(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غږونه او ژبه

[03.May.2018 - 09:26]

غږونه  او  ژبه

رحمت شاه سائل

تحقيق  وائى  چې د انسان اولنۍ ژبه  اشاره  وه. يا د اشارو په ژبه  به  يې  د  يو  بل  سره خبرې کولې.خو قياس وائى چې غږ به د انسان  وړومبۍ ژبه  وه. ځکه  چې  غږ په  نورو زنده سرو کښې  هم  وۀ. غږونه  او اشارې  د انسان اجتماعى ضرورت په  ژبه  کښې  بدلې کړې. ژبې ترقى کوله کوله  د دې  جوګه شوه  چې د انسان د عام ضرورت نه  علاوه دې  د دۀ هغو خيالونو او فکرونو ته  هم  ژبه  ورکړى د کوم د اظهار نه  چې  ژبه  عاجزه  وه. د ژبې  په  دغه  توان  او طاقت چې کله ضرورت پېښ شوے دے نو د دې  دومره  ډېر اړخونه  دى  چې  مونږ غوندې  خلق په  دې کښې  يا د دې  په  هر اړخ کښې  د کوم  تحقيق  کولو جوګه  نۀ  وو. هسې  د  قياس  تر حده کۀ  هر چا  څۀ کوشش کړے هم دے نو بې  ځايه  به  ورته  نۀ  وايو  ځکه  چې  هم د دغسې وړو وړو سوالونو نه د ژبې علم يو باقاعده  علم  اخستے  دے. او نن  په  ټوله  دنيا  کښې  ژب  پوهنه  يو علمى ضرورت دے.او ځنې خلق پکښې تر (P.H.D)رسېدلى دى. د ژبې په  جوړښت، ساخت او نظام  چې کوم چا کار کړے دے .هغه  سوسېئر  دے _ ډېرو  لوستونکو به  هغه  لوستے  وى. د هغې تفصيل ته تلۀ ضرورى نۀ دى.خو د هغۀ په خيالونو کښې د شرکت دپاره بايد چې مونږ لوستونکو ته څۀ نخښې  نښانې  ورکړو.او د استفادې کوشش  پرې  اوکړوهغه  وائى  چې 

(١) ژبه يو داسې مېډيم نۀ دے چې تۀ د هغې نه لکه د شيشې هغه غاړه او ددې غاړه  نظر تېر کړے چونکې ژبه د ساخت نه جوړه ده يا ساخت لرونکے شے دےاو دغه ساخت د تل دپاره يک زمانى وى.ځکه نو د ژبې د وئيلو د هغې د منظم کېدو احساس بنده ته کېږى.په دې وجه د آوازونو  اصول (يعنې فونيمى اصول) د ژبې بنيادى ساختياتى اصول دى. ددې د شته والى او پوهنې ضرورت د جوړه دار فرق_ يا د دوه اړخيزه تضاداتو نه پوره کېږى.دے وائى چې دا فرق  د دنيا په ټولو ژبو کښې يو شان کار فرما، يعنې په عمل کښې وى. او دا اصول د افاقى نوعيت اصول دى

(٢)”رومن جيک سناومورس حالےپه خپلو کتابونو کښې ثابته کړې ده چې د جوړې دار تضاد نه فرق قائمول  د يو ماشوم  بچى  د ذهن  وړومبے  منطقى تفاعل دے. يعنې  زيږنده سر چينه ده. نو مونږ دا هم وئيلے شو چې دا تضاد د انسانى ذهن وړومبے قدم يا ګام دے چې هم ددې نه په فطرت کښې کلچر (کلتور)داخلېدل شورو شى. د جوړې دار فرق په ذريعه امتيازات قائمول  او د هغې  نه  مدد اخستل  د انسانى ذهن د خصوصيت خاصه  او د انسان د خصوصيت (د ځانګړتيا) لويه  پېژندګلو ده. د انسان دغه  خصوصيت  ساخت  پېدا کوى او بيا د هغې  نه  د کار اخلى

(٣)سوسېئر د دې  نه  هم  مخکښې  ځى  او  وائى  ژبه صرف د لفظونو  په  ذريعه  په  عمل  کښې نۀ  وى  بلکې  ژبه  د نشاناتو د نظام په  ذريعه  يعنې (سسټم  اف  سائن) په  يعنې د آوازونو  او د نشاناتو د نظام په  ذريعه  په عمل کښې  راځى.

لفظونه خو دلته نظر ته راتلونکے د دې رسۍ يو سر دے او هم دا نظام د نشاناتو تجريدى نظام دے او د ژبنى  اصول کار د دې  نشاناتو د نظام د اصولو او کليو  پېدا کول  يعنې  د  ژبې  کلهم ساخت  پېدا کول دى مونږ  نشان سائن (Sign) د دې   دوه  اړخيزې رشتې  په  مدد  پېدا  کولے  شو، کوم چې  د دې  د صوتى  رنګ  او  تصور  تر  منځه  منځه  وى_

نشان  ددې  دواړو  يوه  مجموعه  وى  او د دې  صوتى  غږ  يا  رنګ  معنى  نما  باتصور معنى  وى. د لفظ  شجر صوتى  رنګ  او  د شجر  په  تصور  کښې چې  کومه  ساختياتى  رشته  ده هم  دغه  رشته  د ژبې  نشاناتو  تشکيل  کوى، ځکه  خو  ژبه  د نشاناتو  يو  نظام  لرى  کوم  چې تصورات  ظاهروى.

ژبه  خود مختاره وى  او  پخپله  د خپل  حقيقت  حثېت  لرى .د شجر  او  صوتى  رنګ  په تصور  کښې  کومه  فطرى  رشته  نۀ وى_

په  لفظ  شجر  او د هغې  په  اواز صوت  کښې  د شجر  يا (اونېکوم  خصوصيت  نۀ  وى او نۀ دغې  لفظ  دغې  تصور  کوم  خارجى  قوت  ورکړے  دے. شجر  يا اونې  له  دغه  معنى  د ژبې  ساخت  ورکړې  ده

د ژبې  خود مختارانه  حېثيت  په  اصل  کښې  د ژبې  ساخت  قائم  ساتى  او د دې حفاظت هم کوى  هم دغه ساخت  وى چې د خپلو  جوړو  شوو  قانونو  يوه  مجموعه  وى  او  هم دغه  قانونونه  وى  چې د خپل  ضرورت  دپاره  تشکيلات  کوى  او ترکيبونه  او  کلمې  تخليق  يا خلق کوى. مخکښې وائى  چې په  ژبه  کښې  د معنى نما  او تصور معنى  د ناقابل  تقسيم  رشتې په  وجه  د ازمرى (شېر) د صوتى  رنګ  يا غږ  نه  مراد  بل  کوم  ځناور نۀ  وى  هم  ازمرے  وى  خو دا شے  ګمان  يا  واهمه  پېدا  کوى  چې  څوک  وائى  چې  ژبه  ګنى  صفا  د شيشې  غوندې  يو  شے وى  چې  دواړه طرفو ته  يې  ليدل  ممکن  وى  يا ګنى   د څيزونو  او لفظونو  تر  منځه  يو  د يو سره  رشته  يا  نسبت  لرى_

  ژبه  چونکه  زمونږ د عادت  برخه  ده  نو  کۀ  څوک  دغسې  فکر  کوى  نو  دا  بې  شکه فطرى خبره ده خو په فکرى اعتبار سره هم ژبه د شيشې  پشان  يو شے ګڼل پخپله  ځان  ته دوکه  ورکول  دى  دا په دې  وجه  چې د ژبې  اصل  نوعيت  پخپله  د ژبې  برعکس  مخالف  دے_

ژبه  چونکه  صفا شے  نۀ دے  خو  دا شے  زمونږ  د معمولاتو نه  حساب   وى  په  دغې  وجه  چې کله  ژبه  کوم  خيال  ادا  کړى  نو هم  هغه  وخت  دا د منځه  اوځى

 
-
بېرته شاته