(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محرقه

[28.May.2020 - 08:18]

#محرقه / وچکۍ (Typhoid) 

د محرقې مکروب چې دسلمونیلا ټایفي(salmonella typhi) په نامه هم یادیږي یو ‌‌‌‌‌‌ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د #ناپاکو_اوبو او #ناپاکو_خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي،دغه مکروب په لمړیو کې ځان د #کوچنیو_کولمو په #داخلي_دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې هفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان #لمفاوي_غدو ته رسوي او بلاخره د #وینې_جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي.

 

د @ دغې ناروغۍ مهمې  #نښې_نښانې

۱-د #نرۍ_تبه

۲- د #هډوکو_دردونه ، د ستوني درد، د بندونو درد.

۳-د #شپې لخوا د #پښو_تلې_سوځیږی

۴-د #سر #دوامداره #دردونه

۵-د #ګیډې #دردونه او بادونه

۶- #دوامداره #قبضیت او ځینې وخت اسهالات

۷- ‌‌‌‌‌‌د ډکو متیازو تور رنګ

۸-د #معدې #دردونه او د #خوړو #بد #هضمي

۹-#کمزوري او د #وزن_کمیدل

۱۰- د بدن #ساړه (یخ) کیدل او پر بدن د #لړزې راتګ

۱۱- او په ځینو ناروغانو کې د صفرا کیسه یا #تریخې #دردونه چې معولا د ښې اوږې په سر کې احساس کیږي.

۱۲- د ستوني درد.

۱۳ - د بندونو درد.

 

@محرقې مهم زیانونه

کله چې د محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي.

 

۱- د کولمو زخم

۲-له کولمو د وینې بهیدل

۳- د کولمو سوري کیدل

۴-کم خوني

۵-د لمفاوي غدو التهاب د بدن دفاعي ځواک کمزوری کوي او همدغه کمزوري د دوامدارې نرۍ تبې سبب ګرځي.

۶-د ځیګر او تورې غټیدل او پړسیدل

۷-د هډوکو کمزوري.

۸-د مغزو د پردو مکروبي کیدل یا مننجیت.

۹-د غوږ،ستوني او پوزې مکروبي کیدل

۱۰-د بدن د مایعاتو کمښت

۱۱-دوامداره ټیټ فشار

۱۲-د تریخې مکروبي کیدل

۱۳- کله کله شاک او بلاخره مرګ

 

 @ تشخیص

د محرقې ناروغۍ د تشخیص لپاره لاندې معاینات اړین دي.

 

Typhoid antibodies (IgM+IgG)

 

Stool culture for typhoid

 

Bone marrow culture for typhoid

 

Vidal test

 

@ درملنه

د متخصص ډاکټر تر بشپړ تشخیص او پیژندنې وروسته د محرقې مکروب ضد درمل کوم چې د ډاکټر لخوا ورکړل شوې دوا ده باید  د لسو تر  پنځلسو ورځو لپاره باید د لارښونو سر سم وکارول شي. او د ډاکټر سره وخت پر وخت مشورې کول.

 

@ پرهیز:

غوړ (روغني) خواړه.

ترخه او ترشه خواړه.

نا تصفیه شوې اوبه او ناپاکه خواړه لکه ناپاکه سبزي او ترکاري...

د نظافت کلک مراعت کول.

خام شیان نه خوړل.

د هغو خوړو څخه ځان ساتل چې مچان پرې کیناستلی وي.

 

@ کوم خواړه باید ‌‌‌‌‌‌ډیر وخوړل شي

د میوو جوس او اوبه.

پاکې اوبه

د وریجو سرسر

د ترکارۍ سوپ.

 

@ محرقې له تبې څنګه ځانونه وژغورو؟

يوازې له دوه شيانو ځان ساتل انسان له وچکۍ یا محرقې ژغوري.

@ اول: د بې باوره، ناپاک خوراک، څښاک او بازاري شيانو څخه پرهېز کول.

او دوهم دا چې د وچکۍ «محرقې» واکسين کول.

بايد تل وېشېدلې اوبه وڅښل شي؛ ځکه چې عامې اوبه د وچکۍ د ميکروب لامل ګرځي.

هغه خوراکونه وخورئ، چې ښه پاخه شوي وي او په دسترخوان هم ګرم وي او تپ ترې پورته کيږي.

هغه سابه او ميوه مه وخورئ، چې نه سپينيږي. لکه د کاو او ګندنۍ پاڼې؛ ځکه دا شيان ډېر په اسانۍ خيرنيږي او سم پاکول يې ستونزمن وي.

 

کومه سبزي او مېوه چې سپينيږي، په خپل لاس يې سپينه کړئ او له سپينولو مخکې بايد خپل لاسونه په صابون پاک ستره ومينځئ.

په لارو او بازارنو کې خوارکي مواد مه اخلئ، ځکه چې د لارې د سر خوراکي توکي له خيرنېدو نه ژغورل کيږي.

ایا محرقې یا وچکۍ واکسين لري؟

هو بلکل، د وچکۍ واکسين ډېر ګټور او ژوغورونکي دي. چې کولای شئ، د نورو ناروغیو په څیر ددې ناروغۍ د مخنیوی لپاره هم واکسین وکړئ.

د وچکۍ واکسين بايد څوک وکړي؟

هغه ماشومان او ځوانان چې ښوونځيو ته ځي.

هغه خلک بايد دا واکسين وکړي، چې داسې سيمو کې ژوند کوي، چې د وچکۍ لاملونه پکې ډېر وي.

چېرته چې انټي بايوټيک ډېر کارول کيږي او سلمونيلا ټايفي ميکروبونه پکې ډېر وي

څوک چې ډېر سفرونه کوي، هغه خلک هم بايد دغه واکسينونه وکړي. د مثال په ډول که څوک اسيا، جنوبي امريکا او افريقايي هېوادونو ته سفرونه کوي، نو هغو دې دا واکسين خامخا ولګوي، ځکه چې دغو هېوادونو کې وچکۍ، يا محرقه ډېره زياته ده.

د وچکۍ واکسين بايد څوک ونه لګوي؟

هغه څوک بايد دا واکسين ونه لګوي، چې يو ځل مخکې يې د واکسين لګولو له امله خطرناک حساسيت پيدا کړی وي، چې ان ژوند يې له خطر سره مخ شوی وي.

د محرقي واکسين څه ګټه لري؟

زموږ لپاره د وچکۍ يا محرقه، د واکیسن ګټه دا ده دا یوه ساري ناروغي د انساني ژوند لپاره تر ټولو خطرناکه ده

د وچکۍ تبې نښې هم چې له بدنه ورکې شي، خو خطر يې بيا هم پاتې وي.

کيدای شي، ځينې مريضان به موږ ته روغ جوړ ښکاري، مګر د سلمونيلا ټايفي ميکروبونه يې بدن کې لا هم پاتې وي او دغه ميکروبه له تاسې نورو کسانو ته هم نقل کيدای شي، د واکسین په کولو سره له دې ناروغۍ سر د مبارزې توان پیدا کولای شو.

د محرقي لپاره کورني وقایه

-په لومړي قدم کې واکسین څخه استفاده کول

 

د ډوډۍ څخه مخکې او تشناب څخه وروسته د لاسونو مینځل.

د خپل ځان او محیط د حفظ الصحه مراعات کولک

د پاکو اوبو څخه کار اخیستل

د سبزیجاتو او ترکاریو مینځل په کلور یا مالګی سره

د غذا پخول په مکمل ډول

د غذا ساتل په یخچالونو کې په معقول شکل

ناروغو کسانو ته اجازه نه ورکول چې په خوړو باندې .

ډاکتر حمیده دوراني

-
بېرته شاته