(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اتل

[11.May.2020 - 17:35]

اتل وپېژنئ !

 هغه اتل کوم چې دپاکستان لومړي صدراعظم لياقت علي خان يې افغانستان ته په بدو ويلو سره په دا سر وويشت 

نومړی اتل سيد اکبر خان ځدراڼ د نامتو غازي ببرک خان ځدراڼ د يوولسو زامنو څخه تر ټولو کشری زوی و 

نوموړی هغه مهال چې د ببرک خان د کورنۍ ځينې غړي له هېواده فرار وو په ايبټ آباد کې اوسېده 

د پاکستان تر زيږېدو وروسته د ۱۹۵۱ ميلادي کال د اکتوبر په شپاړسمه نيټه د پينډۍ « راولپنډۍ » په لياقت باغ کې يوه ستره او شانداره غونډه جوړه شوې وه چې ۱۲۴۰۰۰  کسان ورته را بلل شوي وو

 

د رابلل شويو ميلمنو په ډله کې يو هم سيد اکبر خان ځدراڼ و چې شپه يې د پينډی په يوه هوټل کې تيره کړه سيداکبر خان خپل اته کلن زوی دلاور هم له ځانه سره را وستلی و .

سهار غونډه پيل شوه اوسيد اکبر خان هم په خپل ټاکل  شوي ځای ستيج ته مخامخ په ۱۷م  قطار کې کېناست غونډې ته د پاکستان لومړني وزير اعظم  نواب لياقت علي خان وينا کوله او دخپلې وينا په ترڅ کې يې  د خپل ښي لاس د غټې ګوتې يو بند حاضرينو ته پورته کړ او ورته ويې ويل

اې د پاکستان خلکو  افغانستان دومره وړوکی ملک دی که وغواړم په دوو ساعتونو کې به د افغانستان جينکۍ په پنجاب وويشم.

د سيداکبر خان په رګونو کې د ببرک خان ځدراڼ وينه چلېدله او ميړانه ، زړورتوب او هېواد پالنه د خپل پلار نه په ميراث ورته پاتې وه  نو ځکه يې د مور هېواد افغانستان سپکاوی و نه زغامه او خپل اته کلن زوی  دلاور ته يې چې دده چپ لاس ته ناست و  مخ ور واړاوه او ورته ويې ويل 

زويه  زه ناست يم او زما د  وطن بې عزتي کېږي دې سړي خو زموږ د هيواد په باره کې ډيره سپکه خبره وکړه  که زه ځواب ورکړم ته خو به وارخطا کېږي نه ؟

دلاور  نه  پلاره  نه وارخطا کيږم .

سيد اکبر خان بيا وړوکي دلاورته مخ ور واړاوه او ورته ويې ويل  زويه  سهار مو په هوټل کې د مڼو مربا وخوړه  وايي مڼه زړه ته قوت ور کوي  زه ځواب ورکوم  ګوره وارخطا نشي 

دلاور  نه پلاره نه وارخطا کېږم ورکړه ځواب ورکړه

  

سيد اکبر خپله تفنچه را وايسته او مخامخ يې په نواب لياقت علي خان باندې ډزې وکړې چې  لومړۍ ګولۍ  يې د زړه په سر او دوهمه ګولۍ يې د وروځو تر منځ په تندي ولګېده  او پر ځمکه ولوېد 

 پدې توګه د پاکستان لومړني مغرور وزير اعظم او د افغانستان بدخوا نواب لياقت علي خان د خپلې ګستاخی وړ ځواب  تر لاسه کړ .

سيد اکبر خان هم همدلته د شهادت  جام پورته کړ او  وړوکی دلاور د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د غونډې له ځايه وتښتېد او يوه جومات ته يې پناه يوړه

دجومات ملا پناه ورکړه  خو د شپې ۱۲ بجې وسله وال فوځيان د ده له  عکسونو سره جومات ته را ننوتل او ماشوم دلاور يې  له ځانه سره بوت  چې تر اتلس کاله زندان وروسته زنځير او زولانه د تورخم په  دروازه کې افغان دولت ته و سپارل شو

عبدالغفور خان

-
بېرته شاته