(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمونږ دباچا

[11.May.2018 - 06:36]

د پاچا خان خبرې د باچاخان د شلم تلين په مناسبت

په پښتنو كښې بغض او كينه ده . يو پښتون د بل پښتون دشمن دى .  اتفاق نشته ، ته زما په خوشحالۍ خوشحاله نه يې او زه ستا په خوشحالۍ خوشحاله نه يم. ته زما خير نه غواړې او زه ستا خير نه غواړم . ته زما په بربادۍ خوشحاليږې او زه ستا په بربادۍ خوشحاليږم . زه تا وژنم او ته ما وژنې

 

نن څه لږ ډير اميد پيدا شوى دى چې دا ستاسو مينه ، دا ستاسو محبت ، دا ستاسو جوش او دا ستاسو احساس وينم 

خو اى وروڼو پام وكړئ . زه تاسو ته اپيل كوم . په مونږ باندې خداى فضل كړی دى . نن يې مونږ راويښ كړي يو ، مونږ ته يې نن يوه جذبه راكړې ده . په مونږ كښې يو احساس پيدا شوى دى . زما دا خبره په ياد لرئ . دا خلك په دې خوښ نه دي . د همدې د پاره زه تاسو ته وايم ، دلته چې مونږ څه كارونه كوو ، هغه د ملك او خلكو د پاره كوو . زمونږ شريك ملك دى . مونږ ټول د يو بابا اولادونه يو . مونږ ټول پښتانه يو . كوششونه كيږي چې په مونږ كې اختلاف پيدا شي .

 

زما تاسو ته دا عرض دى چې اى وروڼو ! خپل دوست او دشمن وپيژنئ ، ګټه او نقصان و پيژنئ. كوشش وكړئ چې څوك په مونږ كښې  اختلاف پيدا نه كړي. 

ما سره دا وعده وكړئ چې تاسې به كوشش كوئ او خلك به پوهوئ ، دا كوم احساس ، دا كومه جذبه چې په مونږ كښې پيدا شوې ده دا وساتۍ .

د كوم قوم چې  د كرسۍ د پاره ، د اقتدار د پاره شوق پيدا شي ، نه په هغوي كښې  اتفاق راځي  او نه ترقي راځي.

نن وكورئ  مسلمانانو ته . اسلام خو ورورولي ده ، آبادي ده . زمونږ څه حال دى . تاسو اول د افغانستان خلكو ته وكورئ . دا جنګ د امريكې جنګ دى په مينځ كښې پښتانه تباه كيږي . يو خوا پښتانه او بل خوا پښتانه . تاسو له ما سره وعده وكړئ چې د پښتون د يووالي د پاره به كار كوئ.

 

   دا د پاخان خبرې وې چې له نن نه يي25  كاله د مخه ګړې وې .

 

هغه د پښتنو په بې اتفاقۍ خپه ؤ ، هغه د پښتنو په بربادۍ زوريده ، د هغه فكر  د پښتنو تر منځ  د  بغض او كينې په خاطر   پريشان ؤ . د هغه زړه  ديو  پښتون په لاس د بل پښتون  په وژلو  غمجن او فريادي ؤ. 

پاچان خان پښتنو ته په ذهن كښې دا خبره اچوله او په غوږونو كښې  يې  ورته د خطر زنګ  غږ ولو    چې اى پښتنو !  دشمنان ستاسو په منځ كښې اختلاف اچوي  او ستاسې د بربادۍ د پاره رنګارنګ سازشونه كوي. 

د پاچاخان په پورتنيو خبرو كښې  دا فلسفه پرته ده او  پښتنو ته دا پيغام پروت دى چې  په منصب او په څوكۍ تير نه وځي  او   خپله  پښتو او پښتونواله له  منصب او پيسو  قربان نه كړي.

پا چا خان په رښتيا يو ستر رهبر او مشر ؤ ، هغه په قام كښې اصلاح غوښتله ، هغه  پوهيده چې د پښتون قام بيمار دى ، هغه ددوي په بيمارۍ پوهيده ، هغه لكه يو ډاكټر د  پښتنو د بيمارۍ  د علاج د پاره ډيرې  نسخې وليكلې  ،    كله چې پاچا خان ژوندى ؤ نو د كوتو په شمير  پښتنو  د خپلى  بيمارۍ د علاج د پاره دپاچاخان له نسخو څخه كار اخيستلو  خو كله چې هغه له مونږ نه د تل لپاره بيل شو  نو  اوس څوك له  هغو نسخو څخه كارهم  نه اخلي.  

د پاچا خان پورتنيو خبرو ته چې سړی ځير شي نو دا به ورته ښكاره شي چې هغه خبرې د نن ورځې له حالاتو او ماحول سره مطابقت لري . د دښمنۍ خبرې ، د بې اتفاقۍ خبرې ، د څوكۍ د شوق خبرې ، د بغض او كينې خبرې   د ناپروائۍ خبرې  د ترهګرۍ خبرې دا ټولې خبرې  نن هم په پښتنو كښې موجودې دي.  هغه  دا خبرې   په 1986 م كال كښې كړې وې  خو هغه  د 2011 م كال خبرې دي  او دا به ترڅو چې دا دنيا ودانه ده او تر څو چې پښتانه د ځمكې پرمخ ژوندي دي دا خبرې به زړې نه شي. او د پا چاخان  فلسفه به د تل د پاره ژوندۍ وي. 

د پاچاخان نظر يو پراخ نظر ؤ ، هغه هر څه ته متوجه ؤ  . پاچا خان د پښتنو د يوالي ، اتحاد او اتفاق د پاره ،  د پښتون قام د سرلوړۍ او ترقۍ د پاره ،  د پښتون قام د حقوقو د ترلاسه كولو  د پاره  نه ستړې كيدونې مبارزې وكړې . هغه په دې لار كښې ګړاوونه وكالل ، هغه  د خپل خوږ عمر ډيرې  رڼې ورځې   بنديخانو په تورتمونو  كښې  له  تكليف او عذاب  سره  تيرې  كړې.  هغه د پښتون  قام د  سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي  ، اجتماعي  او ملي حقوقو د تر لاسه كولو په خاطر د يو سياس ستر  تحريك  زبردست ټينګ بنسټ كيښود او له پښتنو يې وغوښتل چې په دې  بنسټ د پاسه   د پښتون قام  د بقا او ترقۍ عمارت   جوړه كړي .

له ډير افسوس سره بايد ووايو چې د پاچاخان په دې فلسفه يا خو پښتانه پوه نه شول  او يا هم  پښتنو له بې پروائۍ څخه كار واخيست .  د پاچا خان په فلسفه او د پښتنو په عمل كښې يو ستر تضاد موجود دى.  پښتانه دا مني او په دې خبره پوهيږي چې پاچاخان  د پښتون قام يو ستر خدائي خدمتګار ؤ او هغه د پښتون قام  د عزت او حرمت د ساتلو د پاره هلې ځلې كولى  خو پښتانه د پاچاخان د سياسي تحريك  د پر مخ بوتللو په كار كښې پاتې راغلل . د پاچا خان د سياسي  تحريك   د موټر پايې  له كاره ولويدى او چا يې د ترميم او جوړلو فكر ونكړ. 

پاچا خان په كال كښې يو ځل ياديږي ، هغه هم په څو  مختصرو غونډو كښې . پاچاخان د پښتنوكاندي دى  . په هندوستان كښې  د هندوستان  له زرو مليونو نه زيات  وګړي د مهاتما كاندي د فكر او فلسفې پيروي كوي  او هغه دخپل سرنوشت مشال ګڼي ،  په پاكستان كې يو سل او پنځوس   مليونه پاكستانيان  چې پښتانه هم پكښې شامل  دي د علي جناح د فلسفې په رڼا كښې د پاكستان موجوديت  ته د احترام سرونه ټيټوي  او درناوى يې كوي ، خو پنځوس مليونه پښتانه د  پاچاخان له فلسفې څخه ناخبره دي ، پاچاخان  د نړۍ يو ستر سياست دان ؤ خو پښتون قام ترې ناخبره دى ، همدا سبب دى چې پښتانه  د  سرګردانۍ په عالم كښې لالهانده او پريشانه ښكته پورته ، يو خوا بل خوا  لكه يتيمان بې آسرې   ګرځي راګرځي. اوس ښايي چې د پاچا خان د سياسي تحريك د موټرپايی ترميم  شي تر څو دا موټر روان شي . مونږ ټول بايد ددې پايو د ترميمم د پاره سره لاسونه وركړو او  په سياسي بيدارۍ سره ، له پښتني مينې او احساس سره   دا  ولاړ موټر په حركت راولو.

  

قامي اصلاح  او د مدرسو جوړول : 

پاچا خان د قامي اصلاح په فكر كښې   ؤ  ، هغه د قامي اصلاح د پاره  قامي تعليم  ضروري او حتمي ګڼلو . هغه د همدغه هدف د تر سره كولو د پاره ښونځي جوړ كړل .

له پاچاخان سره دا فكر ؤ چې پښتانه بايد په خپله ژبه تعليم وكړي او شاكردان دې بايد په ديني او ملي جذبه وروزل شي ، په همدې فكر هغه د خپلو ملګرو په مرسته  ډيرې مدرسې جوړې كړې چې په دې كار كې ورسره حاجي صاحب مخفي ، مولوي عبدالعزيز ، مولوي فضل ربي  او زما نيكه د ارواښاد رشتين بابا پلار مولوي تاج محمد خان نظري او عملي همكاري وكړه. 

 پاچاخان د دير د خال په كلي كښې يوه مدرسه جوړه كړه ، پاچاخان او مخفي صاحب پكښې د ښوونكو په حيث كار كولو ، په دغه مدرسه كښې په سلكونو شاګردانو سبق ويلو . د ملاګنډ د پيرنګي پوليټيكل په وينا د دير نواب دغه ښونځی وران كړ . پاچا خان او مخفي صاحب له دير نه وشړل شول . پاچا خان بيا په خپل كلي اتمانزو كښې د دوستانو په مرسته يو آزاد ښوونځی پرانيست . 

په كال 1914 م كښې د ترونكزو حاجي صاحب سره د نورو ملګرو چې زما نيكه مولوي تاج محمد خان هم ورسره ؤ آزادو قبائيلو ته لاړل چې د انكريزانو په ضد خلك راپاڅوي . په دې وخت كښې د ترونكزو حاجي صاحب او دده ملګرو د آزادو قبائيلو په سيمو كښې ډيرې مدرسې جوړې كړې . مولوي تاج محمد خان د ټولو مدرسو مهتم شو او په مهتم صاحب مشهور شو. د كدر ددارلعلوم  لومړنی مدير مولوي تاج محمد خان ؤ. 

  انكريزان د پاچاخان د اصلاحي فكر سره مخالف وو ، انكريزانو نه غوښتل چې پښتانه د تعليم خاوندان شي ، دپا چا خان له خوا جوړ شوي ښوونځي او مدرسې يې ورانې كړې او پاچا خان يې په همدې ګناه څو څو ځلې زندان ته واچولو. 

د افغانستان  محترم جمهور رئيس حامد كرزي  يو ځل په خپلو خبرو كښې دا يادونه وكړه  او داسې يې و ويل  : ” كله چې پاچا خان  پښتنو ته ښونڅي جوړ كړل نو پيرنګيانو هغه په جيل كښې واچولو.” 

اوس هم هغه حالت دى ، په سوات  او د پښتنو په نورو سيمو كښې په سل هاو ښوونځي له منځه  يوړل شول   او په لك هاو د پښتنو اولادونه له درس او تعليم څخه پاتې شول . د پښتنو دشمنان په دې پوهيدل چې  پښتنو تعليم ته مخه كړې ده ، ددوي اولادونه تعليميافنه شوي دي ، دشمنان پوهيدل چې په پښتنو كښې لكه قدير خان د اتومي  وسلو ماهران هم پيدا شوي دي ، هغوي پوهيدل چې په پښتنو كښې  قوي سياست مداران ، دانشمندان او پوهان پيدا شوي دي ، نو ځكه يې د پښتنو پر ځمكه اور بل كړ . 

په افغانستان كښې د پښتنو په سيمو يې  بمبارۍ وكړې ، په دې سيمو كښې  يې  تعليمي ، اقتصادي ، فرهنګي ، تجارتي او نورې حياتي چارې ګډې وډې كړې . 

په دې سيمو كې يې بد امني منځ ته راوړه . دا د پښتنو د دښمنانو كار دى چې نه غواړي پښتانه ترقي وكړي ، 

د پښتنو دشمنانو  د پښتنو هيواد په دوو برخو وويشلو ، صوبه يې جدا كړه خو د پښتنو په حقوقو يې  سترګې پټې كړې . 

په پختونخوا كښې  يې  پښتانه په خپله ژبه له تعليم څخه بې برخې وساتل . پاچا خان غوښتل چې پښتانه په خپله ژبه تعليم حاصل كړي خو د پاچاخان  په دغه ستر ارمان باندې خاورې واچول شوې. پاچاخان غوښتل چې په وطن كښې د علم او پوهې له لارې  يو انقلاب راولي ، او ددې نقلاب د پاره ده غوښتل چې  عالمان او پوهان وروزي . پاچاخان به چې هر وخت  د قامي خدمت بيرغ اوچت كړ نو د دشمنانو له خوا به ونيول شو ، بيرغ به يې ورته څيرې څيرې كړ  او او دى به  جيل  ته  واچول شو خو  سره له دې بياهم  پاچاخان  تر مركه دا مبارزه جاري وساتله  او چا يې  مخه ونه شوه نيولې . د هغه مبارزه يوه حقيقي او د خلكو د پاره د خدمت مبارزه وه ، پاچاخان په مال او دولت خرڅ نه شو ، پاچا خان  خپله پښتو او خپل پښتون قام د منصب او مقام په مقابل كښې خرڅ نه كړ . هغه خپل عزت وساته ، هغه خپله پښتووساتله  ، هغه خپل احترام وساته. 

 كوم عزت او احترام  چې   پښتنو د پاچاخان كولو هغه عزت د پاچا خان نه پس د بل چا نه دى شوى .  په داخلي او بين المللي سطح چې د درنښت كوم مقام   هغه حاصل كړی ؤ ، هغه مقام بل چا تر اوسه حاصل نه كړاى شو  .   هغه يو نابغه رهبر ؤ.

د پاچا خان مقام ته څوك رسيدلى نه شي ، د پاچا خان لمسی  اسفند يارولي هم  له پاچا خان سره مقابله نه شي كولى. پا چاخان  د پښتنو له دشمنانو سره هيڅ پټه او ښكاره معامله ونكړ ه ، هغه په دولت کښې د كوم مقام غوښتنه ونه كړه او نه يې د چا غوښتنه ومنله . هغه په خپله يو مقام ؤ ، داسې مقام چې هيڅ مقام ته يې رسا قد ټيټ نه شو . هغه په عزت ژوند وكړ او په عزت سره له دنيا رخصت شو .  پا چاخان د سياست يو پوهنتون ؤ ، پاچا خان د علم او پوهې يوه مدرسه وه ، پاچا خان د اخلاقو او انسانيت يو مركز ؤ.    په دې پوهنتون ، په دې مدرسه او په دې علمي مكز كښې ډير خلك وروزل شول  او وپالل شول. 

پاچاخان   د ورورولۍ او عزيزولۍ خبرې كولې . پاچا خان چې  په افغانستان كښې ؤ نو هغه  د افغانستان ټولو سيمو ته سفرونه  كول ، هغه به په ښارونو ، كليو او بانډو ګرځيده ،  له ټولو ولسونو سره به يې ليدل كتل كول  ، له پښتنو ، تاجكو ، هزارؤ ، ازبكو ، تركمنو ، نورستانيانو او بشه يانو سره به يې ناسته ولاړه كوله او ټولو ته بې د افغانانو په سترګه كتل.  هغه به له ټولو سره د يووالي ، او اتحاد خبرې كولې  ، هغه به له ولسونو سره د عزيزولۍ او مينې محبت  كيسې كولى. 

پاچاخان د مليونونو انسانانو په زړونو كښې د انسانيت او سړيتوب دنګ برجونه ودرول . هغه د خدايي خدمتګارۍ سياسي تحريك  جوړ او د خپل ، منطق ، ايمان او پښتو  له زور او طاقت څخه په استفاده يې د زورمندانو او جابرانو  ملاوې ماتې كړې .  د هغه ارداده قوي وه ، د هغه عزم ټينګ ؤ ، هغه يو  ثابت  قدمه مبارز ؤ ، د هغه د مبارزې مخه  چا نيولې نه شوه .

پاچا خان د يو باشعوره سياسي شخصيت په حيث دنيا ته ثابته كړه چې پښتون يواځې د ټوپك ملګری نه دى بلكې يو باشعوره ملت دى 

     څنګ به د قام او دملي شعور معراج ته رسو 

د لر او بر پښتونه يو شه چې مزل پوره شي 

. پا چا خان  د تشدد طرفدار نه ؤ ، هغه به ويل چې له تشدد نه نفرت او د عدم تشدد نه محبت پيدا كيږي .  نن مونږ پښتانه له هر څه نه زيات د پاچاخان د عدم تشدد فلسفې ته ضرورت لرو . نن د پښتنو په سيمو كښې انفجارات كيږي ، روزانه په سل هاو بيګناه پښتانه وژل كيږ ي . يو ويشتم قرن دى ، دنيا چيرته رسيدلى او د پښتنو د تعليم مخه نيول كيږي ، ښوونځي او پوهنتونونه يې ورانيږي  او تړل كيږي. 

د پښتنو  اولادونو ته  په مدرسو كښې  د ترهګرۍ او ځان وژنې درسونه وركول كيږي ، د پښتنو اولادونه د يو ويشتم قرن د تعليم څخه بې برخې پاتې كيږي ، د پښتنو اولادونه د علم او نوې تكنولوجۍ له  فيض څخه بې برخې پاتې كيږي . 

دا ولې  ؟ 

هو !

دا ددې  د پاره چې پښتانه د پاچاخان  په فلسفې عمل نه دى كړی .

دا ددې د پاره چه پښتون  د خپل دشمن  په لمسه د خپل قام د ترقۍ  په وړاندې  ديوالونه  درولي دي . 

دا ددې د پاره چې په پښتنو كښې د بغض او كينې  د سرطاني مرض علاج نه دى شوى.

دا ددې د پاره چې يو پښتون د بل پښتون خير نه غواړي.

دا ددې د پاره چې د پښتنو فكري بنياد كمزورى دى.

دا ددې د پاره چې پښتانه   ولس ته د پاچا خان   د ورورۍ او عزيزولۍ پيغام په امانت دارۍ سره  نه دى رسولى.

دا ددې د پاره چې  يو پښتون بل پښتون وژني او په سر يې پيسې اخلي .  

دا ددې د پاره چې په پښتنو كښې د اتحاد او اتفاق تارونه مضبوط نه دي. 

او س  پښتنو څه كول پكار دي  او څه بايد وشي . ددې د پاره چې پښتانه  له اوسني بد حالت څخه  ووځي  او ددوي په سياسي ، فرهنګي ، اقتصادي ، امنيتي ،  اجتماعي ژوند كښې ښه والې او بهبود راشي نو 

دا لاندني څو  وړانديزونه  ورته مناسب ګڼم .

1-  د پا چا خان د سياسي تحريك فعاله كول .

پرته له يو سياسي تحريك نه پښتانه هيڅ هم نه شي تر لاسه كولاى. ددې  كار د پاره بايد  د پا چاخان د فكر ملګري ميدان ته راووځي ، په ښارونو وګرځي ، كليو ته لاړ شي ، د خلكو د كورونو دروازې وټكوي او بيده خلك راويښ كړي . پا چا خان په خپلو پښو ميټر لكولى ؤ او روزانه  به  يې په كيلو مترو مزلونه كول او په هر ځاى كښې به يې  خلكو ته ځان رساوه او هغوي به يې  رابيدارول. دا يواځنۍ لارده چې  په ګټونو كښې پراته پښتانه راويښ كړاى شي.  

ملنګ  جان وايي : 

راځی پښتنو وروڼو د پاك زړه په صداقت 

ملا وتړۍ په ټينګه رابهر شئ په ميدان 

2- د پا چاخان د مبارزو   تعقيبول :

كومه مبارزه چې پا چا خان   د پښتون قام د حقوقو د تر لاسه كولو د پاره كړې ده ، هغسې مبارزه پكار ده. 

څرنګه چې پاچاخان په قام غمژن ؤ ، هغسې بايد مونږ غمژن ووسو .  

3- د پا چاخان د فلسفې   ژوندي كول  او په هغې عمل كول.

د پاچاخان په فلسفه كښې دومره قوت پروت دى چې كه هغه راژوندې شي او عمل پرې وشي نو د پښتنو ژوند به بدل شي. د فكر او علم خاوندان پښتانه ، د علم او پوهې لرونكي پښتانه ، په سياست او رموز پوه پښتانه بايد كوشش وكړي چې د پښتنو  هر  زلمي ته، هرې پيغلې ته  او  هر ماشوم ته ځان ورسوي او ورته ووايي چې پا چا خان څوك ؤ او څه ؤ.  د پيغلو خبره مې ځكه ياده كړه چې پا چا خان د نجونو د تعليم طرفدار ؤ ، هغه به ويل : 

( زما خيال ورځ په ورځ د جينكو تعليم او تربيت  طرف ته زياتيږي . ولې چې زه دا خبره د خپل  قام د پاره خطرناكه ګڼم چې هلكانو ته خو دى تعليم وركړ شي او جينكۍ دې د علم نه محرومې كړی شي . ددې نتيجه به دا وي چې زمونږ هلكان به اول خو د جاهلانو له ښځو  سره ودونه نه كوي او كه چيرې وهم كړي نو اكثر به يې كور سمون نه خوري او هميشه به پكښې كشمكش وي چې ددې نه زمونږ قام او ملك ته د لوى نقصان د رسيدو انديښنه ده.) 

4-  په پښتنو كښې د اتفاق او ورورۍ د سستو مزو ټينګول .

د اتفاق او ورورۍ د مزو ټينګول په ښه فكر او ښه تعليم سره كيداى شي . هر څومره چې په يو قوم كښې د تعليم سطح لوړه شي په هغه اندازه د خلكو فكر مثبت لورته وده كوي او له دې سره د اتفاق او ورورۍ سست مزي ټينګږي . له بلې خوا  د ولس په اقتصادي وضع كښې ښه والى هم د خلكو د ژوندانه په فضا  كښې  د نفرت او كينې  دوړې لر كوي .

5- . تعليم  ته مخه كول .

اساسي خبره د تعليم ده.  او دا موضوع هغه موضوع ده چې پاچا خان ورباندې تاكيد كړی دى.  زياتره پښتانه سياستمداران د تعليم خاوندان نه دي ، همدا وجه ده چې پښتانه په سياست كښې ناكام دي . په جنګ جګړه كښې استاذان دي خو چې جكړه وكټي نو څوك  يې په قدرت كښې نه شريكوي. په يوه بهانه او بله بهانه يې  تير  باسي او د خير په غونډۍ يې كينوي. پاچاخان ددې دپاره چې پښتانه تعليم يافته شي نو د ښونځيو د جوړولو د پاره يې ملا وتړله ، هغه خپل وس  وكړ ، دشمن  ډير ځيرك او چالاك ؤ ، هغه دشمن اوس لا نور چالاك شوى دى . اوس   هغه دشمن   هوايي بريدونه كوي او ښوونځي له مينځه وړي . پخوا به يې دا كار د پوليټكل اجنټانو او جاسوسانو په ذريعه كولو خو اوس يې  په بل شان كوي. 

6- په پښتو ژبه  ليك او لوست ته توجه كول 

په پښتنو كښې د ليك لوست موضوع ډيره مهمه ده. زه فكر نه كوم چه په كوزه پښتونخوا كښې  20 % پښتانه په پښتو ليك او لوست وكولاى شي . دا ځكه چې هلته تعليم په پښتو نه ؤ او تر اوسه پورې  په پښتو ژبه تعليم ته توجه نه كيږي. په  افغانستا ن كښې هم زياتره پښتانه د  پښتو په ليكلو كښې مشكل لري. . پاچاخان  دې مشكل ته متوجه ؤ نو ځكه يې  پښتانه دې ته هڅول تر څو ليك او لوست ته توجه وكړي.  

7-  په پښتنو كښې د پاچاخان  د فكر  او نظر د پلوشو خپرول .

په قام كښې د پا چا خان د فكر او نظر د پلوشو خپرول يوه اساسي تقاضا ده.   اوسنى نسل  د پاچا خان له فكر او نظر څخه لرې ساتل شوى دى . ددې كار د پاره لازمه ده چې  د هر پښتون په كور كښې د پاچاخان د فكر او نظر  رڼا خپره شي ترڅو  ماشومان  او لويان ددغې رڼا نه ګټه واخلي او  خپل تياره ذهن  روښانه كړي. 

8-  د پاچاخان په نوم د پوهنتونونو او علمي تحقيقاتي مركزونو او  ښونځيو  جوړول .

 البته دا كار  د ولسونو په غوښتنه او  د حكومتونو په  همكارۍ او توجه عملي كيداى شي.  پښتانه سياستمداران چې په حكومتو نو كښې لوړ سياسي وظيفې لري ، دا ددوي دنده ده چې ددې كار د عملي كولو د پاره خپل مسؤليت رفع كړي. 

9-   د اختلاف مخه نيول . 

پا چا خان وايي : 

( چې په ډلو كښې اختلاف پيدا شي ، كه ډير ښه كار  او د كار خلك وي  هم بې كاره شي ، د هغوي ذهني طاقت د يو بل په غورځولو كښې صرف شي . په خدمت كښې اختلاف نه راځي ، اختلاف له خود غرضۍ نه پيدا كيږي.) 

10-  د پښتنو ورورلي : 

پښتون هيچيرې  كوم  بهرني قوت  وهلى نه دى ، بلكې تل ورته خپل ورور تربور شوى دى .   

ارماني د پښتنو د آبادۍ ؤ 

آرزومند د خپل وطن د آزادۍ ؤ

يو تحريك ؤ يو درياب ؤ په چپو كښې

يو داعي د پښتنو د ورورولۍ ؤ

په پښتنو كښې كه د ورورولۍ احساس ژوندى نه شي نو  د پاچا خان  د ارمان  غوټۍ به  هيڅكله ګل نه شي.    

د پاچا خان په  باره كښې  خبرې  پاى نه لري ، كه زه هر څومره كينم او دې ليكلو ته دوام وركړم ، ستړې به شم ، سترګې به مې  خوبولې شي ، سر به راباندې وګرځي ، ماغزه به مې ستړي شي ، د لا س كتې به مې  سستې سستې  شي خو  د پاچا خان  د فلسفې ټول اړخونه به ونه څيړل شي ، د ددې كار د پاره ډير وخت  ته ضروت دى ، ډير كار ته ضرورت دى ، ډيرو تحقيقاتو ته ضرورت دى . زه به خپلو خبرو ته  د ولي خان له دې خبرو سره  خاتمه وركړم .

( پيرنګيانو په خپلو كتابونو كښې د پښتون د وهلو د پاره دوه وسلې ښودلې دي . يوه دا چې پښتانه درنه يو ځاى نه شي او دويمه دا چې پښتانه من حيث القوم مسلمانان دي ځكه نو د مذهب او اسلام په نوم يې ووهئ .) 

او مونږ نن وينو چې پښتانه د اسلام په نوم وهل كيږي او ټكول كيږل .

مونږ  له  هر چا نه غواړ و  چې له پښتنو سره د دوستۍ له لارې مخكښې راشي . له پښتنو سره  دوستي د هر چا په ګټه ده . هغه څه چې له پښتنو نه د دوستۍ له لارې لاس ته راتلى شي هغه د دشمنۍ له لارې لاس ته نه شي راتلاى. كه  هر څوك له پښتون سره له زور نه كار اخلي  نو په مقابل كښې هغومره  د پښتنو مقاومت او حساسيت  زياتيږي. پښتانه صبور دي ، له ډير صبر نه كار اخلي .  خداى پاك د صابرينو سره ملګرى دى. 

إن الله مع الصابرين . 

 و من الله التوفيق

-
بېرته شاته