(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطن څه شی دی

[13.Oct.2019 - 18:55]

وطن څه شی دی ؟ 

هغه ځای چې سړی پکښې پیدا شوي دی، که هغه ځای چې سړی پکښې اوسیږي؟. او که هغه ځای، چیرته چې د سړی کورنۍ او ملګري وي؟.

هر یو زمونږ یو یا ډیر دغه شان ځایونه لري، کله چې یو د لاسه ورکړي، نو د هغې پر ځای یو نوی ځای،نوی ملګری او نوي کورنۍ لټوي. جلاوطن هم یو نوی ځای دی، چې سړی ورسره د خپلې کورنۍ او ملګرو سره  روږدی کیږي. یو شمیر کسان په جلاوطنۍ کې ځان یوازي او ګوښي ګڼي، ځني نور بیا په پردي وطن کې ځان ارام او ژغورلی حس کوي.

وطن  تل یوه داسې خوشبوی ده چې څه یا څوک سړي ته رایادوي، ماشوم والی او یا د ژوند بل بختور پړاو چې په څټ نه راځي

نوی وطن

الماني پوهان  Bernhard Schlink

 په خپل کتاب (وطن خیالي ټاپو) کې وائي چې دلته دا لږه مهمه ده چې سړی چیرته وي، بلکې مهمه داده چې سړی یو داسی ځای ولري چې د یوي ټولنې پوري اړه لري، هلته منل شوی وي او ددغه ځای سره ځان د ځیږیدو، کور، کورنۍ او یاد ملګرو له کبله ځان تړلی حس کوي.

د Bernhard Schlink لپاره د وطن اصطلاح یوازی د لیری څخه پیژندل کیږي، په هغه وخت کې چې کله نه وي. دا یوه سمه پرتله ده لکه چې د هوا د تنفس پته په ساه لڼدۍ کې سړي ته لګیږي.

د ځیږیدو او پیدایښت ځای د ماشومتوب پوري اړه لري، د اوسیدو ځای وطن ګرځي. دا حس سړي ته هغه وخت پیدا کیږي چې کله په بل ځای کې د څه کار لپاره وی اویا په رخستۍ (چوټۍ)کې وي.

دا چې سړی څه د کورنۍ سره لري،په هغه وخت کې پري ښه پوهیږي چې ترې بیل شي، او داچې سړی څه له ملګرو سره لري هغه وخت  ورته ښه پته لګیږي چې له لاسه ئي ورکړي.

 Schlinkد وطن بیلابیلي بیلګې را په ګوته کوي، دی په دې عقیده دی چې د ډیرو انسانانو لپاره وطن خپل کسب او وظیفه ده. هنرمنده د نندارې پسې  ګرځي او د نندارې هیله لري، وطن ئي صحنه او ننداره ده.

د غږ تخنیګران د غږ د سټوډیو د الکترونیکي ارامۍ سره مینه لري، او دغلته ځان په خپل کور کې ګڼي.

په لومړی نظر هر څه سړي ته مالوم بریښي، هر چا یو ځلي یو چیرته سفر کړی دی، هر څوک د ماشوموالي ارمان کوي چې په څټ راتللی نه شي.

Schlink وائي چې وطن هیڅ ځای نه دی، بلکه یو خیالي ټاپو دی د تل لپاره. د Schlink لپاره ئي ښه بیلګه د المان دفدرالي جمهوریت د نوو ولایتونو(سوبو) المانیان دي، چې ځني ئي ځان په جلاوطنۍ کې حس کوي، که څه هم هلته اوسیږي، چې تل پکې اوسیده، او حتی په هماغه کارخانه ، اداره، ښوونځي او یا ورځپاڼه کې کار کوي چرته چې ئی د بدلون د مخه کار کاوه، خو سره ددې هم ددې انسانانو لپاره هر څه بدل شوي او پردي دي، بي له دې څخه چې دوۍ خپله بدل کړی وي، او اکثره وخت ددوۍ د ارادې پر خلاف.

لدې کبله د ختیځ المان ډیر کسان ځان جلا وطنه او په پردي ځای کې احساسوي، په کوم کې چې سړی دداسي قانون لاندي اوسیږي چې خپله ئي جوړ کړی نه دی. دزړو المانیانو لپاره نوی المان جوړ شوی دی. زوړ وطن یو خیالي ټا پو ګرځیدلی دی. یوازی د ختیځ المان کسان د وطن د نشت والي د لاندی نه ځوریږي، بلکې هر څوک د وطن په لټه کې کیږي هغه هم ځوریږي ، ځکه چې  دنورو له خوا ورته په درنه سترګه نه کتل کیږي او یا ئي په خبره خلک غلط پوهیږي.

 (د ډاکتر کبیرستوري دلنډو لېکنو څخه. - دلېکلو نېټه: اکتوبر۲۰۰۱)

-
بېرته شاته