(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رضاخان ګوجر

[05.Apr.2019 - 16:06]

ملک رضا خان کهټان خيل ګوجر 

لطیف ېاد

 دپښتونخوا دګوجرو دمیړني او ننګیالي قام نه ښاغلی ملک رضا خان کهټان خيل ګوجر دى چې دګوجرو دیوت فورم چیرمین( Chairman Gujjar Youth Forum )  دنسب سلسله او لړۍ د راجاګيرا کهټان خيل کورنۍ ته رسیږي چې نو موړی درا جا جيپال وراره او زوم و. ښاغلی ملک رضاحان د سوات د ګټ کوټو تهاڼې ملاکنډ اوسیدونکی دي

ښاغلی ملک رضا خان کهټان خیل ګوجر دګوجرو دیوت فورم دچیرمین او مشر په توګه یو لیکوال هم دي او دګوجرو دنسب دسلسلو په اړه ورسره ډیر تاریخي معلومات شته .

ګوجر یوه پخوانۍ او لرغونې قبیله او اتنیکه ډله ده چې په پخوانیو تاریخونو کې یې 

یادونه ا و ذکر شوی دي .ګوجریوه سنسکریت کلمه ده چې ګو له مینځه وړونکي او جر دښمن ته وایی یعنې ددښمن له مینځه وړونکی.

دګوجرو اصلي ټاټوبی دهند دګوجرات ایالت ( صوبه )او دمونټ ابو او بیج نات پوري سیمې دي چې دمونټ ابو سیمه اوس دهند په راجستهان ایالت پورې اړه لري .ددوی ژبه ګوجري ژبه ده، خو په کومو ځایونو کې چې دوي استوګنه لري دهما غه ځایونو دخلکو په ژبو غږیږي.دوی بیا وروسته دتاریخ په بیلا بیلو پړاوونو کې دجګړواو ځینو نورو لاملونو له کبله دخپل اصلي ټاټوبي ګوجراته لیږدیدلي دی او په نورو سیمو کې خواره واره شوي دي .ویل کیږي چې ګوجر دهونانیانو دقام یوه څانګه ده چې په شپږمه عیسوي پیړۍ کې دهند نیمې وچې ( بر صغیر) ته ورغلي دي .

ګوجر دهند په بیلا بیلو ایالتونو(صوبو) لکه : راجستهان،ډیلي ، هاریانا ، پنجاب ، اتهرپردیش، مدهیا پردیش، مهاراشټرا، هیما چل پردیش،اترکهنډ ، جمو او کشمیر ، دپاکستان په سند ، پنجاب او همداراز په پښتونخوا او افغانستان کې استوګنه لري.

په ګوجرو کې مسلمانان ، هندوان او سکهان هم شته

۱-په هندوستان کې میشته ګوجر:

لکه چې دمخه وویل شول ګوجر دهند ، پاکستان ، پښتونخوا او افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې میشته دي .هغه ګوجر چې دهند په اتهرپردیش کې ژوند کوي نو دوی ددغه ایالت ( صوبې )داود، دوآب، سهارنپور، مظفر پور ، شامل، میرټ ، جیلم ، بلند شهر ، علیګړ، مراد آباد ، روهیلکهنډ ، رای بریلي ، سلطانپور، باره بنکي ، ګوړکهپور او بهړایچ په سیمو کې استوګنه لری . داتهر پردیش زیاتره ګوجر مسلمانان دي او دهند په خپلواکۍ کې دانګریزانو پر خلاف یې مبارزې هم کړې دي.همداراز هغه ګوجر چې دهند دجمو او کشمیر په اایالت ( صوبه ) کې ژوند کوي نو ددغه ایالت ( صوبې ) په راجوړي ، پونچ ، اننت ناګ، اودهم پور او ډوډه کې استوګنه لري.

۲-په پاکستان کې میشته ګوجر:

دپاکستان میشته ګوجر ددغه هیواد په سند او پنجاب ایالتونو کې ژوند کوي.

۳-په پښتونخوا کې میشته ګوجر

په پښتونخوا کې میشته ګوجر دلرغونو زمانو نه په دې سیمه کې میشته دي .دوی په ملا کنډ ، بټ خیله ، باجوړ او دیر کې ژوند کوي.او پر پښتو ژبه خبرې کوي 

۴-په افغانستان کې میشته ګوجر:

په افغانستان کې ګوجر دکونړ په دانګام ، نورستان ، لغمان ،کندز، تخار او بدخشان په ولایتونو ( صوبو ) کې ژوند کوي .

ګوجر زیاتره دوزو ، غواګانو ،میښو. ګډو او پسونو دساتلو له لارې خپله ګوزاره پر مخ بیایی او ډیرې لږې ځمکې لري

دافغانستان په ملي سرود کې دافغانستان دنورو قومونو تر څنګ دګوجرو دقوم نوم هم یاد شوی دی .

‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطېف ېاد

-
بېرته شاته