(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ېلدا شپه

[24.Jan.2019 - 16:50]

د یلدا شپه

لیک: وقاص یوسپزی

يلدا سورياني كليمه ده او د زيږون مانا ورکوي, په ولسي ژبه ورته چله وايي; د کال تر ټولو اوږده شپه ده؛ هغه شپه ده چې مني مخه ښه کوي او خپل ځای ژمي ته پریږدي. په شمالي نیمه کره کې دا د کال تر ټولو اوږده شپه (یلدا) ده چې د کال موسمي (ژمني) انقلاب د پیل سره برابره ده او له دې څخه وروسته ورځې اوږدیږي تر څو دوري (حمل) په لمړئ نیټه شپه او ورځ سره برابر شي، یلدا د لیندۍ (قوس) د میاشتې له دیرشمې ۳۰ نیټې د ماښام څخه د جدې د میاشتې د لمړئ نیټې تر سهاره پورې وخت ته ویل کیږي.

 

د اريايانو په لرغوني تاريخ کې "یلدا" اوږده مخينه لري او ځينې تاريخپوهان وايي چې دا شپه له ميلاد نه ١٠٠٠ يا ١١٠٠ كاله وړاندې د لمر نمانځونكو له د دودونو نه وه او دا شپه د هغوی له خوا په خورا پرتمینه توګه لمانځل کیدله, زردشتیانو او ساسانیانو به دا شپه په یو لړ ځانګړو مراسمو سره لمانځله او په دې شپه به یې د خپلو معبدونو کې د عبادت تر څنګ د ځینو خوراکونو تابیا کوله چې په ځانګړی توګه به یې د انار او هندوانې میوې ډیر خوړلې دا ځکه چې د انار او هندوانې رنګونه د سهار (سپیده دم) څخه وروسته اسمان په څنډو کې د سوروالی پیدایښت (نور) ته ورته دی، دوی باور درلود چې په دغه شپه لمر زيږيږي او په درې مياشتو كې لويږي چې بيا پر پنځ (طبيعت) خپلې اغېزې ښيندي او بدلون په كې راولي. لکه چې حافظ شیرازي وایې

 

صحبت حکام، ظلمت شب یلدا است

نور ز خورشید خواه بود که برآید

 

د تاریخي روایاتو له مخې په یلدا شپه کې دوستان ښه خواړه خوري, ټوله شپه ځان خوشاله ساتي, ټوکې وشتې کوې, شعرونه وایې او داسې نورې خوشالیانې کوې. دا شپه به په رسمي ډول حکومتونو نۀ لمانځله؛ بلکي عامو بزګرانو خلکو به په دې خاطر لمانځله چې د کار او روزګار اوږدې ورځې به را لنډې شوې او شپې به اوږدې او سړې شوې د دوی ستړیا به ددې شپې په رارسیدو او له هغه څخه وروسته تر راتلونکي پسرلي پورې رفع کیدله؛ دوی به د آرامئ احساس کاوه, په دې شپه به ځینې ځوانان او پیغلې د خپلو کورنیو یا کلیوالو له مشرانو څخه د کیسو او نکلونو غوښتنه کوله: لکه د لیلا او مجنون کیسه, د ادم خان او دورخانۍ کیسه, د فردوسي د شاهنامې کیسې، د حافظ فالونه وغېرۀ; دوی به تر سهاره پورې په ډیره لیوالتیا غوږ نیسلو، همدا رنګه پخوا بۀ مئینانو په دې شپه د یو او بل د لیدلو هڅه کوله؛ په ځانګړي ډول هغه کسان چې کوزدې به یې کړې وي؛ هڅه به یې کوله چې تر څو د ژوندانه له ملګرې سره د زړه خواله وکړي.

 

د یلدا شپه له پخوانیو زمانو راهیسې په افغانستان, اذربایجان, ایران, کردستان, تاجیکستان او ترکیې وغېرۀ هیوادونه کې لمانځل کېږي. داسې ګونګوسې هم اورېدلی کېږي' چې اذربایجان تکل لري، دغه جشن په یونسکو کې د خپل ملي جشن په نامه ثبت کړي

دا شپه ښایي د ځینو لپاره ډیره په زړه پورې وې! ځکه دا شپه د کال تر ګردو اوږده ده؛ او که څوک یې په خوښۍ نمانځي نو ښه پوره خوند ترې اخستی شي.

 

د یلدا شپه ده, د رنګونو شپه ده

څومره خوږه ده, د دودونو شپه ده

په هره خوا کې ېې نمانځنه کېږي

دا د خوښۍ, د محفلونو شپه ده

(امان الله نصرت)

 

یادونه: په لیکنه کې د بېلا بېلو سرچېنو څخه مرسته اخیستی شوې دي!

-
بېرته شاته