(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټپه او ټپېزه

[05.Dec.2018 - 15:35]

ټپه او ټپېزه 

لیک : ‌‌‌‌‌‌ډاکتر دیدار یوسپزی

د یو مجسمه ساز نه چا تپوس اوکړۀ ـ چې تۀ د ګټې نه داسې ښکلې انځورونه څنګه جوړوې ـ هغه اووې چې " انځورونه خو پۀ دې ګټو کښې په خپله پراته دي ـ زۀ خو ترې صرف اضافي ګټه وتراشم" ـ دا خو د مجسمه ساز جواب وۀ ـ خو زمونږ خلک اوس د ټپې پۀ تراشلې مجسمې د مصرعو هغه اضافي ګټې او خټې بیا تپي ـ او پۀ دې هیله دي ـ چې یو نوے انځور جوړ کړي ـ نو ښۀ به دا نۀ وي ـ چې هغه زوړ انځور پاتې کړو ـ او دا خپلې تجربې پۀ ناتراشلو ګټو اوکړو ـ

 

ټپه چې د فصاحت او بلاغت پۀ کالو ښائسته د پښتو ادب خپل ځانګړے صنف دے ـ او پۀ پښتنه ټولنه کښې یو تاریخي او کلتوري اهمیت لري ـ نو د دې پۀ موجودګۍ کښې د ټپېزې ضرورت ولې محسوس شۀ؟  دا یو داسې سوال دے ـ چې زۀ ئې تر اوسه جواب نۀ لرم ـ کېدے شي ـ چې لیکوالانو او نقادانو پرې خپل نظر وړاندے کړے وي ـ خو د یوې مقالې دوۀ نه علاوه زما له نظره نور لیکونه نه دي تېر شوي ـ

 

ځنې ملګرو پۀ شورو شورو کښې پۀ هائیکو نیوکې کولې ـ خو چونکه هغه یو مکمل جدا صنف وۀ ـ نۀ ئې د ټپې ځائے ورکوۀ ـ او نۀ ئې ورسره د تصادم لار اختیاروله ـ خو د هائیکو دې نوي صنف پۀ خپل مخصوص بحر او وزن کښې د ځان سره نوي خیالونه راوړل او د پښتو ادبي لمن ئې خيرازه او فراخه کړه ـ ولې ټپېزې خو نه یواځې د ټپې نوم اخستے دے ـ بلکه د ټپې تاريخي حېثیت ئې هم تقریباً رد کړے ـ 

 

تر دې وخته دا خبره منلے کیږي ـ چې ډاکټر مجاور احمد زیار د ټپیزو اولنے شاعر یا خالق دے ـ او زما د علم مطابق نورو لیکوالانو لکه ښاغلي حنیف حېران،  ښاغلي بختیار تلاش ، ښاغلي صادق الله صادق او د ښاغلي رحیم الله ارماني سره سره پکښې څۀ نورو شاعرانو هم کتابونه چاپ کړي ـ پۀ مجموعي توګه زما د دې ښاغلو پۀ تخلیقي زیار هېڅ نیوکه نشته ـ ځکه چې هغه ځان ته یو جدا مضمون دے ـ

 

څنګه چې ما مخکښې ولیکل ـ چې ټپه د پښتو فوک صنف دے ـ  سینه پۀ سینه ئې سفر کړے او تر دې دمه ئې ځان رارسولے ـ او بیا پۀ تېره تېره د ډاکټر سلمیٰ شاهین کتاب د دې نایابه ټپو یوه لویه برخه پۀ خپل کتاب کښې خوندې کړې ده ـ د جوړښت پۀ لحاظ ټپېزې د ټپې یو تفهیمي شکل دے ـ څنګه چې د ټپې اولنۍ مصرعه نهه او دویمه دیارلس سېلابه وي ـ د دې نۀ مخکښې دوه یا درې مصرعې نهه سېلابه راوړے شي او ټپېزه ترې جوړه شي ـ 

 

ډېرې ټپېزې خو داسې دي ـ چې د ټپې موافق درې تشریحي مصرعې ورسره تړلے شوي دي ـ او د ټپې هغه جامع او خور وور اړخ ئې یو خاص مضمون ته مخصوص کړے دے ـ او داسې بریښي لکه پۀ مبهم خیاله شعر چې ردیف بوج شوے وي ـ خو فرق ئې دا دے ـ چې ردیف د شعر پۀ اخیره کښې راځي ـ او دا درې مصرعې د ټپېزې پۀ نوم د ټپې پۀ سر لکه د پنډ داسې بار وي لکه  د ابلاغ مرۍ چې د اضافت پۀ تورو زبېښلې وي ـ

 

ځنې لیکوالانو خپلې مکملې ټپېزې تخلیق کړي ـ د هغو تخلیقي زیار پۀ خپل ځائے خو پۀ زیاترو ټپېزو هم دغه د مصرعه بندۍ رنګ خور دے ـ کۀ مونږ د دغه ټپېزو نه هغه ټپه ( اخري دوه مصرعې) جدا کړو ـ نو هم هغه مضمون پۀ اسانه  او غېر مبهم انداز کښې قاري ته سپارلے شو ـ  زما پۀ خیال ټپه لکه د متل زمونږ پۀ ټولنه کښې یو ځانګړے مقام لري ـ او د ټپېزې پۀ نوم دا تخلیق د اضافي مصرعو سره پۀ خپله دا اقرار کوي ـ چې زما بلاغت او فصاحت د ټپې د نیمې هومره هم نۀ دے ـ

 

ځینو لیکوالانو پۀ دریمه،  څلورمه یا پنځمه مصرعه کښې خپل تخلص هم راوړے ـ او د ټپېزو حمایت کوونکي دا جواز لري ـ چې د دې شاعر به لکه د ټپې ورک نۀ وي ـ  او د بار بار لوستو سره به دا ژوندۍ پاتې شي ـ  ما چې پۀ دې حواله څۀ لږ ډېر لیکونه لوستي ـ او لیکوالانو چې د ټپېزې پۀ حق کښې څومره دلائل راوړي ـ نو زۀ د هغو نه بالکل نۀ یم مطمئن شوے ـ او زما سوالونه پۀ خپل ځائے دي ـ

 

اولنے دا چې کۀ دا یو جدا یا نوے صنف دے ـ نو د ټپې نوم ورسره ولې وتړلے شۀ ـ ځکه چې ټول ځانګړي صنفونه خپل ځانګړے نوم لري ـ دویمه چې دې صنف د ټپې د مخصوص وزن او ټاکلې شوي بحر غلا ولې کړې ده  ( نهه او دیارلس سېلابه د ټپې ځانګړي سېلابه دي ـ چې هېڅ یو بل صنف ئې نۀ لري) ـ دریمه چې ټپیزې هم لکه د ټپې پۀ اخري مصرعه کښې پۀ دوه مخصوص اوازونو "مه" یا "نهولې ختمیږي ـ

 

ډاکټر دیدار یوسفزے

-
بېرته شاته