(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ کې قامونه

[28.May.2020 - 08:10]

په کونړکې مېشته پښتانه قامونه

لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد

کونړ د افغانستان یو غرنی ولایت دی، چې د افغانستان په ختيز کې پروت دی. . شمال ته يې ختیز نورستان، سوېل(جنوب) ته يې ننګرهار ، لوېديز ته يې لغمان ، ختیز ته يې دډېورنډ کرښه ده چې د مومندو او باجوړ ایجنسۍ پکې پرتې دي او قبایلي مومند او سالارزي قومونه په کې ژوند کوي. دکونړ دولایت مرکز داسعد آباد ښاردی.

کونړ دافغانستان دهغو ولایتونو نه دی چې ډیر وګړي لري چې شمېر ۵۰۰،۰۰۰ ته رسیږي چې زیاتره  یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي.دکونړ ۹۵٪ په سلو کې پښتانه او نور ۵٪ نورستانیان او پشه یان دي

کونړپه څوارلسو اداري واحدونو( ولسوالیو ) ویشل شوی دی او هغه دادي :

دمرورې ولسوالي

د وټه پور ولسوالي

د پيچ دري ولسوالی

د نرنگ ولسوالي

د سرکاڼو ولسوالي 

د دانگام ولسوالي

د اسمار ولسوالي

د شيگل ولسوالي

د چپې درې ولسوالي

د نور گل ولسوالي

د څوکۍ ولسوالي

د خاص کونړ ولسوالي

د ناړۍ ولسوالي 

د غازي آباد ولسوالي

 په کونړ کې مېشته پښتاننه قامونه:

۱-الکوزي: الکوزي سړبني پښتانه دي او د درانیود زیرک په ښاخ پورې اړه لري او دکونړ په سر کاڼو کې اوسیږي

۲-تر کلاڼي: دا قبیله د سړبن په ټولنیز گروپ پورې اړه لري او په کونړ کې مېشته دي

۳-سالارزي: سالارزي دترکلاڼیو  قبېلې یو ښاخ دی او دکونړ په لاندنیو سیمو کې ژوند کوي. دانگام،اسمار،شنگړۍ،شالۍ(شال)،ناړۍ،بریکوټ،دم کلی، دنرنګ سرکاڼو،گنجگل،ټانکو، شولتن(شلتن)،مروره،اغذباغ،ساو،ساوخوړ،څوکۍ،بارگام،ازیرگل،ډمبرو،حصاره(ایساره)کرهاله او دونه یی کې استوګنه لري .

۴-خاښي خېل:خاښی خېل یا خو ښي خېل د کونړ په ځینو ځایونو  کې ا ستوگنه لري چې په یو روایت سره د مغولي مرزا الغ بېگ به وخت کې کونړ ته لېږدېدلي دي.

۵-سرکاڼي: دا دالکوزیو یو ښاخ دی چې دکونړ په سر کاڼواو اسمار  کې او سیږي او دنوم دمناسبت له مخې دسرکنډ کلی هم د دې قبیلې یو کلی دی.

۶-شینواري: دشیگل شینواري تقریباٌ ۳۰۰ کاله دمخه د ځینو عواملو له کبله دباجوړ  دسره کمر له خوا نه تللي دي او دشیگل ځمکه یې له نو رو قومونو څخه چې په هغه وخت کې کافران وو نیولې وه،شیگل ته دشینوارو راتگ او د نورو قومونو څخه دشیگل نیول دشیخ بابا په مشرۍ چې اصلي نوم یې(زکریا) دی تر سره شوې ده.

۷۷-ادریم زي (عبدالرحیم زي): دا قبیله د غلجیو په ټولنیز گروپ کې شامله ده او داحمد زیو یو ښاخ دی او دکونړ په ښېوه کې او سیږي.

۸-لودین: دوۍ غرښتي پښتانه دي او په کونړ کې مېشته دي ،.

۹۹-ماموند: دوۍ د سړبن په ټولنیز گروپ کې شمېرل کیږي او دښا خي خېلو(خا ښي خېلو) دترکاڼي په قبیلې پورې لړه لري.دوه ماموند وجود لري:لومړی لوی ماموند(کاکازي)اوبل واړه ماموند. دوړو ماموندو ځینې خېلونه په شوړتن(شلتن)،دانگام، پیچ درې او په وټه پور کې مېشت دي.

۱۰-مشواڼي:مشواڼي په اصل کې غرغښتي پښتانه دي، دوئ دکونړ په ناړۍ،دانگام او اسمار کې اوسیږي.

۱۱-ملکزي: په کونړ او دنرنگ په جار قلعه کې استوگنه لري.

۱۲۲-ملاگوري: سړبني پښتانه دي او دمومندو په سترې قبیلې پورې اړه لري، دملا گورو کورني د درې په ملاگورې او دنرنگ دکوټکې په کلي کي اوسیږي.

۱۳۳-مومند: مومند دسړبن په ټولنیز گروپ کې یوه ستره قبیله ده چې دکونړ دولایت په اسد آباد،خاص کونړ،سرکاڼو،نورگل اونرنگ کې اوسیږي.

۱۴۴-یوسفزي: یوسفزي هم په کونړ اوپه تیره بیا په خاص کونړ اوتتر په سیمه کې استوگنه لري او یو لوۍ پښتون ټبر دی.

۱۵۵-بزرگخېل: بزرگخېل یوه لویه قبیله ده چې دکونړ په نرنگونو لکه بر نرنگ،کوډو،کړه ماراو په یوه روایت سره په کوټکي او حکیم آباد(کولي گرام) او دڅوکۍ په کلماني کې مېشته دي .

۱۶۶-ساپې:(صافي) دزیاتره تاریخي اسنادو له مخې د ساپي قوم چې په کونړ کې مېشت دي یو لوۍ قوم شمېرل کیږي چې په لومړۍ سر کې د کندهار دغوړې مرِغۍ نه سره کمر ته رالېږدېدلي دي او بیا له دې ځایه د شونکړۍ له غاښې کونړ ته اوښتلي لومړۍ یې بهر آباد او بیایې له مجبوریته د کونړ سین ښکته او پورته برخوته د هغو ځایونو دقومي ځواک په وجه نفوذ نه دی کړی له سین څخه دېوه گل ته راغلي او هلته استوگن شو او په دې پلار دره کې یې لوۍ مرکزیت پیدا کړ اوبیا د مزار درې،باډېل درې او دپېچدرې له سرونو څخه د درو دخولو پورې را خپاره شول. په کونړ کې ساپیان په اسعد آباد، نرنګ، سرکاڼیو،دانګام ، څوکۍ ، نورګل ، چپه دره ، باډیل، دیوه ګل ،مزاردره او شونګړۍ کې اوسیږي .

۱۷سادات- په کونړ کې زیات شمېر د سیّدانو کورنۍ شتون لري .د دې سیدانو عمومي لوۍ کلی پشات ( پشد) دی چې سیّد محمود پاچا هم دلته اوسېده،په دې برسېره د کونړ په ځینو نورو سیمو لکه مزار دره، شال،بر نرنگ،شین کوړک،دو شاخېلو،یارگل،خاص کونړاو کوز نرنگ کې هم سیدان ( باچایان) استوګنه لري .دغه سادات دنورو پښتنو سره دوینې خپلوي لري او دپښتنو سره داسې مخلوط اوګډشوي دي چې اوس باید دپښتنو یوه برخه وګڼله شي .

---------

منابع اوماخذونه:

۱-پښتنې قبیلې، ډاکټر لطیف یاد ، دپيښورچاپ ، ۱۳۸۵ لیږدیز

۲- حیات افغاني ، ډډاکڼر لطیف یاد ژباړه ، دپيښورچاپ ،۱۳۸۶ لیږدیز

۳-هسکه ویب پاڼه (دکونړپه اړه)

۴۴- ویکیپیدډیا ، کونړ

 
-
بېرته شاته