(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غوټۍ

[24.Apr.2019 - 10:10]

غوټۍ خاورې .

ارواښاده ګل غوټۍ خاورې د ارواښاد شاه ولي خان خاورې لور په ۱۳۴۰ ش.کال د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي کې زیږېدلی وه. لومړنۍ زده کړې يې یو څه په خپل کلي کې او نورې ابتدايي او ثانوي زده کړې يې په کابل کې کړې وې. د لیسانس او ماسترۍ تر درجې پورې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې تر سره کړې وې. نوموړې لا هغه وخت په ثانوي زده کړو بوخته وه چې د خپل لياقت، ښه غږ او د ژبې د فصاحت پر بنسټ د افغانستان د راډيو ټلويزيون په اداره کې تکړه ویانده وه

ګل غوټۍ خاورې په ۱۳۶۳ش.کال د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي غړیتوب ویاړ تر لاسه کړ او په همدغه کال د زیري جریدې مرستیاله مقرره شوه. په علومو اکاډمي کې يې د کابل مجلې د مدیریت، د ژبو او ادبياتو د مرکز د ریاست او د فولکلور د څانګې د آمریت  دندې هم تر سره کړي دي.

د ۸۰ لسیزې په لومړیو کلونو کې يې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې دنده تر سره کړه او په ۱۳۸۵ش.کال د وخت د جمهور رئيس د فرمان پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمیسیون کې په خارج رتبه بست کې کمېشنره مقرره شوه چې د دغې ادارې ویانده هم وه. په دغه اداره کې له یوولس کاله دندې له تر سره کولو وروسته په ۱۳۹۶ش.کال بېرته د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز اړوند د پښتو انستیتوت د ادبیاتو او متنپوهنې د څانګې آمره مقرره شوه چې تر اوسه يې همدا دنده تر سره کوله. آغلې  خاورې په خپل علمي او اکاډميک ژوند کې یو شمېر مستقل علمي_څېړنیز آثار او لسګونه علمي مقالې لیکلي او   د علم او فرهنګ لارویانو ته يې په میراث پریښي چې عنوانونه يې دا دي:

- د پښتو شفاهي ادبياتو شکل او مضمون.

- د ننګرهار نکلونه.

- د پښتني فولکلور کتابښود.

- په پښتو ادب کې حماسه.

- غوټۍ (د مقالو ټولګه).

- په لره پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه او نور.

همدارنګه ګل غوټۍ خاورې په تخليقي ادب کې هم کار کړی او خپل قلم يې چلولی دی.

 د علومو اکاډمي تکړه څېړونکې او علمي غړې څېړندويه ګل غوټۍ خاورې د ورپېښې ناروغۍ له امله د هندوستان هېواد په یو روغتون کې د ۵۸ کالو په عمر له دې فانۍ نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې

 
-
بېرته شاته