(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون

[02.Jul.2019 - 17:42]

زمونږ قوم پښتون دي ژبه مو پښتو او ننګ مو پښتونولي ده.

مونږ د ريګويدا د وختو نه پښتانه يو,(3000 کاله وړاندي) چيرته چه د پښتنو د چاپيريال ذکر شوي دي. (پرويز شاهين صيب سوات

مونږ د هيروډټس (2500) قبل مسيح د وختو نه پښتانه يو ,د هغه په ليکلو شوي اثارو کښي د پکتوس,پکتين پکتون نه علاوه د يوسفزو ذکر هم د اسپزو په نوم شوي دي.

خو ګاونډيانو قامونو مونږ له په خپلو ژبو کښي زمونږ ګد عاداتو او اطوارو په بنياد مختلف نومونه راکړي دي ,لکه پټهان,افغان,سليماني,روحيله او رو  وغيره. دغه نومونه يا لقبونه که څه هم ډير خلق د فخر يا وياړ وړ ګڼي خو زما د علم په بنياد د سليمانيانو ,روحيلو او روو نه پرته دا دوه نومونه

 راته د فخر قابل نه ښکاري

ځکه چه

اول به د پټهان ټکي پوسټمارټم اوکو

د سنسکرت ژبي د پوهانو په اندازه ,که مونږ پټهان ټکي په دوو برخو تقسپم کړو او د سنسکرت نه ي پښتو ژبي ته ترجمه کړو نو څه دا رنګ معني به ي وي

"پټ= پټول ,غلا کول, هان =وړي جينکئ

يعني د وړو جينکو غل."

نوټ 

دلته به عرض اوکړم چه پښتو کومي ته چه افغانان  ايراني ژبه  وائي هيڅ کله نه ايراني ژبه ده او نه د ايراني ژبو سره کوم تړون لري. مثال ي د غه د سنسکرت پټ دي کوم چه د غلا د پاره نن هم په  پښتو  کښي استعماليږي.

اوس به راشو د افغان ټکي له. نو افغانستاني پښتنو د دي ټکي د پاره بلها شي دليلونه پيدا کړي دي کوم چه ټول دلته نه شم ليکلي خو يو خبره به اوليکم . چه د افغان د نوم دوه قسمه مداحان دي يو مذهبي او بل سيکولر;

مذهبي وائي چه افغانان د سليمان عليه السلام په بچو کښي د افاغنه اولاد دي ,او د هغه نه راروان دي.دويم  د ليل د هم دغه خلقو د قيص عبدالرشيد قيصه ده چه ګني زمونږ دغه مشر د پيغمبر پاک ليدلو له تلي وو او هم هلته پښتانه يکمشت من حيث القوم مسلمانان شول

د دي دواړو خبرو د درغو ثابتولو د پاره احاديث نبوي کافي دي. کومو کښي چه نه د افاغنه ذکر شته دي او نه د قيص نومي کوم افغان او نه د افغانستان نومي د ملک

غير مذهبي څيړونکي وائي چه چونکه د پښتنو خپل دين او مذهب وو نو دوي ته به فارسيانو اپګان وئيلو د څه مطلب چه د لا دينو يا کافرو وو,ځکه چه دوي به د فارسيانو خدايان نه منل.او افغان د هغه اپګان د ايوالوشن نتيجه ده

خو بيا ځيني مينځلاري پوهان دا هم وائي چه پښتنو ته د افغان  لقب  دوي ته د فارسيانو د اړخه په دي وجه ورکړي شوي وو ,چه دوي به په فارسيانو حملي کولي ,هغوي به ي لوټل,وژل ,کلي به ي ورله سيزل د دوي د حملو نه پس به هلته آه و فغان وه ,نو دوي ته ي د آه وفغان نوم ورکړي وو. خو بيا يو بل مينځلاري ليکوال ليکي چه د افغان نوم په دوي باندي هله کښيخودي شو چه کله به فارسيانو ذوي اونيول او بنديان به ي کړل نو دوي به ډيري چغي او سوري 

وهلي . يعني آه و فرياد به ي کولو

والله العالم.

 اد ټولو نه اهم رول زمونږ په افغان يا پښتون کيدو کښي زمونږ ژبه پښتو لوبوي

که لږ شان د سوچ نه کار واخلو او د کليوالو خلقو سره خبري اتري لږ په غور اوکړو نو دا خبره به په ډاګه شي چه په پښتو ژبه کښي دا څو حروف نشته.لکه ص,ض,ع,ح,ط,ظ,ة,ذ او ف 

نو چه اوس د يو قوم په ژبه کښي د ف حرف يا توري  نه وي نو د هغه قوم په نوم کښي ف څنګه استعماليدي شي

د افغان ټکي په اول ځل په حدود عالم کښي عربي تاريخ پوه ليکلي وو او هغه هم د فارسيانو په مرسته اوړملاتړ په سن 1000 خواو شا کښي په دويم ځل البيروني په يولسمه صدئ کښي هغه هم د خپل فارسي  ترجمان په ښودنه

بيا وروستو مغلو راباندي دا نوم راپوخ کړو. ځکه خو خوشال خټک هم د مغلو د پوهولو د پاره د افغان په ننګ توره تړله

بحث رانه اوږديږي . خبري ډيري او سر ي يو

مونږ پښتانه وو يو او يو به

"فارسيان راته افغان وائي او هنديان راته پټهان خو يو مونږ پښتانه."

 (باچا خان کنسټيټيوشنل اسمبلي 1951)

                                       هوتي

-
بېرته شاته