(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پلورالېزم، سېکولرېزم

[12.Nov.2018 - 12:58]

 پـلورالـیزم + سیـکــولـریزم = د اســلام پــرمـخــتیـا        

د دسـتـورالـمـدیـنـې په رڼـا کې    

لیک: ډاکتر رحمت ربی ځـیرک یـار

   Dr. rer. pol. Rahmat Rabi Zirakyar, Califorina, USA

zirakyar1234@yahoo.com 

نېـټه: ۱۶ سپتمبر ۲۰۱۸/ ۲۵ وږی ۱۳۹۷/۵محرم  ۱۴۴۰  دوهـمـه بـرخـه                              

څـلور کتابونو ته لـڼـډه کــتـنه

Shabbir Akhtar, The Quran and the Secular Mind. Routledge 1st ed., 2008; Bryan Winters, The Bishop, the Mulah and the Smarthphone.Resource Publication, 2015; Nader Hashemi, Islam, Secularism, and Liberal Democracy. Oxford University Press, 2012; Asma Afsaruddin, Contemporary Issues in Islam. Edinburgh University Press, 2015

پوهندوی شبیر اختـر اسلامي عـنعنه او سیکولـر(خاورین)استدلال د سوله ییزې همزیستۍ په چوکاټ کې څېـړلی دي. لیکوال هڅه کړې ده چې د لوستونکوپه اندېښنه او نګرانۍ رڼا واچوي او له دې لارې د مسلمان اوغیرمسلمان په مینځ کې بحث ته لار پرانیځي. براین وینټرز د عیسی(ع) اعمالو ته ګوته نیسي، او د محّمد(ص) خبرو/وینا ته. پوهندوی نادر هاشمي د دوه نامتو پوهاندانو ساموېل هنټينګټن او برنارد لویس استدلال ته پاټک اچوي چې اسلام ذاتا د ولسواکۍ سره غلیمي لري. د پوهاندې اسما افسرالدین کتاب د تاریخ، اسلامي څېړنې او د واګـپوهنې(سیاسي علومو) د علاقمندانو لپاره ګټوردی؛ په کتاب کې د اسلام  لیبرال استدلال کارول  شوی دی، د ښـځو په حقوقو رڼا اچول شوې ده او اسلام په کې  د دې وړ ګڼل شوی دی چې د نوې زمانې د شرایطو سره اړخ  ولګوي.

د یـوې ډېــرې حساسې او نــوکې پــېچلې موضوع په اړه،ما د څـلور  چـارپوهانـو نظـرونه ځکه د  برېښنا د څړیکې په ډول وړانـدې کړل چې لـوستونکي د راتلونکي بحث لپاره چمتو او نـوکي ارام  وي!

 

ولـې په سیکولر(غیردیني/خاورین) دولت بحث وکړم  

په افغانستان کې د جهاد له پېل او پاې (۲۵دسمبر۱۹۷۹تر ۸ اپرېـل  ۱۹۹۲) راهیسې، په اسلامي نړۍ کې د فونډامینټـلیزم(بنسټګرۍ) او مخ په زیاتېــدونکې فـرقه ګرۍ او تعصب له امله لازمه ده چې په سیکولریزم (د دولت او دین په بیلوالي)وغږیـږم. په ټولنه کې سیکولر (غیردیني) دولت په عقیدوي لحاظ ناپیـیلی دی. یانې د اسلام یا دکومو نورو دینونو د بیلابیلو  فرقودعبادت لپاره د آزادۍ او سـوله ییزې همزیستۍ پېـغام لري. نن اسلامي نړۍ د فــرقه ګـرۍ او تعـصب په جال کې ښکېـل شـوې ده! دین یوه معنوي موسسه ده، او له دې امله بایـد د دولت د ستراتجیک موخو (هـدفـونو) لـپاره استعمال نشـي، که څه هم خاورین (دنـیوي) سازمان دولت ته به اســلامــي تــخلـص ورکړل شوی وي.

له اسلام نه «اسلامیزم» جوړشو، اوله اسلامیزم نه د«اسلامي ټروریزم» جـرړې راووتلې. پـه لویدیـز کې داسې فکرکېـږي چې «ټـروریــستي اسلام» یا «اسلامي ټروریزم» د اسلام  نوې ښکارندې (پـدیـدې) دي. له دغه ډول ارزون نه سړی داسې اټکلولی شـي چې د ترهګـرۍ (ټروریزم) د وېـجـاړولو لپاره دې اسلام له مینځه وېوړل شي، یادې مسلمانان عیسوي دین ته واړول شي!؟ خو که دغه  طریقې مناسبې یا اغــیزمنې نه وي، نو بیا درېمه لار داده چې د معـتدلو مسلمانانو سره دې ټــلـوالـه جوړه شي.

کوټلې پوښتنه داده چې مسلمانان ولې اورپکي(افراطي) شول؟ په درې دلیلونو:

(۱) صلیبي  جنګونو د مسلمانانو په  ضد په ۱۰۹۵م کې  پېل شول او په اروپا کې د جرمن مولوي مارتین لوتر(۱۴۸۳ تر ۱۵۴۶ز) د دیني اصلاحاتو د رامینځته  کېدلو په مهال یې دتعصب لمبه غلې شوه. پاپ به اروپایان هڅول چې په صلیبي  جنګونو کې به هم غـنایم لاسته راوړي، هم به له ګناهـونو پاک شي، او هم به جنت ته لاړشي.

(۲) لویدیز امپریالیزم (برتانیې او فرانسې) د لومړۍ نړيوالې جګړې په مهال په ۱۹۱۶کې، د عثماني دولت په  حاکمیت کې دعربو پرته زمکه د نفوذ په ساحو ووېـشله،او د خپلې خوښې کرښې یې پکې ووېستلې(لکه په افغانستان کې ډیورنډ لاین). په دغه امپریالیستي ویـش کې د عربانو ملت سازۍ ته پاملرنه نــه وه شـوې او په دې ډول یې د عربانو نیشنـلیزم ته پاټک واچاوه. نـږدې یونیم کال وروسته د ۱۹۱۷ د نومبر په ۲ نېـټه، د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر  آرتر جیمس بلفـور په فلسطین کې «د یــهودانو دملي دولت» موضوع راولاړه کړه . د ۱۹۴۸ د مي  په ۱۴ نېټه د لویدیز په ملاتړ  د اسرائیلو دولت رامینځته شو او د امریکې ولسمشر هیري س. ټرومـن (۱۹۴۵تر ۱۹۵۳) په ګړندي ډول  په رسمیت وپــېـژانــد. خو فــلسطـینیان لا تر دې ګړۍ له خپل دولتي نظام نه محروم پاتي دي او د  اسرائیلو د اپارتاید سره مخامخ دي. د فلسطینیانو د کرغېـړنې وضعې د پوهېدلو لپاره ولئ:

Jimmy Carter, Palestine: Peace Not Apartheid. Reprinted ( Simon & Schuster, September 2007); Rashid Khalidi, The Iron cage: The Story of the Palestinian Struggle for Statehood. (Beacon Press 2006); James Petras, The Power of Israel in the United States. (Clarity Press, Inc., 2006); Norman G. Finkelstein, Beyond Chutzpah: On the Misuse of Anti-Semitism and the Abuse of History. University of California Press, August 2005; Alan M. Dershowitz, Chutzpah*. Little Brown and Company,1991

*) «چوتڅپا» جسارت اوافراط ته وایي. د امریکې په نامتوهـارورډ پوهـنتون کې د نامتو حـقوقـپوه  پوهاند الان م. درشویتـڅ په کتاب د کره کتنې(نقد)، اود څـېـړنـغـلا(ادبي غلا) د دعوې د ارت بحث لپاره ولولئ:

 

“Scholar [Norman G.] Finkelstein calls Professor Alan Dershowitz’s new Book on Israel a <hoax>”, Democracynow.org (24 /09/2003)[28 June 2017]; John Wiener, “Giving Chutzpah New Meaning: Alan Dershowitz is on the defensive over his research on the Israeli-Palestinian conflict,” The Nation, June 23, 2005

 

pastedGraphic.png

فــبروري ۱۹۸۳:د امریکې ولسمشر رانالــد رېـګن(۱۹۸۱تر۱۹۸۹) په سپـیـــنه ماڼۍ کې افغان مجاهـدین داسې معـرفي کــړلدا ښاغـلي د امــریکې د موسـسو پــلارونـو اخــلاقـــي معـادل دي

 

په ۱۸۹۳کې انګریزانو په امیرعبدالرحمن خان د ډیورند رټلی استعماري تړون وروتپلو. خو نږدې  ۴ کالونه وروسته په  ۱۸۹۷ کې د وزیرستان له مده خېلو نه د ډېورند تړون په ضد د  وزیرستان د ولس له خوا وسله وال پاڅون پېل شو. دغه ولسي پاڅون له وزیرستان  نه پکتیا، څمکنیو، اپریدو، مومندو، ساپـیو، د  شیخ بابا شینوارو، باجوړ او چترال ته وغځید او  یو کال اوږد  شو. د  دغه اوږد ولسي پاڅون له امله، انګریزانو د  لر افغانستان (پښتونخوا) اداري سیمې ته د بې مسما اسم (شمال-مغربي سرحدي صوبې) هویت ورکړ. انګریزانودغه بې هویته نوم د پښتنود بېــهویت کولو لپاره غوره کړی و. ۱۰۹ کالونه  وروسته د ۲۰۱۰ په اپرېل کې، دغه بې هویته نوم په خیبر- پښتونخوا واوښت.

(۳) د شوروي اتحاد د هغـه مهـال مـشـر سکـریـټري جـنرَل لـئونـید بریـژنف (۱۹۶۴تر۱۹۸۲واکمن) په دې  باور و چې یو ځل یو هېـواد سوشلیستي شو، بیا بل نظام ته نشي ورتللی(دغه دریځ په «بریژنیف ډاکترین» شهرت  لاره). د ۱۹۷۹ د دسمبرپه  وروستنۍ  اونۍ کې پخواني شوري اتحاد په افغانستان یرغل وکړ. په دغه یرغل سره افغانستان له حائل(حفاظ، ډال) حالت نه راووت. د  دغه یرغــل په وړانــدې، عموما د امریکې دریځ دا و چې کیڼمترقي نظامونه تـحـدیـد کړي. د خـپل دغه دریځ په رڼا کې،امریکې دعرب او عجـم ټـلواله جوړه کړه. د اسلام  اوعیسویت په دغه ټـلواله کې د افـراطي اسلام ملاتړته اړتیا وه.

 

د مسلـمـان سـر د خــېـټـې لانـد ې شـوی دی

 

د افغانستان د پخواني کډوال پاچا محمد ظاهر شاه(۱۹۱۴تر۲۰۰۷ز) غټ مشاور اودیني عالم  استاد عبدالستار سیـرت به د ۲۰۰۱پورې  ویل چې په نړۍ کې د«جهاد» او«مجاهـد» الفاظو نوم وېـستلی دی او په نورو (غـربي) ژبو  کې یې رواج میندلی دی!  خو د ۲۰۰۱په  سپتمبر کې چې په نیویارک  ښار کې د امریکې دنګې ماڼـۍ ړنګې شوې او په واشنګټن ډي. سي. کې د دفاع وزارت ټکنی شو، د جهاد او مجاهـد نومونه وچ شول او ځــای یـې پـه رسنـیو کې اسـلامي ټـروریـزم  او  اسلامي ټرورستانو ونیو. د امریکې له پخوانو اسلامي ټلوالانو نه تالي څټي، او له نورو نه یې چې د «اسلامیستانـیــانو» ټاپه یې خوړلې وه، پاڅونـوالان جــوړشول. زه د ایراني منوراکبر ګنجي په درد پوهېـږم چې  مسلمانان باید خپل دین د سیکولریزم سره د  «سیکـولــر اسلام» په شکل پوخلا  کړي او  خپل سپـېـڅلی کتاب بنسټګرانو(آیزیس، القاعدې، بوکوحرم، او په سوریه  کې د النصرجبهې) او نورو تورتــمګرانو ته ډالۍ نـکـړي.

تش پولېــمیک(جراوبحث) اغیزمن نه دی. د اسلام په  نوم سوپرسـټـیشن(خرافـات) ګـټه نـلري. عملي انساني ورورولي، ټولنیز مساوات د دیــنـوال او غیردیـنـوال لپاره حتمي دي. که څه  هم اسلام  تقریبا  د ۱۲ پېـړیو په  اوږدو کې د پخوانۍ  متمدنې نړۍ غټه برخه په ولکه کې لــرله، خود مسلمانانو فــکري غـفلت د هغوی تمدني پرمختګ ته پاټک  واچاوه. د هغې زمانې  د ټکنالوجۍ اوفتوحاتو په سویه، د مسلمانانو د ځانـلـوړتیا شعـور(سوپېـریاریټي کامپلېکس) او غـرور هغـوی دېـته وهڅول چې له لاسته راوړل شوو غنیمتونو نه خوند واخلي، او د دغسې  مجلل ژوند په  اوږدو کې علم او څېـړنه د تاریخ کندې ته واچوي!  په معنوي لحاظ  هغوی  په دې بسنه وکړه چې سپـېڅلی قرآن ولولي، بې له دې چې تحلیل یې کړي او نتیجه ترې راوباسـي. په  دغه عملیه کې د مسلمان سر د خېـټې  لانــدې شو، شعـور شــډل شو، د څـلورښـځـتوب د مشروعیت له امله کورني نفاق زور ومیند، او زمکه د ژوند د تامین یواځینۍ وسیله شــوه. په دغــه ډول وروسته پاتي کوچـیاني - بزګري چاپـېــریال کې عِـلـم اودعِــلم استعـمال(ټکنالوجۍ) تــه  پاټک اچول شوی و او څوښـځـتیا په زرپ کې وه.

په خټه پښـتنـه عالیه راوي اکبر د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي په دریم  ټولګي کې وه چې د پلار له خوا پرې د یوه بې سواده خو پیسوال زاړه سړي سره واده تحمیل شو. دواړه امریکې ته کډوال شول او په ویرجینیا ایالت کې میشت شول. عالیې د خپل کتاب د ننتوځ (اِینټروډکشن) په پای کې د نـړۍ د نامتو ساینس پوه اَلبرت آینـشـتاین(۱۸۷۹تر ۱۹۵۵) دا اقتباس خوندي کړی دینړۍ د ژوند لپاره یو خطرناک ځای دی؛ نه له دې امله چې خلک  شریـر دي، بلکې د هغو خلکو له امله چې په دغه اړه هېـڅ نـکويعالیه راوي اکبر زیاتوي چې د شمالي ټلوالې مشر احمدشاه مسعود دشورویانو/روسانو سره همکاري لرله. لیکوالې په افغان طالبانو هم ټونګه کړې ده: طالبان د پښتونوالې له امله بن لادن په افغانستان کې ساتلی  و. خو طالبانو په بله موضوع کې هغې(راوي اکبر) ته ویلي وو چې هغوی هـرڅه د اسلام له مخې کوي!   مخ ۱۶۵.  ما د عالیه راوي اکبر د کتاب ځینې برخې په اِیـنـټرنېټ کې ولوستلې:

Alia Rawi Akbar, Crisis Confronting Afghan Women: Under the Shadow of Terror. Dog Ear Publishing/USA, 2010  books.google.com  [July 1, 2017].

 

ټکنالوجي جغـرافیه له میـنځـه وړي خو فکرونه نــږدې کوي

 

په علم  او ټکنالوجۍ کې د ګړندۍ بدلېدونکې نړۍ پیچلتیا اوعقلي پرمختګ انسانان دېــته اړکوي چې ځانونه په پـېـچلي فکراو څرګند دریځ سمبال کړي! د چاپخانې،ریډیو،ټلویژن او برېـښناجال(اِینترنېټ) د استعمال له لارې په دیني خدماتوکې بدلون راځي. د آیفون له لارې مولویان کولی شي چې خپلې ویناګانې د خپلې حلقې غړو ته وړاندې کړي. لاسي آیفون د  مولوي، امام، اود یهودي، بودیست او عیسوي مولوي ځای نیسي. په بله وینا،جغـرافـیه له مینځه ځي. ښایي بریښناییز حج، او په غټه مکه، درنه مـدینه اوبیت المـقـدس کې برېـښنایـز  لـمونځ هم ممکـن شي!؟ دا هم نـری امکان لري چې آنـلایــن جنازې به رواج شي. په بله وینا،د عِلم استعمال(ټکنالوجي) زموږ په مَعنوي -  دیني ژوند اغیزلرلی شي. د پرلپسې ګړندي بدلون پـه  مهال، مشکله ده چې انسان او د ژوند ډکون(محتوا) یې ځای په ځای ثابت پاتی شي. اوس په «سمارټ فون» کې نړۍ پرته ده. څیړونکې براین وینټرز کاږي چې د عـیـسـی(ع) اعـمـال مـهم وو او د مـحّــمد(ص) وینا! خو هیچا په لیکوال ویـــنټـرز پسې د تکـفـیرچغه نه ده وېـستلې.

Bryan Winters, The Bishop, The Mullah, and the Smartphone: The Journey of the Two Religions into the Digital Age. Resource Publications (May 2015).

عـیسوي دیـن د اسلام له دیـن نه ۶۲۱کالــونه مـشر دی. عـیسویت د ۲ ساینس پوهانو کــوپرنیکس(۱۴۷۳تر۱۵۴۳)او ګالیـلیو(۱۵۶۴تر۱۶۴۲) سره په ټکر کې  و. ټکنالوجي باید د انسانانو کار اسان کړي. خو له بـدې مـرغـې وینو چې د پرمختـلـلې ټکنالوجۍ په مهال په اسلامي نړۍ باندې د دیني فوڼـډامینټالیزم وزرې خپرې شوې دي. آیا ټکنالوجي دیني عقیده بې اتباره کوي؟ آیا ټکنالوجي د دین ځای نیـسي؟ ښایي دغـه ډول وېـره به د موډرنیزم او دیني  فـوڼـډامینټالیزم په مینځ کې ټکر راولاړوي؟

کله چې انسانان له خپل تېر وخت نه ځانونه لرې  وساتي، امکان لري چې د خالق/هسک څښتن سره به یې علاقه ټکنۍ شي؟ خو که خلک غواړي چې په هسک څښتن عقیده ولري،باید ټکنالوجي وېــجاړه کړي!؟ آیا اوسنی انسان په ډاګه ویلی شي چې دین د پرمختګ غـلیم دی؟ ایا زما په کړکیچو(ماته ګوډه) عـقیده، دا به روغه وي چې انسان باید د خپلې زمانې انسان وي؟ نن جومات، کلیسا او یا کوم بل عبادتـځای له ښار او کلي نه بـهر په غیرجسمي ډول په آیـپـاد او آیـفـون کې پراته دي. خو هغه څه چې اوس په نړۍ کې د اُورپکو(افراطیانو) له خوا د هسک څښتن په نوم اجرا کېـږي، خلک له هـسک څښتن نه لرې کوي.

Chris Stedman, Faitheist: How an Atheist Found Common Ground with Religion. Beacon Press: October 2013.

د ۳ دینونو د تاریخ لپاره ولولۍ د  پخوانۍ راهبې کتاب

Karen Armstrong, A History of God from Abraham to the Present: 4,000-year Quest for God. Ballantine Books, 1994

عیسی(ع) د موجود اوډېـرقوي دولت سره په ټکرکې و،اود دې وس یی نه لاره چې دولت جـوړ کړي او ویې uچلوي. خو د هغه معـنوي او اخلاقي ویناګانواو سوله ییزواعمالود خلکو فکرونه روښانه کړل او د رومن امپراتورۍ ماڼۍ يې ولړزوله. د نوي انجیل له مخې د اسرائیلو دیني مشران دعیسی(ع) د وژنې مسئول وو(نوی  انجیل: ماتیو۲۶: ۳تر ۴). خو حضرت محّمد(ص:۵۷۰تر۶۳۲م) نه یواځې د هسک څښتن پیغام رسوونکی و، بلکې دولت جوړوونکې، واکمن او سیاستـپوه هم و.

د سیکولریزم ګټه دا ده چې د انسان فکر او ذهن ته پاټک نه اچوي، بلکې اجازه ورکوي چې د کومې موضوع په اړه څیـړنه وکړي. انګریزانو په ۱۹۴۷ کې پاکستان د کُمـپرادور(دلال) اسلامي دولت په شکل خلق کړ چې د افغانستان او پخواني شوروي-کمونیستي نظام په وړاندې اسلامي مورچل ونیسي.

نن په پاکستان کې مسلمان او غیر مسلمان سیکولر دولت غواړي: غیرمسلمان پاکستانیان(عیسویان)سیکولر/غیردیني دولت غواړي ځکه چې تور پټکیزه، سور پټکیزه، شین پټکیزه ...او زیـړپټکیزه پاکستاني طالبان یې په عذابوي او وژني یی. پخپله زېـږېـدلي مسلمانان اوغیر دیني/سیکولر شوي پاکستانیان کله  ناکله د پخواني متحد هیند(اِیــنـډیا)خوبونه ویني. د اِیـنډیا نوم له «اِیـنـدوس» (اباسین) نه اخیستل شوی دی. یانې د هیند اوافغانستان طبیعي/اصلي سیاسي پوله اباسین دی! اباسین دی  مینځګړی...افغان دېـــخوا  اِیـنـډیــا اخوا!

په برما کې مسلمانان یو کوچنی اقلیت دی چې «روهینګیا»نومیـږي. خو بودیست مولویان یې د کلک تعقیب لاندې نیسي. په افغانستان کې د مجاهدینو په راتګ سره  هم په افغان سیکانو او هندوانو ظلم شوی و. په سیکولریزم کې نه یواځې دا چې دیني یا مذهبي لږیان د ازاد عبادت حق لري، بلکې سیکولر(غیردیني) هېـوادونه خپلو خلکو ته اجازه ورکوي چې دین ولري یا یې ونـلري. دغه شان په غیر دیني دولت کې داسې دین مجاز نه دی چې امتیاز ولري او/یا نور دینونه له دغه امتیاز نه محروم وساتي. په غیر دیني دولت کې د یوه دین مراسم په بل دین نشي تطبیق کېـدلی. لکه چې  وینو، سیکولریزم باید د دین او دولت  تر مینځ د تړون مقام ولري او هر اړخ باید د بل اړخ بریدونه په رسمیت وپېـژني.

Secularism.org.uk

لاندې دوه کتابونه هم د سیکولریزم او سلافي جهادیزم د بحث لپاره ګټوردي:

Loren D. Lybarger, Identity & Religion in Palestine: The Struggle between Islamism and Secularism in the Occupied Territories (Princeton Studies in Muslim Politics) August 2012; Shiraz Maher, Salafi-Jihadism: The History of an Idea. Paperback (Penguin, 2017).

 

-
بېرته شاته