(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعرب شېخان

[13.Oct.2019 - 18:51]

د عرب شيخانو کردار

لیک: شبير دراني

د متحده عرب امارات ولي عهد شيخ محمد بن زيد النهيان تيره ورځ د امارت تر ټولو لوې سول ايوارډ زيد د هندوستان وزيراعظم نريندرا مودي ته ورکړو

شيخ محمد بن زيد النهيان دا ايوارډ نريندرا مودي ته په داسې وخت کښې ورکړو چې نه يوازې دا چې د هندوستان وزيراعظم نريندرا مودي دا مهال نوي لکهه بيګناه کشميريانو ته خپل کورونه په بندي خانو بدلې کړي دي بلکې د روزانه په بنياد په لسګونو مريضان او پۍ رودونکي ماشومان  د دارو او خوراک له نشتوالي په وجه مري په ټول کشمير کښې دفعه 144 لګيدلې ده

 تعليمي ادارې په مکمله توګه باندې دي جماتونو کښې په مونځ کولو پابندي ده مواصلاتي نظام له کشمير نه په مکمله توګه ختم کړې شوې دې او که کوم صحافيان د نريندرا مودي سرکار دا ظلمونه دنيا ته يا د انساني حقوقو تنظيمونو ته په ګوته کوي نو هغه صحافيان د نريندرا مودي په حکم د هندوستان پوځيان وژني او هم دغه وجه ده چې د هندوستان دوه سوه او لس شاعرانو اديبانو او صحافيانو خپل هغه حکومتي ايوارډونه د نريندرا مودي حکومت ته واپس کړل کوم چې د هندوستان په دې دوه اوويا کلنه تاريخ کښې د هندوستان مختلفو حکومتونو په مختلفو وختونو کښې دوي ته ورکړي وو

دغه دوه سوه او لس شاعران اديبان او صحافيان وائي چې نريندرا مودي په کشمير کښې کوم ظلمونه وکړل او کوي دغه د انساني تاريخ تر ټولو بد مثال دې او مونږ نه غواړو چې د يو جابر او ظالم رياست راکړې شوې ايوارډونه د ځان سره خوندي وساتو

د کانګرس مشر راهول ګاندهي تير ورځ په دا خاطر کشمير ته سره د دولس کسيزه وفد تلې وو چې دنيا ته د هندوستان د وزيراعظم نرنيدرا مودي ظلمونه او د کشميريانو مظلومیت په ګوته کړي راهول ګاندهي په دا خاطر د ځان سره د مختلفو قامي او بين الاقوامي رسينو صحافيان هم بوتلې وو ولې د هندوستان پوځ نه يوازې دا چې د کانګرس مشر راهول ګاندهي د سرينګر د هوائي ډګر واپس راستون کړو بلکې د راهول ګاندهي سره په وفد کښې شامل په صحافيانو ئې تشدد هم وکړو

اوس د سوچ خبره دا ده چې يو اړخ ته د هندوستان سکهان هندوان او د نورو عقيدو خلک نريندرا مودي ته د حکومت هند نه اخستې شوي خپل ايوارډونه واپس کوي او د متحده عرب امارات ولي عهد شيخ محمد زيد النهيان نريندرا مودي ته د امارت تر ټولو لوې سول ايوارډ زيد ورکوي

اصل کښې له کومې ورځې نه چې د هندوستان او اسراییل اړيکې زياتې شوې دي له هغې وروسته ټول عرب ملکونه هندوستان ته په کوډو شوې دي يو وخت داسې وو چې هندوستان د مسلمانانو د اتحاد له وجې اسراییل ته په دهلي کښې د سفارت خانې پرانستلو اجازت نه ورکولو خالانکې  په 1962 کښې د هندوستان او چين د جنګ په مهال اسراییل د هندوستان سره پوره مرسته او کومک کړې وو ولې بيا هم د مسلمانانو د اتحاد له وجې هندوستان د اسراییلو سره ښکاره دوستي نه شوه کولې ولې نن نه يوازې دا چې هندوستان د  اسراييل د دنيا دريم لوې تجارتي ملک دې بلکې شريک پوځي مشقونه هم کوي او د دې باوجود هم نريندرا مودي نه يوازې دا چې په هغه خاوره واپس د بت خانو پرانيسته کوي د کومې خاورې نه چې زمونږ پاک رسول حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په خپل لاس بوتان مات کړې وو بلکې د متحده عرب امارات ولي عهد شيخ محمد بن زيد النهيان ورته د امارت تر ټولو لوی سول ايوارډ زيد هم په غاړه کوي

اصل کښې عرب ملکونو تل د خپلې بادشاهۍ قائم ساتلو لپاره  د عيسايانو او هندوانو او نورو عقيدو ساتونکو ملکونو مرسته او امداد کړې دې او کوي

دا عرب شيخان وائي چې زمونږ بادشاهت دې قائم وي نور د نړۍ مسلمانان دې تل د بارودو په تنور سوزي او هم دغه وجه ده چې د دې شيخانو په دولت نه يوازې دا چې عراق او افغانستان لوټې لوټې شول بلکې سوريه او ايران هم دا شيخان له مينځه وړل غواړي که د دې شيخانو مرسته او دولت نه يوې نو نن به افغانستان د دومره تباهۍ سره نه وو مخ نن به عراق د ماضي تصوير نه وو جوړ

شبير دراني

-
بېرته شاته