(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخپلوغرونو

[24.Jan.2019 - 16:47]

د خپلو غرونو همسر سړی

لیک:ډاکټر خالق زيار

 

د رحمان بابا په قول۔

جو، دانه، قدرې يو لعل په کې پېدا شي

نور همه   جهان د تورو کاڼو غر دی

 

 د ډاکټر خالق زيار غوندې خلک  لکه  د قېمتي  لعل په لويو لويو غرونو کې کله نا کله يوه دانه نيمه پېدا کېږي او بيا په دغه قحطرجال کې بې وخته او بې سببه له دنيا نه سترګې پټې چرته لرې ډېر لرې يوې داسې دنيا ته لاړ شي چرته چې يو ځل څوک تللې بېرته بيا نه دي راغلي۔۔

 

ډاکټر د دنيا په مخ په شپږ اووه اربه انسانانو کې يو انسان و۔۔هر انسان په خپل ځای لوی ارزښت لري۔۔دا بېله خبره ده چې د چا قيمت لږ او د چا ډېر وي۔۔خو د ډاکټر د ژوند فلسفه دا وه چې هغه انسانان د ټولو نه زيات قيمتي دي څوک چې پېداوار کوي او د خپلو وينو او خولو په زور د انساني نوغي پرورش کوي۔۔دغه خلک د سماج د ملا د تير حېثيت لري۔۔دغه په لکونو او کروړونو خواري کښ د خالق زيار رښتوني اتلان او سوچه اتلان دي۔۔د هغه ايمان دا و چې دا دنيا ددغه خواري کښو د مټو په زور اباده ده۔۔او که دغه خلک ترې يو طرف ته کيږي نو سماج او انساني نوغی دوام داره نه شي پاتې کېدې۔۔

د ډاکټر صيب دا هم پوخ ايمان و چې د سماج دغه خواري کښه طبقه څوک چې په اکثريت کې دي د سرمايې خاوندان د دوی استحصال کوي۔۔ددوی د بچو دخولې نه رزق تروړي۔۔ډاکټر په شعوري بنياد د ظلم جبر او استحصال دغه نظريه او کاروبار رد کړې دی۔۔هغه به همېشه د بې وزله او ځپلې خلکو سره ولاړ ښه په جار به يې ددی ملاتړ کوو۔۔

 

زاهده په جنت کې به پرانستې تڼۍ ګرځم

تړلې مې ټول عمر د خوارانو سره ملا ده

 

په پښتون وطن کې د ډاکټر خالق زيار مثال لکه د ايلم لکه د تاترې لکه د شمشاد د غرونو غوندې و۔۔هم دغه شان دنګ لوړ۔۔همدغه شان د جلال او جمال هينداره۔۔هم دغه شان لکه د خپلو پلرونو او نيکونو په ننګ او ناموس سيخ او هسک ولاړ۔۔هغه د خپلو غرونو همسر سړی۔۔۔هغه سړی به تل ژوندی وي۔۔دغه سړی او دغه بې رويه بې ريا کردار به تر قيامته نه مري۔۔د هغه هره ساه او هر فکر به د هغه په هر کار او زيار کې ليدلې او کتلې شي۔۔ د پښتو او پښتنو د پاره به د هغه ژباړل شوي کتابونه  هغه چرته هم مرګ ته پرې نه ږدي۔۔د هغه د شعر خوندونه او رنګونه به  د فطرت په وجود کې تل ژوندي وي۔

 

دا خاوره او دا خلک، په سويلې هند کې د پښتنو بغاوتونه او مات څانګونه هغه تاريخي ارزښتناکې ژباړې دي چې پښتانه بچي به ترې همېشه خپل منزل او مرام له رڼا اخلي۔۔تلوسې او خپل رباب خپله نغمه د پښتو شعر هغه ځانګړې نمونې او فنپارې دي چې د ډاکټر د زړه درزاګانې به په کې تر قيامته محسوسېږي۔

 

ډاکټر خالق يو رښتونی او سوچه مارکسسټ و۔۔د پښتونخوا او ملاکنډ  د پارټۍ غړی و۔۔ما ته ښه ياد شي چې دېرش پنځه دېرش کاله مخکې به هغه زما د جالوانان او سپوږمۍ هوټل ته د ملګرو سټډې سرکل له راتلو۔۔زمونږ د فلسفې استاذ و۔۔زه يوه لويه موده د ډاکټر سره په غرونو او سمونو ګرځېدلې يم۔۔ما همېشه هغه په خندا ليدلې دی۔۔د ټبر د دښمنۍ باوجود ما دغه لوی سړی چرې هم په داسې حالت کې نه دې ليدلې چې په دغه لاره ځو او په دې نه ځو۔۔د هغه د ځوانمردۍ کيسې به هم چرته وليکم۔۔د طالبانو د ترهګرۍپه وخت کې هم دوی د خپل پلارني کور نه چرته بل خوا لا نړل۔۔او کله کله چې به ورته ما د احتياط کولو اووې نو په خندا به شو۔۔وې به يۍ سياله دلته د چا پلار هم هيڅ نه شي کولې۔۔

 

هسې خو د ډاکټر صيب کورنۍ ټول په ټوله مېړنۍ او ننګيالۍ کورنۍ ده خو په دغه خاندان کې د ډاکټر دوه مشران وروڼه ارواښاد عبد الکمال لالا او رازق جان وکيل صيب بلها د پښتني ننګ پت  او مېړانې عملي مثالونه دي۔۔

 

د ډاکټر صيب په دغه لربر پښتونخوا کې بلها د سور ساز وينې او مينې خلک وو او شته دی خو کومه مينه او عقيدت چې د لوی قامي مبارز لطيف لالا سره لري بايد له بل چا سره يې ونه لري۔۔ډاکټر به دا خبره په جار کوله۔۔۔

 

مونږ يې په هيچاې باندې نه راتړو

خدای دې لطيف په پېښور کې لري

 

مونږ د ١٩٩٢ نه راپه دېخوا  هر کال په اسلام اباد کې د پښتون کلچرل ايسوسي اېشن د سېوري لاندې ښه په جوبن او مستۍ کې د رنګونو ماښام کوو او هر کال به ډاکټر صيب سايل صيب مکرم سبا او فضل سبحان عابد زمونږ مېلمانه ول۔۔۔اه زمونږ د رنګونو ذ ماښام يو ښايسته رنګ رانه خاورو وخوړ۔۔ 

 

څه د پاسه دوه کاله مخکې په اسلام اباد کې زما د زوي نويد خان واده و ۔۔ما حسب معمول ډاکټر صيب او نورو ملګرو ته بلنې ولېږلې۔۔زه خبر ووم چې ډاکټر صيب ناجوړه دې نه شي راتلې خو ما بيا هم خط ورلېږلې و۔۔د خوړې په ورځ زما سترګې له حېرته وازې پاتې شوې چې د مېلمنو په دالان کې مې ډاکټر صيب هم وليدو۔۔

 

ډاکټر صيب په هر ملګري ښه ډېر مين و مګر د سايل صيب سره د هغه مينه د ليدو قابله وه۔۔۔هم دغه وجه وه چې په کومه ورځ د ډاکټر جنازه وه ما د سايل صيب سترګې وچې نه وې ليدلې۔۔

 

د ډاکټر صيب سايل صيب د کرم او زما په خپلو کې يو خاص ګپ و۔۔دا ګپ به هله په سور کې و کله چې به مونږ څلور واړه يو ځای په موټر کې چرته روان وو۔۔نوره خبره نه کووم خو بس ښه د خنداګانو او ګپو ډزو يو خوشګوار سفر به و۔۔

 

غرض  دا چې ډاکټر خالق زيار د لر او بر يو افغان وطن قايل و۔۔د هر رنګ قومي او طبقاتي جبر خلاف د يو همه ګير انصاف پسند انساني سماج دعوه ګير و۔۔د هر قسم نسلي مذهبي او فرقه واريت ضد سيکولر ماډرېټ او ډېموکرېټ انسان و۔۔ په انساني وسايلو د ټولو انسانانو د منصفانه تقسيم علمبردار و۔۔چرته يې هم په ټول ژوند کې چا ته د نقصان او ضرر رسولو هسه قدرې نه ده کړي۔۔د ډاکټر په حېث يې د لاچاره او مجبوره انسانانو د خپل جېب نه خرچه کړې ده۔۔خو  غريبانان مريضان يې د لاعلاجۍ په ارمان داسې د بې سره سامانۍ په حالت کې نه دي پرېښي۔۔دغه وجه ده چې د هغه په مرګ د سيمې بې وزله خلک د ټولو نه زيات خفه وو۔۔

 

لهازه د پورتنو حالاتو په رڼا کې مونږ ښه په ډاډه زړه دا دعوی کولې شو چې ډاکټر تش يو ډاکټر يا يو سړی نه و۔۔۔هغه د خپل درون حېواد پښتونخوا د غرونو په رنګ دنګ لوړ او همسر شخصيت و۔۔

 

اکبر سيال اسلام اباد

-
بېرته شاته