(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ازموېته TOEFL

[03.May.2018 - 09:58]

 ټافل ازموېنه(TOEFL)

لېوال افغان 

نړیوالې ازموینې په وخت کې کله چې له تاسې د یوې مشخصې موضوع په اړه پوښتل کېږي. البته دا ډول پوښتنې ممکن په نورو ورته مرکو په وخت کې هم له تاسې وشي، چې په نوموړې موضوع خبرې وکړئ

دغه لیکنه له هغو محصلینو سره پوره مرسته کولای شي، چې غواړي بهرنيو هېوادونو کې پوهنتونونو ته خپل غوښتنلیکونه ولیکي او یا ترې د انټرویو په وخت کې د یوې مشخصې موضوع په اړه وپوښتل شي.

لاندې څو ټکي در سره د خاکې جوړولو په برخه کې ښه مرستندوی لارښود کېدای شي.

 

لومړۍ

تر هر څه وړاندې ستاسې خبرې که شفاهي وي او یا تحریري باید په تخنیکي لحاظ منظمې، روانې او د پوهېدو وړ وي! مهمه نه ده، چې د پوښتل شوې پوښتنې په وړاندې تاسې علمي وغږیږئ، بلکې دوی ستاسې د خبرو مهارتونه، کلماتو پر ځای کارونه او منظم روان بهیر په پام کې نیسي!

مشخصاً پر موضوع عمومي بحث وکړئ، ولې مهم دی، ځکه چې.... دا او دا ګټې لري.... خلک ترې په ګڼو برخو کې ګټه اخیستلای شي، ګټور یې ځکه بولم چې.... په سیاست، پرمختګ، بیا روغونه، د خلکو د فکري ويښتیا.... او نور.

په مجموع کې تاسې باید د خپلو خبرو په پیل کې د موضوع اړوند عمومي بحث وغزوئ.

 

دوهم:

د پرګراف په دوهمه برخه کې باید د یادې موضوع اړوند پر هغې خوا بحث او خبرې وکړئ، چې د یوه فرد په توګه یې تاسې ګټې د ځان یا نورو لپاره کومې کومې بولئ؟

 

مثلاً؛ د ټولنپوهنې په برخه کې لوړې زده کړې ځکه راته مهمې دي، چې د مهارتونو په لوړولو کې له شخص سره مرسته کوي، په ټولنه کې د خلکو پر اصلاح مو د پوهې کچه لوړیږي.... که چېرې یو شخص وغواړي، خپله پوهه په مشخصه برخه یا رشته کې سرته ورسوي، نو ډېره اړینه ده، چې یاد زده کوونکی ..... دلته په ځانګړې توګه د ځان په اړه وغږېږئ، چې د ددې او دې دلیل په اساس راته دا موضوع او دا رشته مهمه ده!

خو په هر صورت په دې برخه کې باید تاسې د امکان تر بریده د یوه فرد لپاره د هغې موضوع ګټې په واضع توګه روښانه کړئ، چې له تاسې پوښتل شوې وي او بیا یې ټولنې ته د یو فرد په وړاندې کولو کې څه خیر ټولنې او خلکو ته رسيږئ!

دلته تاسې باید لومړی د ځان په اړه بحث وکړئ او بیا خپل ځان چې ټولنې ته وړاندې کوئ، خپلې ټولنې ته یې خیر او ګټې د بېلګو په وړاندې کولو سره روښانه کړئ!

 

درېیم:

په دغه برخه کې تاسې که په هره کچه غواړئ زده کړې وکړئ، د هغې رشتې اړوند د بهرنیو هېوادونو د پوهنتونونو د پروفیسرانو، استادانو او د هغوی د تجربو ګټو باندې یوځل رڼا واچوئ، مثلاً که په یوه امریکايي پوهنتون کې غواړئ زده کړې وکړئ، نو د هغو استادانو تجربې به له تاسې سره څه مرسته وکړي. د مثالونو په وړاندې کولو سره خپلې خبرې اوږدې کړئ. مثلاً په ژوند کې به مو خپلې تجربې قوي شي، ستاسې دغه شخصي تجربې به د ټولنې د وګړو  ښېرازۍ لامل شي، ستاسې علمي پوهه به لوړه او غني شي او بیا یې په همدې برخه کې ګټې له ټولنې سره وتړئ، خپل مسولیتونه د ټولنې په وړاندې واضح کړئ. مثالونه وړاندې کړئ!

که مو وخت موند، نو ښه ده، چې په یاده برخه کې یو ځل د پوهنتونونو پر پرتلییزه څېړنه لږ تم شئ، مثلاً، که یوه سړی په افغانستان کې خپله ماستري کوي، څومره ګټوره ده او که یو سړی په ورته برخه کې په یوه بل هېواد مثلاً انګلستان کې ماستري تر سره کوي، څومره ګټوره ده!؟ مثلاً د لوړو زده کړو، ماسترۍ او یا دوکتورا تر لاسه کولو لپاره دلته امنیتي، اقتصادي او ټولنیز شرایط څومره مساعد دي او شرایطو ته په کتو هغه توپیرونه په ژوره توګه روښانه کړئ.

 

څلورم:

په وروستۍ برخه کې که د خپلو لاسته راوړنو، د کورنۍ، مور او پلار او په ځانګړې توګه د هغه ټولو لاسته راوړنو په اړه وغږېږئ، چې ستاسې مور او پلار او په ټوله کې یې ستاسې کورنۍ لري. مثلاً: پلار مو څه کارونه کوي او څومره توره یې تر دې مهاله تر سره کړې ده؟ مثالونه ورکړئ او د کورنۍ د هغو غړو په اړه هم وغږېږئ، چې تر اوسه یې په ژوند کې مهم نوښتونه تر سره کړي وي، مثلاً؛ پلار مو په یوه ښوونځي کې سر ښوونکی دی، هغه د ادارې او د شاګردانو له خوا تل د خپلو مسولیتونو او دندې په ښه توګه تر سره کولو له امله ستایل کیږي، مثلاً په ګڼو برخه کې یې څېړنې کړې دي، کتابونه او مقالې لیکي، ټولنیز خوځښتونه تر سره کوي.... لنډه دا چې مقابل لوری وهڅوئ! هغوی ته د خپل کورني ټیم له خوا ډاډ ورکړئ او یا په اصطلاح چې ځان د خرڅلاو لپاره غوره او لوړ وړاندې کړئ!

 

او په وروستۍ برخه کې یو ځل بیا روښانه کړئ، چې د پورته یادو دلایلو له امله زه ښه یم او لیوالتیا لرم، چې په یاده برخه کې خپلو لوړو زدکړو ته ادامه ورکړم! ستاسې خبرې باید د پام وړ او ډېرې زړه راښکوونکې وي!

لیوال افغان

-
بېرته شاته