(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو را‌‌‌‌‌‌ډيوګانې او تلوېزونونه

[15.Mar.2018 - 14:58]

پښتو را‌‌‌‌‌‌ډيوګانې او تلوېزونونه

ډاکټر لطیف یاد 

په افغانستان ، پښتونخو ا او نوروهیوادونو کې پښتو تلویزیونی ( TV) چینلونه او راډیو ګانې

زه وړوکی ماشوم وم چې دکابل راډیونه سربیره به مې دآل نډیا راډیوپښتو پروګرام ، دمسکو راديوپښتو پروګرام . دپيښور راډیو پښتو پروګرام ، دکوئیټې پښتو پروګرام اود المان غږپښتو پروګرامونه اوریدل اوخوندبه مې ترې اخیسته .

خو په هغه وختونو کې دمصر دقاهرې له ښارنه به هم پښتو پروګرام خپریده . البته دا دپخوانیو وختونو خبرې دي ، 

کله چې روسانو پر افغانستان برید وکړ نو لویدیزو هیوادونولکه بریتانیې او دامریکې متحده ایا لتونو دخپلې تبلیغاتي جګړې لپاره دبي بي سي او دامریکي غږپښتو پروګرامو نه هم جوړ کړل ، خو موږپه افغانستان کې یوه دکابل راډیو درلودله او یو ټلویزیوني چینل مو درلود چې په دري او پښتو ژبه به یې خپرونې کولې البته دپښتو ونډه پکې لږه وه .

خوپه تیرو پنځلسو کلونو دافغانستان په پلازمیینې کابل او دافغانستان په ډیرو ولایتونو کې دنورو ژبو دتلویزیونو ترڅنګ پښتو تلویزیونی چینلونه اوراډیوګانې جوړې شوې او ترڅنګ یې سیمه ایزې راډیوګانې هم په پښتو ژبه فعالیت کوي . زه په دغه لنډه لیکنه کې په افغانستان ، پښتونخوا او نوروهیوادونو کې پښتو تلویزیوني چينلونه اوراډیو ګانې چې همدا اوس فعالیت کوي اوپه پښتو خپرونې کوي درپیژنم.

په اوسني وخت کې په افغانستان کې لاندیني بښتو تلویزیوني چینلونه او راډیوګانې په پښتو ژبه خپرونې کوي :

په کابل کې :

۱-ژوندون تلویزیونی چینل 

۲- شمشاد تلویزیونی چینل 

۳-پښتو تلویزیونی چینل 

۴- لمر تلویزیونی چینل 

۵-غر غښت تلو یزیونی چینل 

۶-سبا تلویزیونی چینل

-۷ وطن تلویزیونی چینل 

۸- سندرې تلویزیونی چینل 

۹-ملي راډيو ټلويزيون تلویزیونی چینل 

۱۰- هیواد تلویزیونی چینل 

۱۱= آشنا ټي وي ( دامریکې غږ) له خوا

دافغانستن په نوروولایتونو کې پښتو تلویزیونی چینلونه :

۱- دهیلمتد ملي رادیو- تلویزیون

۲- دکندهار ملي راډیو - تلویزیون

۳-دکابیسا ملي راډیو - تلویزیون

۴-دخوست ملي راډیو تلویزیون

۵- دکونړملي راډیو- تلویزیون 

۶- دلغمان ملي راډیوتلویزیون

۷- دغزني ملي راډیو- تلویزیون

۸- دلوګرملي راډیو- تلویزیون

۹-د ننګرهار ملي راډیو- تلویزیون 

۱۰- دپکتیا ملي راډیو-تلویزیون

۱۱- دروزګان ملي راډیو -تلویزیون 

۱۲- دمیدان وردګوملي راډیو - تلویزیون 

۱۳- دزابل ملی راډیو-تلویزیون

۱۴- دغزنی ملي راډیو -تلویزیون

په کابل او افغانستان په نوروولایتونو کې پښتو ایف ایم FM راډیویې چینلونه

۱- ارمان ایف ایم راډیویي چینل( په کابل کې )

۲- راډیوافغانستان ( په کابل کې )

۳- همیشه بهار ایف ایم راډیوی چینل په ننګرهار کې 

۴- نن ایف ایم راډیویی چینل په ننګرهار کې 

۵- امن ایف ایم راډیویي چینل په ننګرهار کې 

۶- مینه ایف ایم راډیویی چینل په ننګرهار کې 

۷- اباسین ایف ایم راډیویی چینل په ننګرهارکې 

۸- شرق ایف ایم راډیویی چینل په ننګرهارکې 

۹- نرګس ایف ایم راډیویی چینل په ننګرهارکې 

۱۰- صفا ایف ایم راډیویی چینل په ننګرهارکې 

۱۱- انعکاس ایف ایم راډیویی چینل په ننګرهارکې 

۱۲- اوښتون ایف ایم راډیوی چینل په پکتیا کې 

۱۳- تلوسه ایف ایم راډیویی چینل په پکتیکا کې 

۱۴- پیوستون ایف ایم راډیویی چینل په روزګان کې 

۱۵ - وړانګه ایف ایم راډیویی چینل په کندهار کې 

۱۶- څانګه ایف ایم راډیویی چینل په کندهار کې 

۱۷- بست ایف ایم راډیویی چینل په هیلمند کې 

۱۸- سمون ایف ایم راډیویی چینل په هیلمند کې 

۱۹- سباوون ایف ایم راډیویی چینل په هیلمند کې 

۲۰- چنار ایف ایم راډیویی چینل په خوست کې 

۲۱- نن ایف ایم راډیویی چینل په خوست کې 

۲۲- دهیلو کاروان ایف ایم راډیویی چینل په خوست کې 

۲۳-دسولي پیغام په خوست کې 

۲۴-ولس غږپه خوست کې 

۲۵-یون په خوست کې 

۲۶-کلیدپه خوست کې 

۲۷- رڼا په خوست کې 

۲۸-خوست راډیویی چینل په خوست کې 

۲۹-غرغښت راډیویی چینل په خوست کې 

۳۰- ژمن راډیویی چینل په خوست کې 

۳۱- زرغون راډیویی چینل په خوست کې 

۳۲- نښتر ایف ایم راډیویی چینل په کونړ کې

۳۳-پکتیا غږ

۳۴-ګردېز غږ

۳۵- ژوند راډيوپه پکتیا کې 

 ۳۶-نن اېف ام راډیوپه پکتیا کې 

۳۷-د ښځوغږ به پکتیا کې 

۳۸- څمکني غږ په پکتیا کې 

۳۹- کاروان اېف ام راډیوپه پکتیا کې 

۴۰-ایمان راډيوپه پکتیا کې( چې اوس کوم فعالیت نلري )

 ۴۱-روان غږ په پکتیا کې  ( چې اوس کوم فعالیت نلري )، 

۴۲-اوښتون راډيو پکتیا ( چې اوس کوم فعالیت نلري )

په پښتونخوا کې پښتو راډیویي چینلونه:

------------------------------

۱- راډیو خیبر ایف ایم راډیویی چینل ( دخیبر ایجنسۍ ) نه 

۲- دپښتونخوا ایف ایم راډیویی چینل

۳-امن یف ایم راډیویی چینل په مردان کې 

۴- دلبرایف ایم راډیویی چینل په چارسده کې کې 

۵- سوات یف ایم راډیویی چینل په سوات کې 

۶- بنو ایف ایم راډیویی چینل په شمالي وزیرستان کې 

۷- دپيښور پښتو ریډیو

په پاکستان کې پښتو تلویزیونی چینلونه :

-------------------------------------

۱- ای .وي. ټي خیبر AVT Khyber 

۲- عروج ټي وي Aruj TV

۳-خیبر نیوز Khyber News

۴- پښتو ون Pashto 1 asiasat

۵- پښتو ون ميډل ایسټ Pashto 1 (ME)

په نورې نړۍ کې راډیويي پښتو خپرونې :

----------------------------------------

۱- دامریکې غږپښتو پروګرام دواشنګټن نه 

۲- دبي بي سي پښتو پروګرام دلندن نه 

۳- دمسکو پښتو پروګرام 

۴- ازادۍ راډیو دچک دجمهوریت دمرکز پراګ نه 

۶- آل اڼدیا راډیو پښتو خپرونه ( دنوي ډیلي نه

۷- دچین دنړیوالې راډیو پښتو پروګرام له بیجنګ نه 

۸- راډیو شانګهای پښتو پروګرانم 

۹- دویچه ویلي دآلمان غږپښتو پروګرام 

۱۰- دامریکي غږداشنا راډیو 

۱۱- دایران راډیو پښتو پروګرام دتهران نه 

۱۲- دایس بی ایس راډیوپښتو پروګرام دآسټرالیا نه 

۱۳- دمشال راډیو دچک دجمهوریت دپراک له ښارنه

۱۴- دتاشکند راډیو پښتو پروګرام

-
بېرته شاته