(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دولسم اګست

[24.Aug.2019 - 10:54]

اګست دولسم او د پښتون وژنې پیل د پښتون کربلا

لېک: حضرت بلال سیاح

پښتون قوم چې د تاریخ په اوږدو کې له ډیرو ستونزو او لوړو ژورو سره مخ شوی ، یوازینی علت یې ددغه لوی ټبر یووالی غیرت ، ایمانداري ، دیانت او شهامت په ګوته کیږي .

بدبختانه د وخت سامراجي او حریص واکدارانو پر دغه ستر ټبر دغه یووالی او پرمختګ ندی لوریدلی ، نو له همدې کبله یې ددوی مخې ته پر یوه او بل نوم نه ختمیدونکي ستونزي جوړې کړي دي ، چې  د همدې ستونزو او کړاوونو له وجې د پښتون نسل وژنه طراحې شوې ، او د همدې طرحې د تطبیق چارې یې ښې ګړندۍ دي.

زه یې له سلها وو تاسو ته یو څو کوچني مثالونه وړاندې کوم:

(۱)  ډیورنډ لاین :

د ډیورینډ فرضي او تحمیلي کرښه چې یو وجود ، یو ټبر او یوه کورنۍ یې پر منځ وویشله ، دا کرښه چې نزدې دیارلس لسیزې وړاندې ددغه ټبر ترمنځ کښل شوې تر څنګ یې د ستونزو او کړاوونو ډکې قضیې تر شا پریښې چې یو دلخراشه ، بوږنونکي ، او نه هیریدونکې قضیه او جنایت یې د ( بابړې ) کربلا پښتون ) پېښه ده.

(۲) چارسده بابړه :

کرن خان وایي : موږ د بابړې شهیدان هیر کړي/ موږه افکار د باچا خان هېر کړي

یوه بله مهمه موضوع داده چې نه یوازې دا چې د پښتانه نسل وژنه طراحي شوې ،بلکه موږ فکرا او عملا د خپلو ځینو ویاړلو مشرانو او مخورو له افکارو، اعمالو، مبارزو ،هڅو او د هغوی له زیار و زحماتو څخه چې څومره یې د پښتون قام د بهبود او حق غوښتنې لپاره کړي بې خبره ساتل شوي یو.

بابړه چې د پښتون قوم کربلا نومولی شو ، شاید په لویه فیصدي پښتانه یې و هم نه پیژني ، بلکه بابړه هغه ځای وو چې د پښتون قام د بیلیدو ، ټوټه کیدو ، او د ننۍ غمیزو او کړاوونو په خلاف د لمړي ځل لپاره له همدغه ځایه غږ پورته شو چې د ازادۍ ،اخوت ، او یووالي دغه غږ یې د یو ظالم ، وحشي صفته نا انسانه او نامسلمانه لخوا په وینو سور شو .

کله چې انګریزانو تصمیم ونیوه ، چې د مسلمانانو تر منځ په مرکزي اسیا کې داسې د سرطان دانه رامنځ ته کړي ، چې پیړۍ پیړۍ یې دوی له نفاق او وژنو ځوریږي ، نو د خپل غلام قاید اعظم علیه العنه او نورو  سره په سلا مشوره د پاکستان په نوم د یو هیواد د جوړولو پریکړه وکړه.

په 14-AUG-1947 پاکستان رامنځ ته شو ، او د پښتون قام په زړه یې د خنجر تیزه او تیره کرښه راکښله،مګر دلته د پښتون قام داسې مشران موجود وو چې په تنها ځان یې ددې کرښې بیرته د له منځه وړلو او دغه ټوټه شوی وجود بیرته د یوځای کولو لپاره د هر پښتون دروازه وټکوله چا یې غږ ته لبیک ووایه او چا پرې هماغه وخت هم د هندي جاسوس ټاپه ووهله!

ددې کاروان سرلاری د عدم تشدد ستر نړیوال مبارز ، د پښتون قام ستون فقرات ، او د پښتون قام په غم سوځیدلی کړیدلی ، دردیدلای رهبر ،خدایي خدمتګار ستر باچاخان ( رح) وو.

12-AUG-1948  نیټه وه یعنې لا د فزیکي او فکري غلام پاکستان د غلامې ازادۍ کال نه وو پوره ، او دوه ورځې ورته پاته وې چې یو لوی لښکر پښتنو د چارسدې د بابړې له کلې د (سالار امین جان کوچي )په مشرۍ او د خدایي خدمتګار حباب خان په همکارۍ د زرونو خلکو سره  یو سوله ییز لاریون په ترڅ کې د خپلو مشرانو ( فخر افغان باچا خان، ډاکټر خان صیب، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور او نورو خدایي خدمتګارانو) د راخوشې کولو او د خپلو حقوقو غوښتنه کوله.

دا هغه وخت وو چې خان باچاخان د پښتون د ازادئ په جدوجهد کې د پنجابي سامراج لخوا بندي هم شو، پلويانو يې د چارسدې په بابړه نومې کلي کې د سوليز لاريون په ترڅ کې، چې ګډونوالو یې حتی د یوې ستنې قدرې اسلحه هم په لاس نه درلوده دغه لاريون د خپل مشر د خوشې کيدو او پښتون د حق  غوښتو په شعارونو بدرګه کاوه کله چې د وخت پنجابي سياسي ډلې  (مسلم ليګ) مشران خبر شول، سيمې ته يې د ځواکونو او پرمختللو وسلو دليږد او پوځيانو ته يې د دوې د وژلو او ختمولو امر وکړ چې د ښځو ، ماشومانو او سړو په ګډون زیات شمیر مخور او سپین ږیرې هم ول.

د سامراجي او غلام نظام له لورې د جنرال قیوم کشمیري په امر په لاریون والو بې رحمانه ډزې پیل شوې او د پښتون وژنې بنسټ له همدې ورځې تاسیس شو .

دغه پيښه چې پوره اویا کاله وړاندې رامنځ ته شوې پنجابي پوځ ۶۷۳ تنه پښتانه وژلي او بې شمیره نور یې په سرو وینو لت پت کړي وو ، هغه ورځ وه چې د پښتون ډليزه وژنه(جينوسايډ) پيل شوی او تر ننه يې دوام کړی، نو ځکه په تاريخ کې ځانګړی مقام لري او د پښتنو کربلا ورته وايې.

ښځو د ډزبندۍ لپاره د تور لښکر مخې ته په لاسو کې قرانونه نيولي وو مګر د پنجابي ظالم نظام واکدارانو چاڼ چاڼ کړل او په شهادت یې ورسول ، تر ټولو بده او زورونکې صحنه راته دا ده چې تر هغې یې پر لاریونوالو باندې ډزو دوام وکړ چې له ځواکونو سره مرمۍ خلاصې شوې. د جګړې له پای ته رسېدلو وروسته د محکوم افغانستان ټولو روغتونونو ته امر وشو چې د ټپیانو درملنه و نه کړي . له دې سره سره په ځینو روغتونو کې چې دوی بستر ول د ټپیانو څخه د هغو زرګونو مرمیو او وسلو لګښت هم له لاریونوالو واخېست چې پر دوی ورېدلې او کارېدلې وې؛ او تر هغې ټپیان او شهیدان د هغوی کورنیو ته نه ورکول کیدل ترڅو پنځوس زره کالداري دوی ته ورنکړي ځکه دوی د قانون څوومه ماده نقض کړې او باید مجازات شي. آن غریبو خلکو د پیسو د پرې کولو لپاره خپل کورونه او هټۍ وپلورلې .د نړۍ په تاریخ کې پنجاب لومړی نامشروع هېواد دی چې په خپل حاکمیت کې انسانان وژني، بیا ترې د مرمیو تاوان اخلي او غریبان اړ ایستل کېږي چې د مرمیو د لګښت پوره کولو لپاره خپلې ځمکې، کورونه او هټۍ وپلوري. د ګردې نړۍ په ادیانو او عقایدو کې تر دا دمه داسې پېښه نه ده ثبت شوې  او نه به هم ثبت شي دا یې یوه بېلګه وه د پښتون قام سره د شوو ظلمونو کېسې  دومره  لږي ندي چې په یوه ورځ او یو ساعت کې پرې بحث وشي مګر الحمد لله د دومره کړاوونو ازموینو  او ظلم سره سره پښتون قام  نه تسلیم شوی او نه سرټیټ کړی ، بلکه برعکس اوس تر پخوا ډیر بیدار دی ، د شعور کچه یې ډیره پیاوړې ده ، د منطق او استدلال ظرفیت یې خورا لوړ دی او دا هم درک کولای شي چې دشمن مو هيڅکله د ښه، سرلوړې او بريالي راتلونکي هيله نه لري او په مختلفو پلمو او دسيسو زمونږ د بيلتون  او ټوټه کیدو لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي، مګر په یوه خبره سره باید سر خلاص کړو او دا ومنو چې د پنجابي ښکیلاګر استعمار زړه لا د بابړې پر پېښه یخ ندی تاسو شاهد یاست چې د محکوم افغانستان په ټولو پشتنې سیمو کې یې د یو منظم او منسجم پلان لاندې په  سوات ، باجوړ ، وزیریستان ، کویټه ، خیبر او داسې نورو سیمو کې د پښتون وژنې او اغوا کولو  لړۍ پیل کړي دي ، ددې ترڅنګ یې د بلوچو ورونو همدارنګه د برې پښتونخوا ورونو قومونو ترمنځ جنګ ګرم ساتلی ترڅو له دوی څخه د غچ اخیستنې موقع په لاس رانشي، خو مونږ به د دې خاورې د نوو وارثينو په توګه خپل مسووليت ادا کوو او د لوى افغانستان د جوړېدو، په پښو ودرېدو، سياسي، اقتصادي، ټولنيز او کلتوري خپلواکۍ لپاره به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوو.دا زموږ ارزو ده ، دا مو هدف دی ، په دې لاره کې به د هر راز قربانۍ دریغ ونکړو ، او نه به چا ته د تسلیمۍ سر ټیټ کړو 

لکه څرنګه چې شهید او خدایې خدمتګار حباب خان وایي :

زه غازي د خپلې خاورې د خپل قام یم

زه شهید د خپل وطن د ننګ و نام یم

یوسفزی د لوی ټبر د کالو خان یم

قربان شوی په ارزو د لوی افغان یم

سر مې ورکړ د خپل کوره په سفر کې

خو تسلیم نه شوم غلیم ته په ډګر کې

حباب خان وم سر لښکر د خپل کاروان شوم

چې شهید د خپل ازاد پشتونستان شوم

فلهذا موږ ټول په یوه خوله او یو لاس د بابړې سپیڅلو شهداوو د د تويو شويو وينو په برکت د محکوم افغانستان د ازادۍ او د لوى افغانستان د بيرته جوړېدو په پار خپل لاسونه لوى څښتن تعالى ته لپه کوو.

د سپیڅلي ، ویاړلي ، ازاد او خپلواک (لوی افغانستان ) په هیله !

چې په بابړه کښې ئې وژلی یمه

د وینې رود مې ودرېدلی نه دی !

-
بېرته شاته