(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عوامي غورځنګونه

[18.Dec.2018 - 13:51]

دلراوبر پښتنو افغانو د سولې، ساتنې "تحفظ"، عوامي غورځنګونه او ګامونه))

   په دې راوروسته وختونو کښې مونږ او تاسو د ټوليزې(سرتاسري) سوله ایزو خوځښتونو، لاریونونو، مظاهرو، خبرو اترو او همدارنګه د نړیوالو اوسيمه والو بېلابېلو سیاسي ، دولتي،ګوندي ا.د.ن مڼډو رامڼډو، هلو ځلو ، کنفرانسونو، ناستو اوسولې د پروسو د ګړندي کیدلو شاهدان یو چې که خدای تعالی غوښتل د (په حرکت کې برکت شته ،  د متل پر بنا) لوی افغان وطن ته به سوله په نیژدې وختو کښې راشي او ان شا ء الله پښتانه او افغانان به د نړۍ د نورو ولسونو او هیوادونو په شان انساني او اسلامي (دیني) حقوقو څخه برخوردار شي. زه غواړم دا پروسې په درې ګروپونو کې په لڼډ ډول وشنم او په پای کښې به له خپله آنده یو وړاندیز درکړم:

لومړی: د هلمندي ځوانانو په ابتکار د تیرې روژې مبارکې میاشتې راپه دیخوا په پلو پښو لاریونونو، ولایتونو ته پلي سفرونو ،د جنګ د دواړو خواوو ډلو ټپلو او د دوی باندنیو سفارتخانو  او نړیوالو موسسو سردم دارانو په دروازو کښې پرلتونه ،په ولسونو کښې ډیره ښه اغیځه کړې ده آن تر دې چې بلجیم ته به هم راورسېږي!. د ولسمشر صیب غني د زړور  راوتل د حضوري چمن په څڼډه د قدر وړ وه.

۲- د پښتون ساتنې(تحفظ) غورځنګ یا موفمنټ هم د یو کال راپدیخوا د پښتونخوا، بلوچستان په لویو او وړو ښارونو او حتی د پنجاب په کراچۍ او لاهور کې سولهایز  لاریونونه او جلوسونه وکړل او لا هم دوام ورکوي ، د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې پښتنو او افغانو د دوی سره همژغي  وښودله ، مګر د پاکستان غاصب او غدار ریاست او استخباراتی کړیو ېې د پي.ټي.ایم د ۶ روا غوښتنو ته مثبت ځواب خو هډو ورکړی نه دی ، لا ېې په ناقانونه ډول او د سوله ایزو لاریونونو او ډیموکراسۍ او د بیان آزادۍ د نړیوالو اصولو پر خلاف، د ښاغلي منظور احمد پشتین د پي.ټي.ایم د ځوان رهبر ملګري شکنجه کړي، د غوڼډو او لاریون مخنیوی ېې کړی؛

-د شهید نقیب الله او سلهاوو کراچۍ میشتو پشتنو قاتل راوا انور ېې آزاد پرې ایښی او د انصاف تهریک پرې ندی چلیدلی؟!

-د زرهاوو وژل شوو او ورکو شوو پشتنواوبلوڅانو ،سرنوشت ، عدالت خواهي ، د بیرته پاتو سر پرستی! هیڅ پته نه لګي!!

-د پښتونخوا د بیلابیلو منطقو لکه وزیرستانونو، سوات، خیبر ، مومند، .... بیګناه بمبارۍ( د دې ېلپاره چې له امریکایانو  ډالرې تر لاسه کړي په منافقه بهانه ګویا  دلته دهشتګردان ځپي؟؟." حال دا چې د ټروریستانو ځالې په لاهور، پنجاب او ایبټ آباد .... کې وې او دي.!".؛د دې بموریو له کبله کورونه، دکانونه او د خلکو کاروبارونه په کروړهاوو ضړرونه لیدلي ، تاوانونه ېې؟؟باید ورکړي.

-د ځمکني ماینونو چې په وزیرستانونو او فاټا کې خخ شوي او هره لهظه د انسانانو د تګ راتګ خڼډ دي اوانفجارېې د مرګ  خطر لري ولې نه ایستل کیږي؟

-د پښتنو له وړو نیولې تر زړو او له زنانه تر مردانه وو سپکاوی ولې کیږي؟. پشتو ژبې ته ولې سپکاوی کیږي او په خپلو علاقو کښې پرې پښتانه زده کړو او ورځني کاروبار ته نه پریښودل کیږي؟

- په قبایلي منطقو کې د فوجیانو بیقانونه او بې آیینه مداخلې او په ډیره سپین سترګي د سوله ایزو لاریونونومخنیوی؟/...

.نه یوازې دې پورته پوښتنو ته مثبت ځواب ندی ورکړی ، بلکې دا تور-لینګي استخباراتي فوجیان ېې لا نورې مداخلې په افغانستان کې هم کوي!.

۳- د پورته ذکر شویو دوه سوله ایزو حرکتونو تر څنګ ، یو بل دریم ګ.ا. م. د شاغلي انجنیر مشال خان ''ټکر" د ګریټ افغان مووفمنټ ( د لوی افغانستان غورځنګ ) دی چې په یو-ټیوب کې ېې ډېرې ویډیو ګانې خپرې شوي او په دې اواخرو کې ېې پنجابي ریاست ته چلنج هم ورکړی دی!،نهپوهیږم چې څومره به بریالیتوب ولري؟

نتیجه: زما په آند ،که ښاغلی عمران خان رښتیا پشتون وي او د پښتنې شودې ېې رودلې وي ، همدا ېې وخت دی چې د افغانستان د سولې بهیر سره سره ، د پشتنو عوامي پارټیو+پي ټي ایم ، او حتی د پښتنو ټولنیز ولسواکیز ګوند سره یو ځای خپل  د انصاف تحریک  لا ټینګ کړي، د درې پیسو تور-لینګیو  پنجابیانو پر اوتو-بوتو دې نه غولېږي او د کریکټ بالنګ دې پر بلوڅ ځوانانو ، او بِډینګ دې پر بلتستانیانو او .... قوي کړي.

و ما توفیقي اِلا بِالله  علیه توکلتُ و اِلیه اُنیبُ.

په درنښت : ډاکټر حمیدالله زړور صاپی

 
-
بېرته شاته