(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جومات او ګودواره

[28.May.2020 - 14:44]

جومات او ګوردواره د انسانیت د خدمت لپاره یو لاس شول .

لیک : دیاسنګ انجان

چاته څه پته وه چې داسې حالات به پیښیږي ، هر څوک پخپل کار کې مصرووف وو او خوشاله ژوند يې تیرولو

ناڅاپه یوه توره لړی راښکاره شوه ، چې ټوله نړه یې په ټپه ودروله 

خلک حیران پاتې شول 

هیڅوک پدې نه پوهیدل چې څه وکړي

غریب هر چیرته غریب دی

عام انسان د ورځې مزدوري کوی تر څو  شپې ته یې نغري کې اور بل شې

ماړه خو هسې ماړه دې

خو د چا په سینه کې چې د غوښې زړه موجود وې خامخا د بل درد ، مجبوري ، لوږه او تنده احساس کولی شي

هغه د دین ، مذهب ، قوم ، ملیت  له سرحدونو آزاد وې

هغه ته انسان او انسانیت مهم او لومړیتوب وي

نو هغه څوک چې احساس ولرې بل انسان په تکلیف کې څنګه لیدلی شي

   ګوردواره * ( د سیکانو عبادتځای) کې هر وخت لنګر # جاري وي

 خو پدې ورځو کې د هر مذهب په عبادتځایونو کې هم د لاک ډاون له وجې څه محدودیتونه وضع شوی 

په ګوردوارې کې لنګر بند وو ، اسلم چودهري له ګورواې څخه د مرستې غوښتنه وکړه ، ترڅو هغو خلکو ته خواړه چمتو کړي چې له څو ورځو راهیسې وږي دي. ځکه چې بازارونه بند دي او ښار کې په تګ راتګ بندیز دی . ګوردوارې هم له ځنډ پرته د خوړو د پښولو لوښي لکه دیګونه ، څمڅې ، پلیټ یا تالونه ، ګیلاسونه ، د ګیس سلنډر ، نغري ، او نور د ضرورت توکي سره د دوه خوړو پښونکو  واستولکله چې ګوروره مرستندویه شوه ، اسلم د خوړو پخولو لپاره جومات کې ځای هم وموندد ډیلي په کالو سرای سیمه کې جوماتو او ګوردوارې په ګډه سره د انسانیت خدمت ته ملا وتړله.

 

 اسلم چودهري د خوړو کاروبار لري. چودري وايي چې "وضعیت ډیر خراب دی. ماته د ډیرو خلکو لخوا د خوړو لپاره ډیر دردونکې زنګونه راځې ، دغه حالت زه ډیر مایوسه کړی یم. دلاک ډاونپه پیل کې ، دوی یو څه خواړه پاخه کړي او د خلکو په مینځ کې یې ویشل پیل کړي وو . د دې کار لپاره ، دوی خلک هم ګمارليد چودهري د خوړو پخولو ځای په بیسمینټ یا تهکوی کې دیله هغه ځایه نوموړي د خواړو پخلی او خلکو ته خواړه ورکول پیل کړل. له هغه وروسته کله چې د سیکان هم له هغه سره راغلل نو د هغه د خوشالی ټیکانه نه وه . د خوړو پخولو  محیط چې په زیر زمینی کې دی ډیر تیاره او تکلیف ورکونکی وو ، ځکه چې ګرمي هم پکې ډیره وه ، نو پخلنځی اوس جومات ته لیږدول شوی چیرته چې خالي ځای شتون لرې ، ځکه چې اوس د لاک ډاون له وجې لمانځه ته خلک نه راځي .

 

 هربنس سینګ او سُریندر سینګ ، د ګورودوره شری ګوورو سینګ سبها سیواداران ( خادمان ) د مارچ له ٣٠مې نیټې څخه هر سهار جومات ته ورځي تر څو هغه وږو خلکو لپاره چې اړمن دي خواړه تیار کړې . خو د هغوی تر راتګ پورې  اسلم چودري له نورو ملګرو سره چې پکې هندوان، سیکان مسلمانان او د نورو عقیدو خاوندان شامل دي ، په ګډه سره پلو ، کیچړی او د 

سبزيو بندوبست کوي. دوی ټول یوځای هر هغه څه پخوي چې پریکړه کیږي ، او بیا يې خلکو ته ورکوي.

 

 د هرې ورځې مینو مختلفه وی.   د دوی هدف دا دی چې د ډیلي په ټولو جوپړیو کې چیرته چې چې د کرونا د وبا له لاسه تباه شوی غریب خلک اوسیږي او یا د کار ځایونو کې خواړه ترلاسه کړي ، همدا راز ډیر د نورو سیمو څخه راغلي خلک چې خپل کار یې له لاسه ورکړی څوک وږي پاتې نشي.

 دوی اسانه توکي تیارويپه یاد ولرئ چې خواړه باید مغذي وي یعنې هر هغه ضروری مواد ولري چې د انسان د ژوند لپاره حتمي دي، نو دا چې که څوک حتی په ورځ کې یو ځل خواړه هم ترلاسه کړي ، نو بیا ٢٤ ساعته ورته ستونزه نه پیښږې او ګوزاره ېې پرې کیږي.

 

 آشپز یا غذا پښونکۍ سریندر سینګ او نظارت کونکي هربنس سینګ وايي "هغه څه چې موږ دلته ترسره کوو د لنګر ( د سیک مذهب د روایاتو مطابق په هره ګورودواره کې هره ورځ لنګر د هر چا لپاره پرته له توپیره #) څخه ډیر توپیر نلري. دا د خدای فضل دی او موږ به تر هغه وخته خدمت وکړو تر څو چې لاک ډاون روان وي."  دوی هره ورځ په زرهاو وږو خلکو ته خواړه ورکوي.

 

 ایا هغه کسان چې جوماتونو ، مندرونو 1 او ګوردواروته ورځي ، د دوی څخه واقعیاً څه زده کوي؟

 هغوی چې له دوی څخه زده کړه کوي انسانیت ته خدمت کوي؟ 

 هغوی چې د واټس اپ ، له ویناوو او لاریونونو څخه دین زده کوي ، کرکجنه ،  سیاست کوي او نفرت خپروي ، لږ څه به نسانیت زده کړي ؟

 دوی چې د هرې عقیدې خدای بیل بولې دا باور به پیدا کړي چې ګني خدای یو دي ؟

 د ټولو دي ؟

 رب العالمین دي ؟

دا د دین ، مذهب ، ملیت ، قوم ، ژبې او سیمې په نوم د انسانانو تر منځ کرښې ایستونکي ، کرکه خورونکې ذهنې ناروغان به له دوی څخه دا زده کړي وکړي چې د ټول بشر خالق یو دی ؟ ټول د هغه بندګان دي ؟

شاید نه !

ځکه چې د ډیرو تجارت له همدې لارو چلیږي .

هغوی ته انسانیت هیڅ مانا نلري.

هغوی تل دا هڅه کوي ، چې د انسانانو تر منځ نفرتونه پیدا کړي .

خلک په طبقو وویشې .

 څوک د دین په نوم ،

 څوک دملیت په نوم ، څوک د ژبې په نوم ،

 د نفرت کندو ته وغورځوي ، او خپل جیبونه ډک کړي.

هغوی ته انسانیت څه مانا ؟

 هغوی له مینې سره څه کار لري.

خو شته ځینې حقیقي انسانان ،

چې  له تبعیض پرته د انسانیت خدمت کوي

هغوی ته دا هیڅ مانا نلرې چې څوک ، څوک دی .

په کوم دین دی

د کوم ملیت دی

د کومې سیمې دی

په کومې ژبې خبرې کوی 

هغوی ته چې مفهوم لرې یوازې انسانیت دی

او هغه هم چې له دې ځایه ورته خواړه رسیږې دا تپوس نکوی چې دا د کوم دین پیروانو جوړ کړی .

ځکه چې خواړه په دین او مذهب پورې اړه نلري.

 

 کله چې هیواد له بحران سره مخ شو ، نو ځینو خلکو وږو ته خواړه ورکول غوره کړل ، ځینو د خلکو ژوند ژغورلو لپاره نورې هلې ځلې چې په توان کې یې وې شروع کړې  

خو ځینو بیا هم د نفرت خپرول  غوره کړل

دا پریکړه اوس تاسو پورې اړه لري .

تاسو باید وټاکئ چې اصلي مذهب څه او کوم دی.

________________________________

* - 2 -  ګورودواره : د سیکانوعبادت ځای .

# - لنګر  : هغه خواړه چې په ګورودواره کې د مساپرو لپاره جوړیږې او مجانې توزیع کیږې

1- مندر : د هندوانوعبادتځای

دېاسنګ انجان

-
بېرته شاته