(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په مرګ ویده دره

[13.Oct.2019 - 18:41]

په مرګ ویده دره

لیک: نعمان دوست                                                              

الینګار ولسوالۍ له مهترلام ښار څخه ۲۴ کیلومتره واټن لري. هغه مهال چې سړکونه خراب و او موټر زاړه و؛ همدا واټن به کابو یو نیم ساعت کې وهل کیده. هغه وخت دې لاین کې درې موټرو کار کاوه. یو زوړ جرمني میني بوس او دوه روسي ګازان چې له دوی به هم یو خامخا خراب و. که د ورځې له دوه بجو وروسته به ولایت ته راورسیدې، نو موټر به تللي و او مجبور سبا ورځې ته منتظر وای.

دا سړک آن د بدیع الاباد تر اخر سره، د شنو ونو منځ کې تیر شوی. کله خو د اوبو ویالې ورته دومره نږدې شي، لکه لارویان چې بدرګه کوي

په اوړي کې به ځینې سورلۍ د موټر پر بام کیناسته، ځینو ځایونو کې به د انګورو وږي او د توتانو ډکې څانګې سورلۍ ته دومره نږدې شوې، چې په رفتار کې یې هم پرې خوله خوږولی شوه.

سړک ته څیرمه کروندې دي. بزګرانو به ملاوې تړلې وې او بیلچو سره به پر پولو ګرځیدل. یو دم به یې د موټر پر بام پر کوم شناخته نظر پریوت او بیا به یې د لاس په اشارې غږ کړ: پاتې شئ، غرمه تیره کړئ. کورت او وګره تیاره ده!

د لارې په یوه برخه کې څاه وه. د دې اوبه له معدني اوبو هم رڼې وې. له موږ به موټر ډیر تږی و. همدې څاه ته به ودریده. بانټ به یې پورته کړ، ګیلن ګیلن اوبه به یې پرې وشیندلې. سورلۍ به راښکته شوه. یوه به لاسي بمبه وهله او نورو به په لپو لپو اوبه څښلې

موټر به حرکت وکړ، ځای ځای به سورلۍ ښکته کیده او نورو ته به یې په ټینګه د غرمنۍ ست کاوه.

دلته لاره کې یوه پخوانۍ او تاریخي کلا ده چې نور یې نښې په ورکیدو دي. عقل تمامه یې بولي. د خټو پلن دیوالونه د هغه وخت د خلکو د همت او حوصلې کیسې کوي. دا کلا د وزیر محمد اکبر خان د خسر محمد شاه خان بابکرخیل ده. دا سړی د افغان انګلیس د دویمې جګړې مبارز و او همدې کلا کې یې یو وخت په جګړه کې نیول شوي انګریزان اسیران ساتل.

د بدیع الاباد نه وروسته یوه سپیره دښته شروع کیږي، دلته د الینګار مست سیند کله کله خپل ښایست نندارې ته وړاندې کوي او نور ډک زړه همداسې روان وي. له دې وروسته بیا ښي اړخ ته شنې ونې دي، د مرغیو په کې شور وي. ښاروګانې او چنچڼې له ځالو پورته شي، لنډه دوره ووهي او بیرته خپلو ځالو ته ننوځي او...

ځینې ځوانان او هلکان به د موټر له پړسول شویو ټوپانو سره روان و. دوی به آن ولسوالۍ پورې تلل او بیا به یې د هغه ځای له پوله سیند ته ټوپ کړ او تر کوره به اوبو کې مست راروان و

های،

دا د هغه وخت منظر دی چې کابل کې کاملاً ګډوډي وه. رباني د واک په څوکۍ ناست و او نورو رقیبانو ورته غاښونه چیچل او په همدې رقابت کې یې کابل سره لمبه کړ. خو همدې دوره کې هم الینګار ارام و. دلته ژوند په طبعي شکل روان و او ویرې دومره وزرونه نه و غوړولي

های،

اوس دا منظره د کتلو نه ده. ویرونکې ده. هره خوا چې ګورې فکر کوې اوس به چاړه په لاس ادم خور سړک ته رامنډه کړي او خرپ خرپ مرۍ به پرې کړي.ټوله لاره دا اندیښنه وي چې اوس به ګړز شي او د سورلۍ غوښې به د ونو ښاخونو پورې ونښلي. د سړک تر غاړې پر قبرونو بیرغونه رپیږي. دې قبرونو کې د امریکایانو او طالبانو په لاس وژل شوي کسان پراته دي. ځینې ماینونو دومره ټوټه ټوټه کړي چې قبر کې یې صرف د بدن یوه نښه خښه ده.   اوس څوک د لارې له منظرو خوند نه اخلي، ټوله لاره ورسره ویره وي چې هسې نه جګړه پیل شي. هسې نه جګړه کې ایسار شي او...

نو،

دا زما پر ښایسته الینګار څه وشول؟ دا خو له مینې او محبته ډک خلک و. دا خلک فقیر و، ولې زړونه یې د شاهانو و، مست و. دا ولې داسې مړاوي او بې شوره شول؟ له دوی دا شور چا واخیست؟ دې ژوندیو جسدونو کې به کله بیرته د مستۍ ساه پوه شي؟ دا خاموشي مې وژني، زه دا پخوانۍ شرنګیدلې دره نوره خاموشه نشم لیدای او...

-
بېرته شاته