(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پټه خزانه

[03.May.2018 - 13:21]

پټه خزانه

پټه خزانه د هوتکي پاچا ا عليحضرت شاه حسين هوتک دواکمنۍ د نامتو ليکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲لیږدیز -سپوږمیز / هجری ق.) کلونو کې ليکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه يې د تاريخ په زړه کې ساتلي دي . دغه اثر په کال ۱۳۲۲ لمريزکال کې لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبيبي وموند او له پاړسي ژباړې سره يې خپور کړ . د پټې خزانې له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې پاڼې خو نامتو څیرې رابرسیره شوې او جوته شوه چې پښتو ژبه لرغوني ادبيات لري،خو د وخت ناخوالو ، پېښو او جگړو ورنه ډیر څه خوړلي دي . که څه هم د پټې خزانې تر خپریدو کلونه وروسته یو شمیر د پښتو ژبې سیاسي متعصبو او پردي پالو عناصرو پر دغه کتاب بې مانا او بې منطقه نیوکې هم وکړې او ځینو خو داسې هم هڅې وکړې چې څرگنده کړي ، چې دغه کتاب گواکې ( جعلي ) او لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي پخپله لیکلی دى . علامه حبیبي د (پټې خزانه) په رابرسېره کولو سره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوې داسې څېرې په توگه وپیژندل شو ، چې د پښتو ژبې لرغونى تاریخ یې راژوندی کړ او ټولو افغانانو د علامه عبدالحى حبيبي دغه هڅه ډېره وستایله . د پټې خزانې تر خپرېدو پورې دمخه داسې گومان کیده ، چې پښتو ادب له بایزید روښان ، خوشال بابا او رحمن بابا نه راپیلیږي ، په داسې حال کې چې پټې خزانې ثابته کړه چې پښتو ادب ډېر پخوانی تاريخ لري او دپښتو تر ټولو زوړ شعر د امیرکروړ هغه تاریخي ویاړنه ده چې له تاریخي پلوه د خورا ارزښت نه برخمنه ده چې د ویلو تاریخ یې (۱۳۹) هجری ق. ته ورگرځي.پټه خزانه ډیرز ځلې چاپ شوی دی او هم په پارسي ، آلماني ( جرمني ) ، روسي ، انګریزي او عربي ژبو ژباړل شوی دی . تاسو په لاندیني لینک کې دپټې خزانې اصلي نسخه لوستلی شئ چې دکابل په ملي ارشیف کې خوندي ده .

https://www.scribd.com/doc/19954075/%D9%BE%D9%BC%D9%87-%D8%AE%D8%B2%D8%A7%D9%86%D9%87-Pata-Khazana

-
بېرته شاته