(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دزهېرجدایي

[01.Mar.2019 - 10:23]

د فرمان على زهير  جدائى  

سيد افضل شاه 

د پښتو  ژبې  مشهور شاعر  او نثرنګار خدائے  بخښلے   فرمان على  زهير په  مايارو کلى  مردان  کښې  د ممتا ز خان  کره  په  14 جنوري  1954ء کښې  زيږيدلے  وۀ، د دولسم  جماعته  پورې  زده  کړې نه  پس  يې  دکپړو په  ميلونو کښې  د مشين فېټر  په  حېث  نوکرى  کړې  وه، په  کراچۍ  کښې هم پاتې  شوے  وۀ  بيا څۀ  موده يې   د عشر  زکات  کښې  د ګروپ  سيکټرى   په  حېث    نوکرى وکړهڅلور ځامن  يې  دى  چې  ځامن   يې  د ګټې  وټې  شو نو  نوکرى  يې  پرېښودله او د پښتو ژبې  او ادب  خدمت  ته يې  ملا  اوتړله . تر اخرى  وخته پورې يې  څلور  کتابونه  چاپ  شوى  دى  "مسکى  زخمونه" او "څۀ اوژاړميې  دوه  کتابونه  د شاعرۍ  دى  او د "نوکارې"   په  نوم  يې  وړومبۍ حصه او دوېمه  حصه  يې  دوه  کتابونه  د نثر  دى  د دې  نه  علاوه  يې  دوه  کتابونه  کمپوز  شوي  پراتۀ  دى  چې  لا  چاپ  شوي  نۀ  دى._ فرمان  على  زهير  د "ګلزارپښتو ادبى جرګې مايار" تا حيات  صدر وۀ، د "ګلستان ادب  مردان" هم  صدر  پاتې  شوے وۀ. په  شاعرانو  کښې  يې  غمګين  معيارى  سره  تعلق   ډېر وۀ، ناسته  پاسته ،ادبى  محفلونو  او مشاعرو کښې  به  اکثر  دوى  دواړه  يو ځائې  ليدلے  شو. شاعرى  يې  روانه  او اسانه  ده   د خپل  قام، وطن ، ژبې  سره  سره يې  عشقيه  مضامين   هم قلم  بند  کړى   دى. د ښاغلى  چې  څنګه  شخصيت  ساده  باده  وۀ  نو  دغسې يې  ليک  کښې هم  څۀ  قسم  له  مصنوعيت   نشته  چې څۀ به يې  په  خولۀ وو نو هغه خبرې يې په ليک  کښې  هم  ليدې  شى . په  نثرى  ليکونو کښې  به  يې  د مزاح  سره  سره  د طنز  غشى  هم  ورول صرف  په  بل به  يې  تنقيد  نۀ  کوو  په  ځان  به  يې   هم  تنقيد  کولو او غټه   خوبى يې  دا وه  چې  د بل  په  طنز  يا تنقيد  به  هم  نۀ  خفه  کېدۀ.

 

ښاغلے  زهير صاف ګو هم  وۀ  او  خاکسار هم   وۀ  ځکه  خو يې   د خپل  نثرى  کتاب  په شا مخ  د خپل  ځان  باره کښې  داسى  ليکلى   دى  "د بعضې  يارانو د تسلۍ  دپاره  زۀ د دې خبرې  وضاحت  ضرورى  ګڼم  چې  زۀ  نۀ  عالم  فاضل  يم  او نۀ  راکښې  څۀ  علميت  شته  دے البته  زۀ داسى محسوسوم  چې  زۀ  توکلي  ليکوال  يم  د تخيل  مارغۀ  چې  د ځان   سره  څۀ  هم راوړى  نو هم   هاغه  شان  يې  د قلم  په  څوکه  کاغذ  ته  سپارم. " ښاغلى  په  نثرى ليکونو کښې يې  د شخصياتو او ټولنو  هم  ښه  تجزيه  کړې  ده  اګر چې  په  بعضې  بعضې   ليک  کښې  لږ  تېز  تلے  دے  خو  مجموعى  طور  ليکونه  يې  د ستائېنې  وړ  دى  چې  ډېره ستائېنه  يې  هم  شوې  ده  چې  د ډېر  ښۀ  ښۀ شاعرانو، اديبانو  نه  يې  پرې سندونه  حاصل  کړي   دي. د پښتو ژبې  دا مخلص  شاعر، اديب  د فالج   د لنډې  ناروغتيا  نه  پس  زمونږ  نه  په  18 جنورى 2018ء جدا شۀ، د جمعې  په  مبارکه   ورځ  يې  يولس  بجې  جنازه  اوشو  او  د  خپل  کلى  مايارو  په  مقبره  کښې  خاورو  ته  اوسپارلے  شۀ   په  ګور يې  نور  شه 

 آمين

14 جنوري  1954ء. 18  ، جنورى 2019ء

-
بېرته شاته