(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ضېاالحق امرخېل

[02.Aug.2019 - 09:11]

ضيا الحق امرخېل څوک

ليک : بريالى زمرى.

زېږېدنه:

ضيا الحق امرخېل په ١٩٨٢ کال کې د باميانو ولايت په مرکز کې زېږېدلى دى. هغه کوچى دى، خو د خپل ماشومتوب او هلکوانۍ موده يې په کډوالۍ کې تېره کړې ده.

زده کړې:

په هېواد کې د جنګونو له امله ضيا الحق امرخېل هم د خپلې کورنۍ سره د باميان ولايت څخه کډه وکړه او کوزې پښتونخوا ته لاړ. هلته يې په خېمه کې ژوند کاوه او لومړنۍ زده کړې يې د کمپ په يوه ښوونځي امام ابو حنيفه کې پيل کړې.

هغه وايي چې په ښوونځي کې به تل دويم، دريم يا هم څلورم نومره راتللو.

له هغه وروسته يې پېښور ته کډه وکړه او په پېښور کې يې خپل ښوونځى پاى ته ورساوه، همغلته يې پوهنتون هم وويلو او بيا يې له ننګرهار پوهنتون څخه هم په ٢٠٠٦ کال کې د اسلامياتو او ادبياتو په برخه کې او همدا راز د المرزق پوهنتون د عربي څانګې څخه يې د ليسانس سندونه ترلاسه کړل.

هغه د کمپيوټر ساينس په برخه کې هم ډيپلومه ترلاسه کړې ده.

په ٢٠١٨ کال کې يې د ايټاليې له يوه پوهنتون څخه د پرمختيايي مديريت په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

 

دندې:

هغه وايي کله چې له پوهنتونه فارغ شو نو هېواد ته راستون شو او دلته يې په دنده پيل وکړ. لومړى يې د ملګرو ملتونو سره د کوچيانو په برخه کې دنده پيل کړه. ځکه په خپله کوچى و او د کوچيانو د ژوند او کلتور په اړه يې ډېر معلومات درلودل، نو په دغه برخه کې يې د کوچيانو لپاره ډېر کارونه ترسره کړل.

له هغه وروسته نيپال ته لاړ او په نيپال کې يې د ملګرو ملتونو سره د ټاکنو د سلاکار په توګه دنده پيل کړه.

نوموړى په ٢٠٠٩ کال کې افغانستان ته راستون شو او دلته د ټاکنو د خپلواک کميسيون د سيمه ييزو عملياتو د رييس په توګه يې دنده پيل کړه. له هغه وروسته بيا د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رييس وګمارل شو، چې د ٢٠١٤ ټاکنې يې هم ترسره کړې خو د يوې دسيسې له مخې يې بيا استعفا ورکړه.

په ١٣٩٧ کال کې يې د ولسمشر غني په ولسي او سياسي چارو کې د ستر سلاکار په توګه دنده پيل کړه. همدا راز په ١٣٩٨ کې يې بيا د سولې د مشورتي لويې جرګې د چمتووالي د کميسيون د لومړي مرستيال په توګه هم چارې ترسره کړې او اوس اوس د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړى هم ټاکل شوى دى.

 

سياسي هلې ځلې:

ښاغلى امرخېل وايي، چې کله يې په هېواد کې سترګې وغړولې نو د بارودو لوګي يې تنفس کړل. د دوى په ولايت (باميان) کې جنګ و، ډېره بدبختي وه او ستونزې او مشکلات دومره زيات و چې دوى مجبوره شو کوزې پښتونخوا ته کډوال شي.

هغه وايي چې د کمپ ژوند کې يې ښوونځى وويلو او له هغه وروسته پوهنتون ته لاړ، که څه هم سياست يې د پوهنتون له وخت څخه خوښېده، خو په وينا يې چې حالات سازګار نه و او د کډوالۍ په ژوند کې يې هېڅ اسانتياوې هم نه درلودې، خو کله چې يې پوهنتون خلاص کړ نو يې عملاً سياست کې برخه واخيسته.

په ١٣٩٤ کال کې يې د افغانستان د ملي ثبات سياسي خوځښت جوړ کړ چې اوس يې مشري کوي. نوموړي ولسي جرګې په ټاکنو کې هم برخه اخيستې وه، خو د ټاکنو خپلواک کميسيون يې نوم له ليسټه وويست او په ټاکنو کې د ګډون اجازه يې ورنکړه.

هغه اوس مهال د ولسمشر غني د سياسي او ولسي چارو ستر سلاکار دى او وايي چې د ورځې په سلګونو کسانو سره ويني او په دې هڅه کې وي چې د هغوى ستونزې په ښه ډول واوري او بيا يې له اړوندو ادارو سره شريکې او د ولس د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.

 

هېوادونو ته سفرونه:

ضيا الحق امرخېل ډېرو هېوادونو ته سفر کړى دى او په ځينو هېوادونو کې يې ژوند هم کړى دى، خو هغه وايي چې له هېواده بهر چې تر يوې اونۍ زيات وخت تېر کړي، نو بيا ورته ګرانه وي، ځکه هېواد، کورنۍ او ملګري ورته يادېږي او له دوى بغېر ژوند ورته ګران دى.

هغه وايي، چې کله هم له هېواده بهر يم، نو په خپل هېواد، کورنۍ او ملګرو پسې ډېر خپه کېږم. نوموړى وايي چې هېڅ پلان نه لري چې له خپل هېواده دې بهر ژوند وکړي، ځکه دا ولس او هېواد پرې حق لري او تل به په همدې هېواد کې ژوند کوي.

نوموړي د امريکا او اروپا په ګډون ډېرو اسيايي هېوادونو ته سفر کړى، خو وايي چې هېڅ کله يې هم د چکر لپاره دغه هېوادونو ته سفرونه نه دي کړي. هغه وايي چې يا هم کنفرانسونو ته تللى دى او يا هم د کار او زده کړو لپاره بهر تللى دى. هغه وايي چې د افغانانو اقتصاد د دې اجازه نه ورکوي چې بهر دې سفرونو ته لاړ شي.

نوموړى وايي، چې کله يې هم چرته چکر ته زړه وشي، نو د افغانستان دننه امن ولايتونو ته ځي او هلته څو ورځې تېروي.

 

پخلى:

ضيا الحق امرخېل چې مسافري يې هم کړې ده، هغه وايي چې هر څوک مسافر پاتې شوى وي نو هغه لږ و ډېر پخلى کولاى شي او دى په خپله هم په پخلي کې ډېر نه، خو لږ بلد دى.

نوموړى وايي چې په خوراکونو کې دم پلاو، چرګ، قورمه او سبزي ښه پخولى شي، همدا راز سهارنۍ هم په اسانۍ تيارولى شي.

نوموړى وايي چې کله مسافر و نو ډېرى وخت به يې په يوټيوب باندې د پخلي ويډيوګانې هم کتلې او له هغې به يې د پخلي چل ياداوه او بيا به يې ځان ته په خپل اتاق کې هغه شيان پخول.

 

څوک يې ډېر خوښېږي؟

ضيا الحق امرخېل وايي، چې مور يې په حق رسېدلې ده او د هغې مړينې ورته ډېر درد رسولى و، چې هېڅ يې نه شي بيانولى. خو نوموړى همدا راز وايي چې اوس يې يوه لور ده چې د هغې په ليدو ډېر خوشحالېږي.

د دندو په لحاظ نوموړى وايي چې ښوونکى يې ډېر خوښېږي، ځکه چې ښوونکي کې په افغانستان کې هغه ډله ده چې تر ټولو زيات زحمت وباسي خو پاملرنه ورته هغه ډول نه کېږي. نوموړى وايي چې ښوونکي ټولنه اصلاح کوي او د ماشومانو راتلونکى ورسره تړلى دى.

 

سياسي او همفکره ملګرى:

ضيا الحق امرخېل د سياسي مشر يا همفکره ملګري او سياسي شخص په اړه وايي، چې په دغه برخه کې يې ولسمشر غني ډېر خوښېږي او هغه يې سياسي همفکره ملګرى هم دى. هغه وايي چې څلور کاله په کور ناست و خو بيا يې هم د کومې بلې ډلې سره د ځان يو ځاى کولو هڅه نه ده کړې.

نوموړى وايي چې اوس له حکومت سره دنده لري، خو کله چې له دندې بهر و نو هم يې د ولسمشر غني ملاتړ کاوه او تل به يې د هغه د ښو کارونو ستاينه کوله او د ولس او هېواد په زيان کارونو نيوکې کولې.

نوموړى د ولسمشر غني په اړه وايي، چې هغه د افغانستان، سولې، د هېواد د اقتصاد، ځوان نسل او مېرمنو په ګټه دى، نو ځکه يې هم ملاتړ کوي.

امرخېل وايي، چې مېرمنې د ټولنې له پنځوس فيصدو زياته برخه جوړوي او همدا راز ځوانان هم شاوخوا اويا فيصده جوړوي، نو ولسمشر غني دواړو ته ډېره پاملرنه کوي او پکار هم ده چې مېرمنو ته په حکومت کې ونډه ورکړل شي او د زده کړو زمينه ورته برابره شي. هغه وايي چې ولسمشر غني په ځوانانو او ځوانان په ولسمشر غني باور کوي.

 

د افغانستان اوسنۍ ستونزې او سوله:

ښاغلى امرخېل وايي، چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې او مشکلات د خبرو او تفاهم له لارې حل کېداى شي. هغه وايي چې د سولې لار ده چې موږ پرې د خپلو ټولو مشکلاتو څخه راوتلى شو. نوموړى وايي چې بايد له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي او طالبانو ته هم پکار ده چې افغان حکومت او ولس ته درناوى ولري.

نوموړى وايي چې د سولې په برخه کې نړيوال هم هڅې کوي، خو تر څو چې بېن الافغاني مذاکرات نه وي پيل شوي، چې افغانانو پکې ګډون کړى وي او افغان حکومت، چې يو منتخب حکومت دى، د دې په مشرۍ کې مذاکرات وشي، نو بيا به سوله ډېر ژر هېواد ته راشي.

نوموړى وايي چې موږ ته پکار دي چې د يوې تلپاتې سولې لپاره کار وکړو او ولس هم د دغه سولې لپاره اماده کړو، تر څو ذهناً نه د تلپاتې سولې لپاره اماده وي.

نوموړى وايي که خداى کول نو په نږدې وختونو کې به افغانستان ته تلپاتې سوله راغلې وي او په افغانستان کې به نور جنګ پاى ته رسېدلى وي.

بريالى زمرى

 
-
بېرته شاته