(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشران به اروپاPTM

[21.Jun.2019 - 18:50]

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ اروپا څانګه وايي د اروپايي ټولنې د بهرنېو چارو دفتر چارواکو ورته ويلي دي چې غوښتنې به يې د پاکستان له حکومت سره راپورته کوي.

د غورځنګ اروپا څانګې مشر عابد جان بېګا ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د جون پر ۱۳مه نېټه يې په برسلز کې د د اروپايي ټولنې بهرنېو چارو دفتر د پاکستان لپاره د نړيوالو اړيکو له افسرې مارتا سېلګيا او د بشري حقونو کمېټې د پاکستان او افغانستان څانګې مرستيال مشر تماس ګلوشي سره ليده کاته وکړل.

نوموړی وايي د اروپايي ټولنې چارواکو ورته وویل، کېدای شي په پاکستان کې د پي ټي اېم موجوده مشرانو ته په اروپايي پارلېمان کې د وينا کولو موقع هم ورکړل شي:

''هغوی موږ ته وويل، تاسو واياست چې پي ټي اېم ته په رسنيو کې ځای نه ورکول کېږي نو دا هم کېدای شي چې موږ ستاسو د پښتونخوا مشرانو ته موقع ورکړو چې خپل دريځ اروپايي پارلېمان ته وړاندې کړي.''

په برسلز کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مشر نقيب خان په چارشنبه مشال راډيو ته وويل چې دوی د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو دفتر له چارواکیو سره په خپله لیدنه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پينځه غوښتنې لکه د ورکو کسانو موندلو، سيمه له ماينونو پاکولو او په سيمه کې د بدامنۍ ترشا د لاملونو مالومولو لپاره د ریښتيا او پخلاينې کمېشن جوړولو ترڅنګ ټولې غوښتې سره د ثبوتونو شريکې کړې.

د نوموړي وینا وه: ''يوه نيم ساعت غونډه وه او موږ ورته هرڅه په تفصيل سره بيان کړل. د خړ کمر د پېښې، د ورکو کسانو د خپلوانو او نورې ويډيو ګانې مو ورته وښودې. د ارمان لوڼي د وژنې په اړه مو ورته تفصيلات ورکړل. هغوی موږ ته باور راکړ چې د اروپايي اتحاديې له پاکستان سره کومې اړيکې دي نو د هغوی پر اساس به موږ پر پاکستان فشار راوړو چې د پي ټي اېم د مشرانو او غړو نيول بند کړي.''

د اروپايي ټولنې د بهرنېو چارو دفتر او پاکستان لاهم پر دې اړه څه نه دي ويلي خو د پاکستان رياست په تېر وختونو کې ويلي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يادو غوښتنو په پوره کولو يې لاس پورې کړی.

د جون پر۱۲مه په برسلز کې د اروپايي ټولنې د بهرنېو چارو دفتر له چارواکو سره تر ملاقات مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپا څانګې غړو احتجاج هم وکړ.

د احتجاج يوه ګډونوال او د پي ټي اېم يوه مخکښ مالک بازيي بېګا ناوخته مشال رېډيو ته وويل چې احتجاج يې د وزيرستان په خړ کمر او د پاکستان په نورو برخو کې د غورځنګ پر غړیو د تشدد پرضد وو.

احتجاجیانو دا غوښتنه هم وکړه چې محسن داوړ او علي وزير دې زر تر زره خوشې کړل شي. دوی وايي چې په دې لاریون کې د پي ټي اېم اروپا ډېر زیات غړي او پلویان ورغلي ول،

ياده دې وي چې د مې پر۲۶مه نېټه د وزيرستان په خړ کمر کې په ډزو ۱۳ کسان وژل شوي ول او شا و خوا ۴۰ ژوبل شوي ول.

پښتون ژغورنه غورځنګ ادعا کوي چې امنيتي عسکرو پر بېګناه خلکوډزې وکړې خو د پاکستان پوځ دريځ لري چې د قامي اسمبلۍ د غړيو محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ ډلې پر پوسته بريد وکړ چې په ځواب کې يې امنيتي سرتېرو ډزې وکړې.

پوځ ادعا کوله چې په هغه پېښه کې درې کسان وژل شوي ول او د دوی پنځه عسکر ژوبل شوي ول.

تر هغې پېښې وروسته حکومت محسن داوړ او علي وزير نيولي دي او دا وخت د ترهګرۍ په تورونو کې په زندان کې اچول شوي دي.

https://www.mashaalradio.com/a/29997117.html?nocache=1

-
بېرته شاته