(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپلواکۍ ۱۰۰ کاله

[02.Aug.2019 - 08:44]

 

 لکه څنګه چې د امریکې لیوني سوداګر جمبور رییس ډونالډ جان ټرمپ ( نیمه دجال!) د نیازی عمران خان! سره په وروستنۍ لیدنه کې ، د ګران وطن افغانستان په باره کښې په خپله مرداره خوله ځینې اوتې-بوتې ویشتلې دي چې په اړه ې ښاغلو وطندوسته مبارزو هیوادوالو لکه سنګروال صیب، یون صیب، ځلاند صیب ا.د.ن. په بریښنایی پاڼو او ټولیزو رسنیو کې ښې څرګندونې کړي ؛ زه غواړم په دې لیکنه کې مې یو څو ټکو ته ستاسو توجه راواړوم:

۱-دا چې ڼن د اسد یا زمري لمړۍ نیټه ده او د دې میاشتې پر ۲۸ د افغانستان د استقلال ۱۰۰مې کلیزې سره برابره ده ؛ نو د انګریزانو او د هغو د هرمونو ، شرق او غرب ابلیس زاده ګانو ،د امریکې او پوکسټین په شمول ؛ د غازی امان الله خان او غازیانو ، غیرتي افغانانو او شهیدانو د دوی ځغلول نه دي هیر شوي او لا تر اوسه ېې مازغه په کرار نه دي ؛ نو په لاشعوري ډول ېې داسې ... له خولو بادیږي..

۲- وايي د درواغو مزل لڼډ وي او حرامې پیسې په حرامو لارو ځي!!

دا دواړه پښتو متلونه په ۹/۱۱ امریکا او بوشانو او خر زاده ګانو ېې ډیر صدق کوي ؛ او دوهم هغه ېې بیا د پخوانیو بچه ی سقاویانو او دشر او فساد په بقایاوو چې د ب-۵۲ د وزرو لاندې ېې  بلند-منزلونه ( هغه هم بی-برقه او بی-کانالیزاسیونه او بی نقشې ...)جوړ کړل مګر خدای تعالی ورته د ډ. اشرف غني غوندې اقتصادپوه او متفکر!! وربرابر کړی چې حساب او کتاب ورسره وکړي ؛ خو همدوی  نمک حرامان په لاهور کې د ډیورنډ پوسکۍ اچوي ...

۳-طالبانو ته خو دا لازمه وه چې لکه اول کلونه چې د تور اوباما د لښکرو پر ضد ېې ۲۰۰۰ یانکي-خره او ډاګز مردار کړي ول ، دا نور ېې هم جهنم ته لیګلي وای ؛ او اوس هم هغوی ېې چې په هډو کې ناست دي او د شپی پر دوی چاپې او بمورۍ کوي ؛ د بیوزله ملکي افغان ماشومانو، تورسرو ، سپینګیرو او سپاهیانو پر ځای؛ په نښه کړي ، او هماغه کيوناري ،مکناټن، د. بریدن او ..... ېې ورته په یاد کړي 

په صبر صبر پوره نه شوه 

سبا مو نیت دی بې-صبرۍ ته ملا تړونه!

تل دې وي د افغانانو پیوستون ، د ملي اسلامي مترقي ټولنیز ولسواکیزو  یو والی په وطن او ټوله نړۍ کښې. !

ژوندی دې وي د امان الله خان او غنی خان آزاد او آباد وطن !!

په درنښت او مينه: ډ. زړور ساپی حمیدالله/ بروکسل -بلجیم

 
-
بېرته شاته