(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل پرلت څه وايي؟

[03.May.2018 - 07:36]

کابل پرلت څه وايي؟ څه غواړي؟۰ 

عبدالغفور لېوال

د افغان د تاریخ د ګڼو جګړو او سیاسي بدلونونو خوځوونکی ( محرکه) ځواک ایډیولوژۍ وې. افغان ډېر ځله ځان د دې لپاره مرګ ته ورکړی، چې شهید شي یا غازي شي اوتلپاتې ژغورنه وګټي. د معنوي او عقیدوي ارزښت لپاره د افغان دغه تاریخي قربانۍ د قدر وړ دي او ان شاالله لوی څښتن به یې اجرونه ورکړي، خو هغه څه چې په تاریخ کې یې ځای تش و، تر دغو قربانیو وروسته د ژوندي پاتې شویو افغانانو لپاره د څه کولو فکر و عمل و. دا د افغان په تاریخ کې لومړنی ځل دی، چې غواړي ژوندی پاتې شي او ښه ژوند ولري. د کابل په کېږدۍ کې همدا ګونګوسه روانه ده، ځوانان لګیا دي بحث کوي، چې د نړۍ پېچلیو استخباراتي ځواکونو ته ووايي : بس دی، نوره به دې چاړه پڅه شوې وي، څومره به راحلال کړې؟ ریښتینی انقلاب دې ته وايي، چې په یوه ټولنه کې داسې فکري او شعوري بدلون راشي، چې پربنسټ یې د ټولنې د وګړیو د انساني ژوند په شرایطو کې د ښه والي راوستلو اراده او عمل وزیږي. د کابل په خیمه کې د داسې فکريشعوري بدلون زمزمې اورېدل کیږي. په ټوله افغانمېشته خاوره کې د پاڅونونو وروستۍ څپې د دې لپاره دي، چې وپوښتي: ولې مو وژنئ؟ باور لرم، چې د دې پوښتنې د ځواب پته به بېرته زموږ ګریوان ته راغورځي، ځواب دا دی: دا ځکه چې موږ یو بل وژنو. د افغان توکموژنې ( Genocide) راز دا دی، چې په موږ کې لا هم د یوبل وژلو وحشي غریزه له منځه نه ده تللې، دا غریزه دیرش زره کاله پخوانۍ ده، چې انسانانو د ښکار په خامو غوښو یو بل وژل، خو د انسان مدني دوره هغه مهال پیل شوه، چې د خوړو پر سر یې یود بل له وژلو لاس واخیست. د ټولې افغاني جغرافیې وروستي پاڅونونه به بالاخره دې پایلې ته رسیږي، چې لږ ترلږه د یوه کال لپاره افغان د افغان په لاس ونه وژل شي، بیا به وګورئ، چې د کوم بهرني او پردي هغه نیکه به هم د افغانوژنې جرئت ونه شي کړای. که تاسو له پردیو کافرو یا مسلمانو وپوښتئ، چې ولې مو وژنئ؟ او ترکله مو وژنئ؟ نو درته وبه وايي: ترهغو چې تاسو یو بل وژلای شئ، ترهغو به مو وژنو! وروستي پاڅونونه او خوځښتونه به ناڅاپه افغان متوجه کړي، چې آخ، د پردیو استخباراتو کمال خو بس همدومره دی، چې موږ سره جنګولای شي! د دوی کوډې خو بس همدومره دي، چې موږ یو بل ته کافرکړي او یو پر بل مو وروبلوسي. جبر بد شی دی، خو خوځند انسان یوځای ته رسولای شي. افغانان ۳۴۰۰۰ ورک دي، ۱۴۰۰ پېغلې ورکې دي، په ټوله افغاني جغرافیه کې د ورځې لږ ترلږه ۲۰۰ وژل کیږي او همدا جبر دی، دا جبر به د پتک په څېر ګنګس افغان پر سر وهي، چې راویښ شي او د خپلې تاریخي بدمرغۍ راز او طلسم ومومي. وروستۍ څپې او پاڅونونه ټوکې نه دي، د یوه پینځه پنځوس میلیوني ملت د تاریخ پوښتنه ده: ولې وژل کیږو؟ په تاریخ کې لومړنی ناایډیولوژیک او بلکې ملي پاڅون دی، چې پرعقل ولاړ دی او له منطق څخه ځواب غواړي. کیسه بلې خوا ته روانه ده، ځواب به اخر موندل کیږي، خو که دې ملت ځواب ومونده، نو بیا یې هماغه شېبه د نړۍ یو لوی زبرځواک وګڼئ، د خپلو سرچینو واکمن یې وګڼئ اوپه خپل لاس او اراده یې د خپل برخلیک ټاکونکی وګڼئ! ایله د خپل ستر رب ج د دغه حکم په راز پوه شي، چې فرمایلي یې دي : “اِنَّ اللّهَ لا یُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّیَ یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم”. صدق الله العظیم. (تردې چې یو قوم خپل حالت بدل نه کا، خدای یې حال نه بدلوي !) خو که دا ځل یې هم خپل ځواب ونه مونده، نو بیا به څوسوه کاله وروسته د تاریخ او افسانو په کتابونو کې لیکل شوي وي، چې: یومهال پر دې خړه زمکه د ( افغان) په نامه یو قوم اوسېده، چې د پردیو په لمسون یې خپلو کې یوبل تر وروستي وګړي ووژل او تخم و نطفه یې پخپله د زمکې له سره پوپنا کړه

-
بېرته شاته