(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپلواکي څه ته وایي

[02.Jul.2019 - 18:32]

خپلواکي ( ازادي ) څه ته وایي ؟

ژباړه : عزت الله عمران

خپلواكي يو عمل پخپله خوښه، پرته د بل چا له لاسوهنې ترسره کولو ته وايي او یا په بل عبارت په خپله اراده د یوه کار تر سره کولو ته خپلواکي وايي.

خپلواکي د هغو پریکړو عملي کولو ته وایي چې یو فرد یا ټولنه یې په خپله اراده سره نیسي که یو انسان په وینا او کړنو کې خپلې ټولې پریکړي د کوم شخص یا فکري اداري له محدويت پرته ترسره کړي او د هیچا په قید او بند کې را نشي نو دې ته بې حد او مرز یا مطلقه خپلواکې وایي. انسانان په ټولنیز ډول ژوند کوي په همدې خاطر مطلقه ازادي نه لري.

مطلقه خپلواکي (هر هغه څه چې د زړه غواړي د هغه تر سره کولو) ته مطلقه یا بې حد او مرز خپلواکي وایي په ټولنه کې مطلقه خپلواکي نشته ځکه د مطلقې خپلواکۍ په درلودلو سره یو فرد د نور کسانو خپلواکي او حقوقو تر پښو لاندي کوي.

خپلواکي کلمه له دو کلمو څخه اخیستل شويده یو خپل او بل واک دي یو عالم وایيیو فرد تر هغه خپلواک دي چې نورو ته یې زیان ونه رسیږي یا دا چې د نور خپلواکۍ ته زیان ونه رسوي”. خپلواکي یوه تعریف شوي کلیمه ده، دولت د خلکو د استازي په توګه د دوي د خپلواکي ساتنې دنده په غاړه لري.

د خپلواکي ډولونه :

1. مذهبي خپلواکي.

2. د جامو آغوستلو خپلواکي.

3. د بډاینې خپلواکي.

4. علمي خپلواکي.

5. د ټولټاکنو او هوډ ورکونې خپلواکي.

6. ټولنیزه خپلواکي.

7. جنسي خپلواکي.

8. د زده کړې او تعلیم خپلواکي.

9. توکمي اوملیتي خپلواکي.

10. دعقیدې خپلواکي.

11. قومي او ټبریزه خپلواکي.

12. مدني خپلواکي.

13. د بیان خپلواکي.

14. د رسنیو او مطبوعاتو خپلواکي.

15. د قدرت انتقال خپلواکي.

16. د لاریون کولو خپلواکي.

17. د وصیت کولو خپلواکې.

18. د نظامي اشغالولو یا استعمار خپلواکي.

19. د هنر د تولید خپلواکي.

خپلواکي (ازادي) انسان ته خدایجوکړی حق دی هر انسان ازاد پیدا شوی یو انسان تر هغه پورې ازاد دی چې ترڅو د نورو خلکو ازادي او حقوق تر پښو لاندي نه کړي یا داسې کوم عمل تر سره نه کړی چې په ترسره کولو سره خپله خپلواکي تري واخیستل شي.

شاعر وایي:

ازادي تر پادشاهيه لاتیرکړي

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

خپلواكي د ملتونو لپاره هوسا ژوند او پرمختګ دي خپلواكي د هر ويښ ولس د وجود ساه او د روښانه راتلونکې زیر دي.

 

ډیموکراسي یا ولسواکي څه ته وايي؟ په نړۍ کې په کتابونو کې د ډیموکراسۍ له ۳۰۰ زیات تعریفونه او ماناګانې لیکل شوې دي.

د ولس حکومت

 

په اکسفورډ ډکشنرۍ کې د ډیموکراسۍ تعریف داسې لیکل شوی دی:

 

(( په یوه هیواد کې د ټولو قانوني وګړو، یا د ولس خپل د حکومت نظام ته جمهوریت ویل کېږي. په عمومي ډول دا نظام د ټاکل شویو استازو یا نمایندګانو په وسیله عملي کېږي.))

 

نومیالي فلسفي ارستو په خپل کتاب ((سیاست)) کې لیکلي: ((په جمهوري سیمو کې ولس خپلواکه وي. کله چې خلک پر خپلو سیمو د ټولو خلکو ګټو په پام کې له نیولو سره حاکمان شي نو د حکومت دې نظام ته ډیموکراسي یا ولسواکي ویل کېږي. ډیموکراسي اصلاً د غریبانو یا بې وزله خلکو په ګټه وي.))

 

 

 

ډيموکراسي څه ته وایي؟

 

زیاتره خلک ډيموکراسۍ ته ډير لیواله دي،په تیره بیا زمونږ د نوی نسل ځوانان،لومړۍ راځم د ډيموکراسۍ تعریف ته چې ډيموکراسي لویدیځوالو څنګه تعریف کړې ده؛د دوی په اصطلاح ،ډيموکراسي د دوه یونانی کلیمو څخه اخیستل شوې ده چېdimos په معنا د خلکو اوkratia په معنا د قانون ده،په اروپا کې څنګه ډيموکراسي منځ ته راغله؟د دوی په اصطلاح چې منځني کلونه د اروپا لپاره هغه کلونه و چې اروپایانو ورته د تیارې کلونه ویل،دا ځکه چې په اروپا د رومانیانو راج چلیده،منځني کلونه دوی هغو کلونو ته وايي چې دوی په کې ۱۵۰۰کاله پخوا ژوند کاوه،دا کلونه دوی  تر ۱۴۵۳عیسوی کال پورې یادوي ،په ۱۲۱۵ میلادی کال کې د انګلیستان پاچا چې( جان) نومیده د ازادۍ لپاره کار وکړ او د خپل هیواد په ازادۍ کې برلاسئ شو،چې دې ازادۍ( میګناټا )ته یوه ښه موقع برابره کړه چې خلکو ته د واک په سپارلو کې کار وکړي او په دې سره خپل اولس ته حقوق ورکړي،ده د خلکو د ازادۍ لپاره ۶۳ اثار ولیکل،له هغه نه وروسته په ۱۷۷۶ میلادی کال کې د امریکا اولسمشر (ټامس جيپارسن )د خلکو ازادۍ لپاره لیکنې وکړې ،څو نورو هم دې کار ته ادامه ورکړه،خو دلته یادول یې ستړي کیدونکی دي،خو دغې ازادۍ خلک له خپل ټاکلی حد څخه هم وویستل،د دوی په اصطلاح په شلمه پيړۍ کې ډيموکراسۍ ښه پایله درلوده،دا ځکه چې چې دوی یې له جنګ څخه لاس په سر کړل، د دوی اقتصاد ته یې هم پراختیا ورکړه او ډيموکراسی یې د راتلونکی بشری ټولنې لپاره یو ښه قانون وباله،په نننۍ نړۍ کې ۶۰ فیصده هیوادنه د ډيموکراسۍ د قانون تر اغیزې لاندې دي،چې د دغه کرغیړن قانون په عملی کولو کې اوس زمونږ هیواد هم راځي،دا چې په شلمه پيړۍ کې هم زمونږ هیواد د دغه کرغیړن قانون د عملى كولو په مرض باندې اخته شوي و،خو لکه څومره چې په دې ۱۴کلونو کې ورته ژمن پاتې شول داسې په مخنکینیو کلونو کې نه و یا به وه،خو کیدای شی مخه به یې ډب وي،ولې اوڅنګه ډيموکراسی په اسلامي نړۍ کې منځته راغله؟شاید دا به ډير مشکل سوال وی،خو باید زه یې په خپل نظر سره ځواب ووایم،اسلامي نړۍ ته د ډيموکراسۍ راتلو یواځينۍ مقصد د اسلام تخریب دی،چې په دغه برخه کې د ډيموکراسۍ اصلی بنسټګر (لارډمیکالې) لاس دی چې څو لسیزې پخوا یې بنسټ کېښود،تاسو سره به دا پوښتنه را پيدا شي چې تا خو څو پيړۍ مخکې یادې کړې او اوس څو لسیزې،خو هغوی د خپل هیواد لپاره قانون جوړولو ،خو (لاډمیکالې)داسې نوښتونه په کې راوستل چې ټول د اسلام سره په ټکر کې و،خو (میګناټا) په خپل هیواد پورې محدوده کړې وه،له نن ۱۴کاله مخکې کله چې صلیبی لښکرو په افغانستان یرغل وکړ نو دغه کرغیړن قانون یې هم له ځانه سره راوړ،دغه قانون ته زمونږ ډيرو ځوانانو هرکلی ووایه،دوی ته یې پوره ازادی ورکړه،که له  ۲۰۰۱ کال راپه دېخوا نظر وکړو نو و به ګورو چې زمونږ ځوان نسل د انحراف خواته روان دی،بې حیایي اوج ته رسیدلې ده،دا ټول د ډيموکراسۍ لامل دی،تر څو چې ډيموکراسی په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځه لاړه نشي دا وطن به د فاحشه مرکز وګرځي،قران درته وایی چې په بل قانون باید فیصله ونه شي،خو زمونږ وطنوال فقط وایي چې سوله وی نور که هر قانون چلیږي،خو داسې نه ده،مونږ باید اسلام ته لومړيتوب ورکړو او ډيموکراسی په بشپړه تو ختمه کړو،کله چې اسلام ته خطر وی،نو بیا دې سل زله سرونه قرباني شي،سل زله دې کرونه وران شي،ځکه الله ج په قران کې داسې فرمایلی،وَمَن لّمٌ یَحٌکُم بِمَااَنزَلَ الله فَاُوٌلَءِکَ هُمُ الٌکَافِرُو....

وَمَن لّمٌ یَحٌکُم بِمَااَنزَلَ الله فَاُوٌلَءِکَ هُمُ الظَالِمُونَ....

وَمَن لّمٌ یَحٌکُم بِمَااَنزَلَ الله فَاُوٌلَءِکَ هُمُ الٌفَاسِقُونَ.....

ترجمه؛او هغه خلک چې دالله ج په رالیږل شوي نظام فیصله نه کوي نو هغه کافردی هغه ظالم دی هغه فاسق دی؛نو مونږ باید دهغه چا مخه ونیسو چې زمونږ اسلام نه ورته ډيموکراسی معتبره ښکاری،چې یو ښه بیلګه یې د افغانستان اوسنۍ اساسی قانون دی،مونږ باید اسلامی قانون پلئ کړو ،نه ډيموکراسی

 

ستاسو د بریالیتوب په هیله/همدرد/

 
-
بېرته شاته