون کوو اول به په ټاکلې موضوع باندې خبرې کېدې بیا به سوال او ځواب وو، له هغې روستو به بيا آزاد بحث وو روان سیاسي صورت حال او نړیوال سیاست باندې به مجلسونه کېدل چې دغه مجلسونه به مو تر شپې دولسو او یوې بجې پورې به دوامداره وو.

نن بیا د جمعې ورځ وه، ګڼ شمېر ملګري راغلي وو، زیاتره زمونږ پخواني ملګري وو. خو یو دوه کسان چې بیا ما کله هم نه وو لیدلي خو شناخته مالومېدل هم ناست وو، پوهنيزه غونډه سر ته ورسېده، عام مجلس روان شو، خو زه له هم حیران ووم او دغه دوه تنه چې نوي راغلي وو، ځیر ځیر ورته ګورم ....

د یو خو په هغه ورځ ښونکی وو چې ټاکلې موضوع یې بحث کړه. زیات خوندور لیکچر یې راکړو زیات یې اغېزمن کړمه... خو د دویم زما لرې په یو ګوټ کښې خاموش ناست وو، چې لېکچر ختم شو نو یو دوه سوالونه یې وکړل چې زما د پاره بېخي د حیرانتیا خبره وه. ولې چې سوالونه یې زیات جامع وو، او په نوي انداز وو او د خپلې ټولنې په اساس دومره ژور وو چې ما ویل دغه له څوک دې؟ چې دومره ژور نظر لري . خیر چای مو سره وڅښلې زیات ملګري مو رخصت کړل بس یو څو کسه چې څه دلته په فلېټ کښې زمونږ سره اوسېدل او دوه درې دغه بهرني میلمانه پاتې شو چې پکښې ګل مرجان صاب، تورزن اوغان هم ووسیاسي بنډار روان وو ما د تورزن اوغان نه تپوس وکړو دغه دوه کسان څوک دي؟

تورزن اوغان اوویل هی د نه پېژانې؟ دغه یو خو زمونږ ملګری شکور اپریدی دی، چې ډیر غښتلی او پوهه ملګرې دی نور خو به دې نن د ده مجلس اورېدلی وي.....

ما ویل د بل څوک دې هغه د کوټې په کونج کښې چې ناست دی؟

تورزن وایی دغه شاه فیصل اپریدی دې دلته د درملو په کمپنی کښې دنده کوي، دغه هم ښه ملګری دی، زیات یې نه پېژانم خو په کېس پوه مالومیږي... په تاریخ خبر دی.

بس بنډار هم دغسې روان وو کله کله به ټوکې ټکالې هم پکښې کېدلې... 

خو د شاه فیصل مجلس بېخي په نوئ انداز وو نوې خبرې وې نوي اړخونه یې چېړل او نوي نوي سوالونه به یې راپورته کول....

دغه مجلس تر دولسو بجو دوام ومومه. دولس بجې مو بهرنی راغلي میلمانه او ملګري رخصت کړل زه او تورزن سره کېناستو یو بل ته مو په سترګو سره وکړل چې څه وایې دغي سړي(شاه فیصل) په هکله دې څه نظر دی.

تورزن وخندل وایی همفکره سړی دي خو اوس په سمه لار اچول غواړي لږ کار نور هم پرې باندې کول غواړي او مجلسونه ورسره کول غواړي.....ما ورته اویل دغه سړي کښې بلکل کمالات شته، مخلص دې او په تاریخ خبر دی، خو پلېټ فارم ورته نه دې مېلاو شوې چې دای د خپله پوه په کار راولي.

مونږ هم دغه خبره تر دې وځنډوله چې ګل مرجان صاب راشي هغې سره پرې بحث کړو چې دغه سړی د کار سړی دی باید له لاسه یې ورنکړو....

سبا ته چې ګل مرجان صیب راغی مونږ دغه خبره ورته وکړه هغه په خپل عمومي انداز کښې وخندل، ویې ویل! زه یې ډېر وخت نه پېژانم, ډېر د کار سړی دی او په هر څه پوهه دې خو دلته مسله دغه ده چې مونږ باید ملګري داسې پرې نه ږدو... هغه سره په اړیکه کښی اوسو او بار بار ورسره ناستې وکړو....

بس له دې سره سم مونږ هم دغه هڅه پیل کړه چې هر چرته به تلو،هر سیاسي مجلس کښې به مو  ګډون کاوو شاه فيصل افغان سره به مو اړیکه نیوله او ښه په مینه به مو را غوښتو او ده به هم زمونږ بلنه په خندا او په خلاص زړه سره منله او ګډون به یې کوو او که اوزګار به نه نو معرزت به یې غوښتو..

هم دغه رنګې اخېر ده په خپله اویل چې زه په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کښې شمولیت کووم... ولې چې کله نه هم زما ناسته د ستاسو په شان ملګرو سره شروع شوې ده ما تاریخ، جعرافیه کلتور او وطني سیاست نه بغیر بل څه و نه واورېدل او زه د بیله بیلو تنظيمونو غونډو ته تللې یمه بیله بیلو خلکو سره مې ناستې شوې خو دغه رنګه مجلس ما نه دې اورېدلې او په کوم څیز پسې چې زه له ډېره وخته ګرځېدلم هغه مې دلته پیدا کړو چې هغه  افغانیت دی...

چې بیا زمونږ د ګوند هم رسمي غړی شو ډېر خوشاله وو او ټولو ملګرو ورته ډېر درناوی درلوده او ده به له ټولو ملګرو سره ډېره مینه کوله او ډېر به پرې نازېدو....

 

څارګر

-
بېرته شاته