(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرحت څوک وه

[24.Apr.2019 - 09:24]

فرحت څوک وه تاریخي بیان ؟

اجمل اټک ېوسپزی 

فرحت په تبۍ تور د باجوړ  ګلونه 

د هر قام په ادب ' تاریخ او کلتور کې ښایي ډېر تاریخي نکلونه ' کیسې او پېښې پرتې او ثبت وي خو زموږ په پښتو ادب کې ځانګړی مقام او ارزښت لري.

زموږ د پشتو ادب د نورو قومونو د ادب او ادبیاتو سره ډېر خانګړي توپیرونه لري ' نکلونه او داستانونه ښایي په هر ادب عام وي خو د پښتو ادب ځینې ژانرونه بېخي ځانګړي دي او تر دې دمه یې لا د بل کوم قام په ادب کې څرک نشته د بېلګې په توګه ' کاکړۍ غاړې ' نورې خانګړې نعرې او لنډې یا ټپې ' دا چې غاړې ' نکلونه او لنډې د پښتو ادب ځانګړي ژانرونه او فورمونه دي ددغو فورمونو په پنځونه کې لوی لاس د پښتنو میرمنو او ښځمنو دی ' پښتانه په ټولیز ډول مسلمانان دي خو د اسلام د مبارک او جامع دین د ستر الهي نعمت سره سره بیا هم په پشتنو کې د پښتو قانون او دود مضبوط دی او تر ډېره ترې پښتون ځان نه شي ویستلای نو د همدغو لاملونو او محدودیتونو له مخې د ننګ ' غیرت او شرم د پېغور له اوره هر پښتون او پښتنه ځان ساتي او هره نادوده او ناروا په زړه تېره وي او په خوله لاس ږدي.

ددغو تاریخي نکلونو ' ټپو ' سندرو ' سروکو ' مصراعو او حکایتونو په لړ کې نن د فرحت نومي د باجوړه د یوې شهیدې شوې پېغلې نکل تاسو ته د ناریخي روایاتو په رڼا کې کول غواړم.

د نن نه کابو څه دپاڅه د څلور سوو کالو خبره ده چې وایي د پخواني لوی کونړ ولایت د باجوړ د لغړۍ په نوم د یوې سیمې یا کلي په برخه کې یوه د یخو اوبو چینه وه د سیمې او د کلي ټولې جینکۍ به ورتللې او څښاک اوبه به یې ترې راوړلې ' پخوا په کلیو کې دوکانونه ' نه وو چیرته لرې به یو ښارګوټی و او هلته به دوکانونه وو ' وایي یوه ورځ د کلي یو زلمی ښار ته تللو د ګودر او چینې پر غاړه په ناستو جینکو کې یې کومه خپلوانه ( خور ' خورزه ' ترورزۍناسته وه زلمي ته یې د کوم شي د راوړلو وویل نو فرحت هم ورته وویل چې ما ته هم د باجوړ د ښار نه د تور کمیسه ټوکر راوړه مور به مې پېسې بیا درکړي ' د کلي ژوند و ټول سره بلد ' نږدې او یا رشته دار خلک وو ' یو درناوی ' باور ' احترام او سپېڅلتیا موجوده وه ' وایي په دغه وخت کې د کلي کوم بل زلمی پر لاره تېرېده د فرحت خبرې یې واورېدلې او پرته له کوم فکر او سنجشه نېغ ولاړ او د فرحت زلمي ورور ته یې همدغه کیسه په لږ څه بدل بدل او د منافقت په ډول وکړه د فرحت ورور هم د پښتو ننګ او احساساتو په سیند لاهو کړ له کوره یې توره راواخیسته او د تورې تبۍ چینه ته د سترګو په رپ کې ورورسېدلو فرحت د پېغلو سره ناسته وه ټوکې ټکالې او خنداګانې یې کولې چې ورور یې ناڅاپه پر سر په تېره توره ووهله او ځای پر ځای یې شهیده کړه توره تبۍ او د اوبو رڼه چینه پر سرو وینو رنګ شوه جینکو چیغې او شور جوړ کړ خو فرحت لکه ښکلې هوسۍ چې زمري څیرلي وي د چینې پر توره بتۍ پړمخې پرته وه.

هماغه و چې بیا جینکو په ټپو او سروکو کې خپله ځوانیمرګه ملګرې فرحت یادوله او ورو ورو د ټپو دغه سروکی بدله او سندره شوه او د پښتون قام هر لور ته ورسېدله:

لاړ شه باجوړ ته کمیس تور ماته راوړه 

تازه تازه ګلونه درې څلور ما ته   اوړه

فرحت په تبۍ تور د باحوړ ګلونه.

خو ددغې پورتني تاریخي نکل او حکایت بر خلاف بیا یو بل تاریخي روایات هم موجود دی ځینې کسان' شاهدان او ادیبان بیا وایي چې د سوات د صوابۍ په ډاګۍ نومي کلي کې یو استاد و چې عبدالغفران بېکس نومېده او پخپله شاعر هم و روایات وایی چې په ( ۱۹۴۹کې بېکس پېښور ته تللو نو لور یې ور غږ کړ چې پلارهیو کمیس تور ما ته راوړه نو وایي چې بیا بېکس صیب دغه غږ ته ادبي رنګ ورکړ او سروکی یې ترې جوړ کړ او ورو ورو د حجرو او دیرو  په بنډارونو کې مشهوره شوه.

د یادونې وړ ده چې په دغه هکله د پشتو ادب یاد شاعر او لیکوال ښاغلي سرور خټک صیب هم یو کتاب لیکلی دی همدغه سروکي چې د خټک صیب په وینا د فرحت تر شهادت را وروسته په سیمه کې مشهور شوی و او هر ځای به خلکو د رباب سره زمزمه کولو نو خټک صیب د لومړي ځل دپاره یوه لویه سندره کړه او نور بندونه او بیتونه یې هم ورپسې جوړ کړل لکه :  

جونې تبۍ چینې ته نه ځي  

فرحت په تبۍ تور ګلونه 

په واپسۍ کې ترینه مړې کور ته راځینه 

فرحت په تبۍ تور ګلونه

فرحت د جونو منځ کې ناسته 

فرحت په تبۍ تور ګلونه

خبره نن وه عزرائیل ورته راځینه

فرحت په تبۍ تور ګلونه

توره تبۍ په وینو سره شوه

فرحت په تبۍ تور ګلونه

چې په فرحت د تورو وشول ګوزارونه

فرحت په تبۍ تور ګلونه

ما ته له ښاره کمیسه راوړه

فرحت په تبۍ تور ګلونه

مور مې پیسې درته تیارې یښيدینه

فرحت په تبۍ تور ګلونه

غمازه زړه باندې سوری شې 

فرحت په تبۍ تور ګلونه

تا د فرحت ورور ته درواغ ویلي دینه 

فرحت په تبۍ تور ګلونه

د جینکو په خوله مصراع شوه 

فرحت په تبۍ تور ګلونه

د غمه تور شول د چینې د خوا ګلونه

فرحت په تبۍ تور ګلونه

سرور خټکه راوي وایي 

فرحت په تبۍ تور ګلونه

ددې کیسې شوي درې نیم سوه کلونه

ښاغلي خټک دا بیتونه هم کابو شپېته کاله مخکې لیکلي دي.

شاغلی ختک د ځایي خلکو او مشرانو په وینا وایي چې د تورې تبۍ مشهور پخوانۍ چینه بیا د فرحت تر شهادت وروسته ان تر ننه پورې د فرحت د چینې په نوم مشهوره شوه او دا هم وایي چې د سیمې خلکو ویل د چینې په غاړه ښکلي ښکلي ګلان وو خو د فرحت تر وینو وروسته تک تور واوښتل او تول ورژېدل ښاغلي خټک د سیمې جوړښت ذو جغرافیې ته کتلي دي او په لاندې شعر کې یې د پېښې ټولې خواوې یادې کړي دي چې البته ځینې ځایونه لا تر اوسه په کونړ او باجوړ کې په هماغو پخوانیو نومونو یادیږي:

فرحت چې د غماز په لمسه قتل کړه خپل ورور

چاپېره په چینه کې د مرغانو جوړ شو شور

د تورې تبۍ خوا کې تول ګلونه شوله تور 

فرحت په تبۍ تور د باجوړ ګلونه

چینه د تبۍ شوه مشهوره په فرحت

چینې ته به بیا نه راتلې جونې د مالت 

چینه کې پاتې نه شو هغه خوند هغه عظمت

حالونه د فرحت د چینې نور ماله راوړه

لاړ شه باجوړ ته کمیس تور ماله راوړه

اوړه به د انات کلي نه راواخلې د جوارو

شړشم به وي ګل شوي په پټو کې د مایارو

شینکی به ټوکېدلی وي په سیمه د سالارو

ګلونه د شړشمو ته سمسور ماله راوړه 

لاړ شه باجوړ ته کمیس تور ماته راوړه 

چې د فرحت د غمه بل دي پرې اورونه

فرحت په تبۍ تور د باجوړ ګلونه

بکول به ځان ته واخلې د لغړۍ د کمر سر کې

چې کلي ته راځې جانانه ښکلی بی په سر کړې

چې دروند راته ښکاریږې د همځولو په نظر کې

د ځان سره غوزان د پشت نور ما ته راوړه

لاړ شه باجوړ ته کمیس تور ماته راوړه

که لاړې ناوکۍ ته نو بچوکی* ما ته راوړه

چې زه یې په کمڅو کې الو ول لګوم شا ته

زما سرور خټکه چې پې تا کړمه خوشاله

امبار نه د مزري ښکلی شکور ما ته راوړه ( ۱۹۵۸)

ما هم ددې سندرې په تاریخي شالید پسې ډېرې پلټنې او هڅې کړي دي او د ډېرو مشرانو نه مې پوښتنې کړي دي پورتنې خبرې او مختلف نظرونه خو تاسو هم ولوستل خو زما په اند ښایی همدا خبره به کره او تاریخي وي چې فرحت یې ورور په هسې تور تهمت او د غماز په شیطانت شهیده کړې ده بیا دغه سروکی یې ورپسې همځولو جینکو او یا ښایي کوم ځایي شاعر جوړ کړی وي چې تر ننه پاتې دی او د یوه ورته تاریخي بېښې ښکارندوي کوي په باجوړ کې د میمونې تاریخي کیسه او نکل هم تیر شوی دی او په ټولیز ډول د پښتو ادب په هره ټپه او سروکي کې همداسې تاریخي ناویلي واقیعات پراته دي.

لیکنه همدلته راټولوم خو که مې په همدې اړه نور څه کره معلومات هم پیدا کړل نو خامخا به یې وراضافه او د شهیدې فرحت د تاریخ برخه کړم.

 ښاغلي سرور خټک ښه غزلیزه شاعري هم کړې ده چې یوه مشهوره غزله یې د پښتو موسیقۍ غزلبول سندرغاړي ښاغلي استاد خیال محمد هم ویلې ده :

اشنا د لېونتوب هغه وختونه دې جوړ هېر شول

کاواکه ګرځېدل رنګین خیالونه دې جوړ هېر شول

نن سترګې دې څه وایي ولې زه پرې نه پوهېږم

پوهېږمه چې ستړي شوګیرونه دې جوړ هېر شول

مستي دې اننګو کې چورلکونه خوري ګډیږي

د زړه هغه خواږه خواږه دردونه دې جوړ هېر شول

دا نن دې د سرکو شونډو خندا نه معلومیږي

چې سوي اسویلي ساړه اهونه دې جوړ هېر شول

بیا درومه خو بس دا قدرې تپوس درنه کومه

سرور سره چې کړي دي لوظونه دې جوړ هېر شول

*بچوکی په پښتو او په ځانګړي توګه په پښتونخوا کې بښتانه هغه شي ته وایي چې جینۍ یا میرمنې پرې خبل وېښتان تړي چې فارسې کې ورته قیتک وایي.

-
بېرته شاته