(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لنډه کیسه

[24.Jan.2019 - 16:42]

لنډه کیسه

لیکوال: جهانزیب کلیوال ، د کیسې نوم: درې تیږې

ــ زما د دومره مسافرۍ ثمره همدا وه؟ هوس او ارمان به همدې ته وایي؟ نانا زه تیروتی یم!

سهار وخته له کور څخه دباندې راووت، د ویالې تر غاړې کیناست، سپین کالي یې ګونځې شوي وو، د ویالې خوا او شا نری یخ نیولی وو، ځینې بوټي ویالې ته ځوړند وو، هاخوا او دیخوا یې وکتل، جیب ته یې لاس کړ، شیبه وروسته یې له خولې نه دود ووت، ځان سره یې کړل

ــ هی هی قاسمه! مسافري، مزدوري او آخر داسې حالت!؟

ــ حتمن څه خبره شته، باید تر ماښامه انتظار وباسم او بیګا ورنه پوښتنه وکړم

ژر کورته لاړ، چای تیار وو، مور ته یې غږ کړ

ــ ادې! تر پورته کلي ځم ماښام ته به انشاالله راشم

ــ زویه دا خلک به څه وایي! ښځه به دې خپه شي

ــ ادې! ته اندیښنه مکوه، له هغې نه مې اجازه واخیسته، یو ملګری مې له سعودې نه راغلی، پوښتنه یې کوم او راځم

له کوره ووت، ماښام شو، ځان یې کور ته را ورسوه، کله چې کور ته ننوت سیده خپلې کوټې ته لاړ، تر ماسختن پورې یې ځان فسبوک کې مصروف کړ، میرمن یې تخت باندې ویده وه ورباندې یې غږ کړ

ــ اې

چا غږ ونکړ، بیا یې ورو وویل

ــ زه درباندې پوهیږم چې ویښه یې، غواړم خبرې درسره وکړم، ته ولې ما سره دا رقم سلوک کوې؟

ــ د څه خبرې راسره کوې؟ آه! ته زما هیڅ هم نه کیږې، بیګانۍ خبرې دې هیرې شوې؟ آه! او هو که راته نژدې شوې ځان وژنم

ــ ګوره! ما کلونه مسافري وکړه، زه سعودي کې وم چې ستا شیریني یې راوړې وه، له کله یې چې ما ته وویل چې د حاجي صیب سردار لور مو درته وکړه ما ستا په نوم مینه وکړه، که څه ستونزه وي راته ووایه، زه درسره وعده کوم چې هر څه به حل شي او ستا په خوښه به هر څه حل شي

د قاسم د خبرو په اوریدو سره ناوې غلې شوه، سر یې ځمکې ته لاړ، کوټه کې خاموشي خوره شوه، قاسم غږ وکړ

ــ تا ته وایم! ستونزه څه ده چې بیګاه دې هم له کوټې ویستم خو زه د دې لپاره لاړ نشوم چې څوک پوه نشي نو د کوټې په غولي ویده شوم

ناوې ناڅاپه وویل

ــ زه بل چا سره مینه لرم، ما څو ځلي د ځان وژنې هڅه هم وکړه خو بریالۍ نشوم، که ما ته د نژدې کیدو هڅه وکړې ځان وژنم، پوه شوې!

کوټه کې لا خاموشي خوره شوه، قاسم غلی شو، څو شیبې وروسته یې کړه

ــ بختور دی هغه څوک چې ته ورسره مینه لرې، بد بخته دی هغه څوک چې تا سره مینه لري

نجلۍ قاسم ته حیران وکتل، قاسم سر ښکته نیولی وو، په غریو کې وویل

ــ زه نه غواړم ستا ژوند په اوښکو تیر شي، هسې هم مسافرۍ کې اموخته یم، ته به هیچا ته هم نه وایې، زه دې خوشې(طلاق) کوم، خیر څه موده به د خلکو خبرې وي تیرې به شي، زه به هم بیرته خپلې مسافرۍ ته لاړ شم، تا دې خدای خوشاله لري

دې خبرو سره د نجلۍ رنګ بدل شو، په ژړا شوه، ژړا یې زور واخیست، قاسم ته یې حیران حیران کتل خو ژړا یې شیبه په شیبه زیاتیده، نا څاپه یې په قاسم منډه ور واخیسته، غیږ یې ترې چاپیره کړه او غریو کې وویل

ــ ما وبښه، زه تیر وتې ووم، ته هغه څوک یې چې زما د خوشالیو لپاره هر ډول پیغور منې، زه درسره وعده کوم چې له نن نه وروسته به زما هر نفس ستا په نوم وي

-
بېرته شاته