(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هنوستان په پښتو

[24.Jan.2019 - 17:15]

هندوستان په پښتو لنډیو (ټپو) کې 

دپښتو دفولکلوري شعرونو په لړکې لنډۍ( ټپه)دټول بشریت دفلکلوري شعرونو دسترې شتمنۍ یوه برخه ده. دلنډیو ستر اهمیت په دې کې دی چې دهغه سندریزه ځانګړتیا په ټولو شعرونو او سندرو کې ساری نلري .

دپښتو لنډیو لمن خورا پراخه او ارته ده. په لنډیو کې دطبیعت ټولو پدیدو ته ځای ورکړل شوی دی.په پښتو لنډیو کې نه یوازې ښکلااو ښایست ، سپوږمۍ ، ګل ، بلبل،عاشق ،معشوقه ،پردیسي او نور شیان منعکس شوي دي ،بلکې دځایونو،سیمو او هیوادونو نومونو ذکر او یادونه هم پکې شوې ده لکه: یمن ، مصر ،شام ،لندن، روم ،چین ماچین، کوه قاف ، سراندیپ، دکن ،بنګال ،کشمیر،هندوستان او نور...

په دغه لړ کې دهندوستان نوم ځکه زموږ په پښتو لنډیو( ټپو) کې ډیر یادشوی دی چې له یوې خوا هندوستان په پخوا وختونوکې زموږ ګاونډی هیواد و اوزموږدهیوادډیر شمیرخلک دپیړ یوپیړیو راهیسې دروزګار او دنورو سوداګریزو کارونو او دندو لپاره هندوستان ته تلل او ان تردې به چې کوم زوی له خپل پلار نه خپه شونو دهندوستان ته دتلو اراده به یې وکړه او ډیره موده به یې هلته تیروله او یا داچې به هندوستان ته دپیسو دپیداکولو او نوروغریبیو اومزدوریو لپاره تلل . همداراز زموږ ځیني فولکلوري افسانوي اتلان لکه دمومن خان او فتح خان بړیڅ نو مونه هم په دغه لړکې مشهوردي چې هغوی هم هندوستان ته تللي دي او ددوی په اړوند هم یو شمیر ټپې یا لنډۍ لرو.

زه په لاندې ډول دهندوستان په اړوند یو څو پښتو لنډۍ ( ټپې ) راوړمه :

په هندوستان ورکه جانانه 

رنګ مې دې هیر دی تش په نوم دې یادومه

په هندوستان مې ګل کرلي

په ننګرهار ولاړه یم بوی یې راځینه

په هندوستان کې دې مرګی شه

چې دې کفن شيی دراڼۍ په دسمالونه

په هندوستان خوشاله ګرځه 

اصیل زاده یم په نامه دې ناسته یمه

په هندوستان دې څلی جوړشه 

دنامردۍ آواز دې را مه شه مینه

پرهندوستان خوشاله ګرځه

زه با داتورې سترګې ستا په نوم ساتمه

هندوستانۍ ډبلې راوړه

په کورنو روپومې پلار نه درکوینه

ښكلي ځوانان تر هندوستان ځي

دا لالا خان تر پېنډۍ ځي بيرته راځينه

په ما دې وار د ځوانۍ تېر كړو

ستا دې رانشي له دكنه مورانونه

دهندوستان په لوري ځمه 

یابه سر بایلم یا به راوړم دولتونه

یادې دځایه شونډې سرې دي

یادې پرې پان دهندوستان خوړلي دینه

ګاډيه سر دې د ويشتو دے 

زما لالې دې په دكن ولګوونه

دهندوستان بندیان به راشی

دګورستان بندیان هیڅکله نه راځینه

مومنه لاړې هندوستان ته

دشیرینو احوال به څوک درته راوړینه

فتح خان لاړه هندوستان ته 

رابیادغمه پسې او ښکې تو یوینه

پښتون شیرشاه دهند پاچا شو

دهمایون لښکرې تیښته ترې کوینه

احمده خدای دې جنتي کړه

تر هندوستانه پورې تاکړي جنګونه

-
بېرته شاته