(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملنګ

[31.Jan.2019 - 13:36]

په ملنګ کې ډیرې خبرې ښه وې خو دا یو کار يي بد وو ، چې ناڅاپه به ورک شو او په میاشتو به ورک وو ــ بره د بونیر او سوات په غرونو کې به د خپل ورک شوي خوب په لټون کې ګرځیده ــ په کلیو په بانډو ، په لارو په کوڅو ، په حجرو ، په بیټکونو ــ د هغه منزل نه وو مالوم خو مزل يي کاوه ــــ ځکه چې هره لاره چیرته خو رسي ــ هغه اکثر هم داوايي چې مزل خپله منزل دی ــ په دې لږ ژوندون کې که مونږ د یو سوال دوه ځواب پیدا کړو هم ډیره ده

 

نن بیا د دریو میاشتو د غیرحاضرۍ نه وروستو ملنګ بیا کلي ته مخه کړې وه ــ زمونږ د پیکه ژوندون په ورځو شپو کې د هغه راتګ د سپرلي د چپو نه کم نه وو ــ ما ویل ملنګه درک دې نه لږي ــ مسکې شو ــ ویل يي درک خو د هیچا نه لږي ــ زه يي په اشاره پوهه شوم ما ویل ستا تپوس له چا نه وکم ؟ ویل يي په زړه کې خو به دې یاد کړې اوم ــ ما ویل ملنګه د زړه په خبره څوک باور کوي ــ ویل يي د زړه خبرې خو په ټول کاینات کې خوریږي ــ په توره شپه د اسمان روښانه ستوري ، دا ریژیدلي او بیا ټوکیدلي ګلونه او دا د فطرت همه رنګونه خو په اصل کې د چا د یاد حوالې دي نو

 

بیا مونږ پرې پوهیږو ولې نه؟

 

ویل يي ځکه پرې نه پوهیږو چې مونږ د خپل ذهن په دوزخ کې ګیر یو ــ مونږ د زړه او ذهن انتشار وژلي یو ــ وهمونو او ویرو اخستې یو ـــــــــــ مونږ نه هیر شوي دي چې مونږ د یو بل سره د مینې په تار تړلي یو ــ  مونږ یا د خو ماضي د قبرونو منجور یو او یا د سبا سودا خوړلي یو ــ نن څه پیغام راوړې دی ؟ نن وخت کومه سندره یا کومه سانده راوړې ده؟ چې نن اونه پیژنو سبا به څنګه پیدا کوو ؟ 

 

ما ویل ؛ نن ؛ څه دی ؟ 

ملنګ پیزار لیرې کړل ، لاس کې دوه کتابونه يي د بالخت لاندی کړل ، او ډډه شو ــ ویل يي بونیریه نن ژوند دې ، نن وصال دې ، نن هیله ده ، نن زیار دې ، نن همت دې ، نن نظر دې ، نن احساس دې ، نن مزل دې ــ نن شیبه ده ، نن باران دې ــ نن لوظ دې ، نن زه او ته یو

 

ما ویل ښه نو سبا ؟ 

ویل يي  سبا چا لیدلې دې ، سبا لا کله راغلې دې ؟

 

ـــ

شاهین بونیری

-
بېرته شاته