(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنړۍ لس دینونه

[14.Nov.2018 - 18:12]

د نړۍ لس تر ټولو غښتلي دینونه؛

1-عیسایت Christianity: تر ټولو پراخه او غښتلې دین د نړۍ په مخ عیسایت دې چې 2,4 بیلیونه پېروان لري او پلویان لري، چې د نړې د ټول نفوس %33 تشکیلوي.
ددې مذهب اصل یا عقیده د پلار، زوی،  او هولي سپېرېټ (Holy Spirit) په اساس ده، دا مذهب درې مهمې شاخې لري.
1-پروتستانت Protestantism
2-کاتولیک Catholic 
3-اورتودوکسOrthodox  

2-اسلام Islam: اسلام د نړې دوهم تر ټولو غښتلې او پراخه دین دې، چې 1,8 بیلیونه پېروان یا پلویان لري، چې د نړۍ د نفوس 24,1 برخه تشکیلوي.
اسلام یواځينې دین دې چې د نورو دینونو په پرتله په چټکۍ سره د رشد په حال کې دې Most Emerging .
حال دا چې دا دین د عیسایت او یهودیت په پرتله ‌‌‌‌‌‌ډېر نوې دې.
د اسلام د دین اساس په یو خدای (ج) او وروستي پېغمبر محمد (ص) عقیده او ایمان لرل دي.
د اسلام د دین زده کړه او پوهه له قرانه راځي چې د اسلام مقدس کتاب دې.

3-هندویزم Hinduism: هندویزم د نړۍ پر مخ 1,15 بیلیونه پېروان لري، چې د نړۍ د نفوس %15 تشکیلوي.
دا دین بې شمېره خدایان یا الاهان لري، مګر بیا هم زیات شمېر هندوان د براهما Brahma پلویان دي، او په دې عقیده لري چې براهما د هر څه پېداکوونکې دې، ویشنو Vishnu د هر څه ساتونکې دې، او شیوا یا مهېشور Shiva/Maheshwar د هر څه نابودونکې دې.

4- بوداېزم Buddhism: د بودا دین 521 میلیونه پلویان لري، چې د نړۍ د نفوس %7 تشکیلوي.
ددې دین اساس یا بنیاد Gautama Buddha دې، چې د شاکا د سیمې د پاچا زوې و.
بودا یې پلار په ‌‌‌‌‌‌ډېر ناز او شوکت لوې کړې و ، خو کله چې بودا د دنیا اصلي څهره او تریخ حقیقت ولید، نو د  ارام ژوند نه زړه تورې شو او ځان یې Enlightened کړ.
بودا د ‌‌‌‌‌‌ډېرو روژو نیولو او د زیات تفکر او فکري سفرونو وروسته خپل ذهن ته ارتقا ورکړه، او له دنیوي او مادي خوشالېو او حادثو یې سترګې پټې کړې او د مرګ تر پایه پورې په عبادت کې بوخت و.

5- د چین سنتي دین Chinese Traditional Religion: دا مذهب 395 میلیونه پلویان لري، 
دا مذهب د Confucianism، Taoism ، او Buddhism مشترک ترکیب دې.
هرڅومره چې د چین د فرهنګ او کلتور سره اشنایي ولري، نو هغه به ددې مذهب سرسخته پلوي کوي، ددې دین په عقیده کې دنیکونو عبادت، جادوګري، د روحونو او پېریانو عبادت شامل دې.

6- د افریقا سنتي دین African Traditional Religion : ددې دین پلویان تقریباً 100 میلیونو ته رسیږي، چې د نړۍ د نفوس %1,40 برخه تشکیلوي.
دا د افریقایانو ذاتي او فطري دین دې.
ددې دین عقیده په کې د مذهبي کړنو، نمونو، هنرونو، ټولنو، او په کائناتو عقیده شامله ده.
دوې په دې عقیده دي چې دین د ژوند لاره ده او باید چې ټولې ټولنې او کلتورونه سره تړلي وي.

7- سېکېزم Sikhism: ددې دین پلویان 30 میلیونه تنه دي، چې د نړۍ د ټول نفوس %0,32 تشکیلوي.
دوز د یو خدای په وجود عقیده لري، چې 1500 کاله مخکی یې تهداب Guru Nanak dev اېښودې دې، د دوې مقدس کتاب د Guru Granth Sahib  په نامه یادیږي.
سېکېزم عموماً په آسیا کې مروج دې، او پلویان یې پګړې Turban وهي.

8- روح ګرایي Spiritism: روح ګرایي 15 میلیونه پلویان لري، چې په نړۍ کې %0,21 دي.
ددې دین موسس (Allen Kardec) نومې فرانسوي عالم دې، هغه په دې باور دې چې روح ګرایي یو ساینس دې، چې د انسانانو او غېر عادي یا معنوي شیانو تر منځ اړیکې څېړي.
هغه پخپله ددې دین قانون جوړ کړې او اعلامیه یې ددې خپره کړې ده.
دغه دین په وروستېو کې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات خپور شوې چې اوسمهال د نړۍ په دېرشو ملکونو کې پیروان لري.

9- یهودیت Judaism: یهودیت يو تر ټولو زوړ په یو خداې عقیده لرونکې مذهب دې، چې 14 میلیونه پېروان لري.
دا دین 3500 کاله مخکې په منځني ختیځ کې منځ ته راغلې، ددې دین زیات شمېر پلویان په اسرایلو کې مېشت دي چې دنړې د نفوس %0,20 برابروي.
دوې په دې عقیده دي چې خدای ج مونږ ته د نورو موجوداتو او انسانانو په پرتله زیات تقدس او اولویت راکړې، او هم په اخلاقي سلوکونو کې له نوره غوره یو.

10- بهائي Baha’i : دغه دین د 7 میلیونه پېروانو په لرلو سره د نړۍ لسم غښتلې دین دې، چې د نړۍ د نفوس %0,10 برابروي.
دوې د خدای (ج) په عظمت او فضیلت عقیده لري، او وایي چې د خداې (ج) پېژندل په مستقیمه توګه ناشوني دي.
بلکه د رالېږل شوو  پېغمبرانو له لارې باید هغه وپېژنو.
دوې خپل پېغمبر د بهاولله (Bahaullah)  په نامه یادوي او هم یې  وروستې پېغمبر بولي.
دوې ټول انسانان مساوي ګڼي، او جنسیت او نژاد ته اهمیت نه ورکوي.
د دوې په اند ټول دینونه یو مشترک پېغام لري، او تېر شوي ټول پېغمبران لکه عیسی، موسی، ابراهیم، بودا، او پېغمبر (ص) مني

ژباړه: Shor Roodwal

-
بېرته شاته