(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افګار ته لیک

[28.May.2020 - 07:41]

اقبال حسین افګار ته لیک

ګله افکاره : سلامونه 

پرون دې د مينې ډک ليک راورسيده د خط سره زيات مې په غزل خوند واخست :

د مارګلې لمن کښې هير مې نه دي 

د  ښکلې  کوټې او  د  ښار  ملګري 

ددې شعر سره څرګنده سوه چې د اسلام آباد عسکر آشنا په زړه کښې مې ځاۓ جوړ کړې دے ۔ دا څه معمولي خبره نه ده ۔ او عسکر درته ځکه وايم چې که ستا په رنګه په هر ښار کښې يو ملګرے پيدا سي نو هغه څه چې ناممکن دي نو هم ممکن سي ۔ ولې چې ته څه ليکے هغه په عمل ثابتوې هم ۔ او هم دا رنګ تا او مشر شفق د يو بل څخه اخستې دے ۔ ګوا دواړه په يو زړه ،په يو صلاح او يو وخت بريد کوﺉ ۔ او بيا د مزې خبره داده چې د کاميابٸ بيرغونه هم بيل درَوے ولې چې د اسلام آباد ښکلاګانې پښتو او پښتنو ته سپارل يا ستا کار دے يا بيا د قدرمن شفق ۔ مطلب مې دا په دومره مصروفه ژوند کښې پښتو ته پوره وخت ورکوے او د ستاسو د خلوص پيرزوٸينه ده ۔ ګني په دې نفسانفسي کښې خلګ د سلام وخت نه لري ۔ واللّه حيران يو چې خداې تاته څومره قوت درکړې دے چې د روزګار سره د پښتو حق هم په ځاې کوے ۔ ځکه مې د زړه څخه ډيرې دعاګانې درته وځي ۔ او اسلام آباد راته خپل خپل ښکاري ګني دا اسلام آباد اول هم په دغه ځاې وو خو مونږ چې به ورغلو سوايې د سترګو جنګولو او بوريت هيڅ نه وو ۔ او نن دا حال دے چې سترګې مې اسلام آباد ته خيژي ۔

نو عسکر آشنا! ما دا وٸيل چې تا په خط کښې څه ليکلي دي هغه زما حوصله راجوړه وي ۔بلکې راژوندے کوي مې هم ۔ ملګري ليکوال دلته هم ښه ډير کار کوي ۔ په مياشتې کښې دوه تنقيدي نشستونه کوي ۔ پرون هم يو نشست سوے وه کوم چې پنځم وه ۔ او تعداد پکښې ورځ په ورځ زياتيږي ۔ جمود نه سو پاته ۔ اوس هر لور پښتو يا پښتانه داسې ښکاري چې منزل ته ډير نيزدې سوي دي ۔ بس بيرغ درول پکار دي او دا وخت تر ټولو ښه دے چې هيڅ قسمه بندش پکښې نشته ۔ کار،کار او بس کار ته حاجت لري ۔ ګني داسې به بيا کيدې شي بيا ونه شي ۔ 

د يارانو سره زمونږ رابطه ده دغسې په باقاعدګۍ سره ليکل کوو او ځانونه خبرَوو ۔ دلته په مقامي اخبارونو کښې هم په هفته لس ورځو کښې څه راځي خو زه کوشش کوم چې غټ غوندې مضمون وليکم او چرته يې چاپ کړم ۔ او د هر ملګري حق په ځاې کړم او په کوم کښې چې ستا او د شفق نومونه په خاصکر ښو درنو او خوږو کښې راځي ۔

مونږ دلته يو يونټ د جوړيدو سره سم په اکثريتي رايه درويش درانے نماٸنده ملګرے وټاکو ۔

نورے خبرې به بيا کوو ۔ عسکر اشنا غزل وړاندے کوم هغه هم ستا په طبعيت برابره پښتنې غزل ۔

بې پښتو دې پښتانه په اور پسې شي 

مرګ او ژوند دې بې نامه په اور پسې شي

پيلامه چې د آمن د سيوري نه وي 

نو دې هغه سپين مارغه په اور پسې شي 

که به ستا مينې ته غل يم ،نو دې زم هم

هر آرمان د بيلتانه په اور پسې شي

چې منګولې په زړه نه لګوي سترګې 

شايي دا چې يې باڼه په اور پسې شي 

ستا د شوق دې هم له کسته هم په هيره

بې له تا بل ته کاته په اور پسې شي 

ملګرے ضياء ۔ملګرے سهيل ۔ ملګرے درويش درانے جواباً وعليکم السلام او بيا سلام تا او ملګريو ته ۔

                                                       و السلام 

                           ملګر ے شوق ( افضل شوق کوٸټه)

Published 28.05.2020

-
بېرته شاته