(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د محمد حسن ولسمل

[26.Aug.2019 - 11:32]

د محمد حسن ولس مل لنډ ژوند ليک

لیک: محمدحسن ولسمل

محمد حسن ولس مل د مرحوم محمد قاسم خان زوی او د ارواښاد قاضي عبدالرشید نمسی پلرنۍ د نسب سلسله یې حضرت عمرفاروق ته رسیږی او موریې اتمرخیله مومنده ده؛ او د ننګرهار ولایت په چپریهار کې اوسیدل خو ولس مل د کامې په ولسوالۍ کې زیږیدلی او لوی شوی دی.

زیږیدو نیټه یې د1936عیسوی کال د اپریل میاشت چې 1316هجری شمسی کال د ثور میاشتی سره سمون خوري د کامې د ګهیک په قریه کې زیږیدلی دی.

په 1333کال کې د کابل د ابن سینا دلیسی او په 1335 کال په کابل کې د کرنې له لیسی فارغ شوی.

په 1342کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځی فارغ التحصیل شوی په همدغه کال یعنې په 1342کال کې د افغانستان راډیو د پښتو پروګرامونو مدیر مقرر شو.

په 1343کال د عسکري خدمت د سرته رسولو په منظور د احتیاط ښوونځی ته ولاړ.

په 1344 کال کې د ولس مل د موافقی پرته د زابل ولایت د فواید عامې لوی مدیر مقرر شو؛ خو له هغې وظیفي یې استعفا وکړه او د کلیو د پراختیا لوی ریاست لخوا د کامدبش او دره پیچ د دوه پروژو لوی آمر مقرر شو. د همدغه کال په آخر کې په داخله وزارت کې د قاچاق د مخنیوي لوی آمر مقرر شو چې د شلو ورځو وروسته یې له هغې وظیفې استعفا وکړه.

په 1345 کال کې د بغلان ولایت مربوط د خوست و فرینګ ولسوال شو.

په 1346 کال کې د تخار ولایت مربوط د خواجه غار ولسوال تعین شو او په همدغه کال د جوزجان ولایت مربوط د مینګجک ولسوالۍ ته تبدیل شو بیا له هغه ځایه د ولسی جرګې دولسمی دورې شورا ته د کامې د ولسوالۍ نه کاندید شو خو د انتخاباتو په جریان کې د خپلې کاندۍ نه د فضل الله فیاض په ګټه تیرشو.

په 1349 کال کې د(افغان ملی جریدی) د امتیاز خاوند او مسوول چلوونکی و.

په 1352 کال د حکومت له خوا د(افغان ملی جریده) مصادره او حکومت جبراْ  د بلخ ولایت د بلخ ولسوال مقرر کړ ولس مل د بلخ ولسوالۍ نه استعفا وکړه او د ولسی جرګې څوارلسمی دورې ته د کامې د ولسوالۍ د مشرانو له خوا د کاندید په صفت معرفی شو؛ د ولس مل د کاندیدۍ فیصله د یوې لویې قومی غونډۍ په ترڅ کې د کامې د دیارلسمی دورې د برحال وکیل مرحوم فضل الله فیاض په حضور د حاجی ملت دلاور خان په ځای کې د رایو په اتفاق وشوه.

خو د مرحوم داؤد د 1352کال د جنګاښ(سرطان) د میاشتی کودتا انتخابات وځنډول.

و کودتا نه وروسته د مرحوم داؤد خان په امر ولس مل د کوهدامن(میربچه کوټ) ولسوال شو.

په 1353کال کې د سمنګانو ولایت مربوط د خلم(تاشقرغان) ولسوال مقرر شو؛ چې د سیاسي ملحوظاتو په وجه ولس مل ستعفا وکړه او دری میاشتی په کور کښیناست د درې میاشتو نه وروسته د مرحوم داؤد خان په امر استعفا له مینځه یوړل شوه او د کندز ولایت مربوط د دشت ارچی ولسوال مقرر شو.

په 1356 کال کې د ځمکو د اصلاحاتو په اداره کې د توحید و انسجام لوی آمر وټاکل شو.

په 1357کال کې د کمونستی کودتا نه وروسته د سیاسي بندی په صفت لومړی د همزنګ او بیا شپږ میاشتی وروسته د پلچرخی زندان ته ولیږل شو او د یو نیم کال سخت زندانی تیرولو وروسته آزاد شو.

په 1360کال کې پاکستان ته مهاجر او هلته یې د(افغان مجاهد) په نوم یو ملي اخبار راوویست چې دوه نیم کاله وروسته د حقایقو خپریدو په ګناه د پاکستان حکومت نوموړی اخبار مصادره کړ.

ولس مل د خپل اخبار د مصادرې نه وروسته۹ سم دستی د(مجاهد ولس) په نوم اخبار را وویست چې څه موده د سیاسي ملحوظاتو په خاطر بې نومه خپور شو یعنی مسوول چلوونکی یې معلوم نه وه خو بیا وروسته د ولس مل پخپل نوم خپریده.

د (مجاهد ولۍ) اخبار له دوه نیمو کلونو چلیدونه وروسته د پاکستان حکومت ولس مل په دې ګناه زندان ته واچاوه چې حقایق یې خپرول په ولس مل باندې یې بې د محکمې له حکمه درې کاله قید وخیژاوه.

د پیښور په سنټرجیل کې د څلور میاشتو وروسته ولس مل د مرګ تر ورځي غذایی اعتصاب پیل کړ او د همدغه غذایی اعتصاب او نړۍ والی میډیا په برکت د هغه جهنمی زندان نه آزاد شو.

کله چې ولس مل زندان نه آزاد شو نو هغه څه چې یې د پیښور د سپیشل برانچ د زیر زمینی او سنټرجیل په زندانونو کې لیدلی وو هغه یې ټول افشا کړل په همدغه وجه شل ورځې وروسته د پاکستان د خیبر ایجنسۍ د ملیشو او پیښور د ناکال د پولیسو له خوا یې کور محاصره شو خو ولس مل او دهغه باډی ګارډانو سخت مقاومت وکړ او پاکسانی پولیس او ملیشه یې په دې وپوهول چې د وروستی کارتوس پورې در سره جنګیږو هماغه وو چې یوه هفته وروسته د ملګروملتو U.N.H.C.R  د ادارې له خوا د 1985 کال د جنوري په میاشت کې داسې عاجل اقدام وشو چې د ولس مل د باډی ګارډانو په شمول د دوه ورځو په موده کې د خپل ټول پرسونل سره په فوق العاده ډول د ناروې هیواد ته د سیاسی پناهنده په صفت ولیږل شو. او دا یوه استثناوه.

کله چې ولس مل د ناروې هیواد ته د خپل فامیل او ملګري پرسونل سره ورسید نو یوه هفته وروسته یې په اوسلو کې د روسیی د سفارت ترمخ په افغانستان باندې د روسانو د پوځی تیري په ضد د مرګ ترورځې د ډوډی د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ او تر پنځو سو ورځو یې ادامه ورکړه له هغه وروسته د ناروې حکومت د کوما په حالت کې له هغه ځایه روغتون ته یوړ چې دا جریان د بی بی سی او امریکې غږ په شمول په نړیواله میډیا کې په پوره زور شور سره هماغه وخت خپور شوی او اوس د تاریخ جز دی.

د روغتون نه چې را ووت سم دستی یې د(مجاهد ولس) اخبار په خپرولو پیل وکړ خو په دومره تفاوت چې پښتو او دری توري په مطبعه کې نه وو نو:

ولس مل به خپل اخبار پخپل فلم لومړی لیکه، صفحی به یې جوړولی او بیا به یې په مطبعه کې چاپاوه بیا وروسته فاطمې ګیلانی څلور کاله وروسته یو پیشرفته برقی ټایپ ورته واخست، دوه کاله وروسته بیا د(مجاهد ولس) اخبار په کمپیوټر لیکل کیده.

په ناروې کې له اتلسو کلونو مهاجرت وروسته په یوازی ځان افغانستان ته راغی دلته ورته د کرزی حکومت د سرحدونو او قبایلو په وزارت کې د نشراتو لوی ریاست ورکړ؛ خو ولس مل لږه موده وروسته له هغې وظیفی نه د یو رسمی مکتوب په ذریعه استعفا وکړه او د 1382 کال د حمل په میاشت کې یې د(افغان ملی جریدی) په خپرولو پیل وکړ چې تر ننه 1387کال د حمل د میاشتی ترلومړۍ نېټی لاچلیږی)

  ګوتی قلم ته په ژړا شوې          ته به باقی یې مونږ به تورې خاورې خورینه 

ضروری یادونه ولس مل د ظاهرشاه د پادشاهۍ په وروستیی لسیزه کې د اخبار چلولو په جرم د مرحوم محمد موسی شفیق د صدارت په دوران کې سیاسی بندی شوی دغه راز د مرحوم محمد داؤد خان د جمهوری ریاست په دوران کې هغه وخت چې ښاغلی عزیز الله واصفی د ننګرهار والی و هم سیاسي بندی شوی.

 

                د ولس مل كورنۍ

ولس مل دوه ميرمنې څلور زامن او شپږ لوڼې لري.

مشر زوی مې هيواد نوميږي، هيواد ولس مل په اقتصاد كې ماستري لري. نن سبا د خپلو وړو سره په دوبۍ كى اوسيږي، له يوې خوا كار كوي او له بلې خوا خپلو عالي زده كړو ته دوام وركوي، آرام او معقول افغان دى.

دوهم زوی مې پښتونيار ولس مل نوميږي. د ناروې د دفاع په وزارت كې صاحب منصب او پخپلو كارونو كې پوره مؤفق دى، نوموړي څو كرته افغانستان ته هم د نارويژي پوځ د تفتيش په منظور سفرونه كړي او په دې سلسله كې يې د افغانستان ګوټ ګوټ ليدلى دى.

دريم زوی مې ميونديار ولس مل نوميږي، د ناروې په پوليسو كې كار كوي، يوه اندازه تندي لري اما پخپلو كارونو كې مؤفق دى.د نوموړي نوم يوه كيسه لري او هغه داچې څه وخت ارواښاد ميوندوال صاحب په ناروا ډول په بې رحمانه توګه په شهادت ورسېد همدغه وخت ميونديار وزيږيد، نو څرنګه چى ارواښاد ميوندوال زما د اخبار قلمي همكار او دوست ؤ او په مرګ يې له حده زيات خوابدى شوم نو دهغه نوم ژوندي ساتلو په منظور مې پرې ميونديار نوم کېښود.

څلورم زوی مې يما ولس مل دى. نوموړى تكړه ژورناليست او خورا اجتماعي شخصيت دى همدارنګه پخپلو ژورنالستي كارونو كې پوره كامياب او د ناروې دټولونه په لوى تلويزون (T.V.2)  او ANARCU كې د هغو شپږو كسانو په جمله كې يو شخص دى چې ټول تلويزوني پروګرامونه په دوى اړه لري او په مركزي بورډ كې د سر سړى دى. نوموړي افغانستان ته ډېر سفرونه كړي د افغانستان د اكثرو واليانو او وزيرانو سره يې مركې سرته رسولي او حتى ناامنه سيمو ته يې هم سفرونه كړي او د هغو سيمو پـه حالاتو يې راپورونه جوړ كړېدي؛ يو كال د ناروې د (T.V.2) له خوا په افغانستان كې خدمتي ؤ او د ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ كلونو زياتره برخه يې په افغانستان كې تيره كړه. نوموړى بيا د چين د (C.C.T.V) نماينده هم شو او د حُسن مبارك او قذافى د چپه كولو په جنګونو كې د چين او ناروې د تلويزونونو له خوا په مصر او ليبيا كې په ډېرو سختو جنګي شپو ورځو كې په راپورونو جوړولو بوخت ؤ.

مشره لور مې زركه ولس مل ده. د جان آقا الكوزي ميرمن او د معلمۍ په وظيفه بوخته ده.

دوهمه لور مې ډيوه ولس مل نوميږي. د عبدالعزيز بابكرخيل ميرمن او د معلمۍ په وظيفه بوخته ده.

درېمه لور مې نرګس ده چې په نتكۍ ولس مل مشهوره ده. څښتن يې نصير وارد نوميږي لوړ عالى تحصيلات لري. نتكۍ هم د معلمۍ په وظيفه بوخته ده.

څلورمه لور مې پښتنه (مردانه) ولس مل ده. څښتن يې اجمل يوسفزى دى.

پښتنه د ژورناليزم د پوهنځې د تلويزون له څانګې فارغه شوې او د ناروې د اناركو په تلويزون كې خپله وظيفه سرته رسوي.

پينځمه لور مې عايشه تاتره ولس مل ده. د ناروې په خارجه وزارت كې يې وظيفه لرله او په همدې سلسله كې يې يونيم كال په كابل كې د ناروې په سفارت كې وظيفه سرته ورسوله او نن سبا د سياست په علم كې په ناروې كې په لوړو زده كړو بوخته ده، نوموړې هم د افغانستان مختلف ولايتونه ليدلي او رسمي سفرونه يې ورته كړيدي. په دې ورځو كې د افغانستان په باره په كتاب ليكلو هم بوخته ده. نوموړې سره له دې چې په ناروې كې پيدا شوې په پښتو، دري، انګليسي، اردو او نارويژني ژبو پوره مسلطه ده؛ په دې وروستيو وختونو كى يې د تلويزون او اخبارونو له لارې د افغانستان په باره كې داسې مؤثر نشرات وكړل چې هم افغانانو او هم نارويژنيانو پرې آفرينونه وويل او حتى د ناروې خارجه، دفاع او دتقاعد وزيرانو ورته ليكلي د مباركۍ پيغامونه وليږل.

شپږمه لـور مې فاطمه ولس مل ده، كالج يې خلاص كړى نن سبا په عسكرۍ كى ده. 

د عسكرۍ نه وروسته غواړي چې په سياست كې خپلو عالي تحصيلاتو ته دوام وركړي. فاطمه هم په ناروې كې پيدا شوې خو په پښتو، دري، انګليسي، اردو او نارويژني ژبو داسې مسلطه ده چى تاسو به وايۍ چى دايې ټولې مورنۍ ژبې دي.

داهم بايد ووايم چې زما ټول اولادونه په مجموع كى په پښتو، دري، انګليسي، اردو او نارويژي ژبو داسې مسلط دي لكه دا هر يوه ژبه يې چى خپله مورنۍ ژبه وي.

                    قدرداني او احسان مننه

ماپه ۱۳۴۹ كال كې د افغان ملي جريدې امتياز واخيست چې له هغې وروسته بيا افغان مجاهد، مجاهد ولس او بيا دوهم ځل افغان اخبار شو.

ماپه پورتنيو څلورو اخبارونو كې چې كلونه كلونه وچليدل ډېرې ستونزې وليدلې چې په دې ستونزو كې ماسره زما دوه ميرمنو او لسو اولادونو پوره پوره ستونزې ګاللي او له حده زياته مرسته يې راسره كړيده. په تيره بيا زركې، ډيوې، هيواد او پښتون.

زه د دوى كار او زيار ته د قدر په سترګه ګورم، د احسان مننه يې كوم او د لوى خداى نه ورته د ژوندانه په ټولو برخو كې كاميابۍ غواړم، ښاد، آباد او بريالي دې اوسي.

داهم بايد ووايم چى هيواد ولس مل ماسره د اخبار په ټايپ او بيا وروسته په كمپيوټري كارونو كې د ملاحظې وړ مرسته كړيده چې زه به يې هيڅ وخت هيره نكړم. هميشه دې يې ډوډۍ توده او اوبه يخې وي.

                                                                 ولس مل

-
بېرته شاته