(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغني خان تصوف

[24.Aug.2019 - 10:27]

  غني بابا تصوف

لېک: شبیرخان دراني

د غني بابا بې شمير مخونه دي او بيا د هر مخ بې شمير شکلونه رنګونه او څهرې د مثال په توګه غني بابا په څير د شاعر غني بابا په څير د صوفي ذاهد غني بابا په څير د فلسفي غني بابا په څير د اديب غني بابا په څير د موسيقار غني بابا په څير د مصوير غني بابا په څير د سنګتراش غني بابا په څير د سياست دان او د ټولو نه غټ غني بابا په څير د يو شډل ساده باده پښتون دا خو د غني بابا هغه غټ مخونه دي او بيا د دې مخونو بيله بيلې څهرې دي که زۀ هغه ليکل شروع کړم نو نورې خبرې به په ځايې پاتې شي خو دلته به د غني بابا په جلاليت او جماليت خبره اوکړو ځکه چې دا دوه هغه څهرې دي کومې چې له هر انسان سره له ازل نه راځي

د هر انسان جماليت له کوچني توب څخه شروع کيږي مشران وايي چې کوچنې غني د کوه قاب ښاپيرې وو ړومبنې اولاد وو نو په مور بې بې هم ډير نازولې وو 

په کوچني توب به د غني بابا په غاړه درنه د سرو زرو اوږۍ وه او په ښي غوږ به يې د سرو زرو والۍ په سر به يې تيله داره د پونډونو ډکه ټوپې او په ټوپې کې به يې يو زرينه جوغه ټومبلې وه او له دغه جوغې به چار چاپير دوه څلور د نظرماتي تغويذونه ټومبلې شوې وو

غني بابا چې څومره ناوزولې په کوچني توب وو  هومره په زلمي توب او بوډالي هم وو او تر مرګي چي څوک هم د غني بابا تر سنګ تلې دي او د غني بابا سره يې ناسته کړې نو هغه خلک اوپوښتې خپله به درته اوايي چې د غني بابا تر مرګي دومره د کشش نه ډکې او ښايسته سترګې وې چې انسان به ورته يو ځل وکتو نو د دوباره کتو توان به يې نه لرلو خو دا هم يو ځلنده خقيقت دې چې غني بابا سره ډيرو خلکو ناسته کړې ولې د غني بابا سترګې ډيرو کمو خلکو ليدلې دي ځکه چې غني بابا به ډيرو کمو خلکو ته سترګې پورته کولې ګنې ملاقات به شروع شو ګينټه دوه خبرې به وشولې او غني بابا به د زمکې سترګې پورته نۀ کړې

او چې کله به په جلاليت کې وو نور خلک خو پريګده د کور بنيادم هم سوال نۀ پيدا کيدلو چې د غني بابا تر څنګ ورغلې وو 

اوس دا جلاليت به دا رنګ نه وو چې د غني بابا لاس کې به توره يا لوړ وو او خلک به يې ورباندې وهل بلکې غني بابا به خاموش شولو او چې غني بابا به خاموش شولو نو لکه چې سمندر ساه راښکلې ولاړ وي او د څۀ طوفان راتلو اګاهي ورکوي 

دا خاموشي به د څۀ وخت پورې وه په دغه خالاتو کې زۀ خپله څو څو ځله د دارالمان بې ملاقات واپس راغلې يم

د ژمي شپې ورځې دي زۀ غني بابا ته ورغلم د سهار لس يولس بجې وخت وو نوکر راته وايي خان بابا خو کور دې ما ورته ويل سور يې برابر دې ويل او خپله کمره کې کتاب ګوري ما ورته ويل ښه ورشه ورته وايه چې لوړ راغلې دې (مطلب دنګ) غني بابا به ماته لوړ ويل الله ج دې سره د خاورو وبخښي هغوي به ماته ويل لوړه انسان د شپږ ګزه پلن او څورلس ګزه اوږود نه تر شپږ نيم فټه راورسيدو (اشاره به يې خپل خاندان ته وه) او نور دې الله ج خير کي قدونه د ياجو ماجو نسل پله روان دي

خير چې دوه څلور خبرې مو وکړلې بابا راته وايي لوړه باغ پله نۀ ځو دغه وخت چې بابا کوم کتاب لوستلو هغه يې را بند کړلو خو چې کوم ځايې يا کومه صفحه چې يې لوستله په هغه صفحه کې يې مسواکا کوته کيښوده ما ورته ويل ولې نا بابا ځايې چې ځو

د باچاخان بابا ولي خان بابا لعلي بابا او غني بابا دا عادت وو چې دوي به د څپلو چنړياګان نۀ پرانستو دوي به په دا مقدار څپلۍ تړلې چې کله به يې ويستلې يا په ښپو کولو نو تړلې چنړيا به يې لاندې پورته کولو د غني بابا يو لاس کې کتاب دې او بل لاس يې په زخمت چنړيا پسې ښکته کړلو چې چنړيا پورته کړي زۀ زر ورښکته شوم ما ويل چې دا چنړيا ورته پورته کړم او باغ پله ځو ولي ما چې څۀ رنګ چنړيا ته لاس وړو نو بابا ټينګ د منګل اونيولم ويل څۀ کې لوړه 

ما ورته ويل بابا چنړيا درته پورته کوم 

ويل ولې 

ما روته ويل بابا تاسو ته تکليف دې ځکه

 بابا ويل لوړه زۀ چې کله په ځوانۍ او مستۍ کې ووم هغه ورځې تا له ماسره تيرې کړې دي 

ما ورته ويل نا بابا 

ويل لوړه ما خو د ژوند هر رنګ هره مستي هره ښکله وليده ستا څۀ پته لګي چې د ژوند ړومبنې سپرلې به دې هم نصيب شي او که نا 

بچيه ماته په دا خبره ډير افسوس راشي چې دا عمر خوړلې بس ته راوخيژي ځوانان ورته زر زر سيټ خالي کي په خپله اودريږي او مشر په خپل سيټ کينوي ولې کله چې مشر کيني او ساه صورت شي نو ړومبنې په ډراييور اواز وکړي چې يا هلکه کمبخته دا راډيو بند کا

يا دا چې ځوانان په حجره کې ناست وي مشر ورته په کباب کې هډوکې شي راشي او په سر ورته کيني 

بچيه نۀ پوهيږم چې له دې مشرانو ولې دومره زر خپله ځواني هيره شي ولې دوي ته پته نۀ لګي چې مونږ به په ځوانې حجره کې ځه کول ؟

خير مونږ په دا خبرو کې باغ پله لاړو

باغ کې راته وايي لوړه يوه خبره مې ياده ستا که چرې بوډا توب له ورسيدې نو په جبر به د ځوانانو عاداتونه نۀ بدلوې جبر سره نفرت پيدا کيږي او کله چې درنه يو ځوان نفرت لري نو ستا نصيحت به څۀ ومني

بچيه کوشش به کوې چې خپل ځان د ځوانانو په رنګ کې رنګ کړې دغه شان به ځوانان له تا سره مينه کوي او کله چې د يو ځوان د خپل مشر سره مينه پيدا شي نو ضروري  ده چې خبره او نصيخت به يې هم مني

هم دغه د غني بابا سره د ناستې برکت دې چې کومې خبرې د غني باره کې په کتابونو کې خوندي نه دي هغه ماته غني بابا په خپله خلې کړې دي

دغه خبرو نه څو خبرې د تاسو سره شريکې کوم

د غني بابا  درې کتابونه دي 

۱ د پنجرے چغار ۔ دپنجرے چغار د بابا هغه شعري مجموعه ده کله چې غني بابا د قام پرستې په تور په محتلفو بندي خانو بندي وو

۲ پلوشے

۳ پانوس

دا درې واړه کتانونه بيا په کال ۱۹۸۵ کې د افغانستان د قومونو او قباييلو وزارت د ستر مخقيق زلمي هيواد مل په سرپرستۍ کې د غني کليات په نوم يو ځايې چاپ کړل

د غني بابا د وفات روستو د غني کليات سره هغه شاعري هم راجمع کړې شوه کومه چې په کتابې شکل کې موجود نه وه او دغه کتاب ته لټون نوم ورکړې شو

دې کتاب ته ترتيب په ما ډير ګران او ستر مخقيق ډاکټر محمد زبير حسرت ورکړلو او خپل ليک يې ورباندې هم وکړلو او  خپل ليک يې د غني بابا په دا شعر ختم کړې چې 

 

چغې وۍ اجل ملا تۀ اورې کۀ نۀ اورې

تشه خاوره نه ده غنې څنګه به شي خاورې

 

دا د بابا هغه شعر دې چې د تصوف خاوندان ورته په نوکو چکونه لګوي خو  زما ګران محترم مشر زبير حسرت دې شعر ته د مجاز رنګ ورکړې او څۀ تشريخ يې کوي تاسو يې هم اولولۍ بيا درته زۀ د دې شعر مفهوم بيان کوم

زبير حسرت صيب ليکي چې د غني بابا هستي هم د عامو انسانو غوندې د خاورو وه خو دغه خاوره د سرو زرو وه او سرۀ زر نه په خاورو کې خاورې کيږي او نۀ زنګ اخلي

زۀ درته دلته د غني بابا د څو شعرونو مفهوم بيان کوم نو تاسو به بيا د دې پورتني شعر په معنا او مفهوم په اسانه پوې شې

اے د ستورو سپوږمۍ خانه په نمړې ډوډې يې خرڅ کړې

دغه خلکو کې پيدا شوم ستا د حسن کوم قيصه

اے زما جانه جانانه اے د نور او حسن خانه

چرته خوب کې دې غني په دے ملا (شاه) وټپوه

 

ښه زۀ اوس تاسو تپوس کوم ؟

 

د ستورو او سپوږمۍ خان څوک دے ؟

بيشک الله ج

او غني بابا ورته څۀ وايي 

چې اے زما جان او جانانه

د ملا په وينا د الله ج رضا او قربت په څۀ ملاويږي په خير خيرات صدقه زکوت وظيفه 

نو غني بابا خپل جان او جانان ته څۀ وايي چې زۀ په داسې خلکو پيدا شوې يم چې هغوي تا په يوه نمړې ډوډې خرڅوي 

او زۀ لګيا يم ستا ثنا صفت کوم

بيا دويم شعر کې غني بابا وايي چې

 

 اے د نور او حسن خانه

نو قران پاک کې الله ج څۀ فرمايي

 

الله نور السموات والارض

ترجمه ،الله د زمکے او اسمانونو نور دے

اوس الله ج خو څوک ليدې نه شي نو غني بابا ترې نه د خپلې مينې څۀ انعام غواړي 

دا چې 

چرته په خوب کې خو دا خپل ليونې غني په ملا (شاه) وټپوه مطلب شاباشې ورکا 

د پښتون قام دا بدنصيبي ده چې دې له ازله نه د ملا په جال کې ښکيل دې او په دا کې د ملا بغير له دې څۀ کمال نشته چې ملا په دا خبره خبر دې چې پښتون قام د خپل دين اسلام سره بې کچه مينه لري او الحمدالله چې چرته د دين اسلام خبره راشي ښلته رهبر او شاعر خو وړه خبره ده پښتون له خپل مور پلار هم انکار کوي 

او له دغه مينې ملا تل ناجايزه فايده پورته کړې کله ورته له روس او امريکې له جنګ جهاد جوړ کړي او کله ورته په سکول بازار امام بارګاه مندر ګيرجه ګر او جومات سرتير حمله د جنت زيرې کي 

خالانکې هم دغه دين اسلام مونږ ته وايي چې د يو بې ګناه انسان قتل د ټول انسانيت قتل دې 

(د يو بې ګناه انسان دا نه چې صرف د مسلمان )

هم دغه رنګ د تيرو اتيا کلونو راسې ملا د پښتون قام په ذهن کې دا خبره کينولې ده چې غني نور خو پريګده د الله ج په ذات هم يقين نۀ لري او پښتون قام دا خبره تر څۀ حد منلې هم ده ځکه خو يې تر اوسه د چپ روژه نيولې او به باقايده توګه يې د ملا له دغه سپينو دروغو پرضد څۀ چاپ نۀ کړل پښتون قام په دا خبره يريږي چې هسې نه زۀ د غني بابا له سپين مخ نه د ملا دا لګولې دروغجن تور داغونه پاک کړم او ملا هم دغه دروغجن تور داغونه زما په سپينه لمن پورې کړي

ولې غني بابا په خپل ژوند ملا ته د هر سوال جواب ورکړې لکه دا نظم

 (ګواه)

يو ټکي د رنک کې درياب رنګا رنګ

يو څاڅکي د ساز کې هم سوز او هم شړنګ

د ژوند يو لمحه کې سوونه عمرونه

يو چونګ کې د خاورو مستي او غمونه

په لپه ايرو کې ښارونه د نور

د هر ګل په شونډو رازونه د طور

خاورينه څرمن کې خندا او غرور

دې بت کې د خاورو دا تال د ابد

د څاڅکي په مخ کې جمال د ابد

ثبوت مانه لوې ستا د ځان کوم دې

ګواه مانه ښۀ ستا د شان کوم دې

 

حضرت شيخ سعدي رح چې خپل نوم يې شرف الدين دې او په تخلص شيخ سعدي يې دنيا پيژني فرمايي چې يوه ورځ يو ځوان يوه مسته چغه پورته کړه او په يو ځنګل يې ورمنډا کړه د دغه ځوان يو بوډا پلار وو هغه ددۀ په جدايۍ دومره خفا وو چې نۀ بې ډوډۍ خواړله او نه به ورته خوب راتلو او په خپل زوي پسې به يې بد رد او ستغې سپورې ويلې چې کله له دغه بوډا زوي ته د خپل پلار د دې کيفياتو پته اولګيده نو ويل يې چې په رب مې دې قسم وي کله چې ما د خپل محبوب نور ليدلې دې له هغې روستو زما لپاره د دنيا ټول کاينات بې معنا شوي دي

ځکه خو غني بابا وايې

 

ګفتار د ليونو کې وي ګلونه هم ماران

قطار د ليونو کې ډير ولاړ پيغمبران

پروا يې غني نۀ کړي کۀ يې سپک تلي که دروند

تف څۀ به دا جهان وي او څۀ تول د دې جهان

 

اوس درته معنا او مفهوم ښاپم د دې شعر

 

جغې وۍ اجل ملا تۀ اورې که نه اورې

تشه خاوره نۀ ده غني څنګه به شي خاورې 

 

 غني بابا د تصوف د لارې ستر پهلوال وو غني ملا ته وايي چې اے ملاجان تۀ خو ماته د قبر د غذابونو خبرې کوي ولې جسم د روح او ډانچې مجموعه ده انساني ډانچه له خاورو جوړو ده او هم له خاورو سره خاورې شي ولې روح د عالم ارواح نه راځي او واپس عالم ارواح ته مايل به سفر وي 

مطلب ټول موجودات دغه يو او واحد هستۍ له روان دې  که چرې مونږ د قبر له سزا او جزا نه مراد دا واخلو چې انسان ته پس مرګي سزا او جزا هم په قبر کې دننه ددۀ ډانچې ته ملاويږي نو دا زمونږ غلط سوچ دې څکه چې هندوان خو خپل مړي په اور سيزي فرغون مردار خو تر اوسه د مصر په غايب ګهر کې پروت دې

د انسان د ساه وتلو سره پريښتې له دغه انسان روح خپله قبضه کې واخلي د قبر د سزا او جزا نه مطلب پس مرګي حساب کتاب دې او دغه له قبر ضروري نۀ دې د ګوګل روح وتل ضروري دي

څنګه چې ما مخکښې بيان وکړلو چې ټول موجودات خپل خالق او مالک ته مايل به سفر دي لکه څنګه چې سمندر کې موجونه رااوچت شي چپې اواوهي او هم واپس په سمندر کې ډوبې شي او هم دا معنا لري چې

انا لله وا نا اليه راجعون

دغه رنګ غني بابا ملا جان ته وايي چې تۀ حو ماته د قبر له سزا اوجزا خبرې کوې خو زۀ خپل جانان ته ملاقات له روان يم

دا يوساز دې چې روان دې د اواز د سر کمال ته

يو د رنګ څاڅکې چې زغلي ځان رسۍ د بوډۍ ټال ته

 

غني بابا وايي چې اجل خو ماته د خپل جانان سره د ملاقات زيرې راوړلو ملا جانه ژوند به ستا لپاره څۀ مانا لري ما ليوني لپاره خو ژوند ؟

،

ژوند خو تلل دې په يو مخه

غورزيدل او پاڅيدل دي

ټکے سوز او ټکے ساز دے

څۀ خندل دي څۀ ژړل دي

ژوند په سترګو د عاشق کې

پلوشه ده د کمال

په صحرا کې لټون دے

د اشنا د کوڅے لار

 

اوس ژوند خو تلل دي په يو مخه 

څنګه په يو مخه نو د يو مخه منعا ده نيغه لار اوس نيغه لار څه ته وايي نودا وايي توحيد ته

غني بابا وايي چې ژوند د توحيد په لار تګ دې دا يوه داسې نيغه لار ده چرته چې انسان نۀ خو په خپله خواښه ځان له کندو کپرو بچ شي نه له ازغو او خنډانو

او نۀ انسان په خپله خواښه څۀ خفګان يا خوشحالي کولې زۀ منم چې دا لار د صحرا لار ده کومه چې د ازغو او خنډانو ډکه ده ولې په دا لار زما د اشنا (الله ج ) کور دې 

غني بآبآ به ماته ويل لوړه د الله ج يو کم سل نومونه دي کوم چې د بيله بيل خلکو ډلو او مسلکونو لپاره دي وس زما او ملا اصل اختلاف په دې خبره دې  زه وايم چې الله ج رحمان رحيم دې او ملا وايي نه قهار او جبار دې په دې  کې هيس شک نشته چې الله ج قهار او جبار هم دې ولې لوړه تا کله سوچ کړې چې مونږ د هر کار هر عبادت مخکې دا کلمه ضرور وايو چې بسم الله الرحمان الرحيم نو  لوړه الله ج خو ماته خپله په خپله کلمه کې ويلې دي چې زه ستا لپاره رحمان او رحيم يم نه چې  قهار نو زه د ملا جان خبره څنګه تسليم کړم لوړه زما په کلمه کې قهار او جبار نه دي او نه نغوذباالله الله ج زمونږ سره دهوکه کوي چې په رحمان رحيم ئې مونږ ځان ته نزدې کړو او بيا راباندې قهر يا جبر کوي 

لوړه الله ج واپي چې اے انسانه ما ستا نه ستا  ژوند په بدل د جنت اغستې دې

لوړه اوس کوم انسانانو چې خپل ژوند د جنت په بدل نه دې کانړه کړې تا کله په هغه خلکو سوچ کړي د دغه خلکو دنياوي ژوند فراخه او د خوشحالو ډک وي د دوي ناروغتياګانې کمې وي د کوم ښايست و ځوانۍ  مستۍ و شباب کباب و شراب او حسن و جمال  ارمان چې به مسلمانانو په جنت پوره کيږي هغه کافرو ته په دنپا ميسر دي په مخ د زمکه چې څومره ښايسته ملکونه دي هغه د کافرو ملکيت دې

لوړه  دا ځکه چې د دغه خلکو تشه دنيا ده الله ج هغه مهربان بادشاه دې چې هغه خلک  يې هم په نعمتونو او رحمتونو لمانځلې کوم چې له دغه لوې او يک نتها ذات انکاري دي فرق صرف دومره دې چې الله ج خپلو  منونکو ته د ابدي ژوند ځوانې او مستۍ انتظام کړې دې او نه منونکو ته د فاني 

د الله ج او انسان رشته د جان او جانان ده

 

څومره مينه مستي درکړم ادب څومره

څومره تا دلدار جاناان کړمه رب څومره

زما مپنه د ادب د پنجرو وځي

وايه څومره دې جانان کړمه رب څومره

شبيردراني

-
بېرته شاته