(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکانګرس بې وفايي

[03.May.2018 - 13:28]

دکانګرس بې وفایي

[فخرافغان باچاخان]

کانګرس خو د پیرنګیانو سره دشپیتو کالو راایسې د ازادۍ اخستلو دپاره په جدوجهد لګیا و، خو انګریزانو ورته پوره ازادي څه چې نیمګړې ازادي هم نه ورکوله، مګر کله چې پښتانه ورسره په دغه جنګ کې ملګري شول او پښتنو په کیسه خوانۍ،ټکر، اتمانزو، کوهاټ، هاتي خېلو او میرویس کې قربانۍ ورکړې او دغه شان زمونږ د قبایلي علاقې غیرتي پښتنو، دې پښتنو سره د هندوستان د ازادۍ په لاره کې غزاګانې وکړې، د انګریزانو توپونو او ټینکونو ته یې خپلې سینې ‌‌‌‌‌‌ډال کړې او ددوی مخې ته لکه د غر ودریدل، نو انګریزانو هله د هندوستان ازادۍ ته غاړه کښیښوده.

مونږ خو د کانګرس سره په دې وعده دازادۍ په جنګ کې ملګري شوي وو، چې وطن به په ګ‌‌‌‌‌‌ډه ازادوو او د پردۍ غلامۍ نه به ځانونه خلاصوو، مګر چې وخت راغی، نو  بیا کانګرس مونږ سره د شوو وعدو هیڅ خیال ونه  ساتلی شو، زمونږ نه زمونږ د مستقبل په هکله هېڅ پوښتنه ونه شوه، بلکې. دپاکستان او هندوستان ریفرن‌‌‌‌‌‌ډوم راباندې په زور راوتپلی شو او زمونږ په سر دغه لویه سودا وشوه.

قربانۍ مونږ ورکړې، وینې زمونږ تویې شوې ، مالونه جایدادونه زمونږ تباه شول او ګټه یې نورو ته ورسیده.

دکانګرس مشرانو ، خو به په ټولو معاملو کې زما نه تپوس کولو، زما د سلا مشورې نه پغیر به یې هیڅ نه کول، مګر په دې لویه اهمه مسئله کې زما سره مشوره څه چې خبر یې هم نه کړم 

دوۍ مونږ. له پښو لاسونو وتړلو او مسلم لیګ ته یې حواله کړو.

[زما ژوند او جدوجهد. 783مخ]

-
بېرته شاته