(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اجرېه رېاست

[01.Mar.2019 - 10:34]

اجراېه رېاست

‌‌‌‌‌‌ډاکتر زړور ساپی

که په یاد مو وي ما څو کاله مخکې ۲-۳ ځلې د ښاغلي م. اشرف غني د افغانستان ولسمشر سره د زړهء خوالهء کړي ول.

اوس چې د غني او ګډوله اجړاییانو د حکومت ۴-۵ میاشتې پاتې دي او د راتلونکو ټولټاکنو او په ځانګړې ډول د سولې لپاره مڼډې ترهړې روانې دي، یو وار بیا مې زړه دی د (خپل زړه خواله نوي) کړم او یوه ارزونه ېې وکړم:

۱-جمهور رییس باید له خپلو صلاحیتونو عام او تام کار اخیستی وای؛ مضر احتیاط ېې نه وای کړای ،لکه د یاغي،باغي، قومندانانو، والیانو، وزیرانو ... په مقابل کښې باید جدي مجازات او مکافات شوی وای؛ نه دا چې مار لڼډی کړي او مړ ېې نه کړې!

۲-تش په نامه اجړاییه ریاست، دار و دستې ېې چې د دولت پر بودجې یو اضافي بوج و او دی، د هماغه څلورمې سقاوۍ کړنې ،او د سمتي، تنظیمی، ژبني ... تعصباتو ته لمن وهل او په ټوله کې د ولسمشر د بدنامۍ پروپاګند، او تل د ملي یووالي پر ضد اوتې بوتې ویل ؛ حتی په دې ورځو کښې چې ولسمشر د بلوچستان، خیبر پښتونخوا د سوله پالو لاریونونو او د پښتنو دحقه حقونو په پلوي ټویټر کې په نره  د افغان-پشتون ولس غږ پورته کړ، همدا د لستوڼي مار اجړاييه والا لکه ستونِ پنجم د پوکستاینیانو خبره غبرګه او د غني په ټویټر ېې نیوکه وکړه !؛ لکه د ده  مخلوع سرپرست وزیرک ربانیګک! چې هیڅکله د ایران یا پوکستین یا بل کوم باندني هیواد پر ضد د افغانستان له حقه حقوقو آن یوه جمله هم  نه دی پورته کړی ؛ برعکس ېې خپلو شومو ستمي اهدافو ته په بدخشان او نورو ولایاتو کې خلک  د دولت پر ضد  دپچو جنریلانو په واسطه تر سپیږمو مسلح کړي او...

۳-د مسلحو قواوو په ملي کولو او غیرِ-سیاسي کولو کې که څه هم سر قومندانِ-اعلی  ډیر لژ تغیرات راوستل مګر په عمل کې د لڼډغرو په کابل ، هزارهجات او شمال کې خودسرۍ، او پخپله د غني له خواپه سويس کې د لسهاوو زره  افرادو وژل کیدل اعلانول د پټو او ښکاره دسایسو دلایل کیدای شي چې لا تر اوسه  دریواړه مسلحې قواوې غیر سیاسي سوي نه دي ؛ او کهي غواړۍ اقلاََ د ظاهر شاه او داود خان د وقتونو ملي اردو جوړې کړئ ، بئاید د پوکستین او سپاه ... داران له مینځه یوسئ!!

۴-متقي او با تجربه چارواکو ته کارونه سپارل ، صرف په دا آخر کال کې لږ لیدل کیږي چې فکر کوم اوبه له ورخه تیرې دي او دا ېې باید  د اول کال په سر کې بې له دې چې پخوانۍ آزمویل شوې څیرې اخوا دیخوا د څوکیو تبدیلۍ وکړي، کار کشته ګي به ېې غوښتی وای!!!

۵-اوس چې ډ. ساب غني بیا ځلي کاندید دی ؛ د ده په شخصیت، پاکلاس توب، غیر-مفسد توب، او متفکر توب او د ښو راتلونکو پلانونو درلودلو کې ېې شک نشته ؛ مګر هغه اشتباهات ېې چې مخکې ځلي مرتکب سوی و دا ځل باید تکرار نکړي. لکه د معاونینو ټاکل . ځه دا امرالله خان به ومنو چې پنجابی ضد څهره ده او کارونو کې هم جدي دی ، ځوان او پر انرژي هم دی ، مګر صرف د ۵.شېری ګرت له  تعصباتو باید راووزي؛ راغلو دوهم ماون سرور دانش !! ته. ټولو وطنوالو ته معلومه سوه چې د غزني په قضیه کې او بیا د علیچور او شجاعی په قضیو کې څرنګه ده او ده ماڼندو حتی تر هاغه ښه سړي رمضان بشر .... پورې ېې د ظالمینو طرفداري وکړله او دوی غیر له خپلو آخوندي ګټو بل شي ته ژمن نه دي ؛ همدا رنګه ېې سیما ء بیثمر در واخلئ!!!

۶- سوله او امن د لوی افغان ولس څلویښت کلنه هیله ده . دا د سولې د بسوګۍ واده قصه کله په قطر کې کله په بیژنګ کې ، کله په مسکو کې او کله په استانبول کې ، کله هم په کفرآباد کې ، سلسله باید وشلوله شي ؛ حقیقي رښتیني د ۱۹۹۶ -۲۰۰۰ طالبان او پخپله افغان دولت  په کابل کې سره کښیني ، بې له دې چې پنجابي، فارشیستاني، شیوخ العیاشیون العربي او داسې نور ستونونه په کې د مداخلې یا فیصلې اجازه ولري؛

 د اروپايي اتحاديې؛ اسلامي کنفرانس، او م.م.م. تر ضمانت لاندې د خپله لراوبر افغان ولس په تیږه ایښودلو ( د احمد زیو تیږه درنه ده؛ او په صاف صاپیو، اوو نیازیو ا.د.ن. قومونو ..) په برکت سره پریکړه وکړي

و ما توفیقي الا بالله، علیه توکلت و الیه انیب.

ډ. حمیدالله زړور صاپی / بلجیم/ ۱۰فبروري ۲۰۱۹= ۵جمادی الآخر=۲۱ دلواغه ۱۳۹۷

 
-
بېرته شاته