(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ددارالامان ماڼۍ پرانسته

[24.Aug.2019 - 10:31]

د دارالامان پرانیست غونډه او څو یادښتونه - د یوه تېر یاد تداعي

لیک نعمان دوست/ ۱۹/۸/۲۰۱۹

په انګړ کې د ولاړو کاسټرو په لیدلو مې ذهن کلونه کلونه شاته لاړ: زموږ تنظیمي لیسه د هریپور کیمپ په کهلابټ کالونۍ کې وه. په هغه ورځ له سهاره چمتووالی روان  و. د لیسې کرایي میني بوسونه کتار ولاړ و. شنه بیرغونه پرې لګیدلي و. د لیسې په انګړ کې یو شور و. ټول داسې خوشحاله و لکه ماشومان چې واده کې غوړ غوړ تاویږي. موټرو ته پورته شوو او بیا یو لوی کاروان جوړ شو. موږ د کوټ نجیب الله په نوم یوې شنې سیمې ته د تکبیر په نارو لکه فاتحین  روان و او دلته مو باید له یوه قره قولۍ والا او له بل سرلوڅي تور رنګي ځوانه هرکلی کړی وای. لکه دا چې زموږ وطن وي او هغوی راکره میلمانه راغلي وي. لکه دا چې زموږ د ازادۍ د جګړې فاتحین وي؛ خو دا یو قاضي حسین احمد و او بل د هغه سړي زوی و چې خپل جنرال ته یې امر کړی و؛ کابل باید وسوزول شي! او دا جنرال د تنظیمونو په اصطلاح شهید جهاد افغانستان ضیاء الحق و چې وفادارو یې حکم پر ځای کړ او کابل یې ښه وسوزاوه. دا هغه جنرال و چې درباري شاعر مرحوم خلیل الله خلیلي یې په وصف کې اوږده قصیده لیکلې وه. خلیل الله هغه څوک و چې پلار یې د امیر حبیب الله خان مستوفي الممالک (وزیر مالیه ) و. حبیب الله یې د خپل زوی ( امیر امان الله خان) او خپلې میرمنې (سلطانه بیګمپه اړه بدګومانه کړی و، نو امان الله خان په خپله واکمنۍ کې اعدام کړ. د خلیلي ورسره له همدې بابته ضد ولوید او د هغه د مخالف ( حبیب الله کلکاني) په مدحه کې یې د ( عیار از خراسان) په نوم اثر ولیکه او هغه یې په افسانوي قهرمان بدل کړ.

  د قاضي او ضیاء د زوي د جبري هرکلي په مهال ماشوم وم، د اعتراض په چل نپوهیدم؛ خو قلبا نارامه وم.

له ماضي بیرته راستون شوم. شاوخوا مې وکتل. د سکون ساه مې واخیسته. دا کابل و. د ملي ثبات ټولنې انګړ و او کاسټر موټرو  کې خلک د  هغې ماڼۍ پرانیستې ته روان و چې د ضياء الحق د حکم په اساس سوزیدلې او په کنډر بدله شوې وه.دا د اماني دور شهکار دارالامان ماڼۍ وه.

***

په خونۍ لاره تګ

د موټرو کاروان له هغه سړک تیریده چې څو ځلې پرې موټر بم او ځانمرګي بریدونه شوي او څو ځلې دا سړک د ښاریانو په وینو سور شوی دی. د همدې سړک شاوخوا څه موده وړاندې آن د واده په مراسمو انتحار وشو او سالون کې د پسونو د غوښو په ځای د انسانانو غوښې کباب شوې

سړک کې ګڼه ګوڼه وه. بحث همدا و چې اوس به درز شي او له ژونده کوم په تنګ انسان به ټول له ځان سره ټوټه ټوټه کړي، ویره خو به هغه وخت زیاته شوه چې کله به د ګڼه ګوڼې له کبله موټر ودریدل. دا وخت به هر خالي کوچنی موټر، له ماینونو ډک ښکاریده او هر موټروان به بریدګر. موږ ویل اوس به موټر راتاو کړي او د شپې به دوستان د خواشینۍ پیغامونه ولولي. خو د خدای شکر و، هیڅ داسې کومه پیښه ونشوه.

رنګینه ودانۍ

له تالاشي وروسته یوه پراخه انګړ ته ، چې مخه یې چمن داسې پوښلې وه لکه شین بخمل چې یې ویړ کړی وي، ور ننوتلو. تک شین ښایسته چمن داسې ښکاریده لکه دلته چې تازه، مرحوم ملا عبدالله مشهور په (ګوډ ملا) مبارک جلوس کړی وي او دا سپیره ځای یې د خپل کرامت په زور په تک شنه چمن بدل کړی وي.

 مخامخ تازه رغیدلې ودانۍ د خپل حسن خواږه شیندل. لکه یو ویریدلی انسان چې په ډنډ سترګو په امن فضاء کې د خپلې ماضي کیسه کوي. د ودانۍ هرې خښتې خبرې کولې خو هرڅوک پرې نه پوهیده.

د دې ودانۍ تر څنګ ډير تیر شوی یم. هغه مهال چې یوه تشه کنډواله وه. هغه مهال چې د اماني دورې دا شهکار کنډر کنډر و او هغه مهال چې په هر متر یې یوه راکټ او توغندي خوله خښه کړې وه. خو اوس دا هر څه بدل و. پاکه ستره وه او لکه سینګار کړې ناوې خپل حسن ته مغروره وه.

ودانۍ، نور کار ته هم اړتیا درلوده. دې نیمګړتیا موږ ته د مدیریت کمزورتیا ښوده، هره ودانۍ چې جوړیږي، د جوړیدو نېټه یې محاسبه شوې وي. په دې باید داسې وخت کار پیل شوی وای، چې د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمې کلیزې تر ورځې بشپړه چمتو وای، خو لکه چې محاسبه کې ګډوډ شوي و

انګړ کې میز او څوکۍ ایښې وې. د میزونو پر سر د جوسانو غټ کاغذي بوتلونه، کیک او کلچې او د معدنې اوبو بوتلونه ایښي و. د لمانځه لپاره پریمانه ځایونه و؛ خو د اودسونو لپاره اوبه نه وې. لا دا برخه نه وه رغیدلې. ډير وخت غواړي چې حتی د یوې ورځې جګړې له کبله اوښتي زیانونه بیرته جبران شي؛ خو په دې جګړه ماران څه پوهیږي. دوی د ورانۍ په جذبه کې داسې لیوني وي چې بیا تعمیر ته یې هیڅ پام نه وي او یا له ورانو ځایونو خوند اخلي

چا چې اودسونه لرل لمونځونه یې وکړل او څو کسانو ځان سره څو بوتله اوبه واخیستې. ما ویل که ډير تندې پسې اخیستي. خو هغوی بې اودسو په معدني اوبو اودس وکړ. میزونو ته مې کتلې ما ویل هسې نه کوم یو د مڼو په جوس استنجاء وکړي

***

د غونډې ځای 

بې شمېره څوکۍ ایښې وې. د افغانستان  کوچني مقدس بیرغونه ویشل کیدل. خلک ناست و او مخامخ ستیژ جوړ شوی و. یو ناڅاپه به چورلکۍ راښکته شوې، ما ویل که د استاد رباني دور دی او اوس به پر دې ودانۍ له بمونو ډکه سینه خالي کړي. ما ویل که د جنرال دوستم چورلکۍ دي او اوس به هره برخه په راکټونو وولي

یوه کیسه رایاده شوه، د استاد رباني د دورې یو مامور نکل کاوه:

 له سترې محکمې راووتلم. پر سړک څه پیاده خلک روان و او څه موټرو کې. یو دم فضا کې شور شو او بیا د بمونو لړزونکيو غږونو د غوږونو پردې وکړنګولې. ځای پر ځای مې پروت وکړ او  غوږونو کې مې ګوتې کیښودې. مخامخ یو موټر کوږ اوږ را روان و. ما ویل که ډریور په دې شور کې ویده شوی. ګړز شو، د سړک د غاړې ونه یې ووهله. ورغلو. موټروان پر اشترنګ سر ایښی و، مخکې سیټ له وینو ډک و. شاته له ناستو کسانو هم وینې روانې وې. چا د شهادت کلمې ویلې او چا دا فرصت هم بایلولی و. دا د جنرال صیب دوستم د الوتکو د بمبار نتیجه وه. جنرال صیب د ولسمشر لومړی مرستیال ټاکل شوی و، خو ولسمشر ورته وروسته د چا خبره لفټ ور نکړ. دا جنرال  اوس هم وخت په وخت له ترهګرۍ سره د مقابلې لاپې وهي او خپله ترهګري ترې هیره ده.

 خو دې چورلکو په ناستو کسانو رنګه کاغذونه د هر کلي په دود پاشل او ناسو کسانو ورته د مننې په پار بیرغونه خوځول.

ما ویل کاش زموږ د جګړه ځپلو سیمو ماشومان هم د الوتکو په لیدلو خوشحاله شي، دا ویریدلي ماشومان یې په لیدلو چیغه نه کړي او د خپلو همزولو ټوټه ټوټه او خاورو لاندې جسدونه ور یاد نشي.  

کله به مې شاته غره ته وکتل، ما ویل اوس به سره لمبه شي او د (چهار آسیاب) له اړخه به میزایل را وتوغول شي او درنګ شیبه کې به د کابل ښاریانو ستړې ارواوې، اسمان ته الوت وکړي؛خو شکر له هغه وخته راوتلي یوو او هیله من یم چې بیا به نه ورګرځو.

د ناستې له ځایه مخامخ یوې ښایسته ودانۍ د خپل حسن ننداره وړاندې کوله. دا د ملي شورا ودانۍ وه. ماڼۍ ډيره ښایسته او ګلورینه ده؛ خو  په منځ کې یې ډيری داسې کسان ناست دي چې هیڅ د دې ودانۍ لیاقت نلري. لکه څوک چې د سرو زرو قاب کې ځوځان کیږدي. دلته معمولا په مهمو ورځو کې د نظریاتو پر ځای ډالر تبادله کیږي.

لږ اخوا یوه بله ودانۍ پړکیده. دا هغه قصر و چې د رفیق تره کي قاتل حفیظ الله امین په کې له خپلو دوستانو ( شورویانو) سره له لنډ مقاومت وروسته سر وخوړ. حفیظ الله که څه هم ( امین) و؛ خو په یوه انقلابي عمل(!) یې د خپل استاد نور محمد تره کي پر خوله بالښت کیښود او د زیارکښانو ټینګ ملګری یې په زیارکښو منګولو بلې دنیا ته رخصت کړ. سړی حیران شي، د دوی چې آمین داسې و، نو د نورو به یې څه حال و.

***

 رنګین خو کمزوره ستیژ  

ستیج (ستیژ) که څه هم ټولو ناستو کسانو ته پوره د لیدلو وړ نه و، خو ښایسته ډیزاین شوی و. فضاء ورو ورو تیاره کیده او د ستیج پر سر لګیدلو څراغونو شغلې پاشلې. ځیې سپین رڼا کوونکي ګروپونه داسې عیار شوي و چې یو ناڅاپه به سترګو ته مخامخ شول، سترګې به یې داسې وبریښولې لکه د شپې چې کوم بې نزاکته موټروان په فول څراغونو راخوشې وي. ستیج د ملي راډیو ټلویزیون کارکوونکيو چلوه. خو دې سترې غونډې ته یې هیڅ چمتووالی نه درلود. تکراري خبرې، یو څو تکراري بیتونه و چې شیبه په شیبه یې دکلومه کول. د ستیژ چلولو تجربه هیڅ نه وه. کله به دوه درې خبرې واوریدل شوې او بیا به ستیج چلوونکي غلي شول. خلکو به خالي ستیژ ته کتل. حتی دې غونډې ته کافي وطني سندرې هم نه وې انتخاب شوې، د ګوتو په شمیر سندرې وې او دومره تکرار شوې چې هغه شیبه مې ټولې په یادو زده شوې. د ستیژ شاته پرده باندې، د دې پر ځای چې ښایسته تصویرونه، لنډ فلمونه او ویډیوي ترانې وښودل شي، په درېیو ژبو شیبه په شیبه د ستړي مشې جمله راتله، ما ویل البته هر سړي ته به جلا جلا ستړي مشي وايي

 ستیژ همداسې سوړ او بې سلیقې روان و. خلک د غونډې اصلي برخې ته منتظر و. خو دا برخه ډیره وروسته شوه او راغلیو کسانو په سړه سینه او پوره مینه انتظار وکړ.

ما اوریدلي و چې ولسمشر ډير آن ټآیم دی. چې څنګه پنځه بجې شوې، ما ویل اوس به راښکاره شي. ځکه بلنلیک کې پنځه بجې لیکل شوې وې، خو  ولسمشر او مل پلاوي یې له ټاکلي وخته څلور ساعته وروسته راغی، له ځینو برخو یې لیدنه وکړه خو ناستو کسانو پر مخامخ پرده، دا صحنې ونشوې لیدلی.

 د ستیژ چارې وروسته ښې شوې. د پوهنې وزارت د شاګردانو دوه ترانو ډير کیف وکړ

بالاخره ولسمشر (۹:۱۱) بجې ستیژ ته راغی او (۳۱) دقیقې وینا یې وکړه. په خبرو کې یې ډیر ټینګار د انتخاباتو په کولو وکړ. د دارالامان ماڼۍ د جوړیدو په اړه یې هم معلومات ورکړل او دا یې ستره لاسته راوړنه وبلله. هغه دا هم وویل چې اټکل و، ماڼۍ په ۲۰۰ میلیونه ډالره جوړه شي؛ خو کاري ټیم په پوره شفافیت او وطنۍ مینه په لس میلیونه ډالرو جوړه کړه. ولسمشر دا هم وویل چې دا یوازې ماڼۍ نه ده بلکې د یوه تیر برم استازولي هم کوي

 دا ماڼۍ په شاوخوا اتلسو میاشتو کې رغیدلې. له دې معلومیږي چې جګړه زموږ خوار وطن ته څومره په زیان تمامیږي او د خساراتو جبران یې څومره وخت او لګښت غواړي

***

لنډ فلم او د خلکو احساسات

پر پرده د دنګو دنګو غرونو او  له میروییس نیکه نیولې آن تر اوسني ولسمشره د شاهانو او جمهور رییسانو تصویرونه وښودل شول. د تیرې نیمې پیړۍ په مشرانو کې محدود مشرانو ته په پوره شوق لاسونه  وپړکول شول چې یو په کې ډاکټر نجیب هم و

د شهزادګۍ ظهور

یوه سپین سرې میرمن د نورو په ملتیا د ستیژ سر ته راغله. دا شهزادګۍ هندیه وه. دا په پردیسۍ کې زیږیدلې وه. دا هغه وخت و چې امیر امان الله خان له مجبوریته د اروپا په نیت په ډکو سترګو وطن پریښود. هندوستان کې تم شو. دا شهزادګۍ هملته وزیږیده نو ځکه یې نوم هم پرې هندیه کیښود

د دې په لیدلو ماته خپل دفتر رایاد شو:

د کرزي صیب لومړي دور کې زموږ دفتر ( پژواک خبري اژانس) پرانیستل شو. زموږ ټراینر ایډیټران بهرنیان و چې میرمنې هم پکې وې او ښې مسلکي وې. دې میرمنو به لنډ لنډ ټکري په سر کړي و. د یوې خو به له تور ټکري تک سپین مخ داسې راوتلی و لکه له تورو وریځو چې د پنځلسمې سپوږمۍ راووځي.دوه سترګې یې داسې ښکاریدې لکه دوه خوا په خوا ارام سمندرونه. هغوی ویل چې پوړني ستاسو کلتور ته د درناوي په خاطر په سروو. خو شهزادګۍ ببر سر او بې پوړني راغله، لکه باد چې ترې وړی وي. زه د چا شخصي ژوند کې ځان ته د مداخلې حق نه ورکوم. او له شهزادګۍ خو ځکه دا تمه نه ده په کار چې هغه بیرون زیږیدلې او هملته لویه شوې. خو ښه به دا وه چې کوربنیو ورته ویلي وای چې د افغانستان کلتور ته د درناوي په خاطر یو پوړنی له سره تاو کړه. که پوړني کې یې ظهور کړی وای، له کلیو او بانډو څخه راغلیو سپین ږیرو او مشرانو به د هغې یو ښه تصویر ځان سره وړی و. شهزاده ګۍ ته د پلار ډیرې کیسې یادې وې، خو لکه چې دا کیسه ترې هیره وه چې د حجاب موضوع ور ته څومره سرخوږی جوړ کړ

یوه بله ځوانه میلمنه هم همداسې لوڅ سر ستیژ ته راغله، خو زلفان یې تور و. بده نه ښکاریده!

شهزادګۍ هندیه د خپلو خبرو په پای کې  وویلچې کله به مو ښه کار وکړ او سبق به مو ښه زده کړ نو پلار به مو ویل؛ افرین شاباس! او زه اوس ډاکټر صیب اشرف غني ته وایم چې افرین شاباس!

وروستۍ شیبې

خبره له لسو بجو اوښتې وه چې غونډه پای ته و رسیده. چا چې مازیګر کیک او کولچې خوړلې وې نو معدو یې شکایت نه درلود، خو چا چې نه وې خوړلې شاید ځان ورته د نه خوړو اعتصاب کوونکی ښکاریده. خلک وخوځیدل؛ خو حتی په ستیج دا عذر هم وړاندې نشو چې ګوندې د اقتصادي یا نورو مشکلاتو  له کبله مو ستاسو میلمه پالنه ونشوه کړای، ډوډۍ مو درنشوه کړای. خلک روان شول او ماته د یوه پخواني شاعر دا طنزیه بیت را یاد شو:

(( میلمانه دې وږي ځي له دسترخوانهته زموږ د زمانې سخي حاطم یې))   

 

له موږ څخه یې د تالاشۍ په مهال قلمونه اخیستي و. د یاداشت لیکلو لپاره را سره څه نه و. دا څه چې در سره شریکوم، دا مې د خپلې حافظې برکت دی. خبره داسې وه چې د تګ په وخت کې به هر څوک بیرته خپل قلم اخلي. خو موږ لا دې مرحلې ته کله رسیدلي یوو چې ښه شی ووینو او خپل خراب واخلو. د میز پر سر یو قلم هم نه و پاتې. څو ځایه د نصوارو پاکټونه پاتې و، خو افسوس چې زه نصواري نه وم کنه د خپل ورک شوي قلم بدل مې اخیسته!

بیرون د هغو موټرو درک نه و چې موږ یې را انتقال کړي و. معتبر یا په اوسنۍ اصطلاح ( رجال برجسته) په خپلو لوکسو موټرو کې روان شول تعقیبي موټرو یې د هارنډونو شور جوړ کړی و، شغ شو تیر به شو. خو کور یې اباد پیاده خلک یې نه وهل!

 پر سړک د پیاه کسانو کاروان جوړ شو. د کرايي موټرو درک هم نه و. آن تر علاوالدین څلور لاري پلي لاړو او بیا هلته د یوه ملګري موټر ته پورته شو.

هغوی چې له لرې لرې ځایونو راغلي و، همداسې سرګردان روان و او څوک موټرو ته د سړک تر غاړې انتظار ولاړ و

نږدې دولس بجې د خوب ځای ته راغلم، د خوراک څه نه و. خرما په لاس راغله، ما ویل راځه؛ هم خرما هم ثواب!

نعمان دوست

-
بېرته شاته