(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاڼي کاڼي زړونه

[11.May.2020 - 17:33]

کاڼي کاڼي زړونه

يوه موده وشوه چې زۀ د دشاعرۍ لوستلو نه شوکېدلے وم. د چارسدې د طاهر ترنګزوال دا مسوده راته د نوښار د شېبي خان لۀ  خوا د بنو د حافظ احسان پۀ لاس باچا خان مرکز پېښور کښې تر لاسه شوه. د مسودې څلور ګوټيز سفر ته مو پام دے؟

ما دا شاعري ټکي پۀ ټکي ولوستله او تاسو ته ئې هم  د لوستنې سپارښتنه پۀ دې ډاډ کوم چې ما وليدل دې شاعرۍ کښې د لفظونو موزونيت او د خيال سپړدلو پېرايه زړۀ راکښونکې ده. وائي:

زۀ له مې ډاډ ورکړو

سم پرېشانه دے

طاهر زړګے درکړو

اوس ښۀ ستومانه دے

 

طاهر "ستومانه" دے، "پښېمانه" نۀ دے. پښېمانتيا پۀ مئين لاس مروړي، ملامته کوي ئې او د "يو اړخيز" تېر پۀ تېرۀ انکشاف ئې سکونډي او غوڅوي. ستومانه کېدل وقتي کېفيت دے او هره ساه دا امکان لري چې ستوماني کډه وکړي او پرکاله شوې جذبه بيا غورځنګ ووهي. د زړونو خبرو کښې خو دا اصول د کاڼي کرښه ده.

يو بل شعر کښې ګيله، د ګيلې اظهار او د ګيلې جواز داسې معصوميت سره اغږلے شوے دے چې ما ورته د لوستلو سره مخامخ "واه!!!" وليکل. ودرېږت! دا مې ورته هم وليکل چې "د ګيلې څۀ نيازبين انداز دے!!!" شعر داسې دے:

تۀ د نورو سره ګرځې

ستا طاهر ستا نه خفه دے

ج

لکه چې دغه شعر دے، ما داسې ډېرو شعرونو کښې وليدل چې ښاغلے ترنګزوال پۀ شعر کښې د يو "کېفيت"، "ماحول" او "جذباتي تړون" د تخليق کولو صلاحيت لري.

دوه شعرونه نور هم راخلم چې د هغوي معنيو کښې مې غرض دے

چې پوهېږي د مغرب پۀ سازشونو

زمونږ مشر لږ هوښیار سړے پکار دے

 

مونږه د چا پۀ جنګ کښې مړۀ شو او پۀ کومه ګناه؟

دغه خبره کۀ پۀ جار وشي نو ښۀ به وشي

 

دا دواړه شعرونه د هغې فکري مغالطې د لړمون نه زېږېدلي دي چې رياست د دغه مغالطو پۀ ذهنونو کښې کروندې د پاره مستقل او مستقيم استثمار کړے دے. د دغه مغالطو پراخه کولو د پاره پۀ افقي محور د نصاب، محراب، ميډيا او نورو يو شمېر رياستي ذرائعو استعمال سره پۀ عمودي محور د دغه مغالطو ودرولو پۀ نيت اولس پۀ سياست بدګمانه کولو او عملي سياست نه د شوکولو هڅې کېږي.

د دې مغالطو پۀ افقي او عمودي جال کښې ښکېل هر فکر ته ځان پۀ پخو کاڼو دړۍ ښکاري او دغسې رياست د ځائي/ مقامي مسئلو د "خارجي" کولو خپله پاليسۍ کښې کامياب شي. دغه مغالطې ځائي مسئلې "د مغرب سازشونه" کړي او بيا د دغه سازشونو ماتولو د پاره جرنېلان د "هوښيار سړي" پۀ شکل کښې راشي او د ملک مېرمن "شنډه" کړي. دې حالاتو کښې کۀ څربېږي او پراخېږي نو صرف غېر سياسي رويه او ټوپک پۀ لاس اشرافيهجمهوريت يو بې وسه فرېب، اولس د پردي پېداوار کنزيومر، ادب ذهني عياشي، مذهب بورژوائي وسيله او سياست د يو ستړي عمل نه زيات هېڅ نۀ پاتې کېږي. دا خبره ډېره سپينه ده چې مونږ پۀ پردي جنګ کښې نن هم مړۀ کېږو او پۀ دې ګناه مړۀ کېږو چې سياسي سوچ نۀ لرو، سياسي وابستګي نۀ لرو او د سياسي سرګرميو برخه نۀ يو. مونږ دغه جنګ کښې ځکه مړۀ کېږو چې زمونږ کورونو، حجرو، جوماتونو، بازارونو، سکولونو، يونيورسټيو او لارو کوڅو ته د دې اور د را رسېدو وروستو هم مونږ دې ته "پردے جنګ" وايو!!!

لکه څنګه چې ښاغلي شاهکار ليکلي، ما هم د طاهر شاعري پۀ وړومبي ځل ځان ته واوروله، هغه مې ياد کښې نۀ راځي چې اورېدلې مې ترې وي. پۀ قافيه مې خپله رايه مسوده کښې ورکړې ده، هيله هغه ئې نظر کښې وساتي. قافيه علم دے او دا د لفظ/قافيې د "غږ" )اواز( سره د دې د "جنس" او "عدد" سره هم تړون لريقافيه دې د "غږ" پۀ ځاے د "روي" پۀ اکايۍ اډاڼه وي.

زۀ د دې "سند وېشنې" ادبي حېثيت نۀ لرم چې ښاغلي طاهر ترنګزوال ته د راتلونکې شاعرۍ د "غزلپال" وئيلو دعويٰ وکړمدا جرأت لرم چې "پۀ ورڼي کښې د ژړا پېژندنې" پۀ ډاډ د ترنګزوال دې شاعرۍ کښې د قافيو بڼلو، لنډي بحرونو راوړلو، د نوو رديفونو زېږولو سره د شاعرۍ د معنوي پراختيا هڅه ليدلو او د ذوالقافيتېن تجربې کتلو سره ووايم چې طاهر ترنګزوال به د علي خان محمدزي نه د اکرام الله ګران پورې را رسېدلے د اشنغر د غزل روايت د امو او اباسين د غزل جغرافيې نه هم بهر انګازه کولو کښې کردار ادا کړے شي.

غزل ئې نور هم نيازبين شه!!!

 

قام بيا وطن

Hayat Roghani حيات روغانے

باچا خان مرکز، پېښور

درېمه مۍ ۲۰۲۰

-
بېرته شاته