(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوې هیلې

[02.Jul.2019 - 17:40]

د ((نوې هیلې)) په نوم زما نوی ناول

لمړۍ برخه

د سفر پیل

ادیتوریم کې یوې خوا ته څه د پاسه شپیته کسه چې یو شمیر کورنۍ هم پکې شاملې دي، ناست دي. بلې خوا ته شاوخوا شپږ سوه کسه نور ناست دي چې د نړۍ له سیمیزو مشرانو تر ساینسپوهانو، انجنیرانو او د ځمکې د فضايي ادارې غړو پورې پکې شامل دي. پدې وخت کې د ځمکې د فضايي ادارې مشر ښاغلی یوزوکي ناکامورا سټیج ته وخیژي او ناستو میلمنو او د تلویزون له لارې د نړۍ د هرې سیمې میلونونو کتونکو ته په خبرو کې داسې وايي

((په کال ۱۹۵۷ کې انسانانو د سپټنیک په نوم لمړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته ولیږله چې دا د انسانانو لپاره د یو نوي سفر شروع وه. په کال ۱۹۶۱ کې لمړنۍ انسان فضا ته لاړ. په کال ۱۹۶۹ کې انسانان په لمړي ځل له ځمکې بهر بل جسم (سپوږمۍ) ته لاړل. په کال ۱۹۹۸ کې انسانانو نړیوال فضايي مرکز جوړ کړپه کال ۲۰۲۲ کې د فضايي سټلایټو له لارې د چټک سرعت لرونکی انټرنیټ د ځمکې هرې نقطې ته ورسید او د ځمکې د هر کونج انسانان یې په بې شانه ډول سره ونښلول. په کال ۲۰۳۳ کې په لمړي ځل انسانان مریخ ته لاړل

خو په کال ۲۰۳۸ کې دریمې نړیوالې جګړې انسانان بیرته راوغورځول اود نړۍ نژدې نیمايي نفوس له مینځه لاړ. جوړښتونه ونړیدل، ښارونه وران شول او د ځمکې یوه زیاته برخه باندې انساني ژوند ناممکن شو. انساني حرص، فکري، ژبني، رنګي، سیمیزو او دیني اختلافاتو د ځمکې تر ټولو هوښیار مخلوق (انسان) له ورکیدو سره مخ کړ. خو خوشبختانه په دغه حساس وخت کې ځینو هوښیارو او باجرئته انسانانو د خپلو نه ستړي کیدونکو هلو ځلو په مټ انسانان له ورکیدو څخه بچ کړل او بیرته یې د انساني ژوند او پرمختګ په لور روان کړل. که څه هم مونږ د خپلو غلطیانو ډیره لوړه کفاره ادا کړه خو بیاهم په لا ډیر قوت بیرته راپورته شولو. دا ځل مونږ له خپلو تیرو غلطیانو زده کړه وکړه او یو بل سره د دښمني کولو په ځای مو یو بل ته لاس ورکړ او د هر مشکل مقابله مو په ګډه وکړه. د همدې ګډ کار په مټ مو د ځمکې په سر بیسوادي او لوږه ختمه کړه. تر ډیره مو د مرګوني امراضو لپاره درمل پیدا کړل. د خپل لمریز نظام ټولو سیارو ته مو انسانان ولیږل او د ټول انسانیت د ګټې لپاره مو تسخیر کړې. د ځمکې په محدودو وسایلو د جنګ کولو په ځای مو د فضا د لامحدوده وسایلو لاسته راوړلو لپاره یو ځای کار شروع کړ

د نن انسان له پرونه زده کړه کړې او نور نه غواړي لکه پرون غوندې ژوند وکړي او یو ځل بیا د جګړو قرباني شي. نن د شرق انسان د غرب له انسان سره یو شان حقوق لري او د ټولو د وینې رنګ یو دی. نن هر انسان چې د ځمکې په هره نقطه کې وغواړي ازاد ژوند کولای شي. نن انسانان یو بل په هیوادو، دینو، رنګ، سمت او ژبې نه ویشي او له یو بله پدې اساس نفرت نه کوي. نن د انسانانو په مینځ کې د هیوادو په نوم پخوانۍ کرښې نشته او ټول انسانان د خپل ښه راتلونکي لپاره په شریکه ژوند او کار کوي. د همدې ګډ کار په نتیجه کې نن مونږ په لمړی ځل انسانان بل ستوري ته لیږو.

پلټنه او تحقیق د انسانانو په وینه کې دی. انسان تل غواړي د خپل چاپيریال په اړه پلټنه وکړي او ځان پوه کړي تر څو له خپلې شاوخوا خبر شي. یو وخت مونږ تر یوې سیمې پورې محدود وو خو ورو ورو د ټولې ځمکې په اړه پوه او په ټوله ځمکه خپاره شولو. بیا یوازې تر ځمکې پورې محدود وو او تل مو غوښتل چې سپوږمۍ او د لمریز نظام نورو سیارو ته لاړ شو. دا کار مو هم وکړ. نن مونږ غواړو پوه شو چې زمونږ سره نژدې ستوري څه ډول نظامونه لري. آیا سیارو کې یې ژوند کول امکان لري؟ آیا نور ژوندي مخلوقات پکې شته؟

له لمریز نظام نه وروسته اوس وخت رارسیدلی چې مونږ خپلو نژدې ستورو ته تګ شروع کړو. وخت راغلی چې انسانان په کایناتو کې خپاره شي تر څو د انسانانو د علم ساحه پراخه شي او همدارنګه که په ځمکه کوم طبعي آفت راځي چې د انسانانو نسل له مینځه لاړ نشي. وخت راغلی چې د کایناتو په اړه د خپلې پوهې تنده نوره هم خړوبه کړو.

په فضا کې د خپریدو لمړۍ مرحله زمونږ د لمریز نظام تسخیر وو. دې مرحلې څه د پاسه سل کاله ونیول. دوهمه مرحله یې نژدې ستورو ته تګ دی چې نن یې مونږ شروع کوو. نن به د ټولو انسانانو په نمایندګي دغه ښځې او نارینه د نوې هیلې په فضايي بیړۍ کې د الفا سنټاري سیستم په طرف خپل سفر پيلوي

پوهیږم چې دا سفر سخت او ډیر اوږد دی او امکان شته چې زمونږ دا لمړۍ هڅه ناکامه او د یو شمیر انسانانو د مرګ سبب شي. خو که انسانانو خطرونه نه منلای نو نن به هم په غارو کې اوسیدل. د انسانیت په ټول تاریخ کې همدا د خطرو منل دي چې انسان پرمختګ کړی. البته حساب شوي خطرونه چې د کامیابي امکان پکې موجود وي. دا سفر که څه هم ډیر خطرناک دی خو د کامیابي امکان یې هم ډیر دی ځکه مو منلی. خطرونه به منو او تر خپله وسه به د خطرو په مقابل کې ځان تیاروو او مخکې به ځو.

په اخر کې په ادیتوریم کې ناست لدې ښځو، نرانو، زړواو ځوانانو مننه کوم چې د دې سفر لپاره حاضر شول او دا څو کاله یې دې سفر ته هر ډول تیاري وکړه. ستاسې دا سفر به د انساني تاریخ یو نوی پړاو پیل کړي او ستاسې نومونه به په انساني تاریخ کې د تل لپاره په زرینو کرښو ولیکل شي. کامیابي مو غواړم. آسانه سفر ولرئ!))

لدې سره ادیتوریم کې ناست ټول خلک ودریږي او په چکچکو پیل وکړي. ناکامورا له سټیج نه روان شي او د نوي هیلې هر مسافر سره په لاس مخه ښه وکړي. په اخر کې د نوې هیلې بیړۍ کیپټن [د بیړۍ مشر یا مسول] اتل مومند یوې خوا ته بوځي او ورته ووايي: ښاغلی مومند! زه پوهیږم چې دا یو ډیر لوی مسولیت دی خو پدې هم پوهیږم چې د دې مسولیت پوره کولو لپاره تر تا بل وړ کس نشته. زه په تا باور لرم چې خپل پوره کوښښ به وکړې چې دا سفر کامیاب شي.)) وروسته ورته غوږ کې څه ووايي او مخه ښه ورسره وکړي

د نوې هیلې مسافر د راغلیو خپلوانو سره ورستۍ مخه ښه وکړي او د فضايي راکټو خواته روان شي چیرته چې درې فضايي راکټه دوی ته انتظار کوي. د هر فضايي راکټ په سر یو شټل [د انسانانو د انتقال لپاره سپوږمکۍ یا فضايي الوتکه] نصب شوې. دغه راکټونه فضايي الوتکې یا شټلونه د ځمکې له اتموسفیره باسي، د ځمکې لوړ مدار ته یې رسوي او بیا ترینه جلا کیږي. راکټ د بیا استعمال لپاره بیرته په ځمکه کیني او شټل د نوې هیلې بیړۍ خوا ته روانیږي. دغه هر شټل تر دیرش کسو پورې د فضا لوړ مدار ته بیایي چیرته چې د نوې هیلې فضايي بیړۍ مسافرو ته انتظار کوي.

اول شټل فضا ته وخیژي او خپل مسافر نوې هیلې بیړۍ ته انتقال کړي. له هغې خوا کارګران راواخلي او بیرته د ځمکې لورې ته حرکت وکړي. نیم ساعت وروسته بل او تر هغه نیم ساعت پس وروستنی شټل هم خپل مسافر راوړي او فضايي بیړۍ ته یې انتقال کړي. دا شټل پاتې ټول کارکوونکي واخلي او د ځمکې په لور روان شي

کله چې وروستی شټل له فضايي بیړۍ څخه لرې شي نو د فضايي بیړۍ مصنوعي جاذبه فعاله شي او د بیړۍ دننه د جاذبې قوه ورو ورو ډیریږي تر څو د ځمکې جاذبې هومره جاذبه تولید کړي. وروسته ټول مسافر د فضايي بیړۍ د کنفرانس هال ته لاړ شي. د هال په لویه پرده یا سکرین د دوی د سفر په اړه لاندې پیغام راشي

((نن د ۲۰۸۱ م کال د جنوري د میاشتې لمړۍ نیټه له ځمکې څخه د نوې هیلې په نوم فضايي بیړۍ د پراکسیما سنټاري ستوري چې د الفا سنټاري ستوریز سیستم یو ستوری دی، خوا ته روانیږي. دغه ستوری له ځمکې څخه ۴.۲ رڼا کاله [رڼا ۴.۲ کاله وخت نیسي چې ورورسیږي یا ۴۱،۰۰۰ ملیارده کیلومتره یا ۴۱ تریلیونه کیلومتره] لرې دی. لمړنیو ساینسي څیړنو ښودلې چې د دغه ستوري دوهمه سیاره امکان لري چې د انسانانو د اوسیدو لپاره مناسبه وي. په همدې دلیل نن له ټولې نړۍ څخه اووه شپیته کسه ساینسپوهان، انجنیران او نور ضروري پرسونل چې ځینو سره یې کورنۍ هم دي پدې سفر روانیږي.

که د پراکسیما سنټاري دوهمه سیاره ریښتیا هم د انسانانو د اوسیدو لپاره وړ ځای وي نو دا کسان به هلته نوې کالونۍ جوړوي او هلته به نوی ژوند پیلوي. دوی به همدارنګه ځمکې ته د دې سیارې په اړه مفصل معلومات رالیږي او د نورو انسانانو رارسیدو ته به لار هواروي. خو که دغه سیاره د انسانانو د اوسیدو لپاره مناسب ځای نه وي نو د نوې هیلې فضايي بیړۍ به په الفا سنټاري سیسټم کې له دریو څخه تر شپږو میاشتو وخت تیروي تر څو په دغه سیستم کې نورې سیارې مطالعه کړي او بیا به بیرته د ځمکې په لور حرکت کوي

د نوې هیلې فضايي بیړۍ د هستوي فیوژن [کله چې دوه اتومونه سره یو ځای کیږي او یو بل نوی اتوم جوړوي او یوه زیاته اندازه انرژي تولیدوي] پواسطه چلیږي او لوړ سرعت یې د رڼا د سرعت تر پنځه دیرش سلنې (۱۰۵۰۰۰ یو لک او پنځه زره کیلومتره في ثانیه) پورې رسیږي شي. پدې حساب تر پراکسیما سنټاري پورې یو طرفه سفر څه د پاسه ۱۲ کالو پورې وخت نیسي

په فضا کې که یو څه ته په سرعت ورکولو انرژي مصرفیږي نو په بیرته ورو کولو یا درولو یې هم انرژي مصرفیږي. نوې هیلې بیړۍ به لمړی شل میاشتې خپل سرعت ورو ورو ډیروي تر څو سرعت یې د رڼا د سرعت پنځه دیرش سلنې ته ورسیږي. بیا به یې انجن بندیږي ځکه په فضا کې د هوا مقاومت نشته چې سرعت یې ورو کړي. البته کوچني میتورایتونه او ذرې به یې په سرعت ډیر لږ اثر ولري. خو بیا هم هر شپږ میاشتې پس به دا انجن د یو څو ساعتو لپاره لګول کیږي تر څو هم انجن ټیسټ شي او هم د بیړۍ سرعت که ورو شوی وي بیرته خپل اعظمي سرعت ته ورسوي. شاوخوا نهه کاله وروسته چې کله دا بیړۍ هدف ته نژدې شي نو یو سل او اتیا درجې به تاو شي او بیا به خپل انجن په مخالف طرف چالانده کړي تر څو د بیړۍ سرعت ورو ورو کم شي. شل میاشتې به انجن په همدې مخالف طرف چالاند وي تر څو د نوې هیلې بیړۍ سرعت صفر ته نژدې کړي تر څو د پراکسیما سنټاري دوهمې سیارې مدار ته ننوځي. وروسته به د بیړۍ له دوه شټلو څخه یو شټل لس کسان له ساینسي وسایلو سره د دې سیارې سطحې ته ښکته کړي. دوی به د دې سیارې له خاورې څخه تر اتموسفیره پورې د هر څه په اړه خپل معلومات راټول کړي او له نوې هیلې سره به یې شریک کړي. د همدغو معلوماتو په اساس به فیصله کیږي چې دا سیاره د انسانانو د اوسیدو لپاره مناسبه ده که نه.

د نوې هیلې فضايي بیړۍ له درې برخو څخه جوړه شوې. لمړۍ برخه یې د هستوي فیوژن دوه انجنه (یو لوی او بل کوچنی) او د سون مواد دي. لوی انجن یې بیړۍ ته حرکت ورکوي او کوچنی انجن د بیړۍ لپاره ضروري بریښنا تولیدوي. د دې تر څنګ کوچني آیان انجنونه یا آیان ترسټرز [دا انجنونه تر هستوي انجنو کمزوري او ډیر کوچني دي او یوازې د لږ حرکت لپاره استعمالیږي] هم لري چې د ورو حرکت کولو او په فضا کې د خپل موقعیت برابرولو اود بیړۍ د مخ تاوولو لپاره ترینه ګټه اخیستل کیږي. د ټولو انجنو د سون مواد هایدروجن دي

دوهمه برخه یې د کارګو یا ضروري توکو د ساتلو لپاره ده. پدې برخه کې له اوبو نه تر جامو، خوراکي توکي، ساینسي آلات او نور ضروري شیان ذخیره شوي. دا برخه جاذبه نلري خو د ساه اخیستلو لپاره هوا لري

دریمه برخه یې د انسانانو د اوسیدو لپاره ده. دا برخه هم د ځمکې هومره جاذبه لري او هم د ساه اخیستلو لپاره هوا

څرنګه چې دا سفر تر ۲۵ کالو وخت نیولای شي ځکه نو کوښښ شوی چې هر مسافر ته په کافي اندازه ځای ورکړل شي. هره کورنۍ یوه د خوب کوټه، یو تشناب او یوه د ناستې کوټه لري. مجردان بیا یوازې یوه لویه کوټه او یو تشناب لري. د اوسیدو په ځای کې د بیړۍ بریج [د بیړۍ د کنټرول او قومندې مرکز] هم موقعیت لري چیرته چې د بیړۍ کیپټن، د کیپټن مرستیال، د بیړۍ چلوونکي، د بیړۍ د ساینس د برخې مشر، د بیړۍ مشر انجنیر او نور افسران یو ځای کار کوي. د بریج تر څنګ د اوسیدو په ځای کې کلینیک، د نباتاتو کرلو ځای یا ګرین هاوس، جیم یا د ورزش خونه، د تفریح خونه، د پخولو او خوراک ځای، ایډیټوریم یا د کنفرانس هال، د اسټرومیټیکس لابراتوار (چیرته چې فضايي نقشې جوړیږي) او ځینې نور لابراتوارونه او جوړښتونه هم شتون لري. دا بیړۍ داسې جوړه شوې چې د ۲۵ کاله سفر په جریان کې د نوي ماشومانو پیدا کیدو لپاره هم ځای په نظر کې نیول شوي

په فضا کې سفر کول د وړو مشکلاتو تر څنګ څلور لوی مشکلات لري

لمړۍ مشکل یې د جاذبې نشتون دی. که یو انسان څو میاشتې د جاذبې په نه شتون کې ژوند وکړي نو هډوکي او عضلات یې ډیر کمزوري کیږي. د جاذبې په نه شتون کې یوازې یو څو کاله اوسیدل هم د انسان د مرګ سبب ګرځي. ځکه نو په فضا کې د اوږد سفر لپاره باید جاذبه موجود وي. د نوې هیلې د بیړۍ د انسانانو د اوسیدو برخه یو لوی دایروي پایپ یا د موټر ټایر ته ورته شکل لري چې له خپل مرکزه څخه تاویږي. د دې ټایر او دغه مرکز تر مینځ فاصله ۱۰۰ متره ده او د مرکز شاوخوا یوه دوره په شلو ثانیو کې پوره کوي. دا دوره د ځمکې څخه د تیښتې د قوې پواسطه په دغه ټایر کې د ځمکې هومره مصنوعي جاذبه (۹.۸ متره في ثانیه مربع) تولیدوي

دوهم مشکل په فضا کې د مضرو وړانګو یا چارج لرونکو مضرو ذرو شتون دی. دا ذرې دومره لوړه انرژي لري چې د انسان له وجوده تیریږي او د تیریدو په وخت کې د انسان حجرو ته تاوان رسوي چې د سرطان تر څنګ د یو شمیر نورو ناروغیو سبب کیږي. که یو انسان فضاته لاړ شي او لدې ذرو ځان ونه ساتي نو په یو څو میاشتو کې به مړ شي. ځمکه خپل شاوخوا یوه ډیره لویه او قوي مقناطیسي ساحه لري. دا مقناطیسي ساحه نه پریږدي چې دغه چارج لرونکي ذرې ځمکې ته راشي او ژوندیو موجوداتو ته تاوان ورسوي. خو که څوک فضا ته ځي باید له دغو ذرو یا وړانګو ځان وساتي. د نوې هیلې بیړۍ یو ډیر قوي الکترومقناطیس لري چې د بیړۍ شاوخوا قوي مقناطیسي ساحه (مقناطیسي سپر) تولیدوي. دا مقناطیسي سپر دومره قوي دی چې د مضرو وړانګو تر څنګ وړې اسماني ډبرې (تر لس سانتي متره پورې) یا میتورایتونه هم دفع کوي. کله هم چې کومه وړه ډبره لدې سپر سره ولګیږي نو د ډبرې او بیړۍ د ډیر تیز سرعت په وجه چوي او دومره انرژي تولیدوي چې د بیړۍ شاوخوا سیمه روښانه کوي

دریم مشکل د اسماني ډبرو دی. فضا یا خلا لکه مونږ چې فکر کوو داسې خالي هم نه ده. په فضا کې له کوچنیو ذرو نه تر سیارو پورې په هره کچه وړې او غټې ډبرې شتون لري. د نوې هیلې بیړۍ د لیزر پواسطه مخکې له مخکې خپله لار معلوموي. که د بیړۍ په لار کې کومه ډیره لویه ډبره (لسګونه یا سلګونه یا زرګونه متره) یا سیاره وي نو د بیړۍ پرمختللی مرکزي کمپیوټر د دې ډبرې موقعیت معلوموي او د بیړۍ لار ترینه چپوي. خو که دا ډبره کوچنۍ (یوازې یو څو متره) وي نو د لیزر پواسطه یې له مینځه وړي او میده میده یې کوي چې دا میده ټوټې بیا د بیړۍ د مقناطیسي سپر پواسطه دفع کیږي

څلورم مشکل د تنهايي دی. نژدې پنځه ویشت کاله په یوه کوچنۍ او بنده ساحه کې ژوند کول انسانانو ته ډول ډول عصبي تکلیفونه پیدا کولای شي. په همدې دلیل پدې سفر کې دوه د عقلي او عصبي امراضو ډاکټران هم شتون لري تر څو له مسافرو سره پدې برخو کې مرسته وکړي. د دې تر څنګ په بیړۍ کې د هایبرنیشن یا سسپینډید انیمیشن [چې د انسان میتابولیزم بیخي کم کړي او انسان د میاشتو یا کلو لپاره لکه خوب غوندې حالت کې وساتي] صندوقونه هم شته چې په سختو حالاتو کې ترینه ګټه اخیستل کیدای شي.

د نوې هیلې بیړۍ د انسانانو یوه ستره لاسته راوړنه ده. دا بیړۍ د حرکت لپاره یو لوی او تر ټولو مودرن د فیوژن انجن لري. د دې تر څنګ یو کوچنی د فیوژن انجن د برق د تولید لپاره هم لري چې د برق ټول ضرورتونه پوره کوي. آیان ترسټرز لري. د ایمرجنسي یا اضطراري حالاتو لپاره د هایدروجن بیټرۍ شتون لري. د دې تر څنګ دا بیړۍ یو ډیر قوي الکترومقناطیسي سپر لري. له ځمکې او په بیړۍ کې دننه له یو بل سره د اړیکې نیولو لپاره پرمختللی مخابراتي سیستم لري. قوي فضايي تلسکوپ لري. د اوبو او اکسیجن د ریسایکل (بیا استعمال) کولو موءثر سیستم لري. د ځمکې د معلوماتو ټول ډیټابیس لري. درې بعدي یا تري ډي پرنټرونه لري چې د ضرورت په وخت کې هر ډول پرزې جوړولای شي. د سبزیو کرلو لپاره نرسریانې لري چې د ځانګړو ګروپونو پواسطه رڼا کیږي تر څو د لمر د رڼا ضرورت ورته پيښ نشي. د دې بیړۍ ډیری کارونه اتومات دي او د یو سوپرکمپیوټر پواسطه چې په مصنوعي زیرکتیا سمبال دی ترسره کیږي. د دې بیړۍ ډیری کارونه له برق لګولو او ګل کولو نه تر د بیړۍ لویو او مهمو کارو نژدې هر څه د بټنو یا تکمو تر څنګ د انسان د غږ پواسطه هم اجرا کیدای شي. یعنې ته ورته امر کوې او بیړۍ یې عملي کوي. مثلاً ورته وایې برق ولګوه، یا د هوا درجه دوه درجې ټیټه کړه، یا اوس په ځمکه کې څو بجې دي. البته د بیړۍ حیاتي کارونه یوازې د کیپټن او د هغه د معاون په غږیزه قومنده ترسره کیږي

د نوې هیلې فضايي بیړۍ په پنځو کلو کې د ځمکې په لوړ مدار کې جوړه شوه چې د انساني پرمختګ او نوې ټکنالوژۍ یو شهکار دی. نن به دا شهکار د خپل منزل په لور روان شي. مونږ له ځمکې څخه د دې سفر مسافرینو ته ښه او کامیاب سفر غواړو. په مخه مو رڼا.))

کله چې پیغام خلاص شي نو په ادیتوریم کې چکچکې شي. پدې وخت کې د نوې هیلې کیپټن اتل مومند له څو کسانو سره د مایک خواته راشي او په ادیتوریم کې شته کسانو ته ووايي

((نن زمونږ اوږد سفر شروع کیږي. زه نه پوهیږم چې پدې لاره کې مونږ ته کوم خطرونه منتظر دي؟ مونږ به کوم مشکلات او چیلنجونه ووینو؟ خو پدې مطمین یم که مونږ په ګډه کار وکړو نو له هر مشکل څخه وتلای شو. د دې سفر کامیابي او ناکامي په مونږ پورې تړلې. ټولې نړۍ په مونږ اعتبار کړی او دا دروند مسولیت یې زمونږ په اوږو اچولی. د نوې هیلې دا بیړۍ یوازې زمونږ هیلې نه دي بلکې د ټولو انسانانو د نوي ژوند هیله ده. مونږ باید تر اخري حده کوښښ وکړو چې د ټولو انسانانو دا هیلې په اوبو لاهو نکړو

شاوخوا مو وګورئ. زمونږ په ډله کې له شل کلن نه تر شپیته کلن پورې د هر عمر ښځې او نران شته. دا سفر ډیر اوږد دی. ځینې به کیدای شي تر اخره له مونږ سره ونه اوسي. ځینې نورو باندې به ټوله ځواني همدلته تیره شي. یو شمیر نور به دلته پیدا او لوی شي. که څه هم مونږ به دلته له یو بل سره لکه کورنۍ وخت تیر کړو او په سختو ورځو کې به په یو بل تکیه کوو خو د کار په وخت کې باید تل خپل مسولیت او رتبه وپيژنو او له سرو کرښو تیر نشو. یوازې یوه بادیسیپلینه عمله (کروو، کارمندان) کولای شي دا سفر په کامیابي پای ته ورسوي

نورې خبرې نه اوږدوم غواړم د نوې هیلې پاتې افسران دروپيژنم.))

وروسته د یو یو مسول نوم واخلي او ادیتوریم کې ورته ناست کسان لاسونه وپړقوي

((آغلې کیترن سمیت د نوې هیلې د کیپټن معاونه او د اداري چارو او امنیت مسوله

ښاغلی میخایل پیتروف د نوې هیلې مشر انجنیر

آغلې سوچي شرما د نوې هیلې د ساینسي څیړنو مسوله

ښاغلی وانګ لي د آي ټي یا کمپیوټري برخې مسول

ښاغلی حسین شریفي د لارې او فضايي نقشو (اسټرومیټریکس) مسول

ښاغلی کریس جانسن مشر ډاکټر یا د طبي برخې مسول 

آغلې ادیسا لوولوو د بیړۍ د حفظ او مراقبت مسوله او عمومي تحویلداره))

له یو څو نورو خبرو وروسته له ټولو مننه وکړي او ښه راغلاست ورته ووايي. کله چې خبرې خلاصې شي نو ټول د خپلو ځایو په طرف روان شي. اتل هم له ځینو مسولینو سره د بیړۍ بریج (د قومندې مرکز) ته لاړ شي او له بریج نه ځمکې ته مخابره وکړي

اتل: مرکزي دفتر! دا د نوې هیلې بیړۍ ده. اجازه ده چې له مداره ووځو او خپل سفر شروع کړو؟

ناکامورا له مرکزي دفتره: نوې هیلې بیړۍ! اجازه ده. خپل سفر مو پیل کړئ. د ځمکې نژدې ټول انسانان د تلویزونو او تلسکوپو له لارې تاسې ته ګوري او مخه ښه درسره کوي. کامیاب سفر ولرئ

اتل: مننه

وروسته اتل مخې ته ناست د بیړۍ چلوونکي ته ووايي: ځوانه! نوم دې څه دی؟

بیړۍ چلوونکی: صیب زما نوم رابرټ کینیډي دی

اتل: رابرټ! فیوژن انجن چالان کړه او ورو ورو له مداره ووځه او د پراکسیما سنټاري په لور حرکت پیل کړه

څو دقیقي وروسته د نوې هیلې بیړۍ د ځمکې له مداره ووځي او د الفا سنټاري ستوري خوا ته روانه شي. پدې وخت کې اتل د بیړۍ مرکزي کمپيوټر ته ووايي: کمپیوټر! د بیړۍ د شا کامره ولګوه او د بریج په سکرین یې عکس راوله

د بریج په لوی سکرین د ځمکې عکس ښکاره شي چې ورو ورو لرې کیږي. اتل یو ځل بیا ووايي: کمپیوټر! د بیړۍ عمومي لاسپیکر فعال او زما د چوکۍ له مایکروفون سره یې وصل کړه

کمپیوټر ځواب ورکړي: د بیړۍ عمومي لاسپیکر فعال او ستاسې د چوکۍ له مایکروفون سره وصل شو. ټول مسافر ستاسو اواز اوریدلای شي

اتل بیا ټولو مسافرو ته ووايي: که غواړئ په وروستي ځل ځمکه ووینئ نو کولای شئ ویې ګورئ. دا منظره به بیا ډیر کلونه ونشو کتلای

یو شمیر مسافر مشخصو کړکیو ته لاړ شي او له هغه ځایه ځمکې ته ګوري. ځینې یې پخپلو سکرینو ګوري. څومره چې د نوې هیلې بیړۍ سرعت ډیریږي ځمکه ترینه ورو ورو لرې او کوچنۍ کیږي. له حرکته لږ ځنډ وروسته په بریج کې ناست حسین شریفي رابرټ ته ووايي.

د نوې هیلې بیړۍ مې لکه د دې تصویر په شان تصور کړې. تصویر له لاندې پاڼې څخه اخیستل شوی

تصویر له لاندې پاڼې څخه اخیستل شوی

 https://www.wallpaperfool.com/space-travel-art/

-
بېرته شاته