(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هما د مینې بنجاری

[13.Oct.2019 - 18:46]

هما د مينې بنجارے

لیک: اقبال حسین افګار

 ،هما  تعبير د ادب له ما هير دي چې عمر به مې څه وه او په څويم جماعت کښې به مې سبق ويل خو د مردان په بکټ ګنج بازار کښې زمونږ د کتابونو او جلد سازۍ دکان وو د سکول له رخصتۍ روستو به مې  په دکان کښې ناسته کوله زما پرايمري او هايي سکول هم په بکټ ګنج کښې وو ۔ بکټ ګنج سره ترڅنګ  مردان کالج هم وو او دے د کالج دوه هاسټلې هم  په بکټ ګنج کښې وے ۔ بکټ ګنج هسې هم په دغه ورځو کښې د مردان او خواؤ شا  کلو د خلقو د مازيګر او ماښام د سيل ځاې وو ۔ د هوتي ،مردان، بغدادې ، روړيا ، تمبولک ، ميرويس ډيرۍ سره د رشکې ،تورو مايار ،ګوجر ګړهۍ خلق به خامخا يو چکر د بکټ ګنج لګولو کني خوب به نه ورتلو 

  د سحرې مال به د ماشا  هوټل  د کچهرۍ له وجې برجع وو خو د رضاخان  او نيازي  هوټلې  به د سحر نه تر تير ماسخوتن ښه تاوده وو ۔ په دې کښې به د چاېيو سره په ريکاډي باجه  د پښتو او اردو پاکستاني او د هندوستاني فلمونو زړې سندرې  ډيرې په شوق اوريدې شوے  ۔ په بکټ ګنج کښې دوه ميډيکل سټورونه  هم وو يو د آنيس بل د ارواښاد عبدالديان خان په دا دواړو د پښتنو د دانشورې طبقې او  سرکاري آفسرانو د ناستې پاښه ځايونه وو ۔ سم له ماښامه به په دې ميډيکل سټورونو کښې ددغې منورينو  محفل تود شو او تر تير ماسخوتنه به جاري وو ۔ په دغه شخصيتونو کښې يو شخصيت داسې وو چې زما به ډير خوښ وو  حالانکې زه هغه نه پيژندم  خو ما هغه پيژنده ۔ مونږ ته خپلو مشرانو راښودلي وو چې په لاره مشر په خصوصيت سره د سکول جمات استاد په مخه درشي نو سلام ورته کوﺉ چونکې دا محترم مشر د کالج پروفيسر وو او مونږ ته به په دور کښې د سکول د استاد نه د کالج پروفيسر زيات محترم وو  مابه چې به  کله هم دغې محترم  سلام وکړه نو هغه به په مينه وعليکم سلام سره د مسکا  ماته ډالۍ کړو د هغه په دې عمل به زه به د خوشحالۍ نه په جامو کښې نه ځاٸيدم۔ او د هغه د شخصيت سره به مې مينه له زياته شوه  ۔ دغه سپين سپيځلي شخصيت ما چرته  په غصه يا چاسره په جنګ نه دے ليدلے زما د وړوکوالي په خوښو شخصيتونو کښې يو ښاغلے عبدالسبحان خان وو چې په دغه مهال د مردان کالج سټوډنټ او ليډر وو بل دغه محترم شخصيت وو  د چا په باره کښې چې د پښتو د جديد نظم يو معتبر شخصيت ښاغلے آمين اللّه داودزﺉ د هغه په کتابسحر د ليلی کلي کښې“  خپله خاکه کښې ليکي  ”  مندرے خو دے رنګ يې سور سپين په جامه پڼه ښه برابر چشمې اشولې او مزے ترې ځوړند خبرې چې کوي نو لکه چې چاسره په جنګ وي د کور بنديان يې د غصې او سمه خبره کښې فرق نشي کولې ۔ ټوله ورځ لګيا وي چغې وهي لکه چې سخته کښې ګير وي ۔ سړے ښه سوکاله دے اعلی تعليم يافته دے ۔ پروفيسر پاتې شوے دے ۔ ډاکټريټ يې کړې دے ۔ محقق دے ښه ليکوال دے ۔ شاعر دے او د کتابونو مصنف دےيقينناً چې تاسو وايي چې دغه سپين سپځلے  شخصيت د پروفيسر ډاکټر محمد همايون هما نه سربيره څوک کيدې شي چې زه پرې د وړوکوال مٸين يم  ځکه خو د هغه سحر ماښام زما په نظر کښې وو ۔

ستا په ديدن پسې کچکول ګرځوم

په  غرونو  سر  يمه  سندرې  وايم 

کلي ته  ستا  زه  هر  سحر  درځمه 

ځکه   بيا  ټوله  ورځ  غزلې   وايم  {هما}

 محترم هما صيب  سحر کالج ته د را تلو او تلو په وخت به په  ساٸيکل سور وو  د هما صيب  ساٸيسکل به هم لکه د هغه صفا ستوتره وو ۔ مازديګر چې به مې ليدو نو دوه ګلالي  ماشومان به يې په ساٸيکل کينولي وو او دې به ورسره پيدل روان وو چې کله به د بکټ ګنج  بازار نه د ډاکټر اکرام او تيفور ملک د دکان او کور ترمينځ لارې  مال روډ برابر شو يا د پاکستان چوک نه سي ايم ايچ هسپتال لارې  ته شو نو په ساٸيکل به يې  ښپه ورواړوله دغه ماشومانو کښې يو د نن  پروفيسر عظمت هما دے چې پښتو اردو شاعر اديب دے  او بل  آغلې حرمت هما  دہ چې اعلي تعليم يافته او په عسکري بنک کښې لويه آفسره ده د محترم هما صيب کشر ځوے ډاکټر شفقت هما هم دے خو د هغه وړوکوالې ماته نشي  ياد ۔ زه چې نن د ډاکټر هما صيب په کتابونو د عظمت هما ليکونه لولم يا د محترم هما صيب د خپلو ګلالو بچو مننه وينم نو ډير خوشحاله شم او دوي ته له زړه دعا وخيژي ۔ د يو شاعر اديب او دانشور له پاره ددې د اللّه تعالي  لويه ډالۍ څه کيدې شي چې د هغه اولاد مادي وراثت سره روحاني واريثان هم وي ۔

ما د اخلاص په ټيکري بيعه د چا مينه نه کړه 

په  تشه  مينه باندې  مينه ګورې خپله نه کړه

د  سرو   قانون   زما   د  مينې  ماڼۍ ونړولې

د   زړه  په   جزب ما  د زړه  جزبه بدله نه کړه

نه وم خبر چې په دنيا کښې څه اوچت هم شته دے

يعنې  د  مينې  په  دنيا کښې بل قيمت هم شته دے {هما}

ژوند پرمخ روان وو ۔ يو ورځ داسې هم  راغله چې د مردان ميونسپل کميټۍ په هال کښې د پښتو اردو مشاعره وه ډاکټر زوار حسين  صدارت کولو او ارواښاد ظهير کاشميري مشر ميلمه وه ارواښاد شوکت واسطي نظامت کولو د ځلمو شاعرانو سره استاذانو  ارواښاد قمر راهي ، ارواښاد پير ګوهر ، ارواښاد اصغر لالا، او محترم محمد همايون  هما صيب موجود وو دې محترمو مشرانو به مونږ کشرانو  له بې دريغه داد راکوو ظهير کاشميري د خپلې  وينا په وخت زما په بابله وويل که ددې ځوان غزل ته ددې مشاعرې حاصل مشاعره غزل اووايم نو بې ځايه به نه وي د ظهير کاشميري صيب په دې الفاظو اداٸيګۍ چې محترم هما صيب څومره د خوشحالۍ څرګندونه وکړو هغه زه دلته په الفاظو کښې نشم بيانولې خو ددې رويې نه د ننباباګاناندازه لګولې شي چې زمونږ دغې مشرانو د نوي کول څومره حوصله افزايي کوله۔ پکار دي چې مونږ د خپلو سپيځلو مشرانو د ښايست ، ښکلا ،مينې او وفا روايت پرمخ بوځو ۔

د حسن و نور ما نه چاپيره دا رنګونه وينﺉ ؟

دا  پيرزونې  دا  بخښنې  ښاٸيستونه  وينٸ ؟

ما  به  زما  په  ليونتوب  يه خلق مه ګرموﺉ ؟

تاسو  ليلي  د  کلي  ښکولي  سحرونه  وينٸ؟ {

  پروفيسر عظمت هما د ډاکټر هما د قطعاتو په کتابسحر د ليلي کلي کښېخپله سريزه کښې ليکيډاکټر محمد همايون هما د پښتو ادب يو ځلنده نوم دے ۔ هغوي په پښتو ادب کښې په حيث د يو ډرامه نګار ،مزاخ نګار،محقق او نقاد پيژندے شي او د هغوي د پيژندګلو دا اړخونه نثري ادب سره تعلق لري هغوي په حيث د يو نثرنګار په نثري ادب کښې دومره بې شميره ليکونه کړي دي چې د هغوي د شاعرۍ يې د خپلو مينه والو نه ، د پښتو ادب طالب علمانو نه، لوستونکيو نه عن تردے چې د نوي دور د محقيقينو او ناقدانو نه بيخي هير کړے دے “ 

زه   هم  شليدلے  لوپټې  ته  ستا  کتلې   نه   شم

ستا په وجود ورستۍ چيړانګې هم زغملے نه شم 

سترګو کښې ستا چې د رنګين خوبونو سيوري ښکاري

دغه   خوبونه   دا   وخت   زه  رښتيا   کولے   نه   شم

ولې    د   دې   نه     ماته   لوے   مرحلې   پراتې    دي

اول   د   ژوند   زه     خنډ   و   خار    هوارول    غواړم

ستا  د   پريشانه    زلفو    ماسره    هم  خيال  دے  ولې

وړومبے  د     وخت    الول    زلفې    سمه   ول    غواړي

يقينناً چې هم داسې ده خو ددې سره سياسي ډلې پرې هم زمونږ ډير اعلي او د اوچت معيار تخليق کار زمونږ د سترګو پنا کړي دي يقينناً د علم د زياتوالي سره زمونږ پښتنه ټولنه د تقسيم در تقسيم ښکار ده نور خو له نور زمونږ د شعور خاوندان شاعران ،اديبان هم په وړو ،وړو ټولګو کښې تقسيم دي ۔ د اجتماعيت سوچ سر خوړلے دے هر څوک د خپل ذات په پنجره بند دے بهر نه راوځي چې د خداې دا ښايسته دنيا ويني ۔  پروفيسر ډاکټر محمد همايون هما د شاعرﺉ په ټولو اصنافو طبع ازمايي کړې ده هغه  د پښتو ژبې يو حقيقت پسند او مترقي شاعر دے هسې خو د خپل دور استاذانو شاعرانو  هغه  د يو  استاکار شاعر منلے ولے دے خو د ارواښاد مشر قمر راهي  صيب دې شعر خو قبول عام درجه موندې ده۔

راهي  مونږه څو ملګرو د غزل ناوے سينګار کړه

هما دے که انديش دے يو  اسرار که بل اسرار دے

د ډاکټر هما په دا نوي کتابسحر د ليلي کلي کښېښايسته لے آوٹ او ګټ آپ لري خورونکې ډاکټر شفقت هما دے کمپوزنګ لکه د ډاکټر هما د نورو کتابونو ياد شاعر اديب ښاغلي سليمان کامل کړے دے تړون هما صيب په دې الفاظو کړې دے  ” د هغه هستۍ په نوم چې زما ژوند يې روښانه سحر کړې دےدډاکټر هما په دې کتاب کښې د محترم آمين اللّه داودزي په هما صيب ليکلي خاکه چاپ ده چې  په زړه پورې ده د هحترم هما صيب په دې کتاب او ټولې شاعرۍ ليکلې سريزه هم د لوستو ده په دې کتاب کښې ټولې نهه نوي قطعې چې د ليلي په کلي کښې ليکلې شوي دي ۔ د هماصيب ليلي څوک ده او دې قطعو کښې ورته هغه څه ويلي دي ددې معلولو  دپاره به تاسو له به اخستل وي او لوستل وي خو ددې کتاب په لوست په دې خوشحاله شوم چې چرته چرته د بل شاعر خيال ،مصرعه يا د شعر نه تاثر اخستې دے نو د هغوي د نوم اخستې او مننې يې کړې ده پکار دي چې د پښتنو ځوان کول دا روايت پرمخ بوځي په دې کتاب فليپ د ياد شاعر ،اديب او دانشور محترم عبدالسبحان خانښکليليکلې دے وايي چېسحر د ليلي کلي کښې د ډاکټر محمد همايون هما ن نهه نوي قطعاتو مجموعه ده د سمندر خان سمندر بابا د بلې ډيوې نه پس د هما صاحب دا کاؤش د هغه د لوړ تخيل ،ژور سوچ ،ويښ فکر ،فني بلاغت او تکنيکي مهارت د روماني رنګ د ژورې مطالعې او مشاهدې يو ځانګړې تجربه ده ۔

هما د مينې بنجارے ،هما تعبير د ادب 

هما معني ، هما تشريح،هما تفسير د ادب

د ښکرورو د ميزان محتاجي نه پيژني 

هما بنياد،همامشال،هماضمير د ادب 

اروښاد مشر استاد عبدالجبار حامد صيب به اکثر ماته ويل چې هما صيب د پښتو ادبي جرګې مردان  تکړه سکتر وو هغه به ډير په سپيځلي انداز او په تفصيل ددغې جرګې د تنقيدي غونډو رودادونه ليکل خو دا ډيره روستٸ خبره ده  د کمال خبره داده چې هما صيب له په اتم ټولګي کښې وو چې د خپل يو  ملګري  ” تورےيې وځلول د هغه د ساده کردار ته يې د لفظونو داسې ښاٸيسته کالي ورپه غاړه کړل د شګفتګۍ په داسې  رنګونو يې  رنګ کړو چې  ورته  د ابديت تل پاتې ښکلا وروبخښله ۔ د ډاکټر همايون هما دغه شهکار تصنيف ته که يو خوا د قبول عام درجه ورته ده نو بل خوا ددغې دور د پښتو ادب استاذان ورته ګوته په غاښ شول ۔ کردار نګاري ډير ګران کار دے په ادب کښې ډير کم خلق داسې وي چې د هغوي جوړ کړې شوے  کردار آمر شي۔دتورےپه سريزه کښې محترم مشر استاد اسرار د تورو په کال 1972 کښې ليکي دي  ” زه د مالګين (ايوب صابر) هغه قول ته راځم چې همايون هما ته يې وړوکے و ٸيلے وو ۔ دا خبره هغه د نن نه لس کاله آګاهو په 4 مٸ 1963 کښې کړې وه ۔ همايون اوس هم دومره لوے معمر انسان نه دے ولے لس کاله مخکښې خو هغه وړوکے هلک وه ۔ په دې وجه د هغه د ليکونو قدر نور هم  زيات شي ځکه چې په داسې عمر کښې دومره ښکلې مقصدي او مزيدار مضامين ليکل د هغه د ساهو فکر او رسا شعور ښکاره دليل دے

 محترم هما صيب له په اتم جماعت کښې سبق ويل چې د هغهتورے “  دولسم په کورس کښې شامل شوے وو ۔ دتورےد کردار نه روستو د هغه د ټيلي ويژن ډرامې يو کردار  حکمت شاه هم آمر شوے دے چې د ولس په ميدانونو کښې نن هم خوښولې شي د محترم هما صيب  دغه ډرامه د کتو سره بنده ته ورمعلوميږي چې هغه د خپلې ټولنې څومره ژوره مشاهده لري او په مزاح مزاح کښې په څومره په موثر انداز  يې اصلاح کوي د هغه ددغې ډرامې پلاټ څومره مضبوط دے کردارونه يې څومره ژوندي او حقيقي دي  او ژبه يې څومره سپيځلې ده او بيا په تيره تيره د کلي وال او ښاري ژوند د کلتور هندارې  د محترم هما صيب په دې ډرامه کښې د پښتنې ټولنې د هر عمر ،طبقې او جنس د خلقو دلچسپي پيدا کړې ده ۔ د محترم هما صيب په دې کتاب کښې  ارواښاد مشر قمر راهي په خپل ليک کښې رقم طراز دےهما ډير ښه شاعر دے ، ډرامه نګار دے او مزاح نګار هم دے ۔ طورے د هغه يو مستقل کردار دے او زما يقين دے چې هغه اوس ډير څه لوستې دي او د تجربې د دور نه تيريږي د هغه راتلونکې خاکې به ښه په تول پوره وي “ 

هما صيب  لسم جماعت په امتيازي حثيثت پاس کولو نه روستو هغه که هرڅو غوښتل چې ريګولر په کالج کښې سبق اووايي خو هغه د پښتو متل دے تشه لاسه ته مې دشمن يې ۔ ما ليدلي او وينم چې نن ډير خلق په ټي وي شيشه راشي خپلې لويې وايي خو د خپلو هغه محسنانو په ذکر کولو ورته ځان بدي ښکاري چا چې ددوي کردار جوړولو کښې کردار ادا کړې دے ۔ هما صيب ظرف خاوند دے نر او سپيځلے پښتون دے د هغه  په خپل هر ليک کښې په جار د ارواښاد مشر ميا خيرالحق ګوهر ، قمر راهي ، پروفيسر تقويم الحق کاکا خيل سره د هر هغه چا ښه يادوي او وياړ او نازيږي پرې چا چې د ژوند په لاره د هغه لارښودنه کړې داد او ډاډ مرسته ملاتړ يې ورکړې دے  ۔ محترم هما صيب  د خپلو  خاکو کتابښکلي ښکلي خلقکښې يو ځاې ليکيچې د مردان هغه کالج چې ماته ورکښې د فيس د کمي په وجه داخله رانکړې شوه بيا يو دور داسې راغې چې هم په دغه کالج کښې زما په لاس ليک ډيرو نادارو هلکانو ته فيسونه معاف شول  “ دا ډيره لويه خبره ده خو هما صيب دې ځاې ته  د سرو چمچه په خوله تر دغه ځايه نه دے رسيدلے د مسلسل جدوجهد او د پورته ذکر شوو مشرانو رهنمايې مرستې ملاتړ تردې چې اوس مهال د پښتو ادب د نوي کول په سر د هما سيورے دے  ۔ د محترم هما صيب د ليکونو متن د هغه د سپين سپيځلي شخصيت او رسا پارسا فکر هنداره ده که زما ددې خبرې تصديق څوک کول غواړﺉ نو  د هغه د بره ذکر شوي کتابونو سره د هغه شعري ټولګېشوګيرېاوروښانه “  ښاغلےد تحقيق فند امير حمزه خان شينواري خطونه د هما په  نوم “  بيا په تيره تيره د محترم هما صيب د پي ايچ ډي د مقالهد پښتو ادب په ترقۍ کښې د قند مجلې برخهړومبې تحقيقي جاج د هغه مجلو دے چې د ١٨٥٤ نه تر ١٩٧٥ په سرحدي صوبه کښې وخت په وخت اجراء شوے وے ددې کتاب نوم دے دپه سرحدي صوبه کښې د صحافتي او ادبي مجلو روايت د ١٨٥٤ نه تر ١٩٧٥دمحترم  هما صيب دا  کتاب په يوسل شپږ مخونو اړه دے تړون د ډاکټر اقبال نسيم خټک او پروفيسر داورخان داود په درنو نومونو شوے دے ۔ د محترم هما صيب دا کتاب هم لکه د نورو کتابونو په څير د لوستو وړ دے چې  په خپله غيږه کښې د خپلو پښتنو مينه والو له پاره وسيع معلومات لري  بايد چې دا کتاب  هر لوستې پښتون ولولي او ځان په دې خبر کړي چې  زمونږ مشرانو په کومو سختو شرايطو کښې صحافتي او ادبي مجلو اخبارونو له رواج ورکړې دے او بيا  محترم  هما صيب څومره ستړي کړي دي دا خواره واره شخصيتونه او د هغوي زيارونه يې د وخت د ګرد نه راويستي دي او زمونږ د ماضي خزانه يې د  نوي کول مخې ته د کتاب په بڼه ډير په مينه او درنښت ايښي ده ۔ د ١٨٥٤ نه تر ١٩٧٥ پورې دا يو مقاله چې په کتابي شکل کښې په ١٠٦ مخونو اړه ده يقينناً چې ددې کتاب د لوستو روستو سړے ويلے شي چې درياب په کوزه کښې د بندولو هنردې څوک د محترم هما صيب زده کړي ۔ ددې تحقيقي مقالې اسلوب  روايتي درسي نه دے تخليقي دے او ژبه يې سپيځلې پښتو ده ۔ نور بيا 

په درناوي : اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته