(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عمراخان جندول

[05.Dec.2018 - 15:57]

عمرا خان۔۔۔سېد احمد خان۔۔۔جندول او پيرنګيان

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

””د عمرا خان د تلو نه پس جندول په دې ډول تقسيم شو۔ 

 

 باړوه  (چې  موجوده نوم يې ثمر باغ دیسېد احمد خان ته حواله شوه۔۔ستبر شېر افضل ته شاهي د محمد خان ځامنو ته چاوده مير حسن خان ته دامتل زېن الله خان ته تور  مير افضل خان ته مونډه عبد المجيد خان ته کس کوټ عبد الغني خان او مسکينی د محمد شاه خان کورنۍ ته وسپارلې شول““ (1) 

 

,,,, بيا مونږ د خان قلا ته ورسېدو۔۔د خان حفاظتي دستې مونږ ته سلام وکو او خان په ډېر روڼ تندي زمونږ هرکلی وکو۔۔۔ددې وادۍ په اخر کې باړوه ده ۔۔۔دلته  ددې سيمې د لوی طاقت ور خان عمرا خان کور دی۔۔دا قلا نما کور دعمرا خانو۔۔ مونږ وليدل چې دا کور ددې سيمې د ټولو خانانو د کورونو نه ډېر زيات ښکلی او مظبوط کور و۔۔ددې قيلې په ليدو سړي ته ددې کور د اوسېدونکي د زيرکتوب ښه اندازه لګي۔۔د چترال د مهم نه پس دا قلا نما کور د پيرنګي حکومت سېد احمد خان له ورکړو۔۔۔ددې کور دغه مالک د برطانيې د حکومت ډېر وفادار و ۔۔۔ خو دده نه د سيمې نورو خانانو ډېره کرکه او سخت نفرت کولو۔۔۔

 

ددې کور نوي مکين سېد احمد خان زمونږ ډېر تود هرکلی وکړ۔۔۔ده مونږ ته ټول کور دننه ګوټ په ګوټ وښودو۔۔۔

 

مونږ وکتل چې دا کور د افغاني فن تعمير يوه ډېره ښايسته نمونه وه۔۔

 

په کال ١٨٩٥ کې عمرا خان په دې کور کې زمونږ دوه افسران ليفټنټ قولر  او  ايډورډ بنديان کړي وو۔۔مونږ دغلته هغه کمره ( کوټه۔۔۔يا اوطاق) هم وليدله چرته چې عمراخان دغه افسران قېد کړي وو۔۔ددغې کوټې مخې ته يوه بالکوني وه۔۔ددې ځای نه د ټولې درې ښايسته منظر ليدلې شو۔۔د قيلې دفاع ډېره مظبوطه وه۔۔د قيلې په دېوالونو کې په دښمن د حملې کولو په غرض بورجلونه او واچ ټاورونه ( د څارنې ځايونهجوړ وو۔۔له دې ځايه ټوله سيمه ليدې شوه۔۔دا قلا يوازې کور نه و دا يوه مظبوطه چوڼۍ هم وه۔۔

 

د کور نوي مکين مونږ ته د عمرا خان په حقله د رازونو نه ډکې خبرې وکړې۔۔۔ويل يې چې عمرا خان به هر وخت د پيرنګي او نورو دښمنانو په ضد دلته منصوبه بندۍ کولې۔۔دده ټول خلک به هر وخت وسله بند وو۔۔افغان حکومت به هم د عمرا خان مرسته کوله۔۔

 

عمرا خان ته به افغان نپولين ويلې شو۔۔دده د ژوند کارنامې ډېرې ځانګړې وې۔۔د څه وخت د پاره عمرا خان د هندوستان حکومت پوزې له راوستې و۔۔۔۔

 

ما چې به د عمرا خان قلا ته کتل نو لا به حېرانېدم۔۔ما ددغه قلا د جوړوونکو د مهارت او علم ډېر صفت وکړ۔۔۔

 

مونږ ددې قلا د چينارونو په ګور يخ سېوري کې ددې قلا د نوي مالک سېد احمد خان سره خبرې کولې۔۔۔

 

لږ سحت پس د خان خلکو مونږ له ناشته راوړه۔۔۔د ډېرو خلکو په لاسونو کې غټ غټ پتنوسونه وو۔۔چا مېوې راغستې وې او چا پلاوونه ډوډۍ ګانې او نور خوراکونه راوړې وو۔۔

 

زمونږ حفاظتي  فوځيانو له ډوډۍ ورکړې شوه۔۔کوم چې مسلمانان وو هغوی ته د هغوی د خوښې او کوم چې سکهان او انګرېزان وو هغوی ته د خپلې خوښې ډوډۍ ورکړې شوه۔۔۔ البته هندوانو د مسلمانانو د لاس پخ کړې ډوډوۍ ونخوړه۔۔هغوی تشې مېوې اوخوړې۔۔

 

اوس ټکڼه غرمه وه ۔۔مونږ ښه بې غمه او په سور کې د چينارونو د سېورو لاندې وده شو۔۔د خوب نه پس مو بيا يو څو ساعتهڅو ګنټې) د سېد احمد خان سره خبرې وشوې۔۔۔مونږ ته داسې ښکارېدل لکه چې مونږ دلته صحبت کوو(

 picnic) ...

 

دا ځای ډېر ښکلی او ډېر پرسکونه ځای و۔۔کله چې د لمر سېوري اوږده شول۔۔۔نو مونږ خپلو کېمپونو (خېمو) ته واپس لاړو ““(2)

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

 

حواله جات۔۔۔

1...Reports on the Tribes of Dir Swat and Bajour Together with the Utman khel and Sam Ranizai...By

Captain A.H McMAHon c..s.i..c..i..e Political Agent Dir Swat and Chitral....And  Lieutenant A.D.G.Ramsay Assistant political Agent Dir and Chitral

2...The story of the Malakand field force  written by Vinsten Churchal.

3....دا خاوره او دا خلک۔۔۔۔ډاکټر خالق زيار

..........

ژباړه۔۔۔۔اکبر سيال اسلام اباد

-
بېرته شاته