(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دوري لوګري سندرې

[24.Jan.2019 - 21:25]

د استاد دُري لوګري سندرې او د ماشیني ناروغي، ټـنګـټـکور د انسانانو د شعـور د غـښتلـتیا لپاره          

 zirakyar1234@yahoo.com ،ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار، کلیفورنیا-امریکا                                                            

 (۱۷ جنوري ۲۰۱۹؛۲۷ جدي ۱۳۹۷لمریز؛۱۰جمادالاول ۱۴۴۰ سپوږمیز)      

 

په بشپـړواو سـرتمـبه مفکـورو ولاړ انـسانـان کـولی شي چې د نـورومـفـکـورو خـاونـدان دخاورې خـوراک کړي، خو هـغـوی نـشي کـولـی چې هـنـر د خـپلې ټـولـنې لـه چـاپـېـریـال نـه وشــړي. ټنګټکور(موسیقي) هنر دی، اکاډمیک تومنه لري او له دې امله ډېر وګړي خپل ماشـومان د ټنګـټکور زده کړې ته هڅوي. په امریکا کې دکلیفـورنیا پوهـنتون په خپله څېـړنه کې دې پایلې ته رسېدلی دی چې ټنګټکور ماغزه روزي او د فکر لـوړ پـړاو ته یې رسـوي. ټـنګـټکور د هنر یو شکل دی. اپلاتون ویلي وو چې ټـنګټکور«د بل هر تعلیم په کچه ډېر قوي لوښی دیټنګـټکور د دې تومنه لـري چي د ماشوم د مغزو په پرمختګ اکاډمیک، احساسي، جسمي او معنوي اغیز واچوي. که ټنګـټکور د رسـامۍ، عـکاسۍ یا مجسـمه سازۍ سره پـرتـله شي، ویـلی شـو چې جسماً ټـنګـټـکور نـشـته. خـو ټنګټکور یوه هـوا ده چې بې له اجازې د انسانانو غوږونو ته ورننوځي او په زړُونو یې اغیز اچوي: په ګـډا، چغو...او چکچکویې راولي.

الـفاظ د ټنګـټکور ځای نشي نـیولی. جـرمن سـندرغاړی هَنس څيمر(۱) وایي

چې ټنګټکور یوه تنظیم شوې ګډوډي ده او پـه خپلواکه ژبه چلېـږي. امریکایي سندرغاړی رَستي رویف (۲) په دې آنـد دی: ټنګټکور یوه ژبه ده چې احساس څرګندوي. ایـټالـوي شاعـر،رسام اومجسمه ساز میښیل انجیلو(۳) داسـې ویـلي

وود هنر رښتونی کار د روحاني کمال یو سوری[سایه] دیدهسپانوي پَبلو پیکاسو (۴)په نظر «د هنر موخه[هدف] دا دی چې د ورځني ژوند له غبار نه  زموږ روح پاک کړيبـرتـانـوي مـفـکـرجورج برنارد شا(۵) په دې آند دی

چېتـاسې د خپل مخ د لیدلو لپاره آیـنه کاروئ؛[خو]د خپل روح د لیدلو لپاره دهـنرتولیدات کاروئټنګټکورهنردی!

1) Hans  Zimmer; 2)Rusty Ruef: 3) Michaelangelo(1475-1564); 4)Pablo Picasso(1881-1973); 5)George B. Shaw 1856-1950

نامتو انګریز لیکوال ویلیم شکسپیر(۱۵۵۶-۱۶۱۶زییز)ویلي ووکه ټنګټکور

د مینې خوراک وي، ویې غـږوهاپـلاتـون نږدې ۲۴۰۰کالونه وړاندې ویلي وو: «ټـنګـټکور د غـږ خوځـښت دی چې روح تـه دې د زده کړې د هـنـراو فضیـلت لپاره ورسـېـږينامتو جرمن موسيقي پوه بېتوفېن(۱۷۷۰ـ۱۸۲۷)

ویـلي وو چې «ټـنګـټکور باید د سـړي له زړه نه اور وباسي او د مېرمنې له

سـترګو نه وښـکې وڅڅويیو بل جرمن فیلسوف فریدریښ نیچې(۱۸۴۴تر ۱۹۰۰) ویلي وو چې: «بې له ټنګټکوره به ژوند یوه تېروتنه وي

په بَـرافغانستان کې په دوه سندرغاړو خبریم چې د ډاکتـرۍ درجې یې لرلې:

محمد صادق فطرت ناشناس په کندهار ښار کې زېـږېدلی و او په خټه کاکړ پښتون دی. هغه د ۱۹۷۰زییز په لومړیو کالونو کې پخواني شوروي اتحاد تـه  تلـلی و او هلته یې لکه چې په پښـتو ژبه کې د مسکـو په دولتي پوهنتون کې

د ډاکـتری درجه لاس ته راوړې وي. دوهـم افغان سـندرغـاړی ښاغلی احمد ناصرسرمست دی چې د اسټرالیا په موناش پوهنتون  کې یې په ۲۰۰۵زییز کې د افغانستان د ټنګـټکور تاریخ د کتنې لاندې نیولی و:

 

Ahmad Sarmast, A Survey of the History of Music in Afghanistan.VDM (April 2009); M.A. from  Moscow State Conservatorium, 1993.

د بي. بي. سي.دات کام/پښتو پروګرام  کې راغـلي دي چي «څـوک د پخـوانیـو

سـیمه ییزوهـنرمـندانو پوښـتـنه نه کويښاغـلي عبدالـرحمان حبیـب زوی په «ټـول افـغـان. کام» کې لـوګـري ټـنګـټکور ته کتـنه کړ ده(۹ می ۲۰۱۰). پـه افغانستان کې رېډیو په ۱۹۲۵م کې پـېل شوی و. ما د افغان ټنګټکورد کړکېښ (تاریخ) په اړه د جان بیلي له کتاب نه ګټه پورته کړه.

John Baily, War, Exile and Music of Afghanistan: The Ethnographer’s Tale. 2015-2017[17-12-2018].

داسې برېښي چې جان بیلي به د افغان ټنګټکورمعلومات د احمد ناصرسرمست له کتاب نه لاسته راوړي وي. د افغانستان په بېلابېلو واکمنیو کې د ټنګټکورکړکېښ د امیر شېرعلیخان(۱۸۶۳تر۱۸۶۶، او بیا ۱۸۶۸تر ۱۸۷۹ م) راهیسې د پادشاه محمد ظاهـرشاه د واکمنۍ (۱۹۳۳تر ۱۹۷۳) تر پای پورې غځـېدلی و. افـغان واکمنانو له ټنګـټکور نه خوند اخیست. امیر شېرعلیخان رباب غږولی شو. هغه چې هیند ته په ۱۸۶۹ کې لاړ، د هندي ټنګـټکورچیانو تماشه یې وکړه او ځینې یې په کابل کې په خپل دربار کې وګُمارل چې شهزادګانو ته د ټنګـټکور درس ورکړي. یعنې امیر شېرعلیخان په کابل کې د ټنګـټکور زړی وکاره. امیر حبیب الله خان (۱۹۰۱تر۱۹۱۹) ته پښتو ټنګـټکور خوند ورکولو او د ګُلبدین لوګري او عـلی ګُـل لوګري له غـږ او د رباب له شـرنګ نه یې خوند اخیست. [له دې نه داسې څرګندېـږي چې ټنګـټکور د پښتنو په میلمستونونو، سُنـتونو او ودونو کې له ډېـر پخـوا راهیسې چلـن لاره او په تـوره، توغ، ډول، نغاره  او شپـېـلۍ به یې د انګرېزانو په وړاندې پاڅون ښوده]ـ ځیرکیار. د امان الله خان (۱۹۱۹تر۱۹۲۹م) په دربار کې هم ټنګـټکور زور ومیند. امان الله خان چې پاچا شو، استاد قاسـم ته د دربار ټنګـټکور ور په غاړه شو.(استاد قاسم د کشمیري سـندرغاړي سـتارجـو ځوی و؛ پخپله ستارجو د امیر عبدالرحمان خان په دربار کې کوټلی مقام لاره، او پـه پښـتوکې به یې هم سـندرې ویلې). د افغانستان وروستني واکمن محمـد ظاهـر شـاه(۱۹۳۳تر ۱۹۷۳م) هـم  د ټـنګـټکور او کرهـڼې سره علاقه لرله، سېتار یې غـږولی شو او د خـرابـاتي موسیقـيـپـوه سـراج الـدین نه یې  زده کـړه کړې وه.  ولولئ جان بیلي

John Baily, War, Exile and Music, op. cit., pp. 7-27

اسـتاد دُرئ لوګری د لوګر د دېـنَـو په سلطان باغ کې په روحاني کورنۍ کې په ۱۲۷۱لمریز[نږدې ۱۳۱۰سپوږمیز/۱۸۹۲عیسوي کال] کې زېـږېدلی و. دوه ځامـن یې لـرل: سـلام لـوګری او عـبدالـرشـید ماشینی. مومن خان بېلتون هم د دُري لـوګري په هنري ډله کې شامل و. دُری لوګري اسـلامي عـلوم د خـپلـې سـیمې پـه جوماتونو کې زده کړي وو. ورپسې یـې تصـوفي ټـنګـټکـور ته هـم

مخ ورواړولواود سیمي د نامتوصوفي شاعربهاي جان سره یې هم راشه درشه پېل کړه[په پښـتو ویـبپاڼو کې د بهـايي جان د زوکـړې نېـټې ګډې وډې ښودل شوې دي. ۸ جنوري  ۲۰۱۹]-ځیرکیار. اسـتاد دُری لوګـري موږ افغانانو ته

۱۴۸ سندرې پریـښې دي. ارمونـیه یې د لـوګر په ټنګـټکـور کې رواج کړې وه. دُری لوګری داستاد برېـښـنا په غوښـتـنه په ۱۳۲۰لمریز[۱۹۴۱م/۱۳۶۰] کې په کابل رېـډیو کې بوخت شـوی و. په ۱۳۶۰/۱۳۵۹ لمریزکال[۱۹۸۱]

کې یې له نـړۍ سترګې پـټې کړې. د استاد دُري لوګري د ځانګـړي تال لپاره

درې بـېلګې وړانـدې کوم. لوستونکي کولی شي چې په لاندې لـیـنکونو کې  ترې خونـد واخلئ

Ustad Duri Logari old Pashto song [yotube.com]

Ustad Durai Logari Nice Old Pashto Song[google.com]

Mix-Maroof Logari Pakhto old song (Da Qasab Pa Lass) [youtube.com]

پوهاند عبدالروف لېوال په «تاند»وېب پاڼه کې(۲۷ جون ۲۰۱۵) په دې

سرلیک خپله لیکنه خپره کړېدهد لوګرد موسیقي او ودونو نوستالژي» په دغه ارتـه لیکـنه کې یې د استاد دُري لوګري د ټـنګـټـکور په اړه ګـټـور معلومات خوندي کړي دي. خو یـو بل حَسَن نـومی افغان په پوهاند لېـوال نیوکه کړې ده: «لـیوال صاحب د خلیفه عطامحمد نور نوم د[ې]له یاده وتـلی. د هغـه پلار خلیفـه[دلاک] نورمحمد هم د دی ولایت[لـوګر] لـه

     مشهـورو  خلیـفه ګانونه و چی دادی د جهاد او جاسوسی له برکته سـتر جنرال او د بلخ والي هم دی.» - تاند.کام [۲۳ دسمبر ۲۰۱۸].  عبدالرشید ماشینی مې د اېـنـټرنیټ له لارې د کابل په وزیراکبرخان روغتون

کې ولید: د پښې د ارترایتیست ناروغۍ  له امله چغې وهي او د دوستانـو او

او حکـومتي مامورانو نه هـیلـه کـوي چې که کـوم بهـرني هیواد تـه يـې د

درملنې لپاره ولیـږي. زه به لوستونکوته د ماشـیني د نوم قـیصه وکـړم:

زه او میـرمن  مـې په ۱۹۷۴م کې له لـویدیـز برلین نه د هغـه مهـال د

یوګوسلاویې پایتخت (بلګـراد) ته په سـفـر لاړو: هـلـتـه د افغانستان په

سفارت کې د یوکلن جمهوري نظام جشـن نیـول شـوی و(۱۷جـولای

۱۹۷۴) او له نیکه بخته افغان کلیوال سندر غاړي (استاد مومن خان

بـیلتون، استاده قمرګله، استاد محمدین زاخیل، استاد سلام لوګری او

استاد عـبـدالـرشـید ماشـینی) هـم یوګوسلاویې ته پـه رسـمي سـفـر

راغلي وو چې د یـوګـوسـلاویې پـه زګـرېب نومې ښار کې په بین

المـلـلي کلیوال ټنـګـټـکور کې برخه واخلي

په بلګراد کې د افغانستان په سـفارت کې د افغانستان جمهـوري

نـظام تجیل کیـده او په دغه ماښام د افغانستان د کلیـوالو سـنـدر

غـاړو ډلـه سـفارت ته راورسـیده. وروسـته لـه رسـمي وینـا،

سندرغاړو ټنګـټکور پیل کړ او افغانانو او په بلګراد کې نورو

میشـتو سفیـرانو ورنه خونـد واخیـست. رسمي مجلـس چې پـای

ته ورسید، او زمـوږ افغانو د ټنګـټکور مجـلس وغځید، ما عـبد

الرشید ماشین وپـوښته چې د ماشیني نوم چا غوره کړی و؟ خو  

هغه غلی پاتي شو. ما یـوه شیبه وروسـته د مـاشـيـني مشـر ورور

سلام لوګري ته مخ ورواړاوه چې د ماشیني نوم چا غـوره کړی و؟

سلام راتـه داسې وویل: ماشینی ماشوم و، زموږ پلار ته ډېـرګران و

اود شـپې  پـه مهـال بـه یې د ځـان سـره پـه کـټ کې څـمـلاوه. پلار

مـې د ماشـیـني لـپـاره کلـوشې اخـیـسـتې وې. مـاشـیـنی د خـپـلـو

کلـوشـو سره په کټ کې د پـلار په غـیـږ کې ویـده شـو. سـهـار

چې مو پـلار له خـوبه راویـښ شـو، ویې لـیـدل چـې ماشـیـني

خـپلې کلـوشې په خـپلو غـاښونـو چیچلې او سورۍ کړې وې.

پـلار مې نــاڅـاپــه وویـل چـې: «دا هـلک خــو مـاشـین دی،

ما شـینی دیله دې پـيـښې وروسـته د عـبـدالـرشـیـد نـوم  

«ماشینی» شـو! ماشینی ډېـر لږ غـږیـږي، خو غـیـچکـه یې

ډېره مسته وي او د ټـنګـټـکـور لارښـوده ځانګړتیا تمثیلوي.

ګوندې د افغانـستان کلتوري شخصیـتـونه د خـوارکي هـنرمنـد

مـنلي استادعـبدالـرشید ماشـیني د پښې د کلـک درد غـم وخـوري

او د مهـربانۍ لـه مخې مـاتـه ایمـیل راولـیـږي چې د اسـتاد

ماشيني د روغیتیا په اړه چا څه ډول اقـدام وکـړ. که څوک

د اسـتاد ماشـیني سره کومه روغـتـیایې مـرسته نـشي کولی،

هیله کوم چې لږترلږه زما دا لیکنه ورته واوروي او ورویې

سپاري.

ډاکتر رحمت ربي ځیرکیارد امریکې په کلیفورنیا ایالت

کې اوسیدونکی او د افغان هنرمندانو درناوی کوونکی

 
-
بېرته شاته