(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لېبرالېزم

[21.Jun.2019 - 18:52]

لیبرالیزم (Liberalism)

د لیبرال کلمه له (لیبرټی) څخه چې د آزادۍ معنا ورکوی اخیستل شوې او د کلمې معنا په آزادی غوښتنه باوری کس دی چې اصطلاحی معنا یې د ایډیولوژۍ او نړۍ لید ډول دی چې پکې کس د اخلاقی ارزښتونو مبنا ګڼل کېږی او ټول کسان پکې برابر ارزښت لری.

لیبرالیزم یا آزادی غوښتنه د هغو ایډیولوژیو او سیاستونو ټولګه ده چې موخه یې د فرد لپاره د ډېرې آزادۍ راوړل دی او د دا رنګ باور خاوندانو یا هم پلویانو ته آزادی غوښتونکی یا لیبرالان وایی.

یا په بله وینا لیبرالیزم د دولت اړوندو تیوری ګانو او ایډیولوژیو ټولګې ته وایی چې تر ټولو ستره موخه یې شخصی آزادی ده، نوی لیبرالیزم د روڼ اندۍ له پړاو سره تړاو لری. په کلی ډول لیبرالیزم د افرادو د حقوقو او فرصتونو په برابروالی ټینګار لری، ښایی د لیبرالیزم بیلابیلې څانګې بېلابېل سیاستونه وړاندې کړی خو ټول یې په قاعده کې سره یو دی چې پکې د بیان او نظر د آزادۍ پراخوالی، د دولتونو د واکونو محدودول، د قانون رول، د اندونو تبادله، بازاری اقتصاد او یا هم روڼ دولتی سیستم او مختلط اقتصاد یې د ټولو څانګو له ګډولو څخه دی. [۱]

دا کلمه د فرانسې له ستر انقلاب وروسته د فرانسوی مورخ او دولتوال (۱۸۷۴- ۱۷۸۷) لخوا په سیاسی ډګر کې وکارول او دود شوه. دا کلمه لومړی سر په اورپا کې د ګوندونو یا هم ډلو له نومونو سره تړلې وه خو نن چې چېرته کارول کېږی دا کلمه او د آزادی غوښتنې اصطلاح پراخ مفهوم په ځان کې رانغاړی چې د داسې یوه سیاسی او فکری لوری په لور د تمایل ښکارندویی کوی چې کلی اصول یې (۱) د فردی بارونو آزادانه بیانول او ارزښتمن ګڼل دی، (۲) د فرد او ټولنې لپاره د باورنو د بیانولو په ګټور والی باور او (۳) د هغو ټولنیزو ارګانونو او سیاستونو ملاتړ دی چې د باورونو آزادانه بیان شونی کوی.  [۲]

د لیبرالیزم بنسټیز آر د انسان ذات ته خوش بینی ده، د لیبرالانو له نظره انسان کولای شی چې د خپل عقل په مرسته له اړتیا پرته د نورو په لارښونه پرمختګ وکړی نو انسان باید تر شونی بریده آزاد وی. دا ایډیولوژی د واک له دودیز جوړښت سره په ټکر کې ده او د کس له واک او غوره توب څخه تر شونی بریده دفاع کوی او همدا لامل هم دی چې له لومړی سره یې د حکومت په چارو کې د کلیسا له نفوذ سره مخالفت کړی او سکولریزم یا د دین او دولت د جلا کېدو ملاتړ یې کړی. لیبرالیزم آزادی اقتصاد ته هم ورګډوی او په اقتصادی چارو کې هم د دولت لاسوهنه تر پوښتنې لاندې وړی.  [۳]

خو پدې ټکی هم ټینګار په کار دی چې د آزادۍ اصول، د برابرۍ اصول او خپلواکی له لیبرالیزم څخه سرچینه نده اخیستې په حقیقت کې لیبرالیزم له آزادۍ او خپلواکۍ څخه خپل جوړښت او لنډون را اخیستی نه دا چې آزادی له دې مفهوم سره رامنځته شوې. [۴]

 

له څوارلسمې پېړۍ وروسته د لیبرال کلمه کارېدلې او اوج یې په اتلسمه پېړۍ کې د صنعتی کېدو په پړاو کې وو. پدې وخت کې د لیبرالیزم د اصلی شعار محتوا د پانګې او سوداګرۍ آزادی وه، دا چې د لیبرالیزم د پیدایښت په سر کې د پانګې د آزادۍ پر وړاندې ستر خنډ فیوډالی او مطلقه فیوډالی سلطنت وو د لیبرالیزم شعار هم د سیاست په برخه کې له مطلقه استبداد سره مخالفت او په ټولنیز ډګر کې د هر اړخیزو آزادیو ملاتړ وو.

 

په نولسمه پېړۍ کې چې صنعتی انقلاب پراخ شوی وو لیبرالانو د دې نظام ملاتړ وکړ او د ملتونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادی راکړو ورکړو د آزادۍ غوښتنه یې کوله.

دا نظام لومړی په انګلستان، بیا په شمالی امریکا او لویدیځه اروپا کې او دغه راز ختیځه اروپا کې او له هغې وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

له تاریخی پلوه د لیبرالیزم فکری ریښې د جان لاک (د لیبرالیزم بنسټګر) مونتسکیو او آدلسم سمیټ او وروستی لیبرالیزم د جان راولز او آیرتا برلین او نورو په افکارو کې کتل کېدای شی.

 

د لیبرالیزم مهمې ځانګړنې:

فرد پالنه (فرد ګرایی)آزادیعقل پالنهټولنیز عدالتآسانتیا

او آرونه یې هم هغه قواعد دی چې تر ټولو مهم یې په لاندې ډول خلاصه کیدای شی:

 

د فرد اصالت (lndividualism) چې د ټولیز اصالت یا (Colectivism) په مقابل کې مطرح شوی او منظور یې دا دی چې انسان او د هغه فردی حقوق ډېر زیات اعتبار لری، لکه د ژوند، مالکیت او زوجیت حقونه او مطالب یې دا دی چې دولتونه نباید فردی آزادۍ محدودې کړې بلکه باید دا آزادۍ خوندی کړی.

 

خوښی او رضایت (Concent)، د دغه اصل له مخې هر حکومت چې مشروعیت ولری باید خلک ترې خوښ وی، په بل عبارت د لیبرالیزم په فلسفه کې ویل شوی چې د یوه حکومت مشروعیت (Legitimacy) د خلکو په خوښۍ پورې تړاو لری، ځینو دغه رضایت ته ټولنیز تړون هم ویلی دی.

 

د آزادۍ او د ټاکنې د حق درلودل (Freedom as choice)، د دغه اصل له مخې ویل کېږی چې هر کس باید د دوه یا څو کسانو یا څیزونو د غوره کولو شونتیا ولری او د خپلې سلیقې یا ګټې او تاوان په کتو سره یې یو غوره کړی. پدې نظره کې ویل کېږی چې انسان یو عاقل موجود دی او د عقل پر بنسټ خپلې ګټې او مصالح تشخیصولای شی. دا اصل د اپلاتون (Plato) د نظریې خلاف دی ځکه هغه فکر کاوه چې خلک د خپل عقل له مخې پرېکړه نه کوی بلکه د احساساتو له مخې پرېکړه کوی خو لیبرالان وایی چې ډېری انسانان عاقل دی او د همدې عقلی لارښونو له مخې پرېکړه کوی.

 

د قانون د مشروطیت اصل (constitutionalism and law)، د دې اصل له مخې مجریه قوه مشخصه او محدوده او قانونی ده او هغه ځواک چې ورکړل شوی امانت دی ځکه چې لومړی خو دا چې دا مقطعی او د لنډ وخت لپاره دی او جان لاک په دې اړه وایی چې د یوه ملت حاکمیت د تل لپاره بل ته د لېږد وړ ندی او دوهم دا چې واکمنان نباید له قانون څخه لوړ شی او قانون ته باید پابند وی.

له شته امکاناتو څخه د مساوی او برابرې ګټې اخیستنې اصل

لیبرالیزم باور لری چې انسانان برابر دی او له همدې امله دی چې لومړی خو ټول د قانون پر وړاندې مساوی دی، دوهم دا چې ټول د رایې حق لری تر څو خپل راتلونکی وټاکی او درېیم دا چې حکومت او دولت باید شرایط او امکانات داسې برابر کړی چې ټولو انسانانو ته د ودې مساوی زمینې برابرې کړی.

 

او شپږم اصل د آسانتیاوو د برابرولو په اړه دی او دا اصل وایی چې په هر واکمن سیاسی نظام کې ټول دینونه او مذهبونه او بېلابېل باورونه په آزاد ډول ژوند کولای شی او خپل ټولنیز، سیاسی او هر اړخیز فعالیتونه کولای شی.

لیبرالیزم په درېو عمده پړاوونو ویشل کېدای شی

لیبرال کلاسیک، لیبرال دیموکراسی او نوی لیبرالیزم

 

[۱ویکی پدیا (دانشنامه آزاد) لیبرالیسم

[۲فرهنګ سیاسی (سافټ بڼه)

[۳لیبرالیسم(مقاله) طاهره اخوان, نفیسه جلالی

[۴لیبرالیسم سیاسی کانت (روزنامه شرق) سید علی محمودی

 

(دسېاسي اصطلاحاتو له قاموس څخه کاپي شو)

-
بېرته شاته