(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان

[28.May.2020 - 08:00]

افغانستان دا مهال د لس زره اربه ډالرو قدرتي خزانې لري

 ليک او تحقيق (شبير دراني)28.05.2020

افغانستان د نړۍ هغه هيواد دې چرته چې د 2008 او 2012 د امريکې د معدنياتو د محکمې د رپوټ ترمخه د لس زره اربه ډالرو معدني خزانې موجودې دي که دا معدني خزانې رابرسېره شولې نو افغانستان به د سعودي عربستان په شان د لسو ملکونو نه هم په اقتصادي توګه مضبوطه هيواد جوړ شي وي  

افغانستان چې په شپږ لاکهه مربع ميل باندې اباد هيواد دې په دې کښې يو لاکهه مربع ميل د کروندې زمکه ده په کومه چې د دنيا هره سبزي او ميوه کيږي 

دا مهال چلغوځي ټولې نړۍ ته له افغانستان نه ځي د کومو قيمت چې د کلو په حساب سره په بهرنيو منډو کښې د اته زره نه تر دولس زره افغانو دې ولې افغانانو کروندګرو ته د دغه پورتني قيمت په دريمه حصه قيمت هم په لاس نه راځي 

دغه رنګ غوزان بادام انګور سيب منړه انځر انار ګرمه او نورې بې شميره ميوې په افغانستان کښې کيږي

د دې نه علاوه دا وخت په نړيواله کچه افغانستان هغه هيواد دې چرته چې د دنيا د ټولو ملکونو نه زيات قدرتي وسايل يا معدني خزانې موجودې دي چې په هغې کښې لاجورد ياقوت زمرود نيلم او د بيروج خيني قيمتي کانړي وجود لري په افغانستان کښې اوولس ځايونه داسې دي چرته چې دا مهال  لس ارب ټن اوسپنه موجوده ده د اوسپنې نه علاوه افغانستان دومره قدرتي ګيس لري کوم چې د افغانستان ټول ولس درې سوه کلونه شپه او ورځ استعمال کړې نو ختم به به ئې نه کړي ولې د افغانستان د معدني خزانو خبره په قيمتي کانړو اوسپنه او ګيس  نه ختميږي دا وخت د افغانستان په غرونو کښې يو لاکهه ټن سونا يا سره زر موجود دي

د سونې نه هم يو قيمتي څيز د افغانستان په غرونو کښې موجود دې کوم ته ميتهټم وائي ميتهټم په ايټمي اسلحه او هايډروجن بمونو کښې استعماليږي او په راروان وخت کښې په نړيواله سطحه افغانستان هغه هيواد دې کوم چې متيهټم لري ميتهټم نه علاوه افغانستان په کثر تعداد کښې د ټايي ټينيم خزانې هم لري کوم چې په ميزايلو کښې استعماليږي

او هم دغه خپلې قدرتي وسايل يا معدني خزانو د تيرو څلويښتو کلونو راسې افغانستان نه د اور تنور جوړ کړې دې په کوم کښې چې افغان ولس د اوچ خشاک په توګه سوزي ورځ په ورځ د افغانستان ښارونه ورانيږي او هديرې اباديږي

په 1980 کښې هغه وخت چې روس افغانستان ته راننوتلې او د تورو معدنياتو سره ئې په اربونو ډالر ګيس روس ته منتقل کولو هم په دغه زمانه د امريکې د معدني خزانو لټوونکي محکمې ترمخه په 1980 کښې چې کومې معدني خزانې معلومې کړې وې د هغې قميت لس زره اربه ډالرو وو د کوم نه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دور اقتدار کښې امريکې د پنځه سوه ميليونو ډالرو معدنيات خپل ملک ته منتقل کړې وو او دا سلسله د ولسمشر اشرف غني په روان دور حکومت کښې هم روانه ده او د يو تصديق شوي وينا ترمخه د امريکې د صدر ډونلډ ټرمپ او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ترمنځ يوه معاهده په سپينه مانړې کښې لاسليک شوې ده چې په دغه موقعه عبدالله عبدالله هم موجود وو کوم چې د امريکې له دباوو له وجې تر دا مهاله د ډونلډ ټرمپ او افغان ولسمشر اشرف غني معاهده تر خپله ځانه محدوده ساتلې ده او معلوميږي داسې چې د افغانستان نه د امريکې سرتيرو د وتلو وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو په مهال عبدالله عبدالله دا خبره ولس ته څرګنده کړې چې د 2014 وروسته تر دا مهاله امريکې د افغانستان نه د اته سوه ميليونو ډالرو معدنيات د کنړ ولايت نه خپل ملک ته منتقل کړې دي او له سلسله له پيل ده 

ياده دې وي چې امريکا هم له دې وجې تر دا مهاله په افغانستان کښې ايساره ده او خپل قيام ته دوام ورکوي خو د طالبانو له وجې په اذاد مټ خپل هدف ترسره کولې نه شي او د ټولو نه مهمه خبره دا ده ما چې کله د افغانستان په معدنياتو تحقيق کولو نو يوه داسې خبره مې مخې له راغله چې زما په رنګ به ئې تاسو هم په لوستلو حيرانه شې او هغه دا چې امريکې د نهه يولس د سانخې روسته د ملا محمد عمر سره په باقاعده توګه مزاکرات کړې وو چې که ته مونږه ته د افغانستان معدنياتو ته د رسېدو لاره راکوې نو نه يوازې دا چې د افغانستان حکومت به ستا په لاس کښې وي بلکې امریکا به په باقاعده توګه ستا د حکومتي خرچه هم د دغه معدنياتو د پيسو نه پوره کوي ولې ملا محمد عمر امريکې ته واضحه انکار کړې او دا کار ئې د افغانستان خاورې سره خیانت ګنړلې وو په دې خبره کښې هيڅ قسيمه شک نشته چې طالبانو د افغانستان معدنيات په بې دردئ سره لوټ کړي دي او لوټ کوي ولې امريکې ته ئې دغه معدنياتو ته د رسېدو لاره نه ورکوله او هم دغه وجه وه چې امريکې په افغانستان حمله وکړه او نه يوازې دا چې د طالبانو حکومت ئې ختم کړو بلکې خپل سرتيري يې هم په افغانستان کښې ديره کړل

ولې د افغانستان د خاورې او ولس خوش قسمتي دا ده چې د افغانستان  نهه نوې فيصده معدنيات لرونکي علاقې د طالبانو په لاس کښې دي ګنې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په سپينه مانړې کښې د افغانستان ولسمشر اشرف غني سره لاسليک کړې وو چې افغانستان هغه خرچه نه شي واپس کولې کومه چې امريکې په افغانستان کښې د طالبانو خلاف په جنګ کښې کړې ده نو افغان حکومت دې امريکې ته د معدنياتو تر هغه لس زره اربه ډالرو زخيرې ته د رسيدو لپاره لاره ورکړي چې امريکا ترې خپله د طالبانو په جنګ شوې خرچه ترلاسه کړي

ياده دې وي چې امريکا د افغانستان په قيمتي کانړو يا جواهراتو کښې زياته دلچسپي نه لري امريکا د افغانستان کاپر ، تانبه ، سره زر يا سونا ، کوهالټ، ليتهيم ميهټيم او تایي ټينيم ترلاسه کول غواړي دا هغه نايابه معدنيات دي کوم چې په اټيم بم ميزايلو، نايټروجن او هايډروجن بمونو د موبايل کمپيوټر او ليپټاپو په بيټرو کښې استعماليږي او دا هغه معدني خزانې دي چې  د سعودي عربستان په شان لس مالدار ملکونه ترې جوړېږي

شبيردراني

-
بېرته شاته