(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چپ؛پرون،نن او

[24.Apr.2019 - 09:46]

چپ ; پرون ٬ نن اوسبا 

لېک: کبیرکمال

  په افغانستان کې دسیاسي ګوندونو تاریخي مخینه دومره اوږده او لرغونې نه ده چې په هکله یې ډیرې او ژورې څېړنې ته اړتیا ولرو ٬ نږدې هر شپیته اویا کلن افغان کولای شي په هېواد کې دګوندونو او دهغوی دسیاستونو او مشرانو په هکله لږاوډیر مالوت ولري ۰ 

دخلک دموکراتیک ګوند چې دمرحوم ظاهرشاه ددموکراسۍ دلسیزې ایبره ده دهمدې پړاو ترټولو مشر٬ پراخ لمنی  او ورسره ورسره یو ایدیولوژیک ګوند و ٬ داګوند چې په ۱۳۴۳لمریز کال کې جوړ شو ډیر ژر( ۱۳۴۶) لمریز کال کې په پیل کې دوه ټوټې شو او بیا له هرې ټوټې څخه نورې ټوټې جلاشوې چې نامتو ډلې یې خلقیان او پرچمیان بلل کېدل چې یې بیا دشعله یانو سره یوځای  دهېواد دسیاست کیڼ اړخ جوړاوه ٬ چپ په داسې حال کې چې ډیر بې تجربې اوخام و او دبلې خوا دچین اوشوروي اتحاد داختلافونو قرباني هم و خو ددې سره سره  په پیل کې ډیر ښه وځلیده او له همدې کبله په ډیره چټکۍ سره ډیر روڼ اندي ځوانان پرې رامات اوورځ تربلې یې دهغو همکاري او هملاري خپله کړه او دولسونو له پاملرنې او ستاینې هم بې برخې نه و ٬ خو دچپ دستونزو لویه سرچینه داشوه چې چپ ونه توانید دمبارزې به بهیر او مسیر کې یوموټی پاتې شي ٬ افراط پرې واکمن شو ٬ رهبران تقدیس شول ٬ تقلید وده وکړه ٬ روشنفکري امراضو سرراپورته کړ٬ استخباراتي کړیو هم لاس وراوږد کړ او دټولنې عمومي وروسته پاتي والی هم خپل زهر وشیندل اودچپ یوه برخه  په داسې حال کې چې یادو ټولو ناروغیو او ناسمیو مسموم کړی و په ناڅاپي توګه دیو پوځي اقدام په مټ واک ته ورسیده  ٬ واک ته رسیدلی چپیان ددې پرځای چې دولتي واک ته دیوې وسیلې په توګه وګوري هغه یې هدف وګاڼه او دهرمخالف (چپ او راست) په ټکولو کې یې ترې بیرحمانه کار واخیست  ٬ انقلابي واکمنۍ ددې پرځای چې دټولو هېوادپالو ځواکونو دراټولیدو لامل شي پځپل منځ کې یوبل ونه زغمل اوډیر ژرد وژلو او شړلو لړۍ  پیل شوه ٬ ملګرتوب په تربګنۍ او کرکې واووښت ٬ شعله یانو چې دملګرو ترمنځ حال بد ولید  او دبلې خوا دچین  په احترام او اهتمام په ډیره اسانۍ داخوان په لور ورشیوه شول او ددوی په وینا دسوسیال امپریالیزم پروړاندې یې سنګر خپل کړ ٬ دخلقي او پرچمې هډ ماتونه لا ختمه نه وه چې خلقیانو پخپل منځ کې سره تورې راوایستې او دګوند ترمشره پکې دل شول ٬ غمیزه لاهغه وخت خونړي پړاو ته مخ په بره لاړه چې روسانو پوځي مداخله وکړه او څو ناراضه خلقيپرچمي مشران یې دچا خبره په ټانکونو سپاره په ارګ ورننه ایستل او امین یې دپنجشیري په وینا «سرکوب خونین» کړ اوپه دې توګه یوځل بیا  دکسات اور زور واخیست او ډیر سرونه دخاورو لاندې شول ٬ هیچا تاریخ ته مراجعه ونه کړه هیڅوک تیار نه ول له تیرو څخه زده کړه وکړي او تیروتنې تکرار نه کړي برعکس هرچا غوښتل دیو نوی او منحصر بفرد فصل پرانیستونکی او اتل اوسي ٬ چپ په دې تاریخي پړاو کې نور چې هرچیرته وه یو سیاسي ګوند نه بلکې یا ددولت برخه وه او یا ددولت مخالف و٬ دې پړاو کې هرڅه دجنګ٬ وسلې او دمرګ اوژوبلې په متر ګزیدل نه دسیاست ٬ خبرواترو اوپوهاوي په متر ۰ دا اونور ګڼ شمیر لاملونو سره لاس یو کړ او چپ یې  قهرآ دسیاست له ډګره  څپواهه او په ډیره ارزانه او اسانه توګه یې راست ته میدان خالي کړ ٬ چپ پخپله پخپلو ماتولو کې ترهرچا اوږد لاس درلود  او دازموږ دچپ دمحکومیت له شرمه ډک د تاریخ یوفصل جوړوي 

چپ او نن

   دافغانستان چپ دخپل موجودیت په تاریخ کې ترهروخت او ترټولو بد ٬ ستونزمن او مړژواندي حالت  کې شپې او ورځې تیروي ٬ چپ له څوارلس کلنې سیاسي واکدارۍ ٬ جګړو او او دګوند دننه له وژلو او تړلو وروسته داسې ماته خوړلی او ګوښه شوی چې دټوټو شمیر یې پخپله ترینه هم ورک دی ٬ چپ ماتې وخوړه ٬ چپ راپریووت خو لایې دبیرته راپورته کېدو ٬ یوموټي کېدو او سیاسي رینګ ته دننوتو بری نه ده ورپه برخه شوی ٬ چپ کابو درې لسیزې له ماتې وروسته هم دویش او ټوټه کېدو پرلور روان دی ۰ چپ په بدلون موندلی حالت او وضعیت کې ددې پرځای چې دوخت او خلکود غوښتنو او پوښتنوسره سمه سیاسي کړنلاره خپله کړي او خپلې خرابۍ او پخوانۍ تیروتني ورغوي اوپرټپونو پټۍ ولګوي ٬ژبني ٬ قومي اوتنظیمي بادونو پسې واخست او داسې یې تیت او دانه دانه کړ چې ګواګې دافغانستان په سیاسي ډګر کې هیڅکله دچپ به نامه له آره څه نه ول ٬ چپیان داسې له فکري پلوه دیوالي شوی چې له امله یې هرځای شرغوبل دی په یوډول نه یوډول پرونی چپ یې ترشا ولاړ دی۰ 

چپیان پداسې حال کې چې دهر تنورد اورلړونی کار ترې اخستل کیږي دیو خپلواک او یوموټي سیاسي تشکیل څخه بې برخې او په حقیقت کې سیاسي یتیمان ٬ بې رهبره اوبې لښکره دي ۰ نن دافغانستان په سیاسي ډګر او دایره کې هرڅوک شته خو چپ لاتراوسه یو دایمي غیرحاضر دی ٬ نن هغه ځای کې چې دافغانستان او افغانانو او حتی دهمدوی په برخلیک چې خبرې او پریکړې کیږي دوستم ٬ حکمتیار او محقق خو پرځای پریږده چې ددوی زامن اوس په پریکړو کې ګډون کوي خو چپ نشته او بده خولا داده چې دداسو ملي مسایلوپه اړوند خبرو کې دګډون غوښتونکی هم نه دی ٬ خلک پداسې حال کې چې له جهادي مشرانو او دهغو داخلافو څخه کرکه  او واټن لري خو هغوی دخپل پراخه حضور او مانور په نتیجه کې دخپل شتون او اغیز میدان تود ساتلی او خلک هم ورو ورو ددوی دحضور سره روږدي کیږي اوداسې انګیري چې له دوی پرته نور څوک نشته ٬ چپ دا هرڅه ویني خو ځان نه پوهوي او نه ښوروي ٬ دچپ ټول کمال اوجمال دومره دی چې ایله مړی ستایي او هره ډله ځانته مړی او ځانته ذهني بتان لري او ددې مړو غټه برخه هغه کسان دي چې په ژوندون کې يې موږ سره ویشلی ٬ وژلی او زنداني کړی یوو ۰

دخلک دموکراتیک ګوند اوبیا وروسته وطن ګوند په ټوله څوارلس کلنه واکمنۍ کې دپلچرخي زندان ددې ګوند له غړو تش نه و ٬ چپ تراوسه له خپل ځانه انتقام اخلي او دتیرو مشرانو دتیروتنو او ځانغوښتنو قرباني دی ٬ چپ په ۱۹۹۲ کال له  ماتې راوروسته ٬ نه ژوند وکاوه نه ژوندی سیاست ٬ ټول یودبل پسې ټاپې ګرځوي او په هرځای او هروخت یې دخپلو ملګرو په وړاندې په غیرمسولانه او بیرحمانه توګه کاروي ٬ ټول یو دبل په آند جاسوسان دی او په خبرو او ناندریو کې یو له بله بڼکې باسي او ځینو ځینو ته خوبیا سیاست او تشکیلات  دیودکان حیثیت لري هره ورځ او په هرچا ځانونه پلوريزموږ دچپ دچا خبره نیم عمر په تیروتنو کې تیرشو او دغه دی پاتې نیم او یاله نیمایې کم عمر یې د تیروتنو دتوجیه دپاره بیل کړی او په نن او سبا هیڅ ډول او کچه پانګه اچونه نه کويهرڅوک چې وغواړي دیو ګټور کارپه موخه مخکې شي له شا ټاپه او خنجردواړه خوري او دویم ګام پورته کولو ته نه پریښودل کیږي ٬ دچپ پرونی نسل نه یوازې داچې پخپله دتورې او میدان نه شو بلکې او په ډیره خواشینۍ سره چې ځوان نسل یې هم پرینښود چې په خپلواکه توګه میدان ته راووځي اظهار وجود او رفع مسولیت وکړي ۰ 

دتیر کال پارلماني ټاکنې دچپ دپاره یوه نوی ستره ماته او شرمناکه درس و خو باور لرم چې چپ دومره دناکامیو او بیشرمیو سره روږدی شوی چې له دې ماتې  به هم هیڅ درس وانخلي او دځان رغاوي او خلاصون په فکر کې به نه شي ٬ چپیان ونه توانیدل له ۲۵۰ چوکیو څخه یوه هم خپله کړي ٬ دې سیالیو ته داځل دچپي تش په نامه ګوندونو مشران دریدلی ول چې یوه هم له  دوه درې سوو زیاتې رایې رانه وړې ٬ له دې دا تریخ واقعیت راڅرګندیږي چې دګوندونو او سازمانو او غړو داستان خیالی دی او چپ په ټوله کې هم ځان تیرباسي او هم دټولني او ولس سره جفا کوي ٬ دپارلماني سیالیو په ترڅ کې دیو چپي ګوند مشر راته وویل چې دکابل په ولایت کې څلورنیم زر ه غړی لري که ډیل ورسره وکړم نو ددوی رایې به زما په ګټه وکارول شي یعنې په بربنډه توګه یې له ما رشوت غوښت په داسې حال کې چې داغړی خیالی ول او که حقیقي وای نو دې جناب حتمآ پخپله ځان ولسي جرګې ته نومانداوه(دا د چپ دناورین دکچې څرګندونه کويدټاکنو بهیر دا حقیقت څرګند اوبربنډ کړ چې له پخواني نړیدلی چپ څخه چې څومره ګوندونه جوړ شوی یا تشکیلاتي واقعیت نه لري او یایو کوچنی څوکسیز او له اغیزڅخه تشه ډله ده  چې مشرانو یې یوازی او یوازی دمعاملاتو او ناروا تعاملاتو دپاره  یو ادرس او په حقیقت کې یوسیاسي دکان پرانستی او بس چې هغه هم ورځ تربلې دڅڅېدو او نړیدو په حال کې دي ۰ پداسې حال کې چې دچپ ډیری پخواني مشران ژوندي دي یا یې ونه غوښتل او یا ونه توانیدل چې دچپ دویش او پریش حالت مخنیوی وکړي بلکې ځينو خو یې ددې ویشاک سرغندويي هم وکړه ٬ ځینو یې سیاست پریښود او پرځان یې بد وویل چې ولې یې ددوی په وینا ددې مردارو هګیو په جنګولو خپل وخت ضایع کړ او نورو ته یې هم مشوره ورکوي چې له سیاسته لاس واخلئ ٬ ځينوبیا  دتوبو اوسجدو لاره خپله کړه او دبیچاره شیطان دویشتلو په نیت دیثرب او حجاز دسفرونو زیار او زحمت ته یې هم اوږه ورکړه ۰ 

چپ او سبا

   باور دادی چې دسبا په هکله هرڅه نن پیلیږي ځکه چې دهرې نوې ښکارندې(پدیدې) تخم دزړې ښکارندې په نس کې راټوکیږي ٬ شکل مومي ٬ قیام او قوام ته رسیږي او په پای کې دوخت په غوښتنه اوپوښتنه اوړي ٬ پدې توګه او بنسټ دچپ سبا هم له همدا ننه پیل ده او سبا به یې هم همغسې بڼه ولري چې نن ورته کارکوي٬ ترهغه ځایه چې دچپ نن زړه بوږنونکی ده نو دسبا په هکله یې خوشبیني او خبره دومره درنه او په ځای نه ښکاري خو له دې مخکې چې دسبا په هکله چوپ او چرتي پاتې شوو یو څو ټاکونکو ستونزو ته نغوته پکار ده او هغه په لاندې ډول ۰ 

چپ له فکري پلوه شنډ دی او تولید نه لري ٬ زموږ په پرون ٬ نن او طبعآ چې په سبا کې لویه ستونزه «تیار خوری» ده ٬ چپ عادت کړی چې له فکري پلوه تل دغیرافغاني او حتی ضدافغاني سرچینو او سرغنو عنایت او هدایت ته سترګې په لار پاتې شي ۰ 

چپ په پرون کې بند پاتې دی او د پرونیو ستونزو ٬ پوښتنو٬ دوستانو او دښمنانو دروند او بویناک پیټي پرشا ګرځوي او دنن څخه په همدې دلیل واټن لري ٬ ځینو چپي ډلو ته تراوسه دساړه جنګ دوخت ایستل شوې کرښې دپام او احترام وړ دی اودلېونیانو په  څیر پردۍ جګړې خپل کور ته راوړي ٬ ځینو ته د سرمایه دارې امریکا سره دمخالفت په وجه دسرمایه دارې روسیې څخه تابعیت  چپګرایي بریښي او دزړه له کومې دهر دکتاتوراو ارتجاعي ډلې پلوي په دې خاطر کوي چې دامریکا ضد دی ٬ ماته په ماسکو کې دطالبانو او مجاهدینو دغونډې کوربه توب شرمیدونکی ښکاریده چې ډیر سخت دریځه پرچمیان دسخت دریځه طالب اسلامګرایانو دبادیګاردانو په رول کې راڅرګند شول ٬ دې کار ته څه ووایو؟ چپ دراست بادیګارد !!!

-   دچپ ډیری اوسني مشکلات پروني دي ٬ چپ دتقلید ٬ تقدیس او دروغو قرباني دی ٬ چپ هرهغه څوک چې خپل پرون انتقادوي او خپلې تیروتنې مني او یا خپل مشران منصفانه ارزوي مرتد او خاین بولي او تکفیروي یې ٬ په داسې حال کې دیو مذهبي اسلامیست او زموږ دچپ ترمنځ توپیر چیرته دی ؟

چپ بې ابتکاره او بیکاره دی ٬ چپ دراستګرایانو ددروازو شاته ولاړ او دهغو دترحم غوښتونکی دی ٬ دولت هیڅ ګرم نه دی چې په ملي لویو مسایلو کې چپیانو سره سلامشوره نه کوي ٬ داځکه چې دولت ته چپ نشته ٬ چپ باید خپل ځان او ادرس وښيي ٬ که سبا دولت وغواړي چې د طالبانو سره دقطر په خبرو کې چپ استازی ولري ایا چپ  داسې متفق الرای استازی ورکولی شي چې دټولو چپیانو ریښتیني استازیتوب وکړي ؟ 

ددې ستونزو سره سره زه په دې باور یم چې هیڅکله هم دبیا پیلیدو دپاره ناوخته نده ٬ چپ ته پکار ده داباور په ځان کې پیاوړی کړي چې موږ په ټوله مانا په یو لوی او هراړخیزه بحران کې لای اوپښې وهو چې ترې خلاصون زموږه ګډ او خپل مسولیت دی او په دې کار کې نه باید لښکر ابابیل ته سترګې په لار پاته شوو- چپ باید اعتراف وکړي چې ده خپلې ریښې پخپله په تیشه وهلی ٬ ده پخپله خپل لوی او ټولمنلی وطن ګوند ټوټه کړی او بیا رغونه یې دهمده «کارخانګی» جوړوي ۰ وروستۍ خبره داچې باور نه لرم چې اوسمهال کې چپ دیو موټي ګوند په جوړولو سره هوکړې ته ورسیږي داسې څرګندیږي چې پخواني یاران نه شي کولای ټول په یوه لاره ولاړ شي اما یو کار هم عملي او هم حتمی دی چې شته چپي ټاپوګان دی چې ځانونه ګوندونه بولي دیوه مانفیست په جوړولو او منلوسره  په یوه جبهه او ایتلاف کې سره راغونډ او په دې توګه دې ملت او دولت ته یو واحد منل شوی مشرتابه اوکړنلار وروپیژني  چې زما په باور په سیاسي بهیرونو کې دچپ دفعال ګډون دپاره همدا یواځينۍ لار پاته ده اوبس ۰ 

چپ یو شوق نه بلکه ضرورت دی خو دموکراتیک او نوی چپ

اپریل ۲۰۱۹- بلجیم

-
بېرته شاته