(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ف غږېږي

[28.May.2020 - 07:52]

چې دف غږېږي

لیک: نصرت

ښه، کره او معياري شعر هغه دی چې ټول فنې او هنري ارزښتونه او ښکلاوې پکې په پام کې نيول شوي وي او د يو ښه پيغام او مضمون درلودونکی وي۰

د ښه شعر لپاره د ښې موضوع او مضمون تر څنګ د ښو او ښکلو الفاظو کارول هم خورا اړين او ضروري دي چې بايد له پامه ونه غورځول شي او د نوښت، فصاحت او بلاغت او د روانۍ، وزن او اهنګ خيال هم پکې ساتل شوی وي۰

په شعر کې په طبيعي ډول د ادبي صنعتونو راوړل شعر ته ښکلا بښي خو دې صنعتونو ته  له اړتيا زيات تمرکز د شعر جمال او کمال ته زيان اړوي او په شعر کې مصنوعيت د شعر تخيل او ښکلا بې خونده کوي ۰

هغه شعرونه او نظمونه چې فنې او هنري اړخونه ېې کمزوري، تت، پېکه او کم رنګه وي او شاعر پکې خپل خيال په تخليقي رنګونو او رنګينو او تراشلو لفظونو نه وي پسوللی هغې ناوې ته ورته وي چې نه ېې نوې جامې او ګاڼه پر غاړه وي او نه ېې ارايش او سينګار کړی وي۰

ښه شعر بايد په ټولو شعري لوازماتو پوره او د يو ښکلي تصوير، رنګين خيال او اړين مفهوم او پيغام درلودونکی وي چې په لوستونکو په اسانۍ اغيز وکړي او خوند او ګټه دواړه ترې واخلي۰

ددې لپاره چې خبرې رانه اوږدي نه شي رابه شو د پښتو منلي او خوږژبي شاعر نورقاسم قاسم نوي شعري ټولګې ته  ( چې دف غږېږي ) چې د دوزه شلم مېلادي کال د جنورۍ په مياشت کې د زر ټوکو په شمير په منګل کتاب کور، محله جنګي، پېښور کې چاپ او بازار ته راوتلې ده۰

ددې کتاب کمپوز ځوان او تاند شاعر شاکر اورکزي کړی، سمونه ېې ښاغلي جاويد احساس او د مخپاڼې ډېزاين ېې اغلې تمثيل حفصه جانې کړی چې د کتاب ښکلا ېې يو په دوه کړې او رنګيني ېې وربښلې ده۰

چې دف غږېږي پر شاپاڼه ګران شاکر اورکزی د نورقاسم قاسم  په شاعرۍ غږېدلی او په لڼدو ټکو کې ېې خپل نظر داسي څرګند کړی دی: ( د پښتو د موجوده شاعرانو په ګڼه ګوڼه کې چې څو د ګوتو په شمير شاعرانو ځان ته يو خپل رنګ او اهنګ پيداکړی دی يپه هغوی کې يو نورقاسم قاسم هم دی څوک چې په شعوري توګه د غزل په ډول سينګار کې سر تر پايه مصروف عمل دی د هِوی شعوري هڅې د هغوی د غزل د يو ځانګړي اسلوب پېژندګلوي کوي ، د همدغه ځانګړي اسلوب مخصوصو لفظياتو، نادرو ترکيباتو او د لطيفو محاورو د زړه راښکونکو رموزو، د خيال نزاکت، د فکر ندرت، د بحرونو سلاست او د بيان کيفيت له کبله مونږ د قاسم غزل په سلو غزلونو کې په اسانه پېژندلی شو۰ زما په خيال همدغه يوه ځانګړتيا هم د هغوی د غزل د بقا د پاره کافي ده ) ۰

په ( چې دف غږېږي ) د پښتو خوږژبي شاعر او ليکوال ښاغلي محمود اياز په زړه پورې شننه او تجزيه کړې او د قاسم د شاعرۍ په بېلابېلو اړخونو په بشپړ ډول غږېدلی  او د هغې څېړنيز جاج ېې اخيستی دی او خپله رايه ېې ورکړې ده۰

ښاغلی محمود اياز د خپلو خپرو په پيل کې داسې ليکلې چې: ( نورقاسم پښتون په يوه داسې ټولنه کې د ژوند ساوې اخلي چرته چې د جومات په سړه او يخه فضا کې لا هم د خودکش اژدها د جبر شور له ورايه اورېدل ګېږيپه دغسې غير يقيني صورتحال کې هم، هغه د ورځې په نفيسه رڼا کې د خپلې سيمې وارخطا او وېرېدلو وګړيو ته د حوشالۍ او سوکالۍ د اميد دف وهي۰ ددوی په شاعرۍ کې د دف استعاره د ژوند د بقا علامت دی يا پّه بله معنا د دف تصور د هغه به فکرونظر د زندګ تصور دی مونږ ددغې استعارې معنوي تفهيم او تعبير داسې هم کولی شو چې دغه دف په اقل کې ددې وران او ويجاړ وطن لپاره د اميد يوه بې بها سندره ده ددې دف غږ د اذان غوندې شيريني او خوږوالی لري او د شعر هر سنجيده قاري په دغم زمزمه کې د قامي يووالي او شعور ازانګې له ورايه اوريدلی شي او د دف وهلو ليونتوب د نور قاسم پښتون د ژوند حاصل او مرام دی ځکه هغه په هرحال کې دغه دف وهل ضروري بولي شايد چې په همدغه سوب قام ته په واز کومې نارې وهي چې د اوښکو په کرلو سترګې نه راټوکېږي هغه د هر وطنوال سپېره لمنه د اميد له ګلورينو پاڼو ډکوي ۰۰۰۰۰)۰

ورپسې ښاغلي جاويد احساس د  نورقاسم قاسم په شاعرۍ  بشپړه او د پام وړ رڼا اچولې او د هغې په فني او هنري اړخونو او تخليقي اهميت ېې ژور علمي بحث کړی او په اصطلاح له مستو نه ېې کوچ راويستلي دي۰

احساب د خپلې تبصرې په يوه برخه کې داسې ليکلي: ( که مونږ دا ووايو نو شايد بې ځايه به نه وي چې د پښتو د غزل په روان روايت کې د کلاسيک نه راپه دېخوا د حمزه بابا نه پس که کوم شاعر پښتو غزل ته دومره ښکلی او نازولی محبوب ورکړی دی نو هغه بغير د څه شک او شیهې نه زمونږ قدرمن قاسم دی۰۰۰۰

د نظر لاندې مجموعې ( دف غږېږي ) د ژورې مطالعې نه پس مونږ دې نتيجې ته رسېدلی شو چې د پښتو په غزليه روايت کې د مستقلې او موثر نظرياتي وابستګۍ، فکري صلابت، فني دروبست او نظري تنوع باوجود د دومره لطيف، نظيف، وريښمين او ښکلی غزل په وړومبي ځل زمونږ مخې نه راځي )۰

وروسته بيا د ښاغلي افتاب ګلبڼ تقريظ ترسترګو کېږي 

د ښاغلي نورقاسم قاسم  ( چې دف غږېږيغزليزه شاعري خوږه، روانه او د موضوع او پيغام له پلوه خورا پياوړې او غوښنه ده او د وخت او حالاتو ښه په زړه پورې او رنګينه عکاسي او انځورګري پکې شوې ده۰

( چې دف غږېږي ) د يوه روښاته سباوون او د هوسا، سوکاله او نيکمرغه ژوند د راتلو د يوې هيلې او ارزو په توګه د ژوند په لارو کې د اميدونو او هيلو ګلونه کري او ولسونو ته د مينې، خوښۍ او ډاډمن ژوند د راتلو زيری ورکوي )۰

د نور قاسم قاسم په غزليزه شاعرۍ کې  د وخت د حالاتو او واقعاتو په زړه پورې عکاسي  او انځورګري شوې او د خپل ولسي ژوند په زړه پورې رنګونه او ښايستونه پکې تر سترګو کېږي۰

د ( چې دف غږېږيتولې ويناوې او سنديز خيالونه د فن په تول پوره، معياري  او له هنري ښکلا نه برخمن دی همدا لامل دی چې په لوستلو ېې د شعر او ادب د مينه والو تنده خړوبېږي او په ډېره اسانۍ د هغوی زړونو ته لارې کوي۰

د ( چې دف غږيږي ) د شعرونو لړۍ له اوږده سفر وروسته د نهه څلويښتم مخ څخه په نعت شريف پيلېږي چې ښاغلي قاسم پکي د اسلام له ستر لارښود او د بشري قافلې له لوی سالار حبيب کردګار حضرت محمد مصطفی سره د خپلې ژورې مينې او عقيدت اظهار په ډېرو خوږو او رنګينو الفاظوکړی او له مونږ سره شريک کړی دی۰

د محبت د فرشتو امامه صلی علی

زما د ژوند د ضابطو امامه صلي علی

تا انساني ژوند کې برپا کړو خوشګوار انقلاب

دشت د ژوند بڼ شو د وږمو امامه صلي علی

يو بل نه مات زړونه دې څومره کړل نږدې يو بل ته

اې د حکمت د سلسلو امامه صلي علی

تا په تورتم کې د وخت بل کړلو مشال د توحيد

د نور د لمر د پلوشو امامه صلي علی

زرشه ما وغواړه د شين ګنبد ديدن لپاره

قاسم به ناست يمه ترڅو امامه صلي علی

 د ادبپوهانو په اند ښه شعر هغه دی چې ښکلي خيال پکې وي، اړين پيغام ولري، د موضوع او محتو له نظره پياوړی وي، ښکلی تشبيهات، استعارات، کنايات او تشبيهات پکې کارول شوي وي  او ټولې فنې غوښتنې او لوازمات پکې په پام کې نيول شوی وي

د ښاغلي قاسم په شاعرۍ کې مونږ ځای ځای دا هنري ښکلا او فني ښايستونه ليدلای او لوستلای شو چې په لاندې شعر کې  ېې د دف په زړه پورې استعاره په ډېر ښکلي انداز کارولې  او په شعوري ډول ېې د ژوند، مينې او خوښۍ د احساس خورولو هڅه کړې هغه وايي:

هيح نه پوهېږم چې دف غوېوي

خو بس تاوېږم چې دف غږېږي

لمحه لمحه مې شوه اوښکه اوښکه

اخ ويلې کېږم چې دف غږېږي

نه خو مې سوز کړو نه خو مې ساز کړو

په خدای شرمېږم چې دف غږېږي

رو رو ماتېږم رو رو نړېږم

رو رو ژړېږم چې دف غږېږي

کیسه د ژوند مې چې زمزمه کړم

ځان ته پسخېږم چې دف غږېږي

قلمه لاس مې خوله باندې مه ږده

زه به غږېوم چې دف غږېږي

 

ښاغلی قاسم چې د يوه حساس او مهربانه زړه خاوند دی  تل د خپل ولس او قام په درد دردېدلی او د خپلې پښتنې خاورې او ټاټوبي په بدو ورځو ېې په لپو لپو اوښکې توېې کړي ۰

هِغه په خپله شاعرۍ کې ځای ځای د وطن ويرجن او غملړلي حالات په ګوته کړي او د پښتو ادب پاڼو ته سپارلي دي چې د نړيوالو پام ورته راواړوي او د خپلو خلکو غږ د دنيا د خلکو غوږونو ته ورورسوي۰

نوموړی په خپل يوه ښکلي غزل کې داسې وايي:

بېګانی خوب مې راته لاره د ماښام ونيسي

يو ګلالی راشي او مخې ته مې جام ونيسي

په ناپامۍ کې مې کوتره د خود والوزوي

مړه مړه راوګوري نظر کې رانه پام ونيسي

د ورور په توره مې شوې څومره بې سرونو تنې

څوک خو پکار دی کنه لاس چې د بهرام ونيسي

خدايه ليدلو ته ددغې معجزې پاتې وم

غلامان راشي ماته ګوته د غلام ونيسي

سالم بدن زما قاسمه په خوشبو بدل شي

د نظر غېږه کې مې ټينګ چې ګل اندام ونيسي

په نور قام قاسم خپله خاوره او وطن له خپل ځان نه هم ګران دي او کله چې د خپلې پښتونخوا بدې ورځې او غملړلي حالات ګوري نو زړه ته ېې سخت درد او زور رسېږي  او پرې زورېږي همدا لامل دی چې قلم را اخلي  او د خپلې خاورې وير او ساندو ته د خپل فن ژبه ورکوي او دا سلګۍ سلګۍ غږونه زمونږ غوږونو ته داسې رسوي او وايي:

اوس ګمان د وېرانې راباندې کېږي

پښتونخوا يمه کانې راباندې کېږي

زه ړوند کوڼ د کاڼي بت يمه بې روحه

که څه کار د بت خانې راباندې کېږي

ما دښمن ته هيڅ موقع په لاس ور نه کړه

ستا د لاسه يارانې راباندې کېږي

زه قاسم چې شم سمسور نو ته مې لوټ کړې

زړه دې څنګه زمانې راباندې کېږي

 

ښاغلي قاسم د خپل ولس د بېنوا او مړژواندي ژوند حالات په درد درد لفظونو او اوښکو اوښکو جملو او کلماتو کې په ډېر مهارت د کاغذ پر پاڼو کښلي  او د هغې رنګين تصوير ېې مونږ ته وړاندې کړی دی:

 

کور نه د خپل ذات بې کوره شوی يم

زه لکه ميرات بې کوره شوی يم

ګرانه ده چې بيا جوړ شم پيوند شمه

ټول يمه مات مات بې کوره شوی يم

ماته دې د ننګ کيسه څوک نه کوي

پايم په خيرات بې کوره شوی يم

نور به ما څوک څه وژني قاسمه خو

وژني مې حالات بې کوره شوی يم

 

ښاغلی قاسم يوازې د دردونو او ساندو شاعري نه ده کړي بلکه که هغه له يوې خوا د خپل وطن په ويرجنو حالاتو ژړېدلی او د خپل ولس د ژوند کړاوونو او ټولنيزو ناخوالو ته ېې د شعر ژبه ورکړې د عشق او مينې، ګل او بلبل، حسن او رنګونو او د ژوند او ښکلا د رباب رنګين تارونه هم ترنګولي  چې مترنم سازونه او اوازونه او سندريزې نغمې ېې زمونږ تر غوږونو رارسېدلي او د لوستونکو پر زړونو راج کوي۰

هغه په خپل يوه خوندور غزل کې داسې وايي:

 

له سترګو دې بنګ بنګ راورېدلی دی باران

ګلابه ښه په شړنګ راورېدلی دی باران

ما پرېږده چې ګډېږمه ملګريه ته ځه بس

په ما د کيف و رنګ راورېدلی دی باران

ته راشه په ګلونو ورېدلی دی شفق

ماښام وهي غورځنګ راورېدلی دی باران

دا چا زلفې خورې کړې معطره شوه فضا

که نه لونګ لونګ راورېدلی دی باران

۰

وګورئ دا لاندې غزل چې شاعر پکې په خوږو او زړه راښکونکو لفظونو د يار د بې سارې ښايست او جمال يادونه او ستاينه په څومره ښکلي شاعرانه انداز کړې ده:

 

ستا د نظر خيام نه اخلمه يو څاڅکی خمار

دې زنګولي ګام نه اخلمه يو څاڅکی خمار

چې ستا د زلفو ماښامی پر زړه راوورېږي

سکڼي سکڼي ماښام نه اخلمه يو څاڅکی خمار

که اجازت وي نو مې درد بې درده څړيکې وهي

لږ دې د سترګو جام نه اخلمه يو څاڅکی خمار

مړه دې راوکتل موسکۍ شوې مخ دې بيا واړاوه

بس زه هم دې ابهام نه اخلمه يو څاڅکی خمار

قاسمه لا مې تخيل الوت اخيستی نه دی

زه مې د خپل الهام نه اخلمه يو څاڅکی خمار

 

شاعر ته چې د ټولنې سترګې ويل کېږي او  د يوه عکاس او مصور دنده په غاړه لري هر هغه څه چې په خپل چاپېريال او خواوشا کې ګوري هغه د خپل شعر په هنداره کې ترسيموي ، تصوير يېې کاږي او ښکلی انځور ېې زمونږ مخې ته ږدي۰  وګورۍ دا لاندې غزل چې ښاغلي قاسم پکې خپل شاعرانه رسالت او مسوليت تر کومه حده ادا کړی او په خپله هڅه او زيار کې څومره بريالی او برلاسی دی:

لمر، سپوږمۍ، ستوري، ساېې انځورومه

مصور يم زمانې انځورومه

زه د خپلو سترګو اوښکې درته ښايم

د رڼو اوبو چينې انځورومه

زه بې سره او بې پښو لاشونه وينم

ددې دور دا تيارې انځورومه

خوله کې ژبه ورکومه د زړه وير ته

زه په سترګو کې ګېلې انځورومه

زه قاسمه چې د شعر پيکر تراشم

خيال له هرې زاوېې انځورومه

 

د نور قاسم قاسم  په شاعرۍ کې نوی والی او خوږوالی لوستونکي تر پايه له ځان سره بيايي او د ابتکار او تخليق ښکلي رنګونه او ښکلا ېې د شعر او ادب مينه وال ځان ته راکاږي۰

نورقاسم قاسم په خپله غزليزه شاعرۍ کې د غزل نزاکتونه، باريکی او نفاست تر ډېره حده ساتلی او په هره وينا کې ېې فصاحت او بلاغت او د منفردو قافيو او نوو رديفونو کارولو دده شاعرۍ ته وزن او ښايست وربښلی دی۰

زه په تلو تلو کې ښاغلي قاسم ته د ( چې دف غږېږي ) د شعري ټولګې د چاپ مبارکي وايم او نوموړي ته په ادبي سفر کې د لا زياتو برياوو او لاسته راوړنو دعا کوم۰

د وريځو په محراب کې دې شين خال لکه غمی

تراشلی مصور ېې په کمال لکه غمی

خوږې خوږې خبرې لکه شات لکه نبات

قامت لکه د سروې، خط او خال لکه غمی

د ښاغلي قاسم د شعر  دنيا دې تل همداسې رنګينه او له هنري رڼاګانو ډکه  او د دف اوازونه او سازونه دې ېې تاوده، تلپاتې او زړه ناستي وي۰

په شاعرانه مينه

امان الله نصرت

۸/۵/۲۰۲۰

پېښور

-
بېرته شاته